لومړۍ برخه

ډاکتر لمر

په اسلامي کتابونو کې راغلي دي، چې پر ځمکه درې ډوله داسې مخلوقات دي، چې د يو او بل په ژوند کې یا مداخلې کوي او يا هم يو اوبل کنټرولوي، چې دغه مخلوقات انسانان، پيريان او پلوشي دي، چې ابلیس (شيطان) هم يو پرښته وو، خو حضرت آدم (ع) ته يې سجده ونه کړه او د خدای (ج) له امر يې سرغړونه وکړه، نو ځکه له جنته وشړل شو او تر ننه يې په مسلمانانو پسې رااخيستي ده او په يو او بل نامه يې غولوي، خو افغان ته بيا ښه پلمه پیدا شوې چې هر څه په شيطان اړلوي او وايي چې (این کار شيطان است!)، بس په دې ټينګار کوي، چې شيطان له اوره جوړ شوی او هوښيار دی، خو انسان له خټو جوړ شوی، ځکه نو کدو سری دی او شيطان مېغولانېش!

داسې ويل کېږي، چې په ټولنه کې د خلکو لخوا بېلابېل نکلونه او ټوکې جوړېږي، بيا لکه سيمه ييزې کيسې له يوې سيمې بلې ته انتقالېږي، نو افغاني ټولنه هم له دا ډول نکلونو او خبرو سره غبرګه د بشر د ژوند په بهير کې خپل موجوديت ته تلپاتې کرکتر ورکړی دی، خو په افغانانو کې د ليکلو نادودي، د زده کړې د نشتوالي او د بېسوادي له اړو دوړو سره دا خپل خيالي نکلونه د کيسو په ډول يو او بل ته سره اوروي او بل نسل ته يې لېږدوي، چې د خپل ټولنيز ژوند بهير ته يو فولکلوريک مګر خيالي تسلسل ورکوي، مګر ما ته د دغه کیسو رواني او روحی اړخ او ټولنيز اغېز ډېر په زړه پورې ښکاري، ځکه چې هره ټولنه د خپلو ټولنيزو، اقتصادي او مذهبي غوښتنو سره سم هر ډول خيالي يا وطني نکلونه سره جوړوي، چې په هغې کې هرومرو احساساتي، د وېرې، افراط، بنسټپالي او ځانغوښتنې  اړخونه موجود وي، چې د ښو، بدو او مغرضو خلکو لاس هم پکې بر وي.

 ما هم بيلابېلې کيسې او نکلونه اورېدلي دي، خو زما پلار، چې د افغانستان له زړو ډاکترانو او متدين خلکو څخه  ؤ، خو لکه په افغانستان کې چې دود دی، نو زما په روزنه او ذهني وده کې هم زما پلار غوره رول لوبولی دی، نو طبيعي خبره ده، چې زه به هم له خپل پلار سره ګډ هلته او دلته تلم او راتلم، چې ځينو مېلمستياوو ته به هم ورسره تلم، خو زموږ ميملستون به هم تل له مېلمنو ډک وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو به د لوړې او ښکتې پوهې خلک راتلل، څوک به له دوزخه غږېدو، بل به دې لحد خبرې کولې او بل به له شيشکو او پيريانو ګډ وو، چا به د ملا او چا به د بلا کيسې کولې.

يو شمېر خلکو به ځانونه طبییان او ډاکټران کړل، نورو به د صوفيانو خبرې کولې او بل به بيا حکيم وو، خو زما ذهن به د دوی له نخرو او خبرو سره مصروف وو،  مګر کله کله به له داسې پېښو سره مخامخ شوم، چې د پېښې په اړه به ډېر وخت په سوچونو کې لاهو وم، خو د ليدلو پېښو پايله مې نشوای موندلی، کله به مې ليدل چې چا به مداري ګري کوله او ستن به يې نېغه په اوبو کې ودروله، بل به لور د سکرو په سکروټو کې کېښود، له سکروټو به يې سور شوی وسپنيز لور را وايست او پخپله ژبه به يې تېر کړ، چې پر ژبه به يې د لاړو جزا وختله او له خولې به يې تاوونه پورته شول او بيا به يې د يو ناروغ په شمزۍ د لور د نوک ورو ورو وارونه وکړل، چې ګواکې په دې ډول يې د ناروغ د ملې بادونه ايستل او د ناروغ د ملا دردونه يې تداوي کول.

بس د ژوند خوالې او ناخوالې به يادېدلې، خو زما لپاره تر ټولو په زړه پورې د پېريانو، دېوانو او شيشکو کېسې وې، چې اوريدل يې يو خوند او نورو ته يې نکل کول بل خوند درلود، مګر په تياره او په تېره بيا په بيابان او له هديروسره به د دغو کيسو له يادون سره به د سړي وېښته شخ ودرېدل،  زړه به دې له وهمه ډک شو او پښې به دې سستې شوې، ځان به دې په رېږدېدو شو، خو د تېښتې او چيغې وسه به دې نه درلودله، نو د ناچاري په نړۍ کې به لاهو شوې او له وهمه به دې پاک الله ته مخه کړه، د پاک رسول تر څنګ به دې هم چاريار ياد کړل او هم به دې وليان په زړه کې تېر کړل!

 مګر کله کله به د انسان ذهن په داسې پېښو سر شو، چې د بېلابېلو کېسو پر  ځای به د رواني تشنجاتو څرک داسې پکې لګېدو، چې  له معمولي ژونده به يې توپير درلود، د وهم، دهشت او وېرې انګازې به پکې وې، چې ښه بېلګه يې په ځينو کورنيو کې د ښځو د پېريانو نيولې ول او په تېره بيا دا ډول پېرياني به زياتره پېغلې نجونه وې او يا به هم هغه ښخې چې کورنۍ ستونزې به يې لرلې، چې په دغه پېرياني حالت کې به يې هر څه له خولې بادېدل، کله به يې د مينې خبرې کولې او کله به يې د لوږې او کورني ظلمونو، خو د يو شمېر خبرې به داسې ګډې وډې وې، چې تا به ويل چې ريښتيا هم کومه بلا درته لګيا ده.

تر ټولو په زړه پورې د دغه پېرياني مېرمنو او يا پېغلو تداوي وه، نو د درملنې لپاره به يې دغه ښځې او يا نجونه کلکې وتړلې، يا به يې ملا غوږ ته کېناست او بيا به يې په کرکجن غږ وپوښتلې، چې تاسو څوک ياست او له دغه بدمرغې نجلۍ څه غواړۍ، نو بيا به د دغو ښځو او يا پېغلوټو پېريان راوبوږنېدل او په خبرو به راغلل. که چېرې به پېريان په خبرو رانغلل، نو نجونه به له خپل ځايه په ټوکېدو شوې او په ځنګېدو به شوې، خو جنکشانو به له جوبه درګې، خلکي يا قلمونه راوايستل او د نجونو د ګوتو تر کت به يې  قلمونه یا درګې ورکړې او بيا به ملا صيب آيتونه ويل او چوف او کوف به يې روان ؤ، په چا به يې لاړې موښلې یا شنلې او بل ته به يې ځياړې په خوله کې ورتوکولې، خود پېرياني خوارکيو نجونو ګوتې به يې کېکاږلې، چې د درګو او قلمونو نښې به تر ډېرو ورځو د هغوی په نازکو ګوتو کې پاتې شوې وې، خو له ډېره خوږه به نجونه هم د پېريانو په ژبه خبرې پيل کړې، چې چا به دمينې بټۍ سره کړه او چا به د بدمرغيو تبۍ توده کړه!

په ګوتو کې د قلمونو په کېکاږلو جزا په افغانستان کې معمول وه، نو ځينو ښوونکو به موږ ته ويل: تا که نباشد چوب تر فرمان نبرد ګاو و خر! بس دغه د ښوونځيو حال وو، نو  په ښوونځي که به موږ ته هم يو او يا بل استاد په همدا ډول جزا راکوله، نو د ګوتو د درد احساس هر ماشوم په خپله محسوس کړی وو، خو کله به چې ما دغه حالت د پېرياني ښځو او نجونو وليد، نو خورا به متآثر شوم، خو د پلاره او يا هم خپلوانو نه به مې وپوښتل، چې د دغه خلکو لاسونه او ګوتې نه خوږېږي، نو دوی به ويل چې نه، کله چې د دغه نجليو ګوتې کېکاږې، نو دغه درد پېريانو ته ورځي، پېريان يې احساسوي او بيا د هغې پېريان په خبرو راځي، نو ځکه يې په ګوتو کې درګې يا قلمونه ورکوي او بيا يې کېکاږي، چې پېريان يې په خبرو راشي، چې بيا سم حال ووايي!.

د پېريانو په اړه مې له ډېرو خپلوانو او ټولګيوالو پوښتنې کولې، خو چا به ويل، چې پېريان په ځينو سيمو کې خلک له سهاره په شګو ولي او لمانځه ته يې راپاڅوي، چې له خلکو لمونځ قضا نشي، نو ګواکې د امرالبلمعروف کانې کوي او بل چېرې بيا په کندوانو کې ناست وي او د خدای ذکر کوي، خو خراب پېريان هم شته، چې خلک ځوروي او د شپې يې کورونو ته ډبرې ورغورځوي او خلک خوب ته نه پرېږدي. پېريان له پشۍ، سپي او نورو حيواناتو ځان پټوي او په تيارو ځايونو کې شپې ورځې سبا کوي، ځکه که چېرې د سپي سترګې پرې ولګېدلې، نو هرومرو پسې غاپي، له سيمې يې ځغلوي او ځوروي يې، نو پېريان هم هڅه کوي، چې له سپيو او پشيانو سره مخامخ نه شي، نو په يو پټنځای کې پټ وي، ځکه نو زياتره په تکوي، کندو او تناره کې مېشت وي.

وايي، چې د يو هېواد سپاهي، سرتېری او منصبدار د وليانو حيثيت لري او د پاک انسان پر سر د خدای د ملايکو سيوری وي، نو ځکه ځان بايد له بدو دودونو وساتي، خو عسکري چارواکي هم شيطان لري، نو يو ماښام افغاني منصبدارانو په قشله کې ډېره کړې وه او قمار يې وهلو او ټول په کمسايي وهلو او فلاش کې غرق ول، چې ناببره يو له دغو بدمرغو منصبدارانو نه  پېريانو ونيوو او ځان به يې پورته کړ او پر ځمکه به يې ووېشتو او یا به په زغرده له ديواله سره ونښتو، خو نيول يې هم څه اسانه کار نه و، نو شپږ نور منصبداران په نښتي ول، چې دغه پېريان ځپلی ټينګ کړي، خو دا کار نا شونی وو، نو وروسته له يو څو شېبو، چې ماشيني منصبداران ډېر ستړي شول، نو پيريانو ته په زاريو شول، چې وروسته له زاريو او پوښتنو پېريانی صاحب منصب هم په خبرو راغی او يله ګويي يې پيل کړله، له خولې يې ځګونو سر کړی وو او هر څه به يې له خولې بادېدل. دغه مهال يو تن له منصبدارانو له پېريانو سره خبرې پيل کړې: دا خو ډېر ښه سړی دی، نو ولې تاسو دغه غم لړلی ځوروی، نو پېريانو ورته په ځواب کې وويل: دغه ستاسو ملګری زموږ د بچي په پښه ختلی دی او د هغه پښه يې ماته کړې ده، نو موږ هم چې د دغه سړي پښه ماته نه کړو، نو نه يې پرېږدو!

نو بل منصبدار ورغبرګه کړه:  خیر دی! ويې بښيی! بل بیا ويل! مګر دا څنګه ممکنه ده، چې هغه به ستاسو د بچي په پښه ختلی وي، ځکه چې تاسو خو نه ليدل کېږی او نه هم په کورونو کې اوسېږی، نو ستاسو بچی چېرې ؤ، چې دغه غملړلی یې په پښه ورختلی وو؟ نو پېريانو ورغبرګه کړه: زموږ بچی د دروازې تر لخک لاندې پروت وو، دغه بدمرغي په لخک پيښه اېښې وه، نو ځکه زموږ د بچي په پښه ختلی او د هغه پښه يې ماته کړې ده! بل منصبدار ورته ووېل، چې نور ځایونه کم ول، چې ستاسو دغه زوی مړی بچی تر لخک لاندې پرېوتلی وو! دا پوښتنه نه وه، مګر بده بلا وه، نو د منصبدار پېريان يې داسې وبوږنول، چې پايله يې د پېرياني منصبدار د پښې ماتېدل او له قشلې د نورو منصبدارانو تښتېدل ول! نو پام کوی، چې په لخک پښه کېنږدی، دغه دود په روسانو او لوېديزوالو کې هم دود دی، چې په لخک له وېرې پښه نږدي!

زما يو ملګری وايي: زما پلار راته يو ځل کيسه کوله، چې د افغانستان يوې ډېرې ليرې سيمې ته د طبيب په توګه د کار لپاره استولی شوی وم، نو يوه ورځ يو څوک له خپلې مېرمنې سره راغی او راته يې وويل، چې مېرمن مې پېريان نيسی او ډېر بد حال مې دی، نو تاسو خو پيرخانه ياست، که زما سره مرسته وکړی او زما د مېرمن پيريان وباسی! پلار مې ویل: زه هک پک پاتې شوم، چې اوس څه وکړم! زه خو نه ملا يم، نه مې قصيدې بپخې کړې، نه مې له پيريانو سره سرو کار دی او نه مې هم ګوډې زده دي، نو دغه سړي ته مې وويل، چې دغه کار  زما له وسې نه دی پوره، خو يوه دوا به ستا مېرمن ته ورکړم!

مخکې له دې چې دغه ناروغې ته د عصبي تسکين کوم درمل ورکړم، نو اړين ول، چې له ناروغې سره د هغې د رواني حالت په اړه ځينې پوښتنې وکړم، چې سم درمل ورته وليکم، خو د دې لپاره چې له مېرمنې سره يوازې خبرې وکړم، نو له مېړه مې يې وغوښتل چې له کوټې بهر ولاړ شي، چې زه يې له مېرمنې سره خبرې وکړم او معاينه يې کړم، زما له غوښتنې سره سم د دغه مېرمني مېړه له معاينه خانې ووت.

ما له دغه مېرمنې سره روغتيايي مرکه پيل کړه، چې د دې ستونزه څه ده، څه شی د دې سبب کېږي، چې په دې داسې حالت راځي، نو طبيعي خبره ده، چې د کورني ژوند د خوالو نا خوالو په اړه مې هم ورنه وپوښتل. د مرکې په پيل کې يې کرار غوږ نيولی وو، خو ځواب يې نه راکاوو. دغه غمځپلې يو ورا په ځنګېدو شوه، بيا په غوړمبېدو شوه، چادري او پوړنی يې له سره بیرته کړل، ما ته يې غاښونه وچيچل، د خپلو ويښتو په شکولو شوه، چې يو واريې پر ما را ترپ کړل، نو ما له ځانه ټېل وهله، بيا يې راباندې ترپ کړل، نو دلته ما هم راونيوله، سمه مې فرش کړله، په معاينه خانه کې سم اخو ډب جوړ شو، خو ما په معاينه خانه کې يو سوټی درلود، چې کله به کور ته ستنېدم، نو د سپيانو د شړلو لپاره به مې دغه سوټی راسره ګرځولو، خو دغه غم لړې نه کرارېدله، بله لاره راته پاتې نه شوه، نو سوټی مې پسې راواخيست، چې یو دوه کوتکه مې کش کړه، نو په زاريو يې راته پیل کړل: د خدای په لحاظ نوره مې مه وهه! زه پيرياني نه يم! هسې مې نخرې کولې!

وروسته له دغو خبرو مې پرېښوده او بيا مې ترينه وپوښتل، چې ولې دې دا پېرې او نخرې کولې؟ دغه مېرمنې د خپل کور ستونزې راته په ګوتو کړې او ما ورته ووېل، چې مېړه به يې قانع کړم، چې په کور کې ښه رويه وکړي! د دغه مېرمنې له مېړه سره مې بېل خبرې وکړې، چې له خپلې مېرمنې سره سم چلند وکړي، نو ورته مکې وويل، چې اوس مې يې پيريان وايستل، نو ښه چلند ورسره کوه، چې بيا ورته پېريان پيدا نه شي! وروسته له دې مې له دواړو سره خبرې وکړې، خو د ښځې په شتون کې مې د هغې مېړه ته وويل، چې ښځه دې بيا پيريانو ونيوله، نو بيا يې ما ته راوله، چې پېريان يې ورته کرار کړم! ځکه اوس يې له پيريانو سره زما ياري شوه! نو بيا دغه ښخه پيرياني نه شوه، خو مېړه به يې هره مياشت لږ کوچ ما ته راوړل، د خير دعا به يې راته کوله، چې مېرمن مې دېره بي بي ښځه شوې ده! نو زه هم نه پوهېږم، چې د هغه ښخې کورنی ژوند ښه شو او که د سوټيو وارونو يې پيريان د تل لپاره وتښتول!

  په ښوونځي کې به مو هم همدا ډول نکلونه اورېدل، خو د پېريانو تر څنګ به د شيشکو او بلاو کيسې هم وې، چې د ماشومانو په ذهن به يې د وېرې سيوری خپور کړ، ځکه چې هره کیسه پخپل اصل کې سايکولوژيکي يانې رواني اړخ هم لري، چې ماشومان ترې اغېزمن کېږي. په افغانستان کې يو وخت يو متل ويل کېده، چې «اګر مرګ مېخواهي کندز برو!»، نو د کندز د دښتو په اړه هم ډېر څه ويل شوي دي، نو له هغو کېسو څخه یوه هم د سېرلي کیسه ده.

په افغانستان کې په تېره بيا په کليو کې کوژده کول او بيا چغالبازۍ ته تلل هم يو انقلابي کار ګڼل کېږي، ځکه چې کوم نر دی چې په روښانه ورځ د خپلې نجل ليدلو ته ولاړ شي، نو زوم هڅه کوي، چې د شپې په تياره کې،  له کليوالو، اوښيو او خوسره پټ به د نجل ديدن ته ځي، خو د چغلبازي دغه اړخ بيا له يو شمېر ستونزو سره هم مل وي، کله په زوم غله ورپېښ شي، کله هم په تياره کې لار ترې ورکه شي او په خپل کلي کې سرګردان ګرځي او کله يې هم لېوان پسې راواخلي او ويې داړي، مګر تر ټولو بدتره دا ده، که د کليوالو او يا هم خوسرګنيو لاس ته ولوېدلې، نو مخ به دې در تور کړي، په خره به دې سپور کړي او په کلي کې به دې ګرادګرد راوګرځوي، چې د کلي رېشخند او د نجل د پېغور به شې، خو که پېريانو ته په لاس ورغلې، نو له منډو به دې په ترړو ډېر ستړی او ستومانه کړي او له اخو توخه به دې وباسي، مګر که ګرم شوې، نو هرو مروبه  د ننواتې پسه حلالوې!

وايي، چې يوه شپه يو زوم د چغلبازۍ لپاره له يو کلي بل ته په تپه تياره کې په بایسکل روان شو، نو شپه په اوږده شوه او په يوه دښته کې يې يو وړ سېرلی وليدو، چې بغېدا! خو زوم هېخوا دېخوا وکتل، مګر بله مېږه، پسه، يا شپون او يا بل څوک يې ونه ليدل، نو په دغه واړه سېرلي يې زړه وسوځېدو، نو هوډ يې وکړ، چې دغه سېرلی د ليوانو او شغالانو له ګواښه وژغوري، نو سېرلی يې د بايسکل په کنجوغه ورواچوو او په خپله لاره روان شو، خو کله چې يې لږ څه ميزل وکړ، نو بايسګل ورو ورو دروندېدو او په لاره سم نه تللو، خو کله يې چې کنجوغې ته وکتل، چې ګوري د سېرلې پښې تر مځکې رسېدلې دي او په مځکه يې څښوي، نو په زړه کې يې تېر کړل، چې عجيبه سېرلی دی، تر اوسه دومره کی وو او اوس بيا ورته وګوره، چې پښې يې تر مځکې رسېدلې دي، نو له ځانه سره يې وويل: بس د خدای حکمت دی! سېرلی يې له کنجوغې ښکته کړ او د بايسکل په ميل يې کېنولو، نو بيا يې پښه پايډل ته کړه، لږ چې په بايسکل ولاړ، نو سودا ورولوېدله، چې دغه سېرلی دی او که سېرلۍ!، نو ورو يې د سېرلي د پښو په کت کې لاس وروږد کړ، نو د سېرلي مايې يې لاسته ورغلې او چنګال يې کړې، خو د سېرلي خوټې يې ليا په لاس کې نيولې وې، چې سېرلي په غږ کړ، چې «تولش کردي، چند کيلو بود!»، کله چې دغه سړي د سرلي دغه خبرې واورېدلي، نو له وېرې يې زړه ودرېدو، له بايسکله ښکته ولوېدو، نو بې سده تر سهاره په دښته کې پروت وو، چې د سهار له لمانځه سره سم بيا خلکو د کندز په دښتو کې ومونده او کور ته يې بوتلو، مګر چې پته ولګېده، چې چغلبازيو ته راغلی وو، نو بيا يې له دود سره سم مخ ورتور کړ او په کچره يې چپه په کته کېنولو او شارګشتي يې ورکړه، خو زوم د ننواتې لپاره نه پسه او نه هم وری درلود او نه هم د هغه غيبي سېرلي درک په دښته او نه هم په بيابان کې وو!

خلک وايي، چې په دم او چوف خلک پېريان راوېښولی شي او په خبرو يې راوستلی شي، يو ملګری مې وايي: کله چې زه ماشوم وم، نو له يوې پېښې سره مې سرو کار شو، هغه دا چې زموږ کره يو پسه له کوره وتلی وو او ورک شوی وو، نو زما پلار کور ته يو ږيرور سړی راوست، خو زه پوه نشوم، چې ملا وو، قاري وو او که کوډګر! لنډه دا چې د دغه سړي کمال دا وو، چې پېريان يې غږول او غله يې په شدومد پيدا کول، نو زموږ کره هم دې ته راغلی ؤ، چې د پسه د ورکېدو ليکه ومومي، يعني غل پيدا کړي!

کله چې ملا صيب کوټې ته ننوت او زما پلار له نورو خپلوانو سره ټول کېناستل، نو ملا صيب په قرائت پيل وکړ، نو په کوټه کې پرته زما له پلاره نور خلک هم ول او ماشومان هم ډېر ول، نو ملا صيب پر ما او يو بل ماشوم غږ وکړ، چې مخې ته يې کېنو، خو را ته يې وويل چې په خپل ورغوي کې به ګوری، وروسته له دې يې زما او د هغه هلک په ورغوي کې د قلم له مشواڼۍ نه لږ رنګ راواچولو، نو د ملا صيب له سپارښتنې سره سم ما هم خپل ورغوي ته کتل او بازي ګوشي مې نه کوله او ملا صيب ته غوږ وم. ملا صيب يو دوه آيتونه ولوستل او په موږ يې کوف او چوف وکړ، نو بيا يې لومړني ماشوم ته وويل، چې په ورغوي کې څه ويني، نو ماشوم پړينګ وهل په ژړا شو او ويې ويل چې هېڅ هم نه وينم! خو ملا صيب نورو ته وويل، چې دغه ماشوم له غله وډار شو، نو ځکه له وېرې حال نشي ويلی او ژاړي!

ملا صيب بيا غاړه تازه کړه او بل آيت يې تېر کړ، نو وروسته له آيته يې ما ته مخ راواړولو، چې ورغوي کې دې وګوره، چې غل وينې او که نه! نو کله چې ما سر ورغوي ته ورنېژدې کړ، نو د خپلې څېرې سيوری مې وليد، ځان پورې حيران شوم، په زړه کې مې تېر کړل، چې ما خو پسه نه دی غلا کړی!، دا څه وينم!، نو ژر مې خپل سر بيرته کړ، نو ملا يو وار غږ کړ، چې هغه دی دغه ماشوم غل وليد! خو ما ملا ته وکتل او ورته مې وويل، چې چېرې دی، زه خو هېح هم نه وينم! کله چې هغه سر رانيږدې کړ، نو د ملا صيب څېره په رنګ کې راښکاره شوه، نو ما هم غږ کړ، چې اوس يې وينم! ملا صيب خوشال شو او ما ته يې وويل څوک وينې، نو سم ورته وګوره!

ما له بېړې ورغبرګه کړه، چې يو ږيرور سړی دی او زموږ پسه يې له پړي نيولی او بيايي يې، نو ملا را ته وويل، چې څوک دی؟ پېژنې يې او په دغه کوټه کې شاوخوا وګوره، چې دلته شته او که وي نو څوک دی، موږ ته يې راوښيه! نو ما خو د ملا صيب څېره ليدلې وه، نو ورغبرګه مې کړه، چې کټ مټ ملا صيب تاسو غوندې دی، نو ملا صيب راباندې غور وهل، چې سم وګوره، نو ما ورته وويل، چې رانيږدې شه پخپله يې وګوره، نو سر يې چې راوړاندې کړ، نو په رنګ کې يې خپله څېره انځور شوه، نو ما ورته وويل، چې دغه ده، وګوره، دا سړی تاسو نه ياست؟ ملا صيب نورو ته مخ واړولو، چې د دغه ماشوم عمر ډېر دی او ځيرک دی، نو خبرې له خپل زړه جوړوي، نو بايد له کوم واړه ماشومه وپوښتل شي! نو زه هم هم له ملا او هم له دغه بلا خلاص شوم، خو له کوډو، پيريانو، ديوانو او شيشکو سره مې ‌ذهن لکه تل غوندې مشغول پاتې شو.

د شيشکو کيسې ډېرې دي، نو له هرچا به مې يو څه اورېدل، خو په زړه پورې دا وه، چې بلا، شېشکه، روې، آلمستي او داسې نورې ټولې ښځينه وي او لکه چې نارينه شيشک نه وي، خو په عيسوي ملکونو کې هم اروا او داسې نور ښځينه اړخ لري، خو دېو بيا نارينه وي، نو دلته به د دواړو په اړه، د ځينو افغاني کېسو يادون وکړم. وايي، چې نظافت او پاکي د ايمان يوه برخه ده او عبادت هم د دين ستنه او جنت ته د تګ توشه ده، نو داسې څرګندونې کېږي، چې که څوک د څلوېښت ورځوشپو په بهير کې غسل ونکړي او له عبادته ډه ډه وکړي، نو هرو مرو په شيشکه اوړي.

د افغانستان په کليو کې شيشکې ډېرې وي، خو دغه شيشکې د ورځې نورمال ژوند کوي، خو د شپې لخوا خلک ځوروي، کورونو ته يې ډبرې وراچوي، چرګان يې ورته وژني، خوب ته يې نه پرېږدي. وړخونه بندوي او يا د نورو خلکو مځکو ته اوبه ورخوشې کوي، لنډه دا چې څه مضريتونه يې چې له لاسه راشي، نو هماغه تر سره کوي. ويل کېږي، چې هره شيشکه يو پوستين پر سر لري، که دغه پوستين دې يې تر لاسه کړ، نو دغه شيشکه به تاته تسليم شي او بيا به لکه کنيزه تا ته کار کوي، خو نر شه د شيشکې دغه پوستين ترې وکاږه!

په زړه پورې دا ده، چې د شيشکو هم د کلي له اوسقال، ملا، ملک او نورو مشرانو سره سرو کار وي، خو ماشومان او غريبان ترې وېرېږي. په يو کلي کې همدا ډول يوه شيشکه وه، خلک وايي، چې د ورځې به چا فکر هم نه کولو، چې دا به شيشکه وي، خو په تياره که به سمه بلا وه او د څو سړيو زور يې درلود، چې ونې به يې له ريښو سره راايستلې، د ژونديو ځناورو به يې زړونه له ټټره راايستل او د زړه وينې به يې څښلې. دغه دکلي شيشکه به اول دسر په غورځېدو شوه او بيا به په غوړمبېدو شوه، نو کوم نر وو، چې ځان ورته ټينګ کړي، خو دغه بلا يو وار د کلي په ملا پېښه شوې وه، بس سم په غېږو ورغلې وه، خو ملا په دې توانېدلی وو، چې د شيشکې پوستين ترې وباسي او ويې تښتوي، خو دغه پوستني به يې د اوړو په کندو کې ساتلو. خلک وايي، چې! که د شيشکې پوستين دې ترې واخيست، نو هرو مرو يې په کندو کې پټ وساته، ځکه چې اوړه شيشکې ته قسمي دي، نو شيشکه د دې توان نلري، چې له اوړو نه خپل پوستين بيرته راواخلي.

د ملا هم څو ورځې ښه ست تېر ؤ، کله به يې د شيشکې پېروی خوړلو او کله به يې هم حلواوې وهلې، خو د شيشکې څه له لاسه نه راتلل او تل به يې ملا صيب ته زارۍ کولې، چې له بنده يې خوشي کړي او پوستين ورته بيرته ورکړي، خو د ملا صيب چېرې پیروی او حلواوې هېرېدلې، نو په شيشکه به يې نور هم ظلم کولو، خو شيشکه هم لاس تر زنې نه وه ناسته او تل په دې هڅه کې وه، چې خپل پوستين بيرته ترلاسه کړي، نو وروسته له ډېرې مودې خپل مقصد ته ورسېدله. په هغه ورځ شيشکه د ملا له کوره سره پټه ناسته وه، چې د ملا مېرمن په قهر او غضب بهر راووتله او له ځانه سره ډونګېدله، چې دا څه شی دي، چې د اوړو په کندو کې يې راته اچولي او زما اوړه يې په جوټه کړي دي، نو د شيشکې پوستين يې هسې ايسته وارتېږو، خو شيشکې ته بيا خدای ورکړه او پوستين يې له ځانه سره يووړ او په هماغه شپه يې پر سر کړ او په ملا صيب پسې حجرې ته ورغلله، نو ملا صيب د ماسخوتن له لمانځه وروسته په کوډو موډو اخته وو، چې شيشکه غوټه په حجره ورننوتله! د ملا اروا قبض شوه، شيشکې د ملا ږيرې ته لاس واچاوه، خو مسکين ملا صيب شيشکې ته ډېرې زارۍ وکړې، مګر شيشکې يې زړه بوټ له کوګله راواېست! نو ملا له خپلو کوډو سره په وينو کې لت پټ شو او شيشکه هم له دغه کلې تری تام شوه!

يوه ورځ په ښوونځي کې يو ماشوم راغی او ويې ويل، چې ورور يې له وهمه ډېر ناروغ دی او تبه لري، نو موږ ورنه وپوښتل، چې ولې؟ نو دغه ماشوم راغبرګه کړه، چې ورور مې آلمستي ليدلې ده، نو زه پوه نه شوم، خو يو بل ماشوم مې وپوښته، چې بلا، شيشکه، روې نومونه مې اورېدلي، مګر دا آلمستي يې ليا څه شی دي، نو هغه راته وويل، چې بلا ښيي، نو بل وویل، چې نه دا خو ښځينه بلا ده، نو شيشکه ښيي. زموږ ټولګيوال هم دا خبره ومنله، چې ورور يې کومه روې او يا شيشکه ليدلې وه.

هغه ماشوم داسې ويل، چې ورور يې د شپې لخوا خوړ ته تللی و، چې خپلو ځمکو ته اوبه ورکړي، نو هلته يې له لېرې يوه شيشکه ليدلې وه، چې لوڅه لغړه وه، ويښته يې تر پښو پورې ول، کله يې چې اوبه څښلې، نو غولانځې او تي  يې د لښتي په اوبو کې لګېدل! زما په ورور يې چې سترګې لګېدلې وې، نو له سترګو يې اور بادېدلو! زما ورور همالته له وېرې بې سده شوی وو او بې سده هملته لوېدلی وو، نو سهار د کلي خلکو د سهار له لمانځه سره سم کور ته راوست او اوس يې ډېره سخته تبه ده، په ځای کې پروت دی، شونډې يې وتلې دي او له خولې يې ځګونه ځي، کله کله له وېرې هسې کوکارې وهي.

موږ ټول ماشومان ول، نو دغه پېښې پر موږ هم اغېز وکړ، نو له خپل سياله مو وپوښتل، چې دغه شيشکه له چا سره څه کوي، نو هر ماشوم به غږ وکړ او يو څه به يې وويل، نو يو وويل چې دخلکو وينې څښي، بل به ويل چې په سړي داسې ګذار کوي چې سړی له اخو ټوخه وباسي او بل ويل چې سړی وژني، ځکه چې رسوا نشي، نو له يوه ماشومه مې وپوښتل، چې څنګه رسوا نشي؟ هغه راغبرګه کړه، چې که چېرې يو سړی په تېره بيا چې ښځه ۴۰ ورځې او شپې د خدای عبادت ونکړي، ځان پرېنمينځي او يا غوسل ونکړي، نو هرومرو په شيشکه اوړي، نو سر له دغه ورځې ما هم له وېرې په خپل نظافت کې ډېر پام کولو، چې حتی په کور کې يې د شويه اصطلاح راته کاروله او ويل به يې، چې غاړه او ورمېږ دې ډېر مه کيسه کوه، چې د ورمېږه پوستکی دې نازکېږي او په ژمي کې به دې د غاړې ساړه کېږي، بيا به لکه شويه ګانو غوندې مفلر( د غاړې دسمال) په غاړه کې اچوې!

د ژوند د دغو پېښو په اړوند سره  زه هم د دوو اورنو تر منځ شوم، له يوې خوا له شيشکې نه وېره، له بل پلوه په ژمې کې د ورمېږه ساړه، خو د جضرت سليمان (ع) خبره: «د ژوند هره پېښه تېرېږي، که له خوښي ډکه وي او که له خواشيني سره مله وي!»، نو د ماشومتوب ورځې هم تېرې شوې، نه مې شيشکه وليدله او نه مې هم د غاړې ساړه وشو، خو له مسلمانانو او کافرانو سره مې سرو کار شو، مګر دا ډول پېښې د هر انسان د خاطراتو نړۍ جوړه کړي ده، چې د ژوند د نندراتون يوه برخه يې ګرځي، چې څوک يې له هېره وباسي، خو بل ورسره لاس او ګرېوان پاتې شي!

په درنښت

ډاکټر لمر

http://www.youtube.com/watch?v=0mpt44y2IVQ&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=wbJkC1mUPsA&feature=related

Door Guest