نن مي داولس مشرحکم د یوه کمیسون دجوړښت په اړه په رسنیو کي ولوست چه د شهید ربانی د لمړۍ تلین دویاړ اوونۍ باید په خاصو مراسمو سره ولمانځل شي.

ددي تلین ددرنښت په هکله یوه یوولس(۱۱ ) کسیزه  ډله لوړ پوړی چارواکي وټاکل شول چه د ربانی صاحب دتلین د اوونۍ ټولی چاري پرمخ بوزی او د اوو ورځو لپاره به دتلین دلمانځني پروګرامونه ترتیب اوجوړکړی.

ترټولوپه زړه پوری خو داده چه ښاغلي فاروق وردک دپوهنی وزیر ددي کمیسون د رئیس په توګه وګمارل شو.ښاغلی وردک ته په دي لاره کي ستربریالیتوبونه غواړم. دافغا نستان دجهاد له وخته  بیا تر ننه پوری په زرګونو مجاهدنو،ولسپالوخلکو دجهاد په مقدسه لارکي خپل سرونه قرباني کړل. ولي هیچاه دهغوي نوم یاد نکړاونه هم کوم چارواکي دهغوي دکورنۍ اوبچانو پو ښتنه وکړه چه دوي څرنګه دي اوڅه دردونه لري.

دافغانستان دپوهنی وزیرښاغلي فاروق وردګ څخه یوڅو دوستانه پو ښتني:

ګران وزیرصاحب ټول اولس ته ریښتیا ووایاست او هغه داچه:  تاسو د خپل وزارت په موده کي دهلمند، کندهار، کنړ، ننګرهار، پکتیا،زابل،فراه، نیمروز، بادغیس، غور، بامیان، روزګان،اوغور دتعلیمي مؤسسو او ښوونځیو د شاګردانواو ښوونکو دناستي ځایونه لیدلي دي اوکه نه ،آیاتاسو خبریاست چه هغه مکتبونه دناستي ځای، میز،چوکي قلم ،کتابچه، کاغذ، کتابونه، درسي وسایل ،مسلکي پرسونل اوښوونکي لري او که یي نلری،تاسو خبریاست چي زیاتره زده کونکي یی دشنه اسمان لاندی سره لمرته ناست اودرس وایي.ددوي دحاله څخه ته خبريي او ددوي ستونځو ته دحل لاره لری. او که یواځی ستاسو ددفتردمیزپرکاغذ باندی دسلګونوښوونځیوجوړول، دسلګونوښوونکوروزل او دسلګونوامریکایي ډالرومصرفول دراپور پلان پروت دي.

 ددغو یادوولایتونوښوونځي ښوونکي نلري او ځیني چه لری ډیر لږمعاش اخلي او هغه هم کله کله پرخپل وخت دوي ته نه رارسیږی.ایا تاسو ددغو پورتنیو ولایتونو ددرسي،مالي او تشکیلاتي چارو څخه په خپله دنږدی لیدنه او کتنه کړیده؟. تاسو دپوهنی وزیر په توګه یو کله په موټر کي نه ،چه مړ به شي ولي په طیاره کي ددغو لیری پرتو ولایتونو ددرسي چارو لړۍ څخه پوره مالومات اخیستئ دئ او په خپله  دهغه ولایت کوم مکتب ته  تللي یاست اوددوي ستونځو ته مي غوږ نیولی دئ.فکرکوم چه تاسو يواځي دکابل پرشاوخواه راګرځي او دوزارت پرچوکي ناست دکرزی دکابیني تشریفاتي وزیر یاست.اوپه خبروکي بیا دپوهنی وزارت ټول کارونه سم دي.

دا هغه ستونځې دي چه مونږ یی دافغانې تلویزیونونوپه پرده کی ګورو او ټول اولس یي دهنداری په شان ویني او په سترګویی ګوری. ولي تاسو بیا به د خپلوتوروعینکو په دور بین کي یواځی کابل ، مزار ،هرات، پروان او پنجشیر ګوری. دیوه پښتون افغان په توګه تاسو دپورتینو ستونځوڅخه کومه ځانګړۍ ستونځه تراوسه پوري سرته رسولې ده.ستاسو څخه به اولس کومه تمه ولري اوستاسو وجدان به تا سوخپله کله اوڅه وخت ملا مت کړي.ولي دربانی صاحب دتلین داوونی ریاست ته  بیاهم وخت لری او هم پیسي لری چه ویی لمانځي دکمیسون ریاست بیا دځان افتخار ګڼي. دادی ستاسو وجدان او ستاسوعدالت.

پریږده چه یووخت به دتاریخ په اوږدوکي دخپلو کړووړو په ازموینه کي دخلکوعلنې محکمي ته معرفي شي او که دا ونه شی نو بیا  به د لوي پروردګارعدالت ته ځان ټینګ کړی چه تا دخپل وزارت په ماموریت کي دچا حق خوړلی دي او دقسم  خوړلوکومي وعدي دي سرته رسولي دي.

یو متل دی چه وایی: (چه څه کری هغه به ریبي)ددي متل وعملی کیدو ځان عیار کړه.

که چیری د ربانی صاحب نوم یادوو نو ټول افغان اولس دهغه په هکله پوره او مکمل مالومات لری. ربانی صاحب خپلي لوړی زده کړی د مصر الازهر په پوهنتون کي تر سره کړی دي. او دکابل په پوهنتون کی یی داستاد په توګه هم دنده درلوده.

وروسته دمصر داخوان المسلمین دسخت دریزي ډلي ملاتړي او لاریونکي شو چي دګلب الدین حکمتیار، رسول سیاف او مولوی خالص سره یی په ګډه اسلامي حزب جوړکړی.

دوخت په تیریدو سره ربانی، حکمتیار، سیاف او خالص هریوه بیل بیل اسلامی ګوندونه پرانیستله. دوي د ظاهرشاه په وخت کی داخوان المسلمین په نامه په کابل کی مظاهری کولي اود سردارداؤدخان په وخت کي په پنجشیر اونورو ولایتونوکي یی وسله والي حملي وکړي چي دداؤد خان لخواه سخت وځپول شول او بیا پاکستان ته  په تیښته ولاړل. دثورکودتاه او دروسانو راتګ دوي ته دلنګي خواه په شان یو ښه زیری وو. داسلامي او غربی هیوادونو په ملاتړ په پاکستان کي دروسانو پر ضد دجهاد په نامه سره راټول شول. د پاکستانی جنرالانو په لارښوونه دامریکي په ډالرو او دسعودی په ریالونوسره دجهاد په نامه دروسانو پرضد دکارمل او داکترنجیب ددولت په مقابل کي چه دروسانو دملاتړ څخه برخمن وو ودریدل. دجهاد په دغه لسوکلنوکي دوي ونکړای شول چي دنجیب دولت سقوط کړی که څه هم په ورستیو کلنوکي روسان د افغانستان څخه وتلي وو.ولي دجلال اباد جنګ دوي ته یو لوی ازمون وو، او ټوله بګیل پاکستان ته ولاړل.

کوم وخت چه داکترنجیب په خپله سولي ته حاضرشو او دملل متحد استازی بینان سیوان دنده ترلاسه کړه چه ددواړو خواوو د موافقي په صورت کي به یو نوی هراړخیزه دولت چه دټولوګوندونواستازی به پکښي ګډون ولری منځ ته راشي.

ولي مونږ ټولوافغانانو ولیدل چي د بینان سیوان پلان  څنګه ناکامه شو اودمجاهینو مشرانو پخپل سر دکابل ښارونیوي او بیا یی هغه چوراو چپاول کړی. کور په کورجګړه پیل شوه.هزارګان او ازبکان د تاجکانو په مقابل کي او پښتانه کله دتاجکا نو سره اوکله دهزا ره ګانو سره په دغه ناوړه جګړه کي سره را ښکیل شول.ددي جګړۍ اوردکابل ښکلي ښار خراب او ویجاړکړی اود ( ۶۶) شپږشپیته زره  څخه زیاتوکسانو خپل خوږژوند له لاسه ورکړي. مجددي ددومیاشتو لپاره د افغانستان مؤ قتی اولسمشرشو او دهغه نه وروسته بیا ربانی صاحب  څلورومیاشتو لپاره دافغانستان اولس مشروټاکل شو.

ولي  دربانی دغه څلور میاشتي په شپږو کلنو واوښتي او د افغانستان په ټول تاریخ کي دغه شپږ کاله خونړي او ناامنه جګړه ددوي په خپلو منځو کي روانه وه. دي جګړي د افغانستان دکلنوکلنوروزلشوی اردواوفوځي شتمني له منځه یووړه، جنګی فنی اومسلکي افسران مړه، معیوب او یاهم دکاره څخه لیری او پرکورکښینستل.

 دطالبانو په راتګ سره ربانی او د جمعیت لوی قوماندن احمد شاه مسعود کابل پریښودي او دبدخشان پرلار دتاجکستان هیوادته وتښتیدل.په تاجکستان کي ددوي ملا تړ ته دروسی جمهوررئیس ولادیمیر پوتین راغلي او دربانی سره دهرډول کمک او مرستی ته یی ځګر وټاکوي.دروسي په مرسته دافغانستان ټولی پیسي په وړیا ډول سره چاپیدلي او دافغانیو ارزشت د خارجی پیسو په مقابل کي بیخی کمروزی شو. درباني حکومت له پیل نه بیا دده  ترزواله پوری دروسي دپوره اومکمل ملا تړ څخه برخمن وو.

کوم وخت چه دامریکا په مرسته د طالبانو دولت سقوط وکړی نوربانی ته بیا موقع په لاس ورغله او استازی یی د بن په کنفرانس کي برخه واخیستله چي په دي وجه د ائتلافی حکومت غړی شو. وروسته د اولسمشر کرزی لخواه ربانی صاحب دسولي د عالی شورا د رئیس په توګه وګمارل شو او ترمرګه پوری ددغي شورا رئيس پاته شو. در بانی صاحب دسولی دریاست په موده کی دطالبانو اومخالفونو په کمښت  کي هیڅ کوم تو پیر رانغلي او جګړه تر نن ورځي پوری په خرپ او شرپ سره دوام لري.  دسولی د عالي شورا دغه سمبولیکه چوکي دمیراث په ډول دربانی ځوان زوی ته وسپارل شوه او دسولی دجرګی غړي دعمر، کاری تجربی پرته د ربانی صاحب دزوی د ریاست تر سیوري لاندی کارکوي او دمخا لفونو سره مشوري او جرګي کوي.ولي نتیجه صفرده.

 دډیرافسوس ځای خو دا دي چه  نن ولي دنورو شهیدانو ورځي نه لمانځل کیږی  او یواځی دګوتی په شمار خلک چه د اصلی مجاهدنو سره يوځای په جهاد او سنګرکي سمبولیک ناست وو.او دهغو اصلي مجاهدنو نوم دورک او ګمنام په نامه سره دچا په یاد نه دي او نه هم څوک دهغوي دکورني او نامه پو ښتنه کوي.

 نن چه زمونږ پرخاوره باندی دپاکستان دګولیو راکټونه اوري ، نن چه زمونوږخلک یوه ګوله ډوډۍ نلري او دلوږۍ څخه مری ، نن چه مونږیوکمزوری اقتصاد لرو او باالاخره نن چه مونږ دهیواد ځواکمن اردو، مسلکی پولیس او روزلشوی انجنیرانو ته ضرورت لرو نوبیا ولی مونږ دغه بیځایه مصرف دیوه تلین په لمانځولو کي لګوو او دخپل هیواد تاریخ ته په سپک نظر ګورو.دي ته وایی داولس سره خواخوږی اوهمدردی .

هیله ده چه افغانی چارواکي ددي اصل په پوهیدو سره نور د بیځایو لمانځونو څخه ځان وژغوری او دخپلو خلکو په ملتیا سره دغه ویجاړه جونګړه له سره آباده او جوړه کړي.

 ولی محمد «نورزی »

Door Guest