دپاکستان واکدارانو دخبریال ویب پاڼه دیوي میاشتې راهسي بنده کړی ده.دوي وایی چه خبریال دپاکستان په هکله نا سم خبر خپورکړی دی.ولي دي ټکي ته نه ګوري چه دنړۍ د مطبوعاتواونشراتودرسنیو په قانون کي داسی نشریه نشته چه هغه دی دیوه کوچنی خبرپه خپرولوسره بیله دي چه دویب پاڼی مشراومرکزي اداره یی خبره نه وی ،په خپلسربنده

اووتړل شي.یو متل دی چه وایی:

 ( دښار خوله تړل کیږی ولی دخلکو خوله نه تړل کیږی).

که چیری پاکستان دخبریال ویب پاڼه تړی نولوستونکی یی نورهم په خشم کیږی او دپاکستان دغه عمل په رغنده او کلکه توګه سره غندي.اوپرضدیی غبرګون ښیی.

 زه غواړم چي پاکستانی چارواکي د خبریال دغه لاندي کړنلاره اوتګلاره ولولي اوبیا دی په خپل ګریوان کي وګوری چه کومه تیروتنه دخبریال خبریالانو کړیده:

 خبریال ویب پاڼه یوه آزاده نا پیلې او خپلواکه ویب پاڼه ده، چه ځانګړي هدف اومقصد یی د افغانانو لپاره دافغانستان او ټولی نړۍ نه د خبرونو،راپورونو،ویدیویی تصویرونو، ځانګړومرکواوتبصروخپرول دي ،کوم چي د افغانی ملی فرهنګ، کلتور، تاریخ او اسلامی عزمت او حرمت ته په درناوی سره دافغانستان دننه او بهرد نړي له هرګوټ څخه د تازه پیښو،اوخبرونو تفصیلات راټولوی او بیا یی لوستونکوته خپروی.

 د خبریال ویب پاڼه د پښتو ژبی د ودي او پر مختګ لپاره نه ستړیدونکي هڅي کړی دي. دا ویب پاڼه دخوږی افغانی میني پربنیاد او بنسټ د خپلو پاکواوسپیڅلواحساساتوپه مټ د ځوانو تنکیو ځوانانو لخواه داسلامی او افغانی کلتورترعنوان لاندی پر مخ روانه ده.

 د خبریال ویب پاڼه دټولو ناوړوژبنیو ، قومی تاوتریخوالي مذهب ، تربګنيواو تعصباتو پر ضذ کلکله مبارزه کوی. ددي ویب پاڼی ډیر پلویان  لوستونکي اولیدونکي یی

په زیاته پیمانه په داخل اوخاج کي شته اود خبریال د تازه او بکری خبرونو په آسانتیاوو سره ځانونه  دګران هیواد او نړۍ د پیښو څخه خبروی.

 د پاکستان دوه مخي سیاست دافغانستان دخلکو په دیرش کلني تاوتریخوالي کي د ښه ګاونډۍ او دوست هیواد په بڼه  تراو سه پوری خپل اصلیت نه دی ثابت کړی.

پاکستان د خبریال ویب پاڼی دغه روښانه ډیوه هم نشي زغملای دا ځکه چه د پاکستان فوځیان او استغفاراتی ډله دپښتو ژبي او پښتون قوم سره حساسیت او دښمني لری.

یوه آزاده ویب پاڼه چه یواځي دخپلو خلکوپه چوپړکي د خبرونو او راپورونو له لاری د خپل اولس دخدمت جوګه ده، نو بیا دغه خدا ناترسه پاکستانی جنرالان ددي ویب پاڼی دنشریدلواوخپرولولاری بندوی او هغه ددوي په ژبه سرغړونه یی بولي.

 زه دیوه افغان ژورنالیست په توګه دخبر یال ویب بندول د رسنیو اومطبوعاتی قوانینو پر خلاف یو ناوړی عمل ګڼم او دا کارپه کلکه  غندم.

دملګروملتو نواو دنړۍدازادوخپلواکو مطبوعاتی مرکزونو څخه هیله کوم چه د پاکستان دولت ته هدایت وکړی ترڅو دخبریال د ویب پاڼی له بندیزنه لاس واخلي او پریږدی چه دا ویب پاڼه په پاکستان او افغانستان کي ډټولو افغانانواوپاکستانیانو پښتنو لپاره دلیدلووړوي.

ولی محمد « نورزی» افغان ژورنالسیت هالند

Door Guest