غواړم ددی لیکنی په اوږدو کی د هغو تاریخی شخصیت او ولس وژنو په اړه څه ووایم چی د طالبانو د اسلامی تحریک د پیروانو او هغو د ګوتو شمیر طالبانو لخوا ترسره کیژي. د لیکني تیروتنو بخشه غواړم.

مخکي لدي چي د لیکنی منځ ته روشو شه به وي چي د پشتو ژبی دی متل باندی رڼا واچوو. وایي پلانی د چيلۍ ورور دی، چي ځوان شو نو په خپله مور راتاویژي. کټ مټ طالبان هم په هغه چا راتاویژي چي ددوي ملا یي ورتړلی، ددوي سپورټ یي کړی، دوي ته يی وخت په وخت و جوماتونو ته وظیفه او میلمستیاوی ورکړي، دوي ته یي د خپلي خولي ګولۍ ورکړي خو د ملا خیټه یي سپوره نده پریشودی، په دوي یي  خوژه حلوا لورولی مګر وخپلو بچوڼو ته یي بیا سپوره ډوډۍ هم په مړه خیټه نده ورکړی، ددوی لپاره یي نیک نوم راوړلي، د خپل وس سره یي هڅه کړی چي د خپلي عقیدی او ملک لپاره په سختو شرایطو کي په مطبوعاتو کي هغوي اتلان شکاره کړي. کټ مټ دوي ورسره د چیلۍ کار ترسره کړی، چي یو څو بیلګي به یی په لاندي توګه لوستونکو ته ذکر کړو:

لري به نه ځو له اندړو به یي راپیل کړو. په نوموړي ولسوالۍ کي د مولوي رحمت الله اندړ په نامه یو نامتو اتل ځوان لرو چي علم، حلم برده بارۍ، ذکاوت، میړانه، توره، قلم لنډه دا چي په هر ډګر کي اتل دی، قهرمان دی او سرتیری ځوان دی.

نوموړی مولوي صاحب رحمت الله اندړ د امریکني اشغال سره سم د هغوي پر ضد وسله واله مبارزه کي خپله ونډه ترلاسه کړه، وسله واله مبارزه یي داسی وه چي په نوموړي ولایت کي یي بهرني تر پزی راوستي وه، هره ورځ د ټانګونو او زغره والو ګاړو الوځول، او د بهرنیو اشغالګرو وژل یو معمول ګرځیدلی و. کله چي د مولوي صاحب رحمت الله د ډلي قومندان په شهادت ورسید نو همدا مولوي اندړ یي د جبهی مشر کړ، له لنډ مقاومت او میړني فعالیتونو وروسته د امریکایانو په لاس کښیوت، تر بګرامه یي ورسولو، د جبهی اتل قهرمانان یي زیاتره شهیدان شول، دی ټپي تر بګرامه ورسید. له کلونو وروسته راخوشی او بیا په خپل جهادي خوځښت ورګډ شو. دی ځل ټپي او د پیشور مخه نیسی. د افتاء کورس په بهانه د علاج لپاره وخت تیروی. له علاجه وروسته بیرته راستنیژي. که ګوري چي د هماغه اسلامي امارت نور نوکي غړي د نوموړي ولایت ته رالیژل شوي، مګر په دوی کي زیاتره وزیرستانی او پنجابي طالبان چي نه د اندړو په خوی بوی پوهیژی او نه هم د نوموړی سیمی په دود او دوستور. حکومت په دوی د موټر سایکل ګرځیدل بندوی، او دا د نامداری زامن بیا راپاڅي او په شوونځیو، بازارونو او نورو تګ راتګونو بندیز لګوي.  که شرعي نظام ته پام وکړو نو د اسلامي امارت طالبانو دا ګام د شرعی خلاف و، ځکه اسلامي شریعت د زړه کړی خلاف نه دی او نه چاته دا اجازه ورکوي چي زده کړه په کوچنیانو بنده کړي. مولوي صاحب رحمت الله چي له اسلامي زده کړو سره یو با احساسه او ویښ افغان هم و د طالبانو دا اقدام چي ښوونځي دي بند وي ونشو زغملی، پر ضد یي خپل غږ پورته کړ او په نړیواله توګه یي ددوی ددي ډبرين پیر اقدام په سختو ټکو او کړنو وغنده. د ګوتو شمیر ولسي خلک راپاڅیدل په لسګونو او اوس سلګونو او زرګونو ته ورسیدل. دا راپاڅیدل او پاڅون د خپلو حقه حقونو غوښتلو لپاره و. د اسلامي امارت پر ضد راپاڅیدل نه وه. مګر د اسلامي امارت اسلامي تحریک خپل دی مور (د مولوي رحمت کلي او کور او په تیره بیا بوډۍ انۍ) ته څه سوغاتونه ورکړل؟ ددی راپاڅیدنی ځواب یي دا شو چي د هماغه کور يي ور وسوزاوه چي د اسلامي تحریک نازبینو او نازولو زامنو ته به یي په نیمه شپه د چرګانو او پولاونو انبارونه خوراکونه پخول، په اوړي به یي ورته کټوۍ کټوۍ مستی او تروی راکاږلی، دیره کي به یي یخی یخی اوبه او ګرم ګرم چایونه ورکول، د همدی میلمه پالنی په ځواب کي یي کور د هغو اسرایيلي پوځیانو او هغو ناپاکو پوځیانو په څیر چي هغوي یي هلته په فلسطین کي د مسلمانانو کورونه سوځوي، ناپاک پوځ يي په قبایلي سیمو کي او دي د ناپاکو پوځونو شاګردانو دلته په اندړو کي د خپل محسن انسانیت مولوي رحمت الله اندړ کور د تورو پنجابي لوخړو خوراک کړ. بلکه پدی یي هم بسنه ونکړه او د هغه نامتو عالم د پلار او نیکه د وخت غني هغه اسلامي کتابتون یي هم د پنجاب له سره قربان کړ چي په لسګونو کلونه یي پکی دیني، اسلامي، عقیدوی، فقهی او رنګارنګ تفسیرونه او د احادیثو صحاح سته کتابونه راغونډ کړي وه. د چيلۍ وروڼو دا هم بس ونه ګڼله بیا یي د تور سرو تورو ټیکریو ته هم خپل کرغیړن لاسونه وراوژده کړل او د هغه تورسری ټیکری یي هم د پنجابي اور خوراک کړ، د زړبوډۍ انۍ د سوځولو تابیا یي هم ونیوله خو الله چي څوک ساتي نو د ابراهیم خلیل الله په شان یي د نمرود په اور کي هم ساتي، بوډي انۍ خپلي خپی د نمرودي پنجابیانو د اور خوراک شوی، مګر نوره خوندي پاتی شوه.

دا وه د هغه مشت نمونه خروار چي د اسلامي امارت متعهدو اتلانو له خپل محسن اندړ سره وکړه، اوس دا بیچاره مولوي کله د حزبي په نامه بدناموي او کله یي د اربکي او کله د امریکايي استخباراتو سره د تړاو په تورونو.  ددی خبری قسم زه په هغه پاک الله کوم چي واحد او لا یزال دی چي مولوي رحمت الله اندړ نه د شولګري حزبیانو په لمسون راپاڅیدلی دی، نه د اربکیانو مشر دی، او نه هم د امریکایي استخباراتو کارکوونکی بلکه یو داسی مسلمان او متعهد افغان دی چي نه خپل هیواد کي اشغالګر زغملی شي او نه هم بل کوم تیری کوونکی.

بل د تحریک نامتو شخصیت سید معتصم اغا دی، دده په اړه فیس بوکي طالبان دا افواهات خپروي چي نوموړی لا له مخکي د امریکي استخباراتو سره ټچ و او موژ پری شکي و، خو دا ورسره خدای مرسته وکړه چي زموژ له بریده روغ رمټ ووت.

د ملا اسماعیل او د هغه د بل ملګري چي په تاند ویب سایټ کي یي هم ویډیويي قسمخوره ثبوتونه پراته دي، ددوي په اړه هم د فیس بوک فعال طالبي غړي دا سپکی سپوری خپروي چي نومړی لواطکاره او لوطي و، موژ پری پوه و، د هغه مرګ زموژ لپاره د خوشۍ خبره ده، او هغه موژ خپله وژلي دي، باکستاني استخباراتو ندی وژلي.

له پورته ګوتو شمیر نمونو څخه به اوس راشو چي دي حرام نمکو د اسلامي امارت د تحریک سره د تش په نوم هغو غړو اوس د محسنو پر ضد هم خپل بوی ناک او له زهرو ډک متعفنه مواد را ډز وهلي.  ددي ناروغو او عقلي خلل لرونکو لوټیرانو د لیکنو څخه له ورایه شکاري چي د ناپاکستاني ژورنالستانو په لاس روزل شوي او د هغوي د هغو دروغ جوړولو ماشیني داستانونو نسخه یي اوس وپشتو ژبی ته هم رانقل کړی چي دي پنجابي بولڅګرو له خپلو اسلافو یعني هندو بامبړانو څخه په میراث وکړی. اوس دا د دروغو جوړولو انان فنن داستاني نسخی د طالبانو لخوا استعمالیژي. د نن ټکی اسای کنځلماره ویب سایټ رسنی چي تش په نامه بی حکمته او له عقله عاري بی شخصیته اشخاص چي له ذهني خلل اندازه یي د لیکلو انداز څخه معلومیژي نه پوهیژو چي څه په اثبات رسول غواړي؟ د د اندړو ملي پاڅون چی د جهل او ناپوهي پر ضد راولاړ سوي، اوس یي د خپلو پنجابی اسلافو لخوا رالیزل سوی نسخی په اندړي عوامو ور ډز وهلي.

دا له عقله عاري بی شخصیته کسان هڅه کوي چي په ژیړو او دال رنګه استدلالونو د ټول عالم وسترګو ته خاوری وپاشي. دی د خپلی هغی امارتي عقدی زهر دا ځل داسی یو ولس راپاشلي چي ولي یي ددوی د کرغیړنو او ناوړه اعمالو اصلي څیره خلکو او نړیوالو ته رسوا کړی؟ ولي یي د طالب په خوښه خپل ښوونځي او کلینکونه ندي قربان کړيکړي؟

دا ړانده چرګان په اندړي پاڅونوالو دا تورونه هم لګوي چي دا لوطیان او همجنسازانو ټولی د ملي پاڅون غړي ندی بلکه یوه بی موره بی پلاره ډله ده چی حکومت یی سرپرستی کو. وه د خدای روی ته وګوري دا د اندړو اتلان  څه د کور و کلي مدرسی طالبان نه دي، نه د کراچي هغه مدرسی چي په کلونو کلونو صغیر او کبیر لغړزني سپین روبي طالبان د خپلو مشرانو کبیر السن او شیوخو د جنسي حوس شکار ګرځي، و د خدای روی ته وګوري لژ خپل ګریوان کي سر شکته کړي او وګوري چي موژ څه لیکو دا هرڅه ځواب غواړي، آیا له هغی ورځی منکر یاست چي تاسو د دین ستنی پری نور عامه اذهان د یوم الاخر، یوم الحساب، یوم القیامة په نامه ډاروي او بیا داسی له حقیقته لری لیکنی کوي چي هیڅ انسان ته د منلو وړ نوي؟

د طالب او د طالبانو د اسلامي امارت له چارواکو کشرانو او مشرانو می هله زړه موړ شو چي دوی د خپل هغه دین چي دوی یي ځانونه ستنی بولي، زموژ په اندړو کي د همدی الهي شریعت وهغو ګردو مقدسو کتابونو ته ور ورته کړ چي د مولوي صاحب رحمت الله اندړ په کور کي یي وموندل، هالته موژ ته د دوی اصلي وحشي څیره رابرسیره شوه چي د هماغه قرآن لحاظ یي هم ونکړ چي دوي یي تش د هغه په نامه له امریکنیانو سره جنګیژي او دعوه یي کوي چي دا قرآن بګرام کي سوځول سوی باید افغانان راولاړ سي او د خپل قرآن کسات وخلي، مګر همدا شرمخي اشرار بیا همدا قرآن سوځوي، دا خپل حق!؟ بولي. چي دوي د خدای د قرآن دومره قدری فکر او درناوی نکوي نو بیا د ځینو هغو ملاتړو او پیروانو او مجاهدو اتلانو به څه خیال وساتي چي له دوي سره په یوه سنګر کي جنګیژي او د ملا تیر یي جوړوي.

 څه شه وایي چی د پلانکي مینه له خره سره او د خره مینه لغته.

قاضي محمد حسن غزنوي

Door Guest