۱۰ـ۱۱ـ۲۰۱۲

  بســـــــــــــــمل

دې لیکنې ته مې داکتوبر په  درویشتمه نېټه یوبل سرلیک ورکړی وهغه  داسې و چې (امریکا موږ ته اړه ده موږ امریکاته اړ نه یو)لیکنه مې تقریبأ پوره کړې وه خودلوی اخترورځې وې دسرګرداني له وجې مې سایټونو ته ونه لېږله له بل پلوه دډېورنډدتورې کرښې په اړوند دسپینې ماڼۍ دځانګړي استازي مارک ګروسمن دامریکاسفیر اودامریکادبهرنیوچارووزارت  ویاندغیرمسؤلانه  څرګندونوپه مطبوعاتي نړۍ کې داسې سپرغۍ راوټوکولې چې په وړاندې یې زموږ ګڼ شمېر هېوادپالوافغان لیکوالودخپلو قلمونوله خولوڅخه  داورلمبې پورته کړې

.25.10.2012 Azadi __ Radio

البته زه هم کرار نه وم ناست دآزادي رادیوله لارې مې خپله وجیبه داکتوبر په پنځه ویشتمه نېټه سرته رسولې وه خولیکنه مې یوڅه  معطل کړه کله مې چې د رسنیوله لارې  دکرزي ظاهري  خیزونه ولیدل نومې دلیکنې سرلیک په  پاس  ډول بدل کړ خو داپه  دې مانا نه چې ګواکې موږ امریکاته اړ یونه نه له  موږ  څخه امریکا موږ ته  ډېره اړه ده خوله بده مرغه چې زموږملي یووالی دجنګي جنایتکارانوله لاسه له خطرسره مخ  دی ځکه امریکاپه دا دومره غټ اورمېږ دنوروچاپلوسي ته ملاتړلې زیات وخت مونه نیسم په لاندې ډول ستاسو پام خپلې لیکنې ته راړوم :

پوره یوولس کاله موږ دامریکانغاروته غوږ ونیوپه دې موده کې دامریکااجیروډنډورچیانوله غږیزورانیولې تر چاپي  رسنیوپورې  همدایوه خبره کوله اوپه سپین سترګي سره یې اوس هم کوي چې امریکادافغانستان دوست  هېواددی بیابه پخپل ژوندکې افغانستان یوازې پرې نه  ږدي.

یوولس کاله کیږي چې دافغانستان ځمکنی اوهوايي قلمرودامریکاپه منګولوکې دی دکابل رټلې اوپه نړۍکې تر ټولورسوااوبدنامه اداره دسپینې ماڼۍ ترحمایې لاندې  خپل ټیټ ژوندته په داسې مکرسره دوام ورکوي چې هم یې دحکومت واګې اوامتیازات په لاس کې دي اوهم یې داپوزیڅیون په نوم دخپلولنډه غروبازارتودساتلی .

ددې یوولسوکلونومنډوخورموږپه داخپلوسترګو ولیددتش په نامه ولسمشري اوپارلماني ټاکنونندارچیان هم موږ یو.

موږ په  دایوولسوکلونوکې د داسې علمي اوتولیدي موسسو دجوړیدو شاهدان نه یوچې زموږ کړېدلي ولس ته بوختیاوې  ومومي ترڅو دجګړو اوفرار په  ځای پخپل ملک کې بوخت اوبسیا شي.

موږ دپښتون قام  دمحرومیت، له علمي ډګره دایستلواوپه ټولنه کې له توهین اورټلو ور اخواد یوولس کلنې  پر له  پسې بمورۍ حتادداسې کمیاوي،بیولوژیکي او آن نیمه یوارنیوم لرونکوبمونودغورځېدوشاهدان یوچې له امله یې اوس په پښتون مېشتوسیموکې میندې معیوب ماشومان زېږوي.

همداډول  دپښتنوپه کورنودشپې چاپې، دالقاعده اوطالب  په نوم زندانونوته  ټېل وهل آن  ترګوانتانامې پورې  رسول ، په ودونو،دخوښیوپه محفلونواوپه جنازوبمورۍ موهم ولېدې اولاوینویې هغه هم بیا په داسې حال کې وینوچې  یوتش په نامه پښتون یې دحامدکرزی په نوم دپښتنودمطلقې نابودي لپاره دقدرت په ګدۍکښېنولی .

بایدزیاته کړم چې د پورتنیوظلمونواونارواوپه وړاندې مقاومت به  په داټول افغانستان کې یوقام څه چې دانور ټول قومونه  سره یو ځای هم کړئ  حتا دیوې اونۍ لپاره هم ونه لري خواتل پټان لا همداسې ټټر ورته نیولی.

یادې بشرضدې کړنې اوداټولې نارواوې  زموږ هغه دوست وکړې اولاکوي یې چې دخپلوموخولپاره یې دهمدې  پښتون  په  مټ سټینګر راکټونه ور ایښي وو.

روسان خوتېښتې ته همدغه پښتون قام مجبورکړل احمدشاه مسعودخوله  روسانوسره دخپلوي قراردادونه لرل.

اوس چې دامریکا دیوولس کلنې دوستي په نتېجه کې دلوړ په ځای په  ځوړ روان یوآیا وروسته له دې به امریکا پخپل کنډرکنډر اقتصاد موږ په  پښو ودروي؟

نه نه هیڅکله نه  نوربه له امریکاڅخه هیڅ خیر ونه وینئ که دسپینې ماڼۍواکمنانودافغان ولس اوزموږ دهېواد سرلوړي او پرمختګ غوښتی اویایې افغانستان  دځان  پارتنر اوخپلواک هېوادبللی نو په  دایوولسوکلونو کې به یې دافغانستان قسم خوړلي دښمنان(جنګي جنایتکاران)دنازولواوچاغولوپه ځای دنړیوالې محاکمې مېز ته را کش کړي وای خوله بده مرغه چې دمحاکمې په ځای یې دومره وپړسول چې دادی دګران افغانستان  تجزیې ته یې مټې  رانغښتې البته  دتېراوسږکال دبرلین، دوبۍ، فاریس او لندن غونډې یې ژوندۍ بېلګې دي.

دیادوغونډوتصامیم ټول له اساسي قانون سره په  ټکر اوملي خیانت ګڼل کیږي خوتش په نامـــــه ولسمشر حامد کرزی  هیڅ  ری هم نه پکې وهي چې داڅه  روان دي او داافغانستان لا کوم وطن دی څښتن لري او که نه.

که داسې نه وي نو بیا ولې دا ملی خاینان محکمې ته نه کشوي؟

دتورن اسمعیل  ډرتې خوهمدې کرزي  پخپله ولیدې ولې یې ځان غلی نیولی دی آیاداډول کړنې داساسي قانون خلاف نه بولي که  پخپله  ورسره شریک دی؟

که ولسمشر وي خواقدام  دوکړي اوکه په وس یې نه وی پوره نوبیاولې استعفأ نه کوي؟

ددې ټولوبدمرغیواوپښتون قام دځپلوترڅنګ ددنیاله هغه سر څخه موږ ته  رارسېدلی دوست؟؟(امریکا) اوس  په خورا ناځواني سره دډېورنډناولې کرښه نړیواله پوله بولي.

هغه قام  چې یوه ژبـــه، یوه وینه، یوکلچر، یوفرهنګ اوحتا دنړۍ دټولوقومونوپه  پرتله پخپل منځ کې مشترکې ځانګړتیاوې اومناسبات لري په تېره بیا دډېورنډ دناولې کرښې لپاسه دواړوخواووته پراته هستوګن پخپلوکې خېښي سره لري  آن چې یو دکاکازوی اخوا اوبل یې  داخوااوسیږي خود نوي استعمارښاماران غواړي چې زموږ ددې وروڼو ترمنځ  د تل لپاره د ډېورنډ توره لیکه په پوله ومني.

دامارک ګروسمن څوک اوڅه کاره دی  چې زموږ دپاکې خاورې په اړوندپه نا مینځلې خوله خبرې کوي؟

دامریکا سفیرلا څوک دی  چې دګروسمن غوندې غیرمسؤلانه خوله ښوروي؟

همدا راز دامریکادبهرنیوچارووزارت په برنډوکې ناستوډموته  چاددې حق ورکړی چې په دومره سپین سترګي زموږ دتاریخي قام اوخاورې سپکاوی کوي؟

که  دسپینې ماڼۍ واکمنان  د پنجابیانودخوښولویاغولولولپاره  دانارواکوي  دایې لویه کمزوري ځکه بولم چې دوی  د ډېرولویواومهمواهدافولپاره سیمې ته  پوځونه  رارسولي.

 که دوی هغواهدافوته ځان رسول غواړي بایدپه سیمه کې یوداسې ملاتړی ولري چې دننګ اومیدان ګټلووړتیا ورسره وی  زماپه نظر دانومیالی اوتاریخي قام همداپښتون قام  دی چې ددرۍ نیمولسیزوپه جګړوکې لاهسکه غاړه ګرزي خوله بده مرغه چې امریکا ددې لوی قام په نابودي پسې  راخیستې ده.

زموږ دمخکیني دښمن ریچاردهولبروک له مرګه وروسته دسپینې ماڼۍواکمنانودافغانستان اوپاکستان لپاره  دمارک ګروسمن په نوم یو تن دخپل ځانګړي استازي په حیث ونوماوه.

ګروسمن له خپلې مقررۍ سره سم دافغانستان اوپاکستان په چکروپیل وکړ دې ښاغلي دهولبروک په پله سم پل کښېښودڅه چې هولبروک کول همهغه ډول  رفتاریې خپل کړڅوځلې یې دمزار له والي عطانورسره بې له دې چې ملي قهرمان ؟؟ ښاغلی کرزی خبرکړي ولیدل.

ګروسمن دکرزي له خبرېداپرته  په خوراجرئت اوخپل سرله عطانورډوله خلګوسره لیدلي یاویني البته داهرڅه  د یوپلان له مخې په مخ  وړي.

داپلان ګروسمن نه دی تنظیم کړی، بلکې دادسپینې ماڼۍ داوږدې ستراتیژي له مخې ترتیب شوی خو ګروسمن یې دعملي کولو ضمه وهلې ده.

 په داډول بد نېت اوناوړوچاروخوپاک رب دهولبروک زړه  وروچاوداوه فکر کوم  داځل دګروسمن  وارهم راغلی دی په هرصورت اوس به  راشودې ته چې:

امریکا موږ ته اړه ده موږ امریکاته اړ نه یو

موږزرګونه کیلو متره اخوا تر امریکا نه یو ور رسېدلي هغوی پوځونه رارسولي دي.

اوس ټول خلګ  پوهیږي چې دامریکابرجونه دچالخوااوڅه لپاره ونړول شول. ښکاره خبره ده چې دبرجونونړول د نړۍ په مخ دطبعي زېرموترسینه لاندې کېدواوداوږدې مودې لپاره دمرکزي اسیااومنځني ختیځ دکنترول لپاره یو چل و.

اوس به راشودې ته چې آیاډېرې مهمې طبعي زېرمې په منځني ختیځ ،منځنۍ اسیاکې دي او که په امریکا کې؟  آیاپه نړۍ کې دجیو پولیتیکو اوجیو اکنومیکوسیمو داشغال هڅه همدې امریکا نه ده کړې؟

که امریکا کړې نو ولې اوله کوم مجبوریته؟

مجبوریت یې ښکاره دی چې خپلې لوږې پسې رااخیستي که نه نوموږڅه ګناه کړې وه چې د۲۰۰۱زکال داکتوبر په اوومه یې زموږ پاکه  خاوره ترظالمانه بموریولاندې  ونیوه  اولاهمداسې مو په  ډول  ډول  پلمو وژني د همدې فزیکي نابودي ترڅنګ یې دافغان ولس د رواني عام  وژنې لپاره دنړۍ په مخ ترټولو بدنام، فاسداوجنایت پېشه انسانان ترخپلې حمایې لاندې نیولي دي.

 له دا ټولونارواووسره داسپین سترګي هم کوي چې د ځان په ځای موږ ته ګداګر اوترهګر وايي.

هغه متل دی وايي چې :

ژمی به تېر شي خو دسکرو(زغال) مخ به همداسې تور پاته وي.

امریکاداسې فکرکوي چې اوس یکه تازه ده څه یې چې زړه غواړي هغه به کوي خو دا نه سنجوي چې دوی له کوم ځایه کوم ځای ته رارسېدلي هغه هم په څومره شرموونکواوپخپل لاس جوړوشویو ډرامو.

لدې  وراخوایې دشمالي ټلوالې دبدنامواومخ توروجنګي جنایتکارانوپه مرسته موږله خپل ملي حاکمیت څخه محروم کړو.

سرکشو اومغرورو امریکايي  واکمنانو نه یوازې  خپلې امریکا ته له اقتصادي اومعنوي  اړخه  زیانونه ورسول، بلکې دنړۍ په کچه یې هم دیموکراسي  وځپله او هم یې وشرموله.

نړیوال مناسبات په کوتک نه پالل کیږي اونه ترقیامته په زورسیمې لاندې کیږي داچې په دا یوولسو کلونو کې امریکا له افغان ولس سره څومره جفاوې وکړې  او یاد سیمې په اړوندکوم اهداف  په مخ کې لري  په  دې هم چین پوهیږي اوهم روس خوځانونه یې غلي نیولي ترڅوامریکایان خپلې پښې پخپله ووهي چې دا دی دخپل ځان کبر پخپله کني.

دوی په ټول افغانستان کې راځي راځي له جنګي جنایتکارانوسره مشورې کوي خوداسوچ  نه کوي چې داخاوره   یواتل  ولس لري اودا ولس تاریخ لري،همت لري ناموس لري اوپخپل ناموس سر ورکوي.

امریکايي چارواکو بنګ وهلي لار سمه نه ویني څوک چې ړانده وي هغوی خامخایوه ورځ ګړنګ ته لویږي.

امریکايي واکمنان  غواړي  ټوله نړۍ  وزبېښي دوی  خپلوشومواغراضو ته  درسېدولپاره حتا دنړۍ په جغرافعه کې هم د بدلون  راوستلو هڅه کوي ولو که هرڅومره انساني  اومالي  بدې پایلې هم رامنځ ته کیږي.

که اوس راشونړیوالومناسباتوته هغه  داچې که سپینې ماڼۍ په نړۍ کې اغراض نه لرلای دیوې فعالې او اوچتې دیپلوماسي له مخې به یې دمتقابل احترام  اصولوته  درناوی لرلای  په  دې  صورت کې به یې ګروسمن  ته  داسې هدایات ورکړي  وای چې دهغوله مخې یې د افغانستان  او پاکستان  ترمنځ  اړیکي ښه  کړي وای ترڅودنړۍ نور ملکونه  په  تېره بیادسیمې هېوادونه باوري  شوي وای چې سپینه ماڼۍله نړۍ سره دبشردوستي له مخې دخپلو مناسباتوپالنه کوي  خوله بده مرغه  داسې نه ده نه داتوقوع ورڅخه کېده او نه به ورڅخه وشي ځکه  خوګروسمن دافغانستان اوپاکستان ترمنځ  دروغې جوړې او ښومناسباتودرامنځ  ته کولوپه ځای ددواړوهېوادونوترمنځ  د اورلمبوته نوره لمن هم ووهله  ژوندۍ بېلګه یې دډېورنډدتحمیلي اوناروا کرښې په اړوند د دې ښاغلي او کوګ خولي وروستۍغیرمسؤلانه څرګندوني تاسوته یادولی شم رښتیاهم چې کګې خولې  په سوک سمیږي خوارمان ارمان چې زموږ تړلي لاس  او ددوی  دا درنې درنې څپړې.

یوځل بیاراګرځم  اصلي موضوع ته  چې په کابل کې څوورځې مخکې له یوه خصوصي تلویزیون سره ګروسمن  د ډېورنډ تحملي کرښه دنړیوالې پېژندل شوې  پولې په ډول یاده کړې وه.

 لمړی موږفکر وکړچې پنجابیانواودشمالي ټلوالې جنګي جنایتکارانوبه یې خوله ورخوږه کړې وي کېدای  شي همداسې هم وي  خوچې یوه ورځ وروسته  موپه کندهار کې  دامریکادسفیراوبیا ورپسې دامریکادبهرنیو چارو وزارت  د ویاندغیرمسؤلانه  څرګندونې  واورېدې نودې نتېجې ته ورسېدو چې  امریکا په رښتیازموږ تباهي ته ایښې او هیڅ  ډول خواخوږي له موږ سره نه لري لکه څو ځلې مې چې لا پخواهم دآزادي رادیوله لارې وېلي و چې امریکابه سل ځلې افغانستان هېرکړي خویوځل به هم پاکستان یوازې پرې نه ږدي اوس خوموپخپله  ولیدل چې امریکا دچا په طرف ولاړه ده خو یاد دې لري چې لویه اشتباه کوي.

دپورتنیولوړپوړو امریکايي مقاماتو غیرمسؤلانه، نه بخښونکواودښمنانه څرګندونواودملي قهرمان ؟؟ حامد کرزي غفلت اوبې تفاوتي دروسې سفارت دمسؤلینوهغه دیوې میاشتې مخکینۍڅرګندونې رایادې کړې، چې وېلي یې و«یوکال دمخه  د ډېورنډکرښې دمنلواسنادپه ارګ کې ترتیب شوي چې له پاکستان سره دستراتیژیک تړون دلاسلیکولو سره سم به ټولې نړۍ ته څرګند شي».

رښتیاهم چې په واشنګټن کې د انکرېزانو، پنجابیانواوپه کابل تپلوګوډاګیانوترمنځ خبرې بې څه نه وې.

اصلأ ټول  فسادپه کرزي کې دی که نه نوبیاولې خاموش دی هم ځان ولسمشربولي هم دولس تباهي ته ناست دی.

دکرزي له خاموشي ښکاري چې ترکاسه لاندې خامخانیم کاسه شته که په دې نیم کاسه کې دکرزي لپاره دخوړلو څه نه وي په څټلویې هم قناعت کوي ماناپه قدرت کې دپاته کېدولپاره دلرڅه  آن لادبر پښتانه هم ګړنګونوته  ور غورځوي لکه په دایولسوکلونوکې یې چې دپښتون خونه ورانه کړه.

حامدکرزی ځان ته خوښ دی چې ولسمشر یم  نوآیاولسمشرداسې وي؟

 هغه نورڅه به نه لیکم  یوازې دڅوتېروورځوپه جریان کې چې ناټوپه زابل،لوګر اوبیا هلمندکومې بمورۍ وکړې آیا داپه افغان ولس بمورۍ نه وې او که دې ولس ولسمشر نه درلود؟

ددې تش په نامه ولسمشرهغه ستراتیژیک تړون څه شو؟

 هغه دخپل سر عملیاتوخبرې یې څه شوې؟

څه شول هغه دمصنوعي مشورتي لویې جرګې شرطونه چې امریکایانوته یې ایښي وو؟

څه شول هغه لعنتي ډنډورچیان چې دستراتیژیک تړون دلاسلیک کولو لپاره یې یونیم کال تبلغات وکړل؟

هغه ځنځیرونه څه شول چې کرزي وېیل «خوب دست وپای شان رابسته کردیم».

لکه څنګه چې افغان ولس ته دډېورنډناولې کرښه مشروعیت نه لري همداسې افغان ولس اوراتلونکي نسلونه د کابل دګوډاکي حکومت  تړونونه له بهرنیوپه تېره بیاله اشغالګروسره په رسمیت نه شي پېژندلای.

پوره یوولس کاله موږ کرزي وغولولودومره یې خوار اومظلوم کړوچې نه مومړي  په ارامه خښولای شواونه خود د  خوښیو محافلونیولو ته زړه ښه کولای شو.

په پښتون مېشتوسیموکې خالي ترانسپورټ  په ماین نه الوزول کیږي خوکله یې چې سپارلي  پوره اویا دواده د مراسمولپاره وي بیانودطالب په نوم دپښتنوخونې ور ورانې کړي عجیبه لاداده چې په پښتون مېشتو ولایتونو کې زموږ دنوروقومونو اوسیدونکي هم شته خودهغو دسپارلۍ موټرو ته  څوک ماینونه نه ږدي.

له بلې خواخلګ پښتنو ته دطالب په سترګه ګوري اوطالبان پښتانه ګڼي نو آیا داممکینه ده، چې داپښتانه خپل پښتانه په ماینونو والوزوي؟

زمادپورتنیوپوښتنوځوابونه له  حامدکرزي سره شته  خوهغه هرڅه دخپلې ورکړ شوې وظیفې له مخې پټ ساتي خیر دی ودې ساتي موږ ټول پرې  پوهیږوخوښاغلی کرزی دې په دې  یوځل خپل سرښه  خلاص کړي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به  پخپل طبعي مرګ  هم مري او هیڅ  څوک به یې  دمرګ له کومې راونه ګرځوي البته مروخو موږ ټول  دایوه طبیعي  پروسه ده خوداسې مرګ دې خدای نه  راکوي چې  راتلونکي نسلونه مودملي خاینانو په لست کې ونیسي.

بیا هم یادوم چې پوره یوولس کاله دکرزي له لاسه نه یوازې په بره پښتونخوالمبې بلیږي بلکې  اوس دادی زموږ درحمان بابا اوسترخوشال خان په مېنه په هغه ځای چې حامد کرزی یې دخپل جهاد؟؟ دپیل سیمه بولي هم  لمبې  راتاوشوې.

 ددې لمبوترڅنګ  دسترابدالي اومیرویس خان  دتاریخ سوځولولړۍ پیل اواوس یې ګوروچې زموږ پاکه خاوره

په  پردیو پورې  تړله کیږي  خوملي قهرمان؟؟ښاغلی کرزی لا خوښ دی چې په ارګ کې پاچا یم.

که پنجابیان  دډېورنډله ناولې کرښې اخواسیمې خپله  خاوره بولي نوبیاولې امریکايي بې  پیلوټه الوتکې نه را نسکوروي په  داسې حال کې چې هر ډول دفاعي  وسلې او آن اتوم بم هم لري؟

له بل پلوه بیا حامدکرزی وايي چې دترهګروځالې له کرښې اخوادي خوداسې نه وايي چې په پنجاب کې دي بس دومره اشاره ورکوی چې په امریکایانوقبایل وځپي اوهغه سیمې ونړوي چې ښاغلی کرزی یې دخپل جهاد الهام بخشې سیمې بولي هلته یې د راسنونوترڅنګ  دمخوروپښتنونمک هم خوړلی دی.

دلته ستاسو پام یوې جالبې مسئلې ته راړوم هغه داچې څلوراونۍ مخکې په یوه رسنۍ کې پنجابیانوادعا کړې وه چې دستراتیژیک تړون غوښتنه پخپله کرزي له موږڅخه کړې ده موږکومه اړتیانه لروخوکرزی وايي چې موږ به  هله له پاکستان سره ستراتیژیک تړون  لاسلیکوو چې زموږ شرطونه ومني.

زه وایم چې ستراتیژیک تړون دې ستا سر وخوري په دا نورو ستراتیژیکو تړونونو دې کوم ناموس  راخوندي کړ چې اوس به یې په پنجابیانو راشل کړې .

بخښنه غواړم لیکنه یوڅه اوږده شوه خوبله چاره نه وه اوس به دډېورنډدکرښې په اړوندیوازې دومره ولیکم لکه  څنګه  مې چې تېره میاشت اوبیادوه اونۍ مخکې  دآزادي  رادیو له  لارې وویل هغه داچې په اوس مهال کې چې هرڅوک  دډېورنډ دکرښې خبرې  را برسېره کوي ملي خیانت یې بولم ځکه چې موږدپرديپالواوتپل شویوله لاسه خورابې وسه شوي  یوپه چاڅه نه شومنلای .

که بیا ددې کرښې یوطرفه کېدل څوک غواړي نود حل حق  یې یوازې  د هغه قام دی کوم چې دا۱۱۹کاله د فرنګي  ډېورنډ له لاسه کړېدلی مانا دکرښې په  دواړ وغاړو مېشت  پښتانه  داحق لري اوبس.

په  دې حل کې لکه  څنګه چې سیندی او پنجابی حق نه لري همداسې تاجک، هزاره اونورغیر پښتون قومونه هم حق نه لري چې د ډېورنډ دکرښې په اړوندمداخله وکړي یاد ریفرنډم  په پلمه خپل اغراض په مخ بوځي.

 دادپښتون قام خپله کورنۍمسئله  ده په بل هیڅچاپورې اړه نه لري لکه څنګه چې پاس ذکر شول دکرښې دواړو

خواووته مېشت خلګ  په یوه ژبه غږیږي،ګډ فرهنګ لري ، یوه یې وینه ده، پخپلومنځوکې خېښي سره لري  اود زرګونوکلونوګډتاریخ اوګډ دستارخوان لري .

یادونـــــــــــــه :

داسې مالومیږي  چې سپینه ماڼۍ دکرزي پاڼې وراړوي نورنو کرزی پخپلوظاهري  خیزونو دولس په سترګو کې خاورې نه شي  وراچولای  اونه خوبه دسپینې ماڼۍ واکمنان دخپلومرموزوپلانونوپه پټولوبریالي شي له همدې کبله زه دیوواړه لیکوال په  صفت  دسپینې ماڼۍ اوسنیواو راتلونکو واکمنانوته  دومره وایم، چې زموږ دهېواد په تېره بیادپښتون قام په اړوندتاسوته غلط انځورونه درکړل شوي  دي ستاسوکمی په دې کې دی چې په داسې کسانوموحساب کړی چې په دایوولسوکلونوکې یې دګټو په ځای زیانونه درورسول منم  زما خبرې به  ترخې وي خوسنجش یې تاسې وکړئ  ما پخپلولیکنوکې د حقایقورښتیني انځورونه کښلي نور ه موخوښه خپله  خو دامې ومنئ چې که خپل بری غواړئ پښتنوته لاس ورکړئ یایې له ځپلوڅخه تېرشئ اوکه نه نو داکیبر به موترګړنګونو ورتېرکړي ځکه چې بلاخره به پښتانه دخپل نجات لپاره د اړینوګامونواخیستلوته اړشي .

ومن الله التوفیق

دګران اولوی افغانستان دبري په هیله

Door Guest