په نکریځو ستا لاسونه

په جبین دی شنه خالونه

مشدئ په اوچلی بریښي

سترګوجوړکړل کتارونه

څوک ملنګ ستا دیدن دی

بل الله ته کړي سوالونه

یود درو ښځوخاوند دی

تا ته یې ایښي دي دامونه

ځینی نیت لری دمینی

مجاز نه بولی ښارونه

بل دښار په مینه خوښ دی

نازک زړه دی کړي نازونه

یود ښې پیغلي هوس کړي

ډاروي یې بیا قرضونه

دود دکلیو،ملا کړي ماتي

ژوند ته یې پریښي ډیرخنډونه

مینه،مینه سري سکروټي

ترینه سوځي تنکي زړونه

هم ملا د کلی وایې

سري سپرغئ دي سره اورونه

دغه څه څې اوس تیریږي

کلی کور کښې رواجونه

لږڅه خپل لږهم پردي شول

ترینه جوړمو کړل خنډونه

Door Guest