د ۱۳۹۱ کال د سنبلې ۲۴ نېټه

——————————————————-

د جمعې ورځې په مازديګر پکتيا ولايت دولايتي شوراد رييس دکسانو لخواد پکتيا ميډيا سنټرپه دفترباندې،بريد ترسره شو،چې په ترڅ کې يې د دې مرکزدوه تنه خبريالان د ټپيان شوي دي.

په دغه بريد کې د پکتيا د ولايتي شورادرييس ښايسته جان احدي نږدې لس تنه ساتونکي اود کورنۍ غړي شامل و. په دغه ټپي شويو کسانو کې د افغان ننګ مياشتني اخباراود همدې مرکزمشر مرنيازی اودارياناراډيوتلويزيون کمره مين زمری کامران شامل دي،خو ټپونه يې سطحي ښودل شوي.

همدا ډول تېره ورځ هم د ټلیفون له لارې هم د دغه مرکز مشر ته اخطارونه ورکړل شوي، چې له دغو ثبت شويو غږونو څخه به يې يو غږيز اخطار  چې د ښايسته جان احدي د ورور لخوا ورکړل شوی، د رسنيو په واک کې هم ورکړل شي.threat of Brother of PC Chief Shayesta Jan Ahadi

دا لومړی ځل ندی چې دغه مرکز يا پکتيا ميډيا سنټر له دې ډول ناقانونه چلند سره مخ کېږي، بلکې له دې څخه وړاندې هم د همدې ولايتي شورا د رييس په غوښتنه د افغان ننګ مياشتني اخبار سره يو ځای د څه مودې لپاره تړل شوی و.

که څه هم تر دې دمه معلومه نده چې ولې دغه مرکز تر بريد لاندې راغی، خو د پکتيا ميډيا سنټر په همکاري د خپرېدونکي اخبار افغان ننګ لخوا په تېر کې خپاره شوي مطالب شايد هغه څه وي چې، له امله يې دغه مرکز تر بريد لاندې راغی.

بلخوا پکتيا ميډيا سنټر له څو ورځو راهيسې په ګردېز کې د دولتي ځمکو د ناروښانه وېش په غبرګون کې د ولسي خلکو لخوا د پلان شويو مظاهرو په اړه خبري رسنيو ته معلومات ورکول، خو معلومه نده چې ايا دا به هم پر پکتيا ميډيا سنټر د تر سره شوي بريد کوم لامل وي او که څنګه؟

بايد ياده شي چې له څو ورځو راهيسې په پلان کې وه چې، د پکتيا يو زيات شمېر خلک د ځايي دولتي ادارې په مقابل کې له دې امله په مظاهرو لاس پورې کړي، چې خلک د دولتی ځمکو د وېش په اړه ګڼې پوښتنې لري، خو دغه مظاهرې تېره ورځ د لومړۍ درجه دولتي احضاراتو له امله وځنډېدې.

بلخوا په مکرر ډول نن د شنبې په ورځ د همدې مرکز يو بل خبريالان فريد احمد تسکين هم د نامعلومو مخ پټو کسانو لخوا له فزيکي برخورد سره مخ شو ، چې د متوسطو ټپونو له امله د څو ساعتونو لپاره په ګردېز ملکی روغتون کې بستر و.

پکتيا ميډيا سنټر د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي په دې موضوع کې دخيل ګڼي او د خبريالانو له ټولو نړيوالو او ملي ټولنو څخه غوښتنه کوي چې د دغه ناقانونه حرکت په مقابل کې خپل غبرګون څرګند کړي.

بلخوا بيا نن د شنبې په مازديګر د ولايت شورا رييس ښايسته جان احدی د تر سره شوی عمل له امله له پکتيا ميډیا سنتر رسمي بښنه وغوښتله او دغه کار د قومی عرف او دود له مخې د ننتواتی په ډول تر سره شو، خو هغه څه چې د دې مرکز غړی او نور خبريالان يې غوښتونکی دي دا دي چې د خبريالانو د ملاتړ ټولنې او افغاني رسنۍ بايد د دغه ناوړه کار پر وړاندې خپل دريځ څرګند کړي.

د دې سره هم مهاله د دې مرکز غړي په پکتيا کې د خبريالانو  د ژوند د نه خونديتوب موضوع ډېره جدی او حساسه ګڼي او د خبريالانو د دفاع له ټولنو غواړي چې دولت دې ته مجبور کړي چې په دې سيمه کې د خبريالانو ژوند او کار ته ورپېښ ګواښونه درک او له منځه يوسي.

په درنښت

د پکتيا ميډيا سنټر اداره

د لا زياتو معلوماتو لپاره په دې شمېرو اړيکې ونيسئ: 0795101707  – 0706683680

Door Guest