اداری فساد د افغاني ټولنې په منځ کي ورځ په ورځ پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه بلا اخته دی.ترټولوعجبه خولا داده چه دولتي چارواکي او په سر کي دافغانستان اولسمشرد فساد ناري وهی چه باید دغه ناوړه پدیده ژر ترژه ورکه شي. داداری فساد اداره هم دا وایی ، قاضيان او څارنوالان هم ورته ناری وهی ، والی، وزیر، وکیلان اومونږتاسي هم دا وایو چه فساد، رشوت اودرغلي باید ډیرژرورکه شي.

اوس هم په افغانستان کي په فساد ککړاړونده چارواکي تر ټولو مخکي په محلی رسنیو تلویزیون اوراډیوګانوکي همدغه ناری وهي چه د فساد مبارزه باید جدی بڼه غوره کړي.

(وايی یوه ماهر سړۍ پخپل ښارکي دشپي له طرفه دمغازوڅخه او دورځې لخواه دکورو څخه ډیرغلاوی کولي کوم وخت چه د محل خلک ددغه غله د غلاوو څخه ډیر پتنګ راغلل نو دوي سره را ټول او جرګه شول چه پاڅون وکړي اوداغل پیدا کړي. نودغه غله هم په دي پاڅون کي ګډون وکړي او ترټولومخکي همدغه غله ګرمی اوتودی ناری یی وهلي چه داغل باید پیداشي او په سخته جزادي محکوم شي] .

 داداری فساد اداره وایی چه په فساد اخته ککړو لوړپوړو چارواکود سلګونو دوسیو قضیي یی لوی څارنوالی ته استولي دي چه باید ډیر ژرڅیړیني اوپلټني پری پیل کړی. ولي څارنوالي بیا وایی چه مونږ ته تراوسه پوری دغه دوسیی نه دي رارسیدلي. دافغانستان څخه په میلیاردونه ډالربهرته ولیږدول شول اویا دننه په هیوادکي حیف اومیل نوش شول ولي تراوسه پوری هیڅوک ونه نیول شوه او نه هم دکوم غټ چارواکي دوسیه ترمحکمي پوری رسیدلي ده.ددي علت دادي چه څوک څوک محاکمه کړی؟.

ددي ناوړي مریضي او کرغیړن عمل د حل لاري چاري شته. ولي هیڅوک عمل نه پری کوي.که چیری زمونږپه خپل اسلامی هیواد افغانستان کي چه ټول خلک یی شکرمسلمانان دي او د شرعی قانون پر ستنوباندی ولاړدی ،نو بیا ولی دا انګیزه دومره پر مخ ولاړه چه ددریدو توان  یی د هیچا سره نشته .دا وطن په دیرش کلني جګړوکي داسی ځپلی شوی دی چه تر یوه میلیونه زیات یی وګړو یی خپل ژوند او کورنۍ له لاسه ور کړی دي او په سلوکی  ۸۰٪ سلنه دمرګ او ژوند په منځ کي شپی او ورځی تیروي او اته ملیونه وګړي یی د جګړواو ناکراریو له امله مهاجردی او په بهرکی دي.نوبیا ولي زمونږ دغه دپلاراونیکه تاریخي ټاتوبي نن تر بل هر وخت خواراوفقیردی.

ځیني خلک نیوکي اوړاندیزونه لری چه مونږ لیکوالان یواځي د فساد اودرغلي ګرمی خبری کوومګرد حل لاره یی نلرو چه څرنګه دا کرغیړنه  ناولي کراسته د افغانستان ددولتی اداروڅخه راټوله شي او دیوی پاکي اسلامی اوانسانی ټولني لپاره دخلکو دخدمتګاراوزړه سوانده چارواکي او مامورین په دولتی اداروکي په دندو وګومارل شي.

ددی ناوړي اوکرغیړني مریضي ددرملني لپاره لاري او چاري شته  او هغه و هر چاته معلومي او څرګندي دي. زه یو څو ښکاره اوبرنډه نسخي وړاندی کوم چه زما په نظرددغه کرغیړن مرض دخلاصون اووتلوچارو ته دحل لارپیدا کوي اوهغه داده:

 وړاندیزونه!

۱: لمړۍ باید اولسمشر نه یواځې په خوله ډیری خبری وګړي بلکه په جدی اوعملي توګه قانوني ګام هم ور سره واخلی او عملی کړنه  پیل کړی. اولسمشرباید د خپل قانوني واک څخه ګټه واخلي اوهرهغه چارواکي چه په دغه تورعمل تورن او ککړوي جزا ور کړی او د خپلو مربوطو ادارو لخواه هراړخیزه څیړه نیز، عملي او جدي ګامونه پورته کړی.که چيری کوم چارواکي پړ، متهم اوملامت وګڼل شي، نو پرته له دي چه هغه څوک دی او په کوم ګوند او ډلي پوري اړه لری دقانون منګولو ته دی وسپارل شي.او دخپل عمل جزا دی د هیوادجزایئ قانون له مخي وویني ترڅونورچارواکي دنوموړی تورن ددغه عمل څخه  دپند اوعبرت درس واخلي.

۲: دپولیس جنایئ اداره، څارنوالي او محکمه باید په ګډه سره ددغي ناوړۍ پدیدی دله منځه وړلولپاره وجدانی،اخلاقی ، قانوني اوعملي طرحي اووړاندیزونه د متقابلی همکاری او ملاتړ تیا پر بنسټ داسي سره ترتیب اومنظم کړي چه هریو په خپله اداره کي دتورن چارواکي پردوسیه  دناپیليتوب او بیغرضه مسؤل په توګه غوروکړي چه حقیقی بڼه او قانونی اړخ ولری.ددغه تورن چارواکي دوسیه باید پرته له دینه چه کومه دنده لری او هویت یی څه شي دی په پرله پسی توګه د جنایی اداری نه تر محکمی پوری  ټول قانونی مراحل بشپړکړی او په ډاګه محکمه شي.

۳: د بهرنیومرستودمیلیاردونوډالروراکړه ورکړه باید د حساب او کتاب دمصرف او خرچ داسي یوه قاعده او سلسله منځه ته راشي چه دهرډالری سنت دمصرف کچه هم افغانی اداری ته اوهم بهرني اداری ته په ډاګه شي. دبیلګۍ په توګه:

څومره ډالردکوم هیواد له خواه بسپنه وشوله او په افغانستان کی دغه مرسته پر کومو دولتي اداروباندی وویشل شوی اولاسته راوړني یی څه شی دي.دهری افغانی دمصرف اوخرچ لیستونه باید داسی ترتیب کړل شی چه لګول شوی پیسي دیوي مربوطی کمیټی لخواه په عینی توګه ولیدل شی او دلیکني اودتحریری اسنادو پربنسټ ژورغوراوڅیړنیزه  کتنه اوپلټنه پروشي ترڅو دچا حق تر پښو لاندی نشي.

۴:دمرستندویو هیوادونو مرستي باید دهغه هیواد دچارواکو لخواه قانوني مرحلي پلي کړي. ددغو مرستو دویش او تقسیم پر بسته باندی درغلګري او فسادګري څیرې دواړي خواوی ولوکه بهرنې او یا داخلې وي دسرغړونۍ په وخت کی رسوا او افشآشي ترڅو دهغوهیوادونو دخلکو دمالیي اوتکس څخه اخیستل شوی مرسته په پوره ایمانداری سره د پاک وجدان، راستکاری او قانونی طرزالعمل له لاری دضرورت پرځای او ادرس باندی په افغانستان کي د مربوطی اداری لخواه مصرف شی.که ددی مرستی په درغلي کی بهرنیان لاس ولری باید تر پوره تحقیق وروسته بر ملا او رسواشي.

۵: ددولتي ماموینو د تنخواه او معاش کچه باید لږتر لږه یو څه لوړه شي اوددوي دکښته سطحي د ژوندون دلګښت اومصرف دسمون چاری بایدتر جدی غورلاندی ونیول شي.که چیری همدغه کارعملی شي نو په اداری چاروکي به دفساد کچه هم را کښته شي.ولی که بیا هم همدغه مامورین د فساد په تور کي راښکیل شي نو قانونی چلند دي ور سره وشي.او دخپل عمل جزا دی ووینی.

۶: دفساد په وړاندي باید یوه پاکه تبلیغاتي مبارزه پکارواچول شي. درسنیو، تلویزیون ،اودراډیوله لاری داسي پروګرامونه مرتب او جوړ شي چه دپیښي حقیقی مطلب اوانځورپکښي نغښتي وی.ددغو تبلیغاتو په هکله باید مبصرین او پروګرام جوړونکی داداری فساد دستونځو لاری چاری ولټوي او دفساد ضدفساد روحیه پیاوړی کړي. دموجود فساد علتونه او عوامل تشخیص کړی. دحکومتي چارواکو سره ناستي وکړی ددینی علما اوولسي خلکو سره مصاحبی ترسره کړي  اوپه دی هکله ومعقولواو اصلاحی لوری ته داولس پا م  ورواړوي. ترڅو اولس په خبر وي.

۷: دقراردادونواوتړونونولړۍ دهری مربوطی بهرني او داخلي ادارو دکاراوعمل کړنلاره داسی پرنسیپي دسپلین ولری چه دهری پروژی دکیفیت او کمیت ټولي بیلګۍ یی پکښي څرګندي شي.یعنی د پروژی دشروع اوختم او لګښتي پانګه دمسلکی پوهانو او داجرائیوي بورد دمشرانو په مشوره ټول هغه قانونی پړاوونه سرته ورسوی چي دپوښتني او ګرویژنی په وخت کی دغه لایحه اوتړون داړتیا وړټول نورمونه تکمیل اوپوره کړی وي. او دځواب لړۍ ته تیار وی.

۸: دافغانستان د بهرنیو چارووزارت د افغانستان د ټولو سفارتونو او سیاسی قونسلګرویو د کارداجراتو دسمون چاری داداری فساد ترشعارلاندی ترکلکې پاملرني لاندی ونیول شی .دپاسپورتونودویش اوهویت په هکله هراړخیزمالومات لاسته راوړل شی، اودسفارت دلګښت اومصرف پانګه ترجدی غوراوڅیړني لاندی ونیول شي.

هم دارنګه سفارت بایدددوستوهیوادونودمرستی دټولو چارو په اړوند دهغه مربوط هیواد دمرستی دلګیدو او مصرف سندونه دمربوطو ادارو سره شریک کړي کوم چه سفارت هلته موجودیت لری. ترڅو دوي قانع شی چه مرستی یی په آفغانستان کي په شفاف او ښه تو ګه سره لګیدلی دي.

دا هغه وړاندیزونه دی چه پلی کول یی ډیر آسانه کار دی. هر څوک چه رشوت اخلي هغه د اداری څخه لیری کیږی او جیل ته استول کیږی او څوک چه  صادقانه کارکوی هغه دخلکو خدمتګار او خادم دي او په درنه ستر ګه ورته کتل کیږی.

که چیری دغه پورتني وړاندیزونه عملي بڼه پیدا نکړي او هیڅوک د خپل ناوړه عمل جزا ونه ویني نوپه  تښوخبرو باندی هیڅ شي لاسته نه راځي.اخلاقی او اداری فساد به روان وی، رشوت به اخیستل کیږی ،  په میلیاردونه ډالربه بهرته روان وی ، خلک به دلوږی اوناچاری نه مري.دکپیتالیزم اودیموکراسی تښ په نامه ټولنه به داداری فساد په زور خپل چړچۍ او میلی کوی اوافغان اولس به داسلام او مسلمانی په سپیڅلې نوم سره دزورورواو ظالمانو له لاسه ځوریږی،ترټل کیږي، وهل کیږي او سخت ځپل کیږي.

نورنو دافغان اولس دنده  ده چه ددغو ناخوالو، بدبختیو،اوبی غوریوتوان او زغم لری اوکه نه او همدارنګه په فسادکي ښکیل چارواکي نور هم خپل کرغیړن ناروا عمل ته لا نورهم ادامه ورکوی اوکه دخپل اولس دحساب اوکتاب دعدالت ومنګولو ته ځان سپاری؟

اوکه دا ټولي چاری سرته ونه رسیږي نو همهغه پخواني دغله خبره ده چه اولسمشر به هم ناری وهی چه فساد شته،فسادګر چارواکي هم دغه ناری وهی چه فساد شته، څارنوالان او قاضیان  به هم وایی چه فساد دی ،مونږ او تاسی اوټول خلک به هم دا وایو چه فساد شته.ولی دغه ډول او سُرناوی به ترکومه وخته زمونږ غوږونه را کاڼه کړي.

هیله ده چه اولسمشر دلس کلني دوری دخپل وروستني کال دواک  دمزی ستني داداری فساد پر دغه ناوړه عمل باندی داسی تطبیق کړی چه دتاریخ په اوږدوکی دخپل اولس لپاره یو تاریخي نیک نوم ولری او دغه کاردده د کوروداني په نامه یاد شي.

ګرانوافغانانو: افغانستان زمونږ اوستاسو ګډکوردی.ددي رنځیدلي هیواد نیک نامې او بد نامي هم زمونږ دي. نورنو په تاسو پوری اړه لری چه خپل ګران آزاد ، مستقل او ښکلي افغانستان غواړی اویا غواړي تل دبل او پردو طرفته خپل کچکول ونیسي او خیرات وغواړی اوهغه خیرات بیا څوک دفساد او چور په بڼه حیف او میل کړي.

د بریالیتوب په هیله

 ولی محمد «نورزی»

Door Guest