په ناروې کې د افغان ناروېجي ټولنې ته

د ۲۰۱۲ کال د جون په ۱۸ نېټه د افغاني مظاهرې په اړه

په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې پيغام

درنو هېوادوالو!

ډېر خوشاله يو چې د نړۍ په يو بل ګوټ کې د افغان هڅاندو غږ آورو او د افغانستان د نننيو خوالو او ناخوالو په اړه د هغوی هڅې ستايو. دا څرګنده ده، چې افغانستان د وروستيو څو لسيزو په بهير کې د ځبرځواکونو، سيمه ييزو او خپلمنځيو سياليو ډګر ګرځېدلی دی، چې په ميليونونو وګړي یې قرباني شوي دي او نن سبا هم خپله پاکه وينه د خپل هېواد لپاره قرباني کوي، چې په دغه تپل شوې جګړه کې ولسي خلکو هم خپل شيرين ځان له لاسه ورکړی، چې بايد ورته اړين پام وشي.

موږ په دې وياړو، چې تاسو درنو افغان هڅاندو د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جون مياشتې په ۱۸ نېټه د نارويجي پارلمان مخې ته د افغان ولس غږ پورته کوئ او د دغه ملک د پارلمان، سياسي کړيو او خلکو پام د افغانستان نننيو ستونزو ته رااړوئ، چې په تېره بيا په دغه تپل شوې جګړه کې د ملکي خلکو قربانيو ته مو د توجو لومړيتوب ورکړی دئ، چې ښه ويل شوي: ماشوم چې و نه ژاړي، نو مور شودې نه ورکوي! ځکه نو ستاسو دغه انساني هڅې او افغاني احساس د قدر وړ دی، چې د افغان ولس د ستونزو په حل کې به خپله اغيزمنتيا ولري.

په وروستيو څو لسيزو کې افغان ولس ډېرې قربانۍ ورکړې دي، چې د وروستۍ لسيزې د قربانيو شمېره هم تر لکهاوو اوښتې ده. نن سبا زموږ خلک له وېرې، بې امنيتۍ، لوږې، بې کاري او تپل شوې جګړې سره لاس او ګرېوان دي او د بې وزلي او بدمرغي ژوند تېروي. له بل پلوه په افغانستان کې اداري فساد، اخلاقي ښکېلاک او د جګړه مارو نظامي تېريو د ولسي خلکو جرړې ايستلې دي او د لوی الله په تمه ورځې اوشپې تېروي، چې د راتلکوني هوسا ژوند تمه يا نه لري او يا هم داسې ناهيلي شوي دي، چې په رواني ناروغيو کې لاهو دي، نو له دغو بدمرغيو د افغانانو ژغورل او د هغوی ژوند ته د سم مسير ورکول د افغاني روڼآندو وظيفه ده، نو ستاسو هڅې به د افغان ولس ټولنيز پرهارونو ټکور کړي او د افغاني روڼآندو په منسجمولو او راويښولو کې به ډېرې اغېزمنې وي.

نننۍ جګړه په افغانستان کې د امريکا او لوېديزوالو لخوا تپل شوې ده او موږ يې يو بربنډه تېری ګڼو، ځکه نو د ولسي خلکو له  قربانیانو سره مرسته او د ولسي خلکو د سوکاله ژوند مسؤليت د افغانانو تر څنګ د لوېديزوالو پر غاړه هم دی. موږ په دې آند يو چې له افغاني مقاومت سره دې په ريښتيني توګه مخامخ خبرې وشي او د رسميت پېژندلو پروسيجر يې بايد ګړندی شي، چې د افغانستان په واګيزو چارو کې يې ورګډول د افغاني جګړې د پای او په راتلونکې کې د يوې پياوړې بين الافغاني واکمني د رامنځ ته کېدلو او د تلپاتي سولې د تضمين اړخ يې بولو.

د سوکاله، خپلواک او پرمخ تللي افغانستان لپاره د هر افغان هڅې اغېزمنې دي، خو ډله ييز کار ته د ګډ فعاليت امکانات او په ټوليز توګه د غږ پورته کول ليا هم اغېزناک وي، نو د افغانستان د ننني ټولنيز، سياسي او نظامي حالت په اړه بايد د افغانانو هڅې په افغانستان کې او له هغه نه بهر همغږې شي، چې د دواړ غږ تر نړيوالو او ولسه ورسېږي، ځکه نو د ښه، اغېزناک او پراخ بنسټه فعاليت لپاره باید د ګډ کار امکانات او د پوهاوي چاپېريال رامنځ ته شي.

له نېکه مرغه نن سبا په افغانستان کې ګڼشمېر مدني ټولنې فعالې دي، د افغان ولس غږ يې پورته کړی دئ او په نړيواله کچه هم يو شمېر ټولنو د نړۍ په هر ګوټ کې د خپل افغان ولس غږ د افغانستان په اړه پورته کړی دئ، چې د سږ کال د جون په ۳۰ نېټه د آلمان د برلين په ښار کې د آلمان د پارلمان له غړو سره ګډ يو پوهنيز سيمينار هم جوړېږي، چې «د لويديزوالو د نظامي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان عاقبت» تر نامه لاندې سپړنې کېږي، نظريات تبادله کېږي او پرېکړه ليک به نړېوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو ته لېږل کېږي، نو د افغانانو ګډې هڅې او په تېره د اروپايي افغاني ټولنو همغږې به د افغانستان د ستونزو د حل په اړه ډېرې اغېزناکې وي، نو ستاسو استازيتوب به په نومولشوې غونډه کې هم ډېر ګټور وي.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې آند ده، چې د يوې ټولنې پوهنيز خوځاند ځواک د ټولنې روڼآندي دي، نو افغاني روڼآندي بايد د افغان ولس او افغانستان په اړه خپل مسؤليت احساس کړي او خپلې هڅې په دې برخه کې پياوړی کې، د افغانانو په منځ کې د پوهاوي روحيه او د ګډ کار زمينه برابره کړي، چې افغانانو ته د سمې ادارې او سمو ټولنيز هڅو په اړه پوهنيز سپارښتونه ورکړي، د افغانستان د ستونزو د حل په اړه د افغانانو غږ پورته کړي او افغاني ټولنيزو هڅو ته پوهنيز پوتنسيال وروبښي.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه بيا دا په ګوته کوي، چې په ناروې کې د افغان هڅاندو په نوښت او هڅو د جوړېدونکې مظاهرې په اړه افغاني کلتوري ټولنه خپله خوښي څرګندوي او په ناروې او اروپا کې پر افغانانو غږ کوي، چې د دغه نېک کار د پياوړتيا لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او له امکاناتو سره سم په دغه افغاني مظاهره کې چې په وروستۍ لسيزه کې د ولسي خلکو قربانيو ته ځانکړې شوې ده، ګډون وکړي او په نړۍ کې افغاني مدني ټولنو ته وړانديز کوي، چې خپل پيغامونه، د افغانستان په اړه اندېښنې او وړانديزونه په ليکبڼې د افغان نارويجي ټولنې ته ورواستوي.

و من الله توفيق

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه

د ټولنې اداري کميسيون

Door Guest