ما پوښتنه ترینه وکړه په خندا کښې

پښتني مغروری وویل په موسکا کښې

زه جنلئ یم زمونږ قانون پښتونوالی ده

زه خبری به ونکړم په سحرا کښې

ماتول زمونږ قانون سر ورکول دي

پوخ ځواب دی ،دجرګو لویه کلا کښې

زه پې پوه شوم څې دا څومره ښه قانون دی

فیصلی کاندی په سوله او صلا ح کښې

ریباران مې دجرګي په تمه لاړل

ناامیده دی رانشی نن سبا کښې

دا قانون به قبلوم په دواړو سترګوو

که هر څومره دوي ناغه کوري په ما کښې

دسرحد دهیلو غوټي غواړم خلاصی

وینم هیلي څې غوټئ سپړی رڼا کښې

۲۹-۱۰- ۲۰۱۲-

Door Guest