:امرالدین سرحد

په موسکا شوي کنډوشاته

زه ولاړ وم بلی خواته

تا منګئ په اوږه کیښود

په کنډوتا نښان پریښود

ته روانه شوي ګدر ته

ټپ دی ورکړ مسافر ته

په زړګی دی کړم زخمی

اوس نو مه کړه جدایې

په موسکا دی راکتلي

دواړو سترکو مې لیدلي

ملا تړلی یم ولاړ

ستا په ننګ ضد داغیار

غواړم مینه دی کړم خپله

څې خوشالی می سی ترتله

لرګي راوړو له ځنګله

ترینه جوړه کړو کوډله

دسپوږمئ رڼاته کینو

شین آسمان به سره وینو

نه جګړه نه به غوغاوي

نه په سترګو کښې ژړاوي

داجونګړه زماوستا وي

دسرحد دزړه نڅاوي

مینه سوله دهر چاوي

هیلي وسپړي غوتئ

څې موسکا وي پرونئ

غږ به پورته کړو دمېني

څې خبری شی څه سپیني

مسکو ۲۹.۰۵.۲۰۱۲

Door Guest