دلته ژوندي وو هم زاړه اوځلمیان

دلته وو کور دژوند کولوو دځان

دافغان نوم وو بریښده له لری

داپاچاهی وه پلارپه کور کښې وخان

«»«»«»

اوس نه خانی شته نه نغری دمېنی

نه پاچاهی شته نه یې ور دخوني

یو زه یم پاتی ناڅاپي له مرګه

یومې څادر،په پښوومې نشته پڼي

«»«»«»

جګړي ګلئ راغله له کومی خوانه

کورونه وران،ژوندي شهید شوو ګرانه

نه شته پوښتنه،نه ځواب درکوي

خپل دی مزدور شي بیا ګیله له چانه

«»«»«»

زه چې ژوندی په کنډواله کښې یم ناست

دامې نصیب دی،که دبل چادی خواست؟

منطق ته ورشي ترینه وپوښتی لږ

ولی دعدل منطق نه کړي بازخواست

۲-۱۰-۲۰۱۲

Door Guest