لیکوال: تاج رحيم
دَ ژوند سفر خو د هغه وخت نه شروع شي چې ماشوم دے دنيا ته د خپل راتلو خبر، په يوه خوږه غوندے چغه ورکړي ـ خو دا ورته معلوم نه وي چې د سفر اغاز اوشو ـ او چې څه وخت زنکد ن ورباندې راشي نو هم يا پوهيږي نه، يا ئې يقين نه راځي چي په هغه به، بې تپوسه دا مرحله هم راځي ـ د دغې مرحلې يا تجربې حا ل درته نشم وئيلې ځکه چې د عزرائيل صيب سره مې لا ملاقات نه دے شوے ـ او څه وخت که دا ملاقات اوشو نو هغه به مې ليکلو ته پرے نه ږدي ـ په ما خو څه داسې تادي نشته ولې په عزرائيل صيب به ضرور وي ـ

د دنيا آبادي چې ډيره شوے ده ـ او خداے خو بس د زان پشان يکي يو عزرائيل پيدا کړے دے ـ دَ دے راز نه به خداے پخپله خبر وي چې دودرے ئې ولې نه دي پيدا کړي ـ زۀ په دے راز لږ ډير پوهه يم خو چاته ئې ذکر ځکه نه کؤم چې د ملانو د فتوؤ نه يريږم ـ چې دا د هغوئ حقوق دي او دَ خداے د ټولو ارادو خبر ساتل، پکې رد و بدل کول او د هغه راز، راز سا تل، يا افشا کول، زما غوندے سړې چې د جومات د مدرسې مخ ئې نه وي کتلې، په هيڅ جوړ دا حق نه لري چې د دے راز نه خبر شم چې يو واحد عزرائيل ئي ولې پيدا کړے دے ـ او بيا زۀ څه حيثيت لرم چې د دے راز افشا کؤلو دعوا اوکړم ـ او که دا جراَت مې اوکړو نو د کفر دا فتوے د څه د پاره دي ـ

دَ دنيا په ټولو انتظامي امور کې يو مشر وي، دوه يا درے نه وي ـ لکه د يو رياست مشر يو وي ـ که هغه دا مشري په وراثت کې موندې وي نو بادشاه دے ـ که په زور ئې اخستې وي نو ډکټيټر دے ـ که په چالاکۍ ئې د اولس په ووټونو په مشرۍ قابض شوے وي نو صدر دے ـ وائې چه مخکې وختونو کې به بادشاه د خداے د ډډے مقرر کيدلو خو هغې کې خرابې دا راغلو چې هغه بادشاهان د خدائې دعويدار شو ـ نو د خداے زان سره بل دعويدار خوښ نه شو نوبيا ئې پيغمبري جاري کړه ـ پيغمبران ډير ښه بنديان وۀ نو اولس ورته غوږ نه ايښودو ـ ډير ئې پکې سولئ ته پورته کړل، کنې ژوند ئې ورله په عذاب کې اچولې وه ـ نو خداے پيغمبري هم بند کړه ـ دغه نظام ئې ختم کړو ـ او اولس کې ئې هغو ته اختيار ورکړو چې څوک په خپل زور، يا هوښيارتيا يا په دهوکه او چالاکۍ اولس قابو کولې شي هغه دِ زان مشر کړي او کوم نوم ئې زان
له خوښ وي په زان دے ئې کيږدي ـ په يوه تيره زمانه کې به د رياست مشر خليفه بللې شو ـ خو خليفه به د ملانو په خوښه د رياست مشر کيدے شو ـ بيا په ورو ورو ملان په ډيرو مذهبونو، فرقو، جوماتونو او خداے خبر په څه څه کې تقسيم شول نو نه خليفه پاتې شو، نه خلافت ـ بس بې حسابه ملان د خلافت په ارمان پاتې شول ـ اوس شپه ورځ د فتؤو د تشو کارتوسو په ډزو زان ستړے کوي او د خلکو د خندا شوي دي ـ

د عزرائيل صيب دا محکمه ډيره لويه محکمه ده ـ محکمه څه ده زان له يوه لويه بادشاهي ده ـ هر قسم مخلوق پکې بي حسابه ملازم دے ـ د انسان نظر ډير محدود دے ـ د عزرائيل ټوله بادشاهي په سترګو نشي ليدے نو ګنړي چې دا ټول مرګونه عزرائيل يوازے په خپل لاس کوي ـ لکه چې خبره مشهور ده چې زرداري صيب او اولس مشر کرزئې صيب د اولس نه پيسه راټولوي او په خپل بنکونو کې ئې جمع کوي ـ د اولس نه پيسه را ټولول او بيا بنکونو کې جمع کول، داسې اسان کار خو نه دے چي زرداري صيب يا کرزئې صيب، شپه ورځ په دے مشقت لګيا دي ـ هغه زان له قلاره په شاهي تخت ناست دي ـ منړے خوري، او خاندي چې خلک ئې دا سپين سپين ښکلي او مضبوط غاښونو ته ګوري او هر سړے او ښځه خپل زان په دغې تخت د ليدو په ارمان د لوډ شډنګ په ژوند کې ژوندے ناست ساتي ـ هغوئې د اولس دولت په خپل بنکونو کې د حفاظت د پاره، بلا وزيران، ممبران، سرکاري افسران، لوے واړه سرکاري ملازمان، او د پارتۍ کارکنان په دے کار لګولي دي ـ خلک دومره جاهل دے چې د هغو نامه ئې هسې بدنامه کړے ده چې دا ټول د مشقت په کار هغه لګيا دي ـ هم په دے رنګ عزرائيل هسې وچ په وچه بدنام دے چې د هر چا ساه د ده په قابو کې دے ـ لکه چي خداے د پيدائيش محکمه زان څښه پريښې ده او د مرګ دا بد نامه او نا خوښې محکمې دا بادشاهي ئې عزرائيل ته بښلې ده ـ عزرائيل خو بادشاه دے ـ د خپلې بادشاهۍ په تخت ناست دے ـ د خلکو مرۍ خپه کولو پسې خو منډے نه وهي ـ دا لوے لوے بادشاهۍ ، لکه چې مخکې روس وه، د هغه نه ونشوه نو چارج ئې امريکې ته او د هغه ټولګي نيټو ته او بښلو ـ په پښتون اولس باندے ئې د پاکستان او افغان فؤځيان، سره د وزګار طاِلبانو، په دے دنده اخته کړل ـ پښتون قام هم په خپل مرګ ښه خوشاله دي ـ چې څوک مړ شي نو وائې شهيد شو ـ نيغ ئې جنت ته او ليږي او بل خوا ورله د شپې په تياره کې د نورو غازيانو د پيدائيش انتظا م برابر کړي ـ روسيانو ورباندے څه لس کاله خپل وس اوکړو ـ اصلحه ئې خلاصه شوه خو د افغانستان په آبادئ کي هيڅ کمې رانغې ـ روسيا ن لاړل نو عزرائيل، مجاهيد ينو ته حکم ورکړو ـ چې په آبادي کې کمې پکار دے ـ خداے هم دے بربنډو لغړو ته په رزق ورکولو ستړے شوے دے ـ خو مجاهد په خپلو کې لګيا شو ـ نو دوئې ئې هم د ملازمت نه برخاست کړل او دا فرض ئې ملانو طالبانو ته وسپارلو ـ ملانو طالبانو چرے ښځې نه وے ليدلې ـ د مينې ژبه ورله نه ورتله نو چوکې او کانړے ئې ورپسې د خپلې مينې د اظهار د پاره را واخستل ـ د دوئې تجربه هم د عزرائيل په عدالت کې نا منظورشوه ـ او د افغانستان او پښتنو آبادے کمولو ټيکه امريکې او د هغه نيټو والو ته ورکړے شوه ـ دوئې
ورباندے د تيرو لسو کالو، د
طالبانو په مرسته لګيا دي چې آبادے ئې لږ کم شي ـ ولې د خداے د پيدا ئيش محکمه ، د عزرائيل د بادشاهۍ نه زياته تکړ ه ده
د عزرائيل عليه السلام مشيران د زړے زمانې ښکاري ـ کنې ورله به ئې صلاح ورکړے وه چي خداے ته عرض اوکړي چې د پيدائيش دا محکمه دِے پريږدي او چا کمزوري غوندے فرښتې له دِ ورکړي ـ نو د افغانستان او پاکستان آبادي به په يو څو ورځو شپو کې ځاے له راشي ـ او د پخواونې زمانې پشان به د عزرائيل په بادشاهۍ کار سپک شي ـ چې څوک به د ژوند په څلورم دور کې داخل شو يعنې بوډا به شو نو کټ به ئې اونيولو ـ څه موده به ټوخيدو او هاے هاے به ئې کول نو که د عزرائيل چوړے به په کوڅه تيريدو نو دَ يرے به د دے سړي ساه ختلې وه ـ

دلته زما په وطن، کينيډا کې، د اويا اتيا کالو عمر والو ته څوک بوډا نه وائې، سينير ورته وائې ـ دا سينيرز، دومره زړه ور دي چې د اوياؤ اتياؤ کالو عمر ته اورسي خو زان ورته ځلمې ښکاري ـ په غت غټ پنشنونو اوسي، غاښونه ئې روغ رموټ وي ـ ملا ئې ټيټه نه وي ـ جامې ئې خيرنې نه وي ـ غټ غټ ګاډي ورسره وي ـ واړه ګاډي ځلمي ساتي چې پټرول کم خورې ـ په ژمي کې فلوريډا ته، ايروزونا ته، هوائي ته او کيوبا ته، جهازونه د دے مشرانو نه ډک وي ـ د ځامنو لونړو سره يو ځاے اوسيدل نه خوښوي چې په اولاد باندے زان نه بوج کوي ـ لکه د مرغو ازاد ژوند غواړي ـ څه وخت او چرته ئې زړه غواړي په سيل ځي ـ چرته جِم ته لاړ شه اوګوره نو دا بوډاګان ځلمې به په ورزش لګيا او وينې ـ هغه ورځ په جم کې د يو سره په ګپ شؤم نو راله ئې دعوت راکړو چې صبا زما د پيدائيش ورځ ده ـ ډيره د درزے دروزے پارټي به وي ـ او يو څو ښا ئيسته پيغلو له مې هم دعوت ورکړے دے ـ زاړه شراب مې راټول کړي دي، سکو به او ګډيږو به ـ ډير خوند به اوکړي ـ دا ځل زما د ژوند ډيره سپيشل ورځ ده ” ـ ما ترنه تپوس اوکړو چې د پيدائيش ورځ سپيشل وي خو دا ځل پکې څه سپيشل دي ؟ ـ هغه ماته او وئيل چې ګيس که زما به څو عمر وې ؟ ما هغه ته کته بره اوکتل ـ زان ته مې اوکتل ـ ما وے بوډا لا ځلمې دے ـ زما نه مشر خو نه ښکاري ـ ورله مې جواب ورکړو -“ اويا کاله ! ” ـ هغه په ټق ټق اوخند ل ـ بيا ئې خله زما غوږ ته نزدے کړه او په رو غوندے ئې او وئيل ـ“ صبا به زۀ د سلو کالو شم ” ـ
زۀ هم د يو پنځه کالو نه د سينيرز کلب ممبر يم ـ په دے ټولو مزو مې سر دے ـ کله کله راته زړه وائي چې هسې دے عمرپه کارونو او پيسو ګټلو برباد کړو ـ پنځه کاله ولې، پنځوس کاله مخکې ولې سينئير شوے نه ني يم ـ دومره په انتظار ولې ناست ؤم ـ

زۀ چې د پنځه شپږو کالو هلکې ؤم نو د کلي مشرانو نه مې اوريدل چي د افغانستان خلک تر لوے عمر پورے ژوندي او ښه صحتونه لري ـ نو سوچ کؤم چي اوس

Door Guest