قاضي محمد حسن غزنوي

دا څو ورځي کیژی چي د طالبانو اسلامي امارت د خپلو محسنینو پر ضد داسی کرغیړن او له کرکی نفرتی اوتی بوتی خپروی چي د سړی د بدن ویشتان ورته ودریژي. د طالبانو غریبه او بی وزله ډله چي کله ځای ځایګی پیدا نکړي نو بیا د پښتنو ولسي ژوند ته مخه کړي، ځکه دا ملایان پوهیژی چي څنګه د خلکو هغه د مذهب تار راکش کړي او خپله غوړه شورا د هغوی له رګونو راوکاژي.

د اندړو تاریخ په کتابونو کی زرین ثبت دی، هرکله یی نامتو میړنو شه غزاګانی کړي او د پشتنو توره یی هر یرغلګر ته شودلی ده، اوسنی امریکا ضد جهاد کی د اندړو ونډه د ستایلو وړ ده. دی جهاد کي د اندړو جهادي خوځښت شه د کار ګوزارونه کړي، یرغلګر یي په ګونډو کړي او په نړیواله میډیا یي  د ملایانو اسلامي تحریک شه ځلولی، ددی نامتو اتلانو څخه د غزني د استاد محمد حنیف او مولوي رحمت الله اندړ هغه تاریخي او نامتو اندړي څیری دي چي د امریکني جهاد پر وړاندی زرین پیښلیک لري. دوی په کلونو کلونو د امریکني یرغل خلاف وسله واله مبارزه وکړه، ښی لاسته راوړنی یی لری دي، یواځينی موخه به ی د امریکنیانو سرونه غوسول وه، همدا عالمان د طالبانو په نامه تحریک غړي هم پیژندل کیده چي هره ننګه او غیرتي کارنامه به یي د تیر په څیر د ملاګوټو د تحریک ویاندانو ډاکټر حنیف (الله دی وبخشي د ملاګوټو یو وخت ویاند، چی بیا یی د آی ایس آی په اشاره د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کي شهید کړ) او بیا ذبیح لله مجاهد او غزنوي له خوا په خپله تله کي تلل کیده او کریدیټ به یی دوی اخیسته. همدی مولوي رحمت الله به په نیمه شپه ملاګوټو ته جوماتونو او دیرو ته ډوډۍ ګانی ور ویستلی، شنی چایونه به یی پری څښل، میلمستیاوی به یی ورکولی، خو چي اوس یی د ښوونخیو پر خلاف همدا ملاګوټي دریدلي نو د نوموړو دینی عالمانو له خوا یی مخالفت شوی، چی ددی مخالفت په پایله کی د یهودي پلان عملي کوونکو وزیری او پنجابي طالبانو د نوموړي رحمت الله حاجي مولوي صاحب کور، ارګا او بارګا سمه هماغسی سوځولی لکه څنګه چي یهودي او ناپاک پوځیان د قبایلو کورونه سوځوي. په دی کور سوځونه کي ملاګانو او طالبګوټو د قرآن کریم سلګونه نسخی سوځولی، سلګونه تفسیرونه د قرآن، د حدیثو معتبر صحاح سته او نور په سلګونه دینی کتابونه یی شهیدان او د اور خوراک کړي. دا ولی وه د ظالم زامنو ستاسو جګړه له امریکی سره، که د خدای له کتاب سره هم ده؟

په اخر کي دا لنډی جملی لیکم چي د خدای لپاره یا خو خپله لاره سمه خلکو ته شایي او یا به مو خدای وهي. هغه به مو هم د اندړو په څیر د پشتنو په توره وهي. تاسو خپل محسن او خپل دوشمن نه پیژنی. همدا پشتانه دي چي ستاسو ملا تړي مګر تاسو د خپل ملاتړو پر ضد داسی ناوړه اعمال ترسره کوي چي د اسلامی خو پریژده له انسانیته هم پورته عملونه دي. د یوی تورسری سوځول یو حیوانی او یهودي عمل دی. دا کارونه چي یو ژوندی انسان وسوځوي د هندو مذهبو کار دی. په پاکستانی میدیا کي ددی کارنامو ډیری بیلګی شته چي بدبختانه اوس زموژ د دین مصادرو هم دی کارته لاس اچولی. د خدای لپاره ځان وبیژنی دا پاکستانی تش په نامه طالبان تاسو بدناموی او د اسلام رنګه درباندی بدناموي.

Door Guest