څو موزیان یې دمشرانو په نوم موږ باندې تپلي

مشران نه دي غلا مي ته یې له وخته  وو  روزلي

دایمان سودا نو چا په غیران وکړه دا خو دوی  وو

ننګ یې خرڅ همت یې خرڅ کړ موږ شړلي دي  له کلي

چې امام خپل مقتدیان لکه چرګان په شیطان پلوري

شرم نه  دی چې لا هم  وي  پسې نېغ  نېغ  درېدلي

پخپل لاس یې ورتېره کړه دقصاب چاړه ښاغلو

اوس به هر یو حلالیږي دا سپېره اجل نیولي

په تاریخ کې ما ونه لوستل چې دومره دون همت وي

خپل ناموس په نورو ساتي لکه مړي غځېدلي

نن به څومره داحمد او میرویس خان روح وي نارامه

چې په ملک مو مسلت  شول دا راغلي نابللي

دا یو څو خرڅ  شوو بارکړه جنازه زموږ دفخر

دوی پخپله په ځان وکړل اوس دې ګرزي لاس تړلي

څه شوې  څه شوې ها سجدې هغه  الکې هغه ځګونه

دغه یو عالم  سکه وروڼه  مو ځکه غولولي

د الله په نوم چې څوک کړي  تجارت انجام یې دا وي

راوتی به بهر نشي وي به  تل سوړو کې غلي

دکابل په کنډوالو کې غرېو نیولی ګرځم ځکه

ای بسمله  پکې وینم شمله ور ماتم ځپلي

څو موزیان یې دمشرانو په نوم موږ باندې تپلي

مشران نه  دي غلا مي ته یې له وخته  وو  روزلي

 

Door Guest