خپروونکی: پکتيا ميډيا سنټر

نېټه: ۱۳۹۱ د جوزا ۳ نېټه -۲۰۱۲ مې ۲۳

—————————————————

د پکتيا ولايت د مدني ټولنو فعالانو چې د ګردېزښار سلګونه ښاريانو يې ملاتړ کاوه د يوه سوله اييز لاريون په ترڅ کې د پکتيا د ولايتي ادارې، ولايتي شورا او اطلاعات او فرهنګ رياست هغه اقدام وغانده چې تېره ورځ يې د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ جريدې دفترونه وتړل، د دغو دفترونو ځينې کارکوونکي يې له وهلو – ډبلو وروسته له دفتره وشړل او د دغو دفترونو له تړلو څخه ۲۴ ساعته اوړي خو لا هم ندي پرانستل شوي.

لاريون کوونکو چې د ګردېز ښار په مرکزي واټ کې له اعتراضيه پوسټرونو سره روان و، د رسنيو د ملاتړ او بشر حقونو له ملي او نړيوالو ټولنو څخه يې غوښتنه کوله چې په پکتيا کې دې  ټولې هغه هڅې وغندي چې له مخې يې د خلکو د ريښتوني غږ پورته کولو مخه نيول کېږي.

دې لاريون کوونکو له ځانه سره د افغان ننګ جريدې او هغه پوسټرونه هم لېږدول چې پکې ولايتي اداره او ولايتي شورا غندل شوي و او لاريون کوونکو پرې تور لګاوه چې يادو ادارو لاس سره يو کړی نه يوازې د مطبوعاتو خوله بندوي بلکې د ځمکو په عصب او فساد کې هم لاس لري.

لاريون کوونکو غوښتنه کوله چې په ولايت ادارو کې دې رښتوني او پاک خلک وګمارل شي.

د لاريون يو تن ګډونوال او د پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل نسيم پښتون له ځايي رسنيو او رسنيزو فعاليتونو څخه د ملاتړ غږ پورته کړ او د پکتيا ولايتي چارواکي او ولايتي شورا يې تورنه کړه چې د ولايت په کچه په ډېرو فسادونو کې لاس لري.

دوی وويل چې په پکتيا کې لوړپوړي چارواکي او ولايتي شورا لاس سره يو کړی، ځمکې يې غصب کړې، قانون يې مات کړی او د ډېرو داسې پرمختيايي پروژو مخه يې ډب کړې چې ولس يې په غوښتلو خولې ستړې کړې.

نوموړي وويل: (( په ګردېز ښار کې والي او ولايتي شورا په ګډه سره لسګونه جريبه ځمکه غصب کړې، د دوی د بې کفايتۍ له وجې د انتقالي برق، مچلغو بند، د ګردېز – غزني او ګردېز خوست د سړکونو پروژې په ټپه درېدلې او هغه محدودې پروژې چې عملي شوې دي په هغو کې هم دغو چارواکو پيسې اخيستې دي.))

بلخوا بيا د د مظاهرې يو بل ګډونوال او د ځوانانو يو تن استازی امان الله اماني غوښتنه وکړه چې اطلاعات او فرهنګ وزارت بايد له هر څه وړاندې د دې ناقانونه حرکت له امله بښنه وغواړي او تر څنګ يې په دې ولايت کې  د محمد شفا مشفق په نوم هغه کس عدلي ارګانونو ته معرفي کړي چې ځان د اطلاعات او فرهنګ رييس معرفي کوي، ولې دا مهال دغه شخص قانونيت نلري.

نوموړي زياته کړه چې پر يادو دفترونو د تېري کولو موضوع دې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ټوليزو رسنيو د تصويب شوي قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړل شي او ژر تر ژره دې خپل تصميمونه ټول هېواد ته ابلاغ کړي.

هغه د دولتي ارګانونو د هغې ادعا په مقابل کې چې دغه اخبار رسميت نه لري؛ وويل چې که د جواز موضوع وي نو دا اخبار له څلورو کلونو راهيسې چاپېږي او رسمي جواز يې هم اخيستی او يادو چارواکو دا اقدام ځکه وکړ چې د دوی له ځینو ناروا کړنو څخه پرده پورته شوې وه.

همدا ډول يو بل فرهنګي فعال او د لويې پکتيا د فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال اصف خېل د لاريون پر مهال د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ جريدې د دفترونو تړل وغندل او د تېري کوونکو اشخاصو او ادارو د محاکمې او استجواب غوښتنه يې وکړه.

پکتيا ميډيا سنټر چې په دې وروستيو وختونو کې يې په ګردېز کې خبل فعاليت پيل کړی او سترې کاري موخې يې دا ځانته ټاکلې چې د خبريالانو د حقونو د دفاع تر څنګ به په دې سيمه کې مطبوعاتي فرهنګ ته وده ورکوي او د قانون په رڼا کې به ټولې هغه نارواوې رابرسېره کوي چې له امله يې د دغې سيمې خلک له پرمختګ څخه منع کوي.

همدا ډول افغان ننګ جريده چې د لويې پکتيا په نوم د فرهنګي ټولنې رسمي خپرونه ده، چې له کابو څلورو کالو راهيسې په پکتيا کې مطبوعاتي فعاليت کوي او تر ډېره هغه مسايلو ته د خپرولو ځای ورکوي چې د خلکو د انتقادي نظريو څخه سرچينه اخلي.

د پکتيا د ولسونو تر سرليک لاندې د مدني فعالينو او محصلانو دغه لاريون تر ډېر له رسنيو سره د ځايي چارواکو پر ناسم چلند راڅرخېده خو يو زياته برخه کسانو دا هم ياده کړه چې پکتيا د چوپتيا ولايت ندی او ټول هغه کسان چې د قانون ماتوونکي دي او دولتي ځمکې يې غصب کړي، بايد له دندو ليرې او محاکمه کړل شي.

دوی دا هم وويل چې د خبريالانو د دفاع ټولنې دې دا موضوع له پامه نه غورځوي او ځینو رسنيو هم دې موضوع ته جدي پام ندی کړی.

Said Jamal Asafkhail diretor of Loya Paktia society

nasem Pashtoon

 

Door Guest