که سپوږمۍ نه یې کمه نه یې

دمینې رنګ دی تیاره زړه رڼا کوینه

پرون دی غږ دراتګ راغی

په اوریدو مې ویده زړه غورځی وهینه

خوب ته مې راغلي نیمه شپه کښې

دخیال په غیږ کښې مې نیولې ویښ دی کړمه

رب دی په پټه ګیر کښې راکړه

که ته په ډار شی زه به تا ښه نازومه

لیدلی خوب مې تعبیر نشو

له وسوسونه به اډوکي سکاره شینه

یوری بیا خوب ته مې راشه

ملا اذان دی نژدی شوی ویښ به شمه

میني دی زما پښي زولني کړي

سترګي قاضي، زړه دی دکشف کارونه کړینه

راشه څې دواړه سره کینو

جرګه دمینې په موسکا زړه ته وروړونه

کیسه دمیني لوی کتاب دی

دکتابتون په څلورم پوړ کښې یې ساتینه

طالب پی پروت دی غلی یې لولی

لمړی کړی ګوته ښه لمده پاڼي شمرینه

مسکو ۱۶.۷ . ۲۰۱۲

Door Guest