زموږ د هیواد د موسیقي هنرد نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی، چې خدای پاک هنرمندانو او سندرغاړو ته ور په برخه کړې دی.د موسیقي هنر او په تیرا بیا زموږ محلي موسیقي ډیره غني ده او ډیر پخوانۍ تاریخ لري. په دې کې شک نه شته، چې د پخوانۍ موسیقي په رڼا کې زموږ معاصرو هنرمندانو او سندرغاړو او سازیانو د موسیقي په ډګر کې ځانونه اعیار کړې دي.نو ځکه زموږ هنرمندان او سندرغاړي باید په هیڅ ډول د پردیو موسیقي تر اغیز لاندې رانشي، خپله اصیله افغاني موسیقي وروزي او وده ورکړي.

 دا یوه منل شوې خبره  ده، چې  زموږ په هیواد کې د خراب اباد استادانو د موسیقې د ودې لپاره دستاینې  وړخدمتونه تر سره کړې دي. دخلکوپه افکارو کې د دوی هنري اغیزځلیدونکې اونه هیریدونکې دی. دوی په سلګونو سازیان (نوازندګان) او سندرغاړي په رسمي اوخصوصي توګه روزلی دي، او دموسیقې هنر د دوی د هڅو او زیار له  برکته  ډیرغوړیدلې دی، او له دغې کوڅې څخه نامتواستادان لکه د موسیقې سرتاج استاد سرآهنګ اونور استادان وتلي دي. همدغه د خراب اباد استادان او هنرمندان وو،چې زموږ زیاترو خلکو د لویواو نامتو شاعرانود شعرونوسره بلد شول.

یو له دغو نامتو او تکړه هنرمندانو له ډلې څخه د ارواښاد استاد سرآهنګ منلې شاګرد ارواښاد استاد هم آهنګ وو، چې  د ده خوږ آواز د اوریدونکو او لیدونکو په زړونو کې منګولې شخوي او هغوی ځانته را کاږي. دی که نن د خپلو مینه والو په منځ کې نشته خو د ده تل پاتې غږ او هنر د خلکو په زړونو کې خپل ځای لري. ده د افغاني موسیقي او په تیرا بیا د محلي موسیقي لپاره د مننې او ستاینې وړ خدمتونه تر سره کړې دي. ده خپل آهنګونه او سندرې په ډیر عالي قالبونو او کمپوزونو کې ځای په ځای کړې دي، همدا وجه ده چې د ده خوږ آواز او سندرې دخلکو په ذهن او زړونو کې ژوندې پاتې دي.

په خواشینۍ سره دغې نامتو هنرمند پر (۲۰۱۲ز)کال د جون د میاشتې پر پنځمه نیټه  د کابل په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

(انالله وانا الیه راجعون)

د دغې ستر هنرمند مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د محلي موسیقي د هنر په ډګر کې یو ستره ضایعه ده.

زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د موسیقي ټولومینه والو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest