۱۶ــ ۰۹ ــ ۲۰۱۲

بســــــــــــــمل

له هرڅه لمړی هیله من یم چې زما په تندو کلماتودځینولوستونکو خاطردروندنه شي .

ماچې پخوا څه لیکلي یایې اوس لیکم په چا مې نیوه کې کړې یا یې کوم دا دکوم  شخصي غرض له سببه نه دي او نه دکوم سیاسي جریان غړی یم،چې دکوم سیاسي رقیب په وړاندې ودرېږم .

زماهم لکه  دنوروهېواددوستوافغانانوپه  ډول  په ګران افغانسـتان  زړه بدیږي  دهېوادنن اوسبا ته  ډېر ځورېږم . زموږ تاریخي هېوادپه داسې حال کې ترتورونقشو لاندې  راغلی،چې نه خودترهګروځاله وه اونه خودغې ناولې پدیدې  په  افغانانو پورې  تړاودرلود.

خواوس وېرېږم، چې کوڅه  په کوڅه به ترهه  خپلې تورې وزرې خپرې کړي .

داهم زیاتول  غواړم،که  حالات  دنن غوندې  پرمخ  روان  وي نوسیمه یز څه، چې ستر نړیوال ناورینونه به  رامینځ  ته شي .

دمګړۍ به  دانوره نړۍ اخوا ور پرېږدو  رابه  شو په کوردننه ناورین  ته، چې زموږ دیوشمېر بې مسؤلیتو، په ځان میینو،خوش باورو، متعصبوقام  پرستو،مادیت  پرستو، سیاسي، پوځي  اومذهبي مشرانوله  لاسه  رامینځ  ته  شو.

له  پورتنیو ذکرشویو  ښاغلوڅخه یوشمېر، چې په  ماضي  پورې تړاولري دګردون څپو لاهو کړل څوک په مرمیو غلبېل غلبېل شول ، څوک غرغره شول  اوځنې په بمونو والوزول  شول  مانا داد درۍ څلورولسیزو مهم سیاسي، پوځي اومذهبي مشران یوهم  پخپل مرګ نه  دی  رخصت شوی .

هغوی  خوولاړل  چې لاړل  خو دا اوسنیو ښاغلو د هغوله بدمرغیوڅخه  نه یوازې  عبرت  وانه  خیست، بلکې کټ مټ  رول  یې ادا او د هغوی  له  دورو څخه  دلا بدتر دور اوناورین باعث  وګرځېدل .

عجیبه او د خنداوړخولا داده، چې ننني  ښاغلي  ځان اوهېوادخپلواک بولي  داسلامي جمهوریت  روستاړ هم  تر  ورنو  تاووي  خوپه حقیقت کې  دهېوادځمکنی اوفضأيي کنترول  داجنبیانو اوغیرمسلمانوپه ولکه کې دی .

تاسې وګورئ !

دادی  یوولس کاله کيږي ، چې په کلیو اوبانډوظالمانه بمورۍ  جریان لري  دطالب، القاعده اوشکمنوپه نوم یې د بېګناهو پښتنو قتل عام  روان کړی خو نه  په کور دننه  چا دحق غږ پورته کړ او نه  دنړۍ په کچه  دبشري  حقونو ټېکه  داران  راولاړشول  چې ورته ووايي  دا تاسې وژنئ څوک ؟

 دا شکمن څوک دي ، چې بې پوښتنې یې وژنئ؟

 آیا دشکمن ګرفتاري مهمه ده که وژل ؟

دپورتنيو ټول  وژنو ترڅنګ  نړیوالوجابرانو ددوست  په نوم  دخپلوموخولپاره موږ ته لمبې  راوړې  زموږ  هېواد یې  د نړیوالوڅارګرو ادارو د جګړې  ډګر وګرځاوه.

لس کاله  یې داوسامه نغاره وغربوله  هغه  چې  وروشکېده نورڅه  نه  و ور پاته  اوس یې دحقاني  ډهل ددې لپاره غاړې  ته واچاو، چې د پښتون قام  دټول  وژنې لړۍ نوره هم  پسې وغځوي  دا خبر مې دسږکال سپتمبر  په اتمه نېټه  د آزادي  رادیو له  څپو څخه  هم دخلګو غوږونو ته  رسولی دی .

ترڅو چې دحقاني  ډهل ورسوری کیږي  تر هغوبه یوبل شاګرد وزېږوي بیابه نو دبل ډول  ډهلونو اوثرناګانو تابیا کوي .

لکه  څه موده مخکې مې چې  د پیام افغان  له  تلویزیون  او آزادي  رادیوڅخه  وېلي  و په نننۍ لیکنه کې هم زموږ  د وروڼو قومونو پام  هغه  مهم  څـه ته  راړوم ، چې  پښتون  خوداڅولسیزې  ځان  سکاټونو، اوراګانو، مګ ۲۱ ، ټ ۵۲ ، اپاچي  څرخکواونوروبلاووته  ټینګ کړ خوکه په تاسې چاپورتنۍ وسلې  درواړولې دنړۍ په  مخ  به مو بیا څوک ونه ویني .

له  همدې کبله یوځل بیا په ملي یووالي  ټینګارکوم ځکه، چې  د افغان ملت  اوګران  افغانســـتان  د خلاصون لار یوازې ملي يووالی دی اوبس .

دا چې نن  راغلونابللو دسیمې د زورورو لخوا خپلو موخو ته  د رسېدو په مخ کې خنډونه  ولیدل  اوس  ځان  ته د خټې پوزه جوړوي  اوخپلې  پښې سپکوي  خو داسې په ساده ګي هم نه وځي .

زه  فکرکوم د(آلف) پلان  یې بېسوره شواوس  د(ب)او(ث)په پلانونوکارکوي اوله افغان ولس څخه خپل غچ  په داسې  ډول اخلي،چې کور په کوراوکوڅه  په کوڅه لکه  پاس  مې چې اشاره ورته کړې جګړه(ترهه)  خپره کړي .

افغان  به په  افغان  ووژني نوربه  هم زموږ ولس  زهیراوکمزوری کړي  کله، چې موقع  ورته برابره شي بیا به بیا په کومه بله  پلمه یرغل  راوړي  او وبه  وايي ، چې (موږ تاسې هیڅکله هم  یوازې نه پرېږدو!؟).

واوا څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسې شیون هسې .وژل هسې شیون هسې .

خودابه  څه  په ځنډ وي  ترهغو به  ننني  پېزوانیان  هم  رخصت  شوي  او ترخاورولاندې به  دامن په فضأ کې اوږده اوږده غځېدلي وي .

اوس خوپه خواره کیانوشپه  او ورځ  یوه  ده له وېرې خوب  نه لري  دورځې هم  چې کله  یې  د دفترونولپاسه کومه څرخکه الوتنه کوي  دوی لکه  دسرکس . . . تر مېزونو لاندې  په سجدوشي .

خوکله، چې دکابل  په زخمي زخمي  ټټر دطالبانویا حقاني شبکې په نوم  له  پخواڅخه  پلان  شوې  حملې پیل  او درزهاریې  یوڅه  لوړشــي  بیانوولسمشر؟؟ دڅرخکو په مرسته دبګرام  اډې  ته  دسترګو په  رپ کې  رسول کیږي  داسې نه، چې داپه هګیو ناسته . . . ضایع او د دوی  دکلونو کلونو پانګونه  اوبه وېسي .

په  پورتنیو جملوکې څه  رازونه  شته، چې  پوه لوستونکي  یې  خلاصولای  شي مثلأ د طالبانو او حقاني  شبکې په نوم حملې  دچالخوا اوڅه لپاره؟

په  هګیو دناستې  چرګې  رسول بګرام ته دچا له وېرې ؟

منظور دشمالي ټلوالې سبوتاژیان دي .

زه دیو افغان په حیث تاثف کوم، چې نننیوښاغلودیوڅو ډالرواو څو ورځومستیو لپاره  په لوی لاس  دخپل ګران  هېواد واک  کاملأپردیوته وسپاره .

پخپل ملک کې یې پردیوزندانونه جوړ کړي  او اوس چنې سره پرې وهي.

 نن  دوی  پخپل پلرني هېوادکې  په سره تبۍ ناست  دي  آزادتګ  اوراتګ نه  شي کولای،سهارماښام  جای بندي او اورمېږونه یې ښۍ او کیڼې خوا ته له پلن والي څخه نه اوړي .

 ځینې یې د رواني ناروغیو ترڅنګ  دشکرې، زړه، اعصابواوپه  نورو ډول  ډول  دردوونکوناروغیومبتلا شوي  چې ګوندې خدای (ج) مو ژر ترې بېغمه کړي .

دوی ملي ګټواودملت کړاونو ته یوه  زره هم  پام ونه کړ یوازې دخپلو کڅوړوپه  ډکولولګیاه شول اوس همداسې ښه  دي  حال یې له  دې  څخه  هم بدتر کړې .

اوس  دې  دوی  د پردیوتر امر لاندې له  پېزوانوسره کړیږي  ځکه  چې  داپېزوانونه یې دهېـواد په لوړه بیه نصیب  شوي دي .

داخو دوی وو، چې اورمېږونه  یې  د مکارو اجنبیانواو تاریخي غلیمانو پښوته  ور کوزکړل  او په  مقابل کې یې یوازې  دذلت  پېزوانونه  ترسپږموتېر شول .

ډېروړاندې نه ځم که موږ په ځیرسره یوازې  داتېرې لسیزې ته کتنه وکړو نووبه وینو، چې دافغان هویت، دافغان تاریخ ، دافغان سرلوړي ، دافغان معنویت او مادیت  ته نه پوره کېدونکي زیانونه ورسېدل .

یاد زیانونه  دداسې لنډه غرو له لاسه  راورسېدل، چې هم یې خپل قوم وشرماوه، هم یې  دافغانستان  رنګ  بدکړ او هم یې دبشریت  په لمن تور اوکرغېړن  داغونه کښېښودل .

دافسوس ځای  دادی، چې دپورتنیوسادستانو، ترهګرواوسبوتاژماهرینوترمخ  زموږ دباتور او درانه (پښتون) قام له یوې  درنې قبیلې څخه حامد کرزی  ودرول شو.

هغه نږدې  درۍ  دورې  په مکر، خندا او تمساهي اوښکوتویولو دولسمشر ترنوم  لاندې خپل عمر وغځاوه.

هو!

ولسمشر؟؟

کوم ولسمشر؟

زه فکر کوم دابه له ولس سره لویه جفا وي ، چې نورحامدکرزي ته ولسمشر ووایوبهتره به وي سر له ننه یې (ولس شرم ) یافسادمشر وبولو دا به  هم  د(کرز ) درنو ولسونو ته سپکه وي ، چې  حامد ته څوک کرزی ووايي .

حامد نور دپښتون ټبر استازیتوب نه شي کولای .

حامد د روانې  افغان غمېزې باعث او دپښتنو لوی قاتل دی .

دګوډ تېمورله  زمانې څخه  ترننه  دپښتنوپه زرګونه کله  منارونه ولیدل شول  خودحامدددور پښتون  وژنې  ته نه جبرانېدونکې نسل  وژنه (ژنوساید) وېیلی شواوبس .

په یاده ټول وژنه کې  د پردي پال حامد ترڅنګ ورسره ناست  پښتانه  پېزوانیان  هم دخیل دي .

دحامددلنډمهالې، لمړۍ ګډې وډې، دوهمې  شړېدلې  اوبوینې دورې نهایي ارزونو دې نتېجې ته ورسولم،چې  نه خو دی ددې  وړتیالري ، چې څوک څه  پرې ولیکي او نه یې دا مافیايي جوړښتونه  په  څه ارزي .

له  همدې کبله  مې څه موده لیکنې ونه کړې  خودحامدداورستیومصلحت بازيو، له افغانیت  او نارینتوب  څخه لرې  شرموونکو نومانديو ، چې ولس  یې سخت  توهین کړ، دې  ته  اړیستم  څویوځل بیاقلم  پسې  راپورته کړم .

حامددخپلې وروستۍ کرغېړنۍ دورې  دپایښت لپاره  یوځل  بیا دمصلحت  ترچتر لاندې  یوڅوخورابدنامې او محکومې څېرې  حکومتي لوړواومهمومقامونوته ونومولې  اوله  شرم څخه محروم  پرديپال پارلمان هم ومنلې.

شخصأزما په نظر مسئله  په یوڅویا ټولې کابینې  پورې تړاو نه لري ، بلکې  دااوسني  په  افت ککړ او شرمیدلي  جوړښتونه  په مجموع کې  دمحکومېدو او نړېدو وړځکه دي، چې مافیايي پروګرامونه پرمخ وړي .

 زمالپاره  د دولتي دستګاه په نوم زموږ په  ځورېدلي هېوادکې څه نه دي  پاته څوک چې ددولتي ارګانونوپه  نوم لافې شافې وهي دادداړه مارانو، قاتلانو، سادستانواو څیرونکو . . . قطارونه  دي  چې د حامد ترچپن لاندې پټ او په بې  رحمي سره ولس ، د ولس وقار، د ولس مادي او معنوي  شتمني زیانمنوي .

حامد نه ولسمشر و، نه  دی اونه به  شي  هغه یوازې  ولس  شرم  یافسادمشر  بللای  شو اوس  باید ولس  پخپله له خپل پاک ګرېوان  څخه  دا شرموونکی توکی اخوا کړي .

پخپله  زه نه له  حامد سره  کومه شخصي دښمني لرم  او نه یې له  دار او دستې  سره.

 تر نن  ورځې چې کومې لیکنې ما کړې دي یا مې له غږیزو رسنیو څخه  آن  دخپل سر په بیه  خپل غږ جګ کړی دا هرڅه  دخپل ګران هېواد، مظلوم او بې ګناه ولس د خلاصون او روښانې سبا لپاره  و اوانشالله  وي به .

داچې نن سبا زیاتې لیکنې نه کوم  یوازینی علت یې دا دی ، چې له نېکه  مرغه ګڼ شمېر ولسپال لیکوال ملګري رامخ  ته  شوي  په کومه لار چې زه روان وم دوی  هم هغه لارخپله کړې اوپخپلودرنولیکنویې ماته  دمه  راکړې  ده خوداچې ولس شرم یافسادمشرحامدپخپل  وروستي شرموونکي تصمیم زموږ کړېدلی ولس خورازیات  توهین کړ وجدان مې ددې لیکنې سلاراکړه ځکه ،چې حامد له نارینتوب، اوسړیتوب  څخه نه یوازې وتلی بلکې ماغزه یې مطلق مینځل شوي خوداسې نه دي مینځل شوي ، چې دځانمرګو په ډول داخواجنت شوق وکړي،بلکې حامد  ارګ  دځان لپارجنت ګڼلی ددې باک هم ورسره نشته، چې په سر یې دفهېم خېلو څومره منتونه وریږي .

حامدته ولس ،دولس ارزښتونه،دولس ناموس اوهر اړخیزې  ویاړنې بې ارزښته ځکه دي، چې ماغزه یې مینځل شوي ځکه خو په دې تېر عمر داسې  په چوکۍ  پورې سریښ  شوی او په دې کې چرت نه وهي ، چې د ده په وجود کې څومره وینې تویږي .

په  همدې ځای کې له  درنو ویبپاڼو چلوونکوڅخه هیله کوم، چې زمالیکنه تبصرو ته کښې نه  ږدي  که څوک زما په لیکنه نیوه که لري  مهرباني دې وکړي پخپل سوچه نوم دې څه وليکي که له  خپل مبارک تصویرسره رسنیو ته  تشریف  راوړي  شاباسی  خو لاله اوسه ورته  ډالۍ دی خوپام، چې په چادري کې په ماحمله ونه کړي ځکه چې زه  په ښځو لاس نه پورته کوم.

له حوصلې څخه مو مننه

Door Guest