۱۲ـ۰۵ـ۲۰۱۲

بســــــــــــــــــــــــــــــمل

دتړون  یاتړونونولاسلیک کول  له یویا څوهېوادونوسره هغه  هم بیاپه ستراتیژیک مفهوم  څه دملنډوچارنه دی.

له هندوستان ، فرانسې ، ایټالیا ، انګلستان، جرمني، استرالیا ، ناروي  او بلجیم سره  د تړونونو لاسلیک کول په دې مانا نه دي، چې  افغانستان  یو ناڅاپه  خپلواک شو اوپخپله  خوښه  دنړۍ له بل هر هېواد سره د تړونونویا معاهدولاسلیک کولوجوګه  شو نه  داسې نه دی.

ستراتیژیک تړونونه  داوږد مهال لپاره وي  او د داسې ملکونو ترمینځ  لاسلیک  کېدای  شي، چې  هم  استقلال ولري او هم یې متساوي الحقوق موقف منل شوی وي .

له بده مرغه، چې  افغانستان  تر یوعالم لغتو لاندې  هېواد دی نه یې اسمان خپل دی نه  ځمکه، نه  یې  دفتر خپل دی نه یې سکرتر ، نه یې وکیل خپل دی نه یې قاضي هغه  اجرایوي  ارګان  خویې سم دم  پردی اوجنګ سالاردی .

ددې ترڅنګ ډېر زیات څه نور هم شته، چې دکابل ټکنۍ اداره دداسې تړونونو دلاسلیک حقوقي وړتیا نه لري .

بل دا، چې دا پاس یاد شوي ملکونه  پخپلو کې  هم یو لړ تاریخي ستونځې او پخوانۍ سختې اونه  هېرېدونکې دښمنۍ  لري نو آیاله  داسې ملکونوسره هغه هم بیاتقریبأ همزمان  ستراتیژیک  تړونونه لاسلیک کېدای شي؟

که تاسو یوازې هغه له ایټالیا سره لاسلیک شوی تړون سم ولولئ نو ښه  ډېر به  پرې وخاندئ .

له  داډول  مسخريي تړونونوڅخه  هدف  یوازې  دا و، چې زموږ  ولس  ته یو څه  تبلغ  شوی وي  څو له  امریکا سره د ستراتیژیک تړون؟؟ په وړاندې شدید غبرګون ونه ښیي .

له امریکا سره ستراتیژیک تړون ته یوازې تباه لیک تړون وېلای شو ځکه چې :

ــ امریکا به ددې تړون  په پلمه  زموږ دپولو، ځمکې او فضأساتنې په ځای په سیمه کې نوراهداف په مخ بوزي .

ــ سیموال او ګاونډیان به دامریکايي کړنو(غوبل) یاداشتونه په موږ پسې جوب ختوي .

ــ امریکايي خاص ځواکونه اواجنټان به یې  یوازې هغه کورنۍ او افراد تر مرۍ نیسي کوم، چې د حق اواستقلال ناره په ستوني کې لري .

ــ که امریکا خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ملاماتې شوه لکه، چې همدااوس داسې ښکاري بیا به دا ستراتیژیک تړون ؟؟ د ډېرانونو په سر دچرګانو په مښوکو کې وګورئ ځکه، چې هسې هم نړیوال اجرایوي  ضمانت نه لري  په توره شپه کې لاسلیک شو په تورو تیارو کې به غیب شي .

ــ چین، روس  او ځینې نوروهېوادونوکه  پخپل مینځ  کې  تړونونه  لاسلیک کړي  دي  هغه  خو کاملأ خپلواک او لاس خلاصي مشران لري  هغوی خپل شرائیط په نورو منلای شي  کله، چې ستاسو مشر د خپل ځان  دجامو واک نه لري ، لس کاله  پوره یې سترګې  په  ژړا تکې سرې کړې  خوچا یې غږ وانه  ورېد، خپل ګران وروریې دخپلو بې مسؤلیتوناندریوله کبله  په بلاوو وخوړاوس سم پوه شو ، چې داځل دده واردی نو تاسو دیوداسې مشر په برمته توب  کې اوس هم  شک لرئ؟

په  دغه  ځوروونکي  اوبې وسه  حالت کې ، چې ښاغلی کرزی قرار لري  زه یې  دنړۍ یوانسان  ته  هم نه  غواړم  او دښاغلي کرزي دنجات  دعا کوم .

دپورتنیودلائیلوله  مخې  ستراتیژیک تړون  یو تباه لیک تړون  بولم  ځکه ، چې دکابل تش په نامه  واکمنه  اداره

په سر کې یې حامد کرزی  دمستقیمو او غیر مستقیموتهدیدونو تر څنګ  دامریکایي  خونړۍ برچې  تر سیوري لاندې لویدیځې میډیااوګڼ  شمېر اجیرانویې  وروسته له  یونیم  کال سر پړسوونکوتبلغاتوڅخه  دستراتیژیک  تړون ؟؟ په  نوم دا تباه لیک تړون  په حامد کرزي باندې لاسلیک کړ.

زه  د حامد کرزي  دفاع نه کوم   هغه به  تاریخ  ته خپل ځواب  پخپله  وايي، زه  دښاغلي کرزي په حال تاثف کوم او  په تکرارسره  لیکم، چې هغه دنړۍ  په مخ  تر ټولوانسانانو  په بد حالت کې قرار لري .

زه دیوافغان په صفت په کرزي  تاو راتاوناتار اوفشار  دزغم وړ نه بولم ښاغلی کرزی  په قفس کې یو حصار مرغه ته  پاته کیږي خو داپه  دې مانانه  ده، چې  هغه ګویامعاف  شو، هغه باید د خپل  تاریخي مسؤلیت  ځواب  پخپله ووایي .

زه یو شمېر دوستانو دې  ته اړېستم څو د ستراتیژیک  تړون  په اړوند څه  ولیکم البته  دیادستراتیژیک تړون ؟؟ په  هکله زمانظر همهغه  پخوانی نظر دی، چې  وېلي مې  و«امریکاله  لاس  تړلولاسلیک غواړي» دادی هغه لوبه  ترسره  شوه  اوباما په  توره شپه کې  په  لاس  تړلي کرزي  د ګیدړې قباله لاسلیک کړه  ما هم  دیوافغان  په  صفت  خپل فردي مسؤلیت  دمختلیفو رسنیو له لارې لا وار دمخه  ادا کړی و.

 زه  د ایران، پاکستان  او روسې  دغبرګونونو په مقابل قطب کې قرار لرم  د هغوی  خپلې ګټې دي  زموږ  خپلې  د دغو دریو واړو هېوادونو په  درۍ نیم لسیز شالید کې د دوی  دبدنېتیو انځورونه  له  ورایه  ښکاري .

موږ افغانان  بایدیوازې  دخپل ګران  هېواد او ولس ګټې  په نظرکې ونیسوموږ خامخابایدنړیوال  دوستان ولرو البته  رښتیني دوستان .

دالس کلن  راغلي نابللي  ددوست  په  حیث ځکه  نه  شومنلای، چې  دوی  پخپلونارواچارو د بشر تاریخ کرغېړن کړ  پخپلوملکونو کې نظم، نظام  او اداري  سمون  غښتلی کوي  خو موږ  ته یې دیوسالم نظام  اودیموکراسي  په  نوم  انارشي او بې آبي  راوړه .

آیا کوم سلیم  عقل به  هم چېرې  د روان  اشغالي  دور عام  وژنې  (ژنوساید) دیو بې ګناه  ملـت  په  حق کې عادلانه وبولي؟

له کله  چې  ددیموکراسي  ډنډورې وغربېدې اوموږ  ټول پخپلو سترګو د دې وروستۍ لسیزې ناخوالې، دکرزي له  تش په نامه حکومت سره  موازې حکومتونه، دولس دځورونې لپاره  په دولتي اداروکې فساد ته وده ورکول، دجنګي جنایتکارانونازول او چاغول، دشکمنو په نوم عام وژنې، دیوارنیوم لرونکووسلوکارول ،زموږ دوروڼو قومونو ترمینځ  دنفاق اچول،  په لوی لاس دمقاومت زېږول اوترڅنګ یې دموازي (مصنوعي) مقاومت  را مینځ  ته کول  او ورځ  په ورځ  د خپل ملک اوسیمې جګړیز اوبدترحالت وینو آیا اوس موهم سر نه  دی خلاص چې موږ خپلواک یو که بل واک؟

موږ له تاریخ څخه هیڅ  هم نه زده کووځکه خو  دنړۍ په مخ  تر ټولو ولسونو بدمرغ  لاس اوپښې تړلي خلګ یو.

کوم څوک، چې نن  سبا ګران افغانستان  خپلواک بولي هغوی نه یوازې خپل ځانونه  غولوي، بلکې  اشغالګر هم  پخپل ځان پورې خندوي .

آیاداتاسو یې نه وینئ، چې  د۲۰۰۱ زېږدیزکال د اکتوبر له اوومې مانا دامریکايي یرغل له لمړۍ ورځې تر دا نن ورځې پورې څومره مرمۍ،بمونه او راکټونه  راوورېدل اووریږي؟

څومره کوګلونه یې غلبېل کړل؟

څومره میندې یې بورې کړې؟

څومره زهري او کیمیاوي مواد زموږ د هېواد په  رنګین او ښایسته رخسار وورېدل؟

دکوموسیمو خلګ اوس په ډول  ډول سرطاني ناروغیو اخته  او اخته کیږي؟

څومره ودونه، جنازې او دخوښیو محفلونه له خاورو سره خاورې شول؟

څومره بېګناه  لاروي  دپښتونخواپه لاروکوڅوکې دشکمن په نوم امریکايي بې پیلوټوالوتکوله خپل ژوندڅځه محروم کړل؟

 څومره ښوونځي دچا لخواالبته یوازې په پښتون مېشتو سیمو کې وران او کتابونه یې  په وینو رنګ شول ؟

څومره  قومي مشران، دیني عالمان  اومخورکسان  هغه  هم  یوازې  په  پښتون  مېشتوسیموکې  بیاهم لیکم  چې یوازې  په  پښتون  مېشتو سیمو کې په قتل ورسېدل او ولې ورسېدل؟

څومره جګړه مار افغانان  د چا لخوا او دچا دموخو لپاره لېبیا او سورې ته ورسول شول؟

آیا افغانانو خپله جګړه ختمه کړه، چې اوس بیا تر لېبیا او سورې پورې  ورسېدل؟

آیا هغه طالبان ووچې حامدکرزي ویل«پوهېژم وسلوال طالبان  په الوتکوکې  شمال ته نقلیژي»؟

ګرانو خویندو او وروڼو !

راځئ چې لږ خپل کرېوان ته سر ټیټ کړو، راځئ چې لږ د یو اوبل له نابودي څخه کرکه وکړو،  راځئ چې دا نړۍ دانسانانو ګډ کور وبولو او ددې ګډکور دنجات لپاره قرباني په ځان ومنو البته  ترټولو مهمه دا ده، چې له خپله کوره یې پیل کړومانا یو اوبل  ته  ددرناوي له لارې قناعت  ورکړو، په  ملي ګټو  را وڅرخو، د پردیو کټ  تر نیمو شپو وګڼو، پردیو ته  دخپل هېوادوال  کور ور په ګوته نه کړو او نه  د پردیو د خوښولو لپاره  خپلو درنو ته سپک او سپور ووایو.

پردي به  ځي که نن  نه  ووسبا که سبانه وو بله ورځ   یو وخت نه یو وخت به تښتي خو نه زموږ جغرافعوي موقعیت له ځانه سره وړی  شي او نه زموږ نسل  په کامل  ډول محوه کولای  شي بیا به  هم دا موږ او تاسو سره پاته یو.

کېدای شي موږبه هم نه یو خوراتلونکي نسلونه به بیازموږاعمال دتاریخ  په هنداره کې ګوري چې موږ څه کړي دچا لپاره  او ولې مو کړي دي .

هغه وخت  به  په برېښناپاڼوکې  څوک په  بدلونومونو دلیکنو او تبصرو جرئت  نه  شي کولای  ځکه  چې تخنیکي  اسانتیاوې به حتمي پوره شوې وي  دهرچاپته،لیک دود اودلیکنو نورې ځانګړتیاوې به دکمپیوټر کاروونکي پخپله ثابتولای شي لکه  چې اوس هم ځینې اسانتیاوې  شته دي .

په هر صورت له روښانې سبا څخه راګرزم نننیو تورو تیارو ته کومې ، چې موږ  پخپل لاس  په  ځان  راوستې  دي

هغه  داچې په دا ورستیو کې دیوڅو داسې کسانو پر له پسې لیکنې لولم له چا، چې هیڅ وخت  دا توقوع نه کېده له هرڅه بد خویې لاداچې داخدايي خدمتګاران؟؟ په هغه  پروني اشرافیت  پورې  تړلي چپیان  راوختل .

پرون یې زموږ غوږونه  د«مرده بادامپریالیزم  در رائس آن امریکا خون ناشام» په نارو راکاڼه کړي  ووخونن دهغه خون ناشام مزدوري کوي او په  خورا بې شرمي سره یې کوي .

زما نورکار ورسره  نشته  ګیله  مې داده، چې  ای ناځوانو تاسو خو په ۱۳۵۶ل کال کې له  خپلو مرورو ملګروسره پخلاشوي واست  له تاسوخویوڅه توقوع کېده داچې دوخت څپاو داخوا اخوا کړئ هغه به هم درسره ومنم  خو دا هیڅکله  منلای نشم چې ته  دپرون ورځې هر څه پرېږدې او یو دم شست شوی مغزې  شې او بیا سهارماښام دهغه  پروني دښمن( امپریالیزم) . . . تلې!

زه بیا هم هغه  ثابت افغان یم  پخپل نوم لیکنې کوم بې له خدای(ج) څخه دبل چا پروا هم نه لرم  ستاسو نومونه هم نه بربنډوم  زه دهر درانه انسان  درناوی کوم خو دایوشمېرکسانو ته  لږ څه  شرم  په کار دی  په سر کې یې  دوه  تور وېښتان  هم نه  ښکاري  دعمر په  دې ورستیو شپو ورځوکې یې ځانونه  وشرمول  دوی  تبا اوبرباد کړې  د اخدای ناترسه  په  څه لګیاه دي؟

زه د پورتنیو څو تندوجملو له وجې  ډېره ډېره بښنه  غواړم  یوازې  دومره لیکم، چې بنده پخپل وس پړ دی دګران اوپلرني هېواد افغانستان لپاره چې څه کولای شو راځئ  په صداقت سره یې وکړودخپل ملک اوخپلو راتلونکو نسلونو لپاره یې وکړو نه  دپردیو دبقأ او جفا لپاره.

راګرځم اصلي موضوع ته:

موږ دستراتیژیک تړون په مفهوم له  همهغه اوله پوهېدوځکه خومو دا یو نیم کال له  دې مغرضانه تړون سره  ښه مقابله وکړه دمختلیفو رسنیو له لارې مو خپل وجداني مسؤلیت  رفع کړ.

په زړه پورې  خوداوه، چې پخپله دمړي . . .په تخته وبهېدل مانااوبا ماپه داسې منډه اوتوره شپه کې راوځغاست  چې نه خو یې دراتګ ګردونه  چا ولیدل اونه  د تېښتې.

داوباماپه  دومره تېزه منډه هغه  هم  بې له نړیوالو ناظرینواو دیپلوماتانو دیوداسې سند لاسلیک کول   ډول ډول شکونه سړي ته پیدا کوي .

مهمه خو داده، چې  دیاد تړون  د اجرایوي  ژمنتیا مسؤلیت امریکایانو نه  دی په غاړه اخیستی .

دامریکايي لوري  غوښتنې  زموږ ولس ته نه دي روښانه  شوې، هر څه  دڅلورو دیوالونوپه  مینځ کې په لاستړلي  حامدکرزي منل شوي له همدې کبله  هم داستراتیژیک تړون   نه بلکې یو تباه لیک تړون دی.

له سپکوسپکه  خولا دا وه، چې دکابل  یو څو  ډنډورچیانو فورأ پخپل  یرغوي کې  شـرشم  راشنه  او په لویدیځه میډیاکې یې بیامړه غوږونه  شخ  شخ ونیول، وېل دادی نړیوال  قدرت (امریکا)موږ دخپل سیال  په حیث  ومنلو ، دادی  اوباما صاحب موږ ته  راغی له  موږ سره یې ستراتیژیک  تړون  لاسلیک کړ  شکر  دادی  موږ  یې   یو ځل بیا  له  نړیوالو سره سیالان کړو.

دوه  درۍ  ورځې لاتېرې نه وې ،چې  اوبا  ماسیال  میال پارتنر  ماتنر وروښود او په یوه ورځ  یې  د هېواد په  درۍ  څلورو ولایتونو کې زموږ ۲۳ بېګناه افغانان، ښځې او ماشومان  په شهادت ورسول.

ددې غمېزې  غندنه بیاهم دتل په  شان  لمړی ما وکړه هغه  هم دهمدې لوېدېځې مېډیاله لارې  تاسې دتل افغان د برېښنا پاڼې  په مخ  زما غږیز غبرګون اورېدلای شئ .

یـــــــــــــــــــــــــــــوه اړینه یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :

پاس یوڅو مهمې خو نسبتأ مبهمې  جملې لیکل شوې دي مثلأ:

څومره ښوونځي دچا لخواالبته یوازې په پښتون مېشتو سیمو کې وران او کتابونه یې  په وینو رنګ شول ؟

څومره  قومي مشران، دیني عالمان  اومخورکسان  هغه  هم  یوازې  په  پښتون  مېشتوسیموکې  بیاهم لیکم  چې یوازې  په  پښتون  مېشتو سیمو کې په قتل ورسېدل او ولې ورسېدل؟

څومره جګړه مار افغانان  د چا لخوا او دچا دموخو لپاره لېبیا او سورې ته ورسول شول؟

آیا هغه طالبان ووچې حامدکرزي ویل«پوهېژم وسلوال طالبان په الوتکوکې شمال ته نقلیژي»؟

داهغه  مهم  څه  دي، چې موږ باید د دې له مخې رښتینی  وسلوال مقاومت  له  مصنوعي او موازې مقاومت څخه بېل کړو.

دپوښتنې اوحیرانتیا ځای  خو لا دا دی، چې دغزني په پښتون مېشتوسیمو کې پښتانه  له زده کړو او حکومتي ماموریت  څخه منع کیږي خوهزاره ګان  بیابرعکس دجاغوریوپه  ولسوالي کې هم  پرانستي ښوونځي لري اوهم یې دولتي مامورین  آزاد  آن  په بایسکلونو چکر وهي  راوهي .

اوس نو که ووایو، چې طالبان  پښتانه  دي او یا پښتانه طالبان  دي نو آیا دپورتنۍ قضې  په  مرسته نشو کولای  وپوهېږو چې پښتانه څوک او څوک دطالب په جامو کې ورسره دښمني کوي؟

واضع خبره ده، چې دافغانستان دملا(تیر)ماناپښتون قام دتباهي لپاره نړۍ خور امپریالیزم دطالب په جامه کې طالب دښمن او پښتون دښمن  عناصر روزلي او دا څو کاله کیږي، چې پښتانه  پرې ځپي .

دخپلې لیکنې  په  وروستۍ برخه کې  دې  ته  راځم، چې  امریکازموږ په  سیمه کې خپلوموخو ته  د رسېدو لپاره یوه اوږده او پلان  شوې جګړه  په  پام کې لري .

امریکابه  ستراتیژیک  تړون  ته ورته  په لسګونونورې   پرپړې  هم  داخوا اخواکړي  خو زموږ  په  خیر به یوه هم نه وي  ځکه  پخپلوسترګو یې  دادی  وینو، چې دوی په دومره پراخ  حضورتر اوسه پورې ونه  شو کړای  آمن  تامین کړي نو که یوازې څارګر او قوماندو ځواکونه یې پاته شي څه توره به وکړي ؟

بس یوازې  آزادي خواهان به دترهګرو په نوم وژني  .

دا دی په کونړ بیا له هغې خوا راکټونه  راپرېوزي  اوس خو دې ددې تباه لیک تړون له مخې ځواب ورکړي که نه؟

دا پردي دي دا پردی دي دوی به نه زموږ پولې وساتي، نه فضأ او نه کورنی امنیت .

وګورئ  افغانان  په  رڼاورځ  حتا په  پلازمېنه کابل کې  هم مسؤنیت نه لري دادی  دطالبانودمهال  دلوړو زده کړو وزیر ارسلارحماني  چې په اصطلاح  دکرزي دسولې  عالي شورأ یومهم غړی هم  و په رڼا ورځ دنږدې ۱۵۰۰۰۰ یو لک اوپنځوسو زرو ناټوخېلو په  حضورکې ووژل  شو ولې او چا وواژه ناټو خېل سم پرې پوهیږي لنډه یې دا، چې دافغانستان دسولې مولې قطر متر  ډرامې هسې عوام فرېبي ده اوبس .

درنو لوستونکو!

مالایوکال مخکې دتش په نا مه ستراتیژیک تړون په وړاندې په لیکلي اوغږیز ډول غبرګونونه ښودلي وو تاسویې دلاندنیولینکونو په مرسته لیدلای  او اورېدلای شئ:

له آزادي  او  بي بي سي  راديوګانو  سره زما نظریات د دې کرښې په کښېباسلوسره واورئ 

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18320

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15924

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16960

Door Guest