تور او شین چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلی د څښلومایعوی ماده  ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه  سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي.  د  چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره  شهرت لری او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی چه دتور او شین چای په نا مه سره یا دیږی.

  دا ځکه چي په افغانستان کي چای د یوې پیژندل شوی عنعنوي او دودیزي وسیلي په تو ګه له پخوانیو وختونو نه مونږ ته را پا ته دي  او په هر کور کي د تور او شین چای څښل یوه  عامه عادی هراړ خیزه سپارښتنه او ضرورت دی ،کوم چه د هیواد په هر ګوټ او ځای کي د میلمه پالنې ښکاره او څرګنده پیرزوینه بلل کیږی.او بیله چای میلمه پالنه نیمګړۍ ده.

ما ددي ګټور بوټی  په باره کي د نړۍ دانسانانو داوسیدونکو د چاپیریال په مختلفو برخوکي د  مسلکي پوهانو او  متخصیصینو دنظریوپه ملتیا سره خپل څیړه نیز مالومات پیل کړه چه دادی اوس یی ستاسو سره په ګډه ګورو او ور باندی ږغیږو. چه چای څه شی او دانسان بدن ته څه ګټه رسوی. هیله ده چه ستاسو لپاره په زړه پوری وی.

 د څیړونیزو مالوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي د اوبو نه وروسته چای د څښلو دوهمه وسیله  ده چه ډیر خلک یی د څښلو څخه خوند اخلې.هر کال په نړۍ کي دری میلیارده کیلو ګرامه چای تولیدیږی د ټولی نړۍ  دهیوادونو په پرتله  دجاپان وګړۍ په سلو کی ۸۰٪ فیصده د شنو چایو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو څښل بدن ته ډیره ګټه لری او د ډیرو  خطرناکومرضونو د مخنیوي لپاره ددرملنې او تداوی په زړه پوری دارو اودرمل بلل کیږی.

 چای دتورواو شنو په نا مه سره پیژندل کیږي او دواړه دیوه  شنه بوټې پواسطه د ځمکی پرسر  کرل کیږی او بیا د تولیدی انکشاف د پرمخ تللي مرحلې د تیریدو نه وروسته د څښلو لړۍ  ته وړاندی کیږی.دتورو او شنو چایوبیلوالی په دي کي دی چي د شنو چایو پاڼو ته لمړی جوش ورکول کیږی او بیا وچیږی ولي د تورو چایو پاڼی بیله جوشه وچیږی او کله کله د شیمیایی موادو رنګ ور سره ګډیږي او بیا د څښلو لپاره تیاریږي.دچایو دتولید هیوادونه چین، جاپان، هند، تر کیه اوداسی نوردی چه لویه برخه یی په چین کي کرل کیږي.

چای په دوه ډوله  دی تور چای او یا شین چای:                                                         

شین چای د څښلو هغه  ټاکلې ماده ده، چه  د اړ تیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږی او د ښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دی. ددي چای د څښلو وړ کسان  د شنو چایو په څښلو  کي ډیری  ځانګړۍ ګټې ویني. د شنوچایو  څښل کله د عسلو سره کله د بوری او کله هم د نورو شیرنیو سره  څښل کیږی.د ځینو  مسلکي پو هانو په اند شین چای دخطر ناکو مریضو لکه  دسرطان د ناوړی مریضی دکمولو لپاره  ددرملنې یوه په زړه پوری ښه نسخه ده .

او هم دارنګه د کولوسترول په را کښتکولو کي هم د پام وړ مرسته کوی. او دزړه د حجراتو د ویجاړولو او خرابولو  په مخنیوی  کي  هم ښه مرسته کوی. شین چای سړی ځوان ساتي او د اوږده عمر د ضمانت یوه ښه هیله او نښه  هم ده.د شنو چایو  په څښلو کي لاندی  ګټي او فایدی مو جودی دی :

۱:شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوری درمل دی                                          

۲: دزړه د ناروغي او کولوسترول  د کمولو  لپاره ښه دارو دي .

۳:   شین چاید چاغوالي د مخنیوی لپاره  ډیره ښه وسیله  ده چي د سرطان او دزړه د  حجراتو او دماغی سلسلو د مختلفو ناروغيودمخنیوي لپاره  په زړه پوری مرسته کوي.

۴:  شین چای د بدن د پوستکي او دبندونو د پاړسوب او روماتیزم په مخنیوی کي هم اغیزمن تما میږي او دنفس تنګي او ساه کښلو په ستونځه کي هم مرسته کوی  چي د غوږونو د عفونیت ستونځه را کموی او د اورید لوسلسلي تقویه کوي.فکری او مغزی ګډوډتیا ورکوی او دغاښو دمکروبونو په ویجاړولو کي مرسته کوی.

۵: شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي  کوم چي  د خولی له لاری د التهاب او دغاښونو د خرابیدو لامل ګرځي  .

۶: شین چای دفکری  خرابی عصبی ا حساس د کمولو لپاره  ډیر اغیز من تمامیږی او د ارامیت روغه فضا منځ ته را ولي او همدارنګه د هډوکو د  تقویوی غښتلیا او پیا وړتیا  د ساتلو لپاره ښه مرسته کوی .

۷: شین چای دغوړو اووازګینو حجراتو  د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او دشکری د ناروغي لپاره د وینی جریان  د کنترولولواو دمغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګټور او اغیز ناکه رول لوبوی او دروغتیا یو مهم اړخ دی.

تور چای :                                                                             

تور چای  زیاتره په غربی هیواد کی ډیر څښل کیږی چي په خپل ترکیب کي داسي مواد لری چه د انسان په بدن کی د غذایې موادو د هضمولوپه برخه کی مرسته کوی. تور چای د احتراق عمل ته تیزوالی ور بخښي او د چاغي خنډ ګرځي. علمی تحقیقاتو ثابته کړیده چه تور چای د هډوکو د پاړسوب حالت کموی او دهغه مخنیوی کوی.  تور چای د خولی د ساری ناروغي  د مخنیوی لپاره هم ګټوری او اغیز مني ښیګڼي لری.

 د څیړنیزو مالو ماتو له مخي تور چای زړه ته قوت ور کوي او د بدن دغوړتیا او چربیو  مخنیوی کوی. دمغزی سلسلي آرامتیا تسکینوی او مختلف وایروسونه او مکروبونه له منځه وړي. دسردردی او کهالت د له منځه وړلو لپاره چټک او پر ځای اغیز لری.

   تور چای دشنو چایو په نسبت په نړۍ کي ډیر څښل کیږي. په تورو چایو کي بیلابیل تر کیبی مواد ګډیږی چه د ډول ډول میوو اوبه د چایو سره تر کبیږی او بیا یوځای د څښلو لپاره آماده ګیږی. دڅیړونیزو تحقیقاتو پلټنی دا په ډاګه ثابته کړی ده چه چای د انسان بدن ته دیر ګټی رسوی. ستومانی او ستړیا له منځه وړي د روانی او عصبی احساساتو دکهالت د نا منظم حالت انګیزه ورکوی،او دیوی سالمي روغتیا زیری پکښي نغښتی دي. چای دمجلس او دوستانو دخبرو اترو پر محال یوه ځآنګړۍ وسیله ده چي د میلمه پالني او کورودانې یوه په زړه پوری ډالۍ ده چه دخوند او لذت نه پرته فکری سالمتیا هم ور سره ملګری ده.  ددي ټولو مالوماتو له مخي شین او تور چای دروغتیا او آرامتیا یوه ډیره ښه په زړه پوری وسیله

ده چه انسان ته دهوساینې سالمتیا زیری ور کوی. چه خوند  او لذت پکښی پروت دی. نو ځکه ددي ګټور بوټې څخه مونږ ته د چایو په نا مه دغه نوم را پا ته دی او مونږ یی  وڅښلو ته تیاریوو. تاسو ته  هم دشنو اوتورو چایو د څښلو په هیله .

ولی محمد«نورزی»

اخځونه: بهرنې رسني او بیلابیل نشرات

Door Guest