ډاکټر لمر

دغه ليکنه په اصل کې د هغه ليکوال يا پوه په ځواب کې ده، چې ليا هم لکه زړه غوا کنجاړه په خوب ويني، خو شخوند ليا هم په وښو وهي! ويل کېږي، چې افغانستان د پوهې ځانګو ده، ځکه د افغانستان په پوهنيز خوځښت کې داسې نومونه تېر شوي دي لکه: زوهرتشت، ابو علي سينا، البيروني، مولانا جلال الدين بلخي رومي؛ او داسې د تورې او قلم خاوندان يې درلودل لکه خوشال خان خټک، احمد شاه بابا؛ او داسې ستر ملي او روحاني لارښود يې درلودل لکه مېرويس نېکه، رحمن بابا، پېرروښان، سيد جمال الدين افغان او په سلهاوو نور د پوهې څلي او ملي ستوري.

د دغه سترو نومونو او د افغانستان د لرغوني تاريخ په درلودلو سره بيا هم په وروستيو څو لسيزو کې څه پېښ شول، چې زموږ نسلونه په ايډيالوژيکي، مذهبي، ژبنيز او سليقوي ښکېلاک کې ښکېل شول او دا دې څلورمه لسيزه ده، چې دغه بدمرغه هېواد په يو او بل نامه ځپل کېږي او يو شمېر بهر مېشتي پوهان او که ماجراجويان ليا هم دغه بدمرغه مملکت د کمونيست، اسلاميست او يا امريکايي پلوه ديموکراسي په تله کې تلي او د کمونېست، مجاهد او يا هم طالب تر نامه لاندې خپل سپک هويت پټوي او د امريکا او يا اروپا له ګرمې کمپلې خپلې نښې په بريښناپاڼو او نورو رسنيو کې پرېږدي، چې ګواکې د افغانستان د ملت خواخوږي دي، مګر د هېواد په ډېر حساس حالت کې يې له ملکه پښې سپکې کړې او هېواد يې د خپلو غمونو، سياسي کشمکشونو او نورو ناخوالو په غېږ کې پرېښود، خو بيا هم نن وروسته له ۳۰-۳۵ کلونو د هېوادپالنې ټټر وهي، د يوې ليکنې په ليکلو بسنه کوي او خپل ولس د ناپوهي غوجل ته او د نسلونو شخړو ته ټېلوهي، مګر تر نامه يې د پوهاند، ډاکټر او يا پروفيسور مختاړی او يا وروستاړی هم تړلی وي!

زه د کابل ښار د حبيبيي لېسې څخه فارغ شوی يم او د خپلو ټولو هغو ښوونکو چې د کمونيستانو په واکمني کې يې زموږ ګران هېواد پرېنښود او خپلو افغان بچيو ته يې د لوست او پوهاوي زمينه برابره کړه، مننه کوم. زه د خپلو ټولو استادونو چې د مدرسې له ملا پيل او بيا په بېلابېلو ښوونځيو کې يې زما او ما غوندې لکهاوو انسانانو په روزنه کې برخه اخيستې ده بيا هم د زړه له کومه درناوی او مننه کوم. دا څرګنده خبره ده، چې د کمونيستانو په موده کې زموږ دغه په هېواد او خپلو خلکو مينو استادانو ډېرې ستونزې وليدلې، بنديان شول، تر تعقيب لاندې ول او حتی د مجاهد، اشرار او يا بل په نامه ووژل هم شول، مګر بيا هم ډېرو استادانو د خپلو افغان ماشومانو په روزنه کې خپله ملي، مسلکي او انساني وجيبه پر ځای کړه، خو ځينو ليا د غويي د غوبل په پيل کې پښې سپکې کړې، مخکې له دې چې مقاومت وکړي د هوسا ژوند لپاره يې فرار پر قرار غوره وګاڼه او ليا د تېرې پېړۍ په اتياومو کلونو کې يې د افغانستان د سياسي حالته ناوړه ګټه پورته کړه يا سؤ استفاده يې وکړه او امپرياليستي ملکونو ته يې خپل ځان، خپله کورنۍ او خپل اولادونه  ورسول، ځکه دغه جنابان نن د مړې ګېډې فارسي وايي، خو نه پوهېږي چې له يوې خمېرې څو پتېرې جوړېږي! خو بيا هم د دې حق ځان ته ورکوي، چې لکه د رمې خډل يو او بل ته خوله واچوي!

ما هم لکه ډېرو نورو ځوانانو غوندې خپلې لوړې زده کړې د کابل د لوړو زده کړو په يوه موسسه کې پيل کړې، چې په ځانګړي توګه له حبيبيې لېسې نه د کابل پوليتخنيک انستيوت ته وروسته د کانکور له آزموينې بريالی شوم. د کابل په پوليتخنيک انستيتوت کې، چې اوس په پوهنتون اوښتی دی، لکه ډېرو نورو محصلينو له ګڼشمېر ستونزو سره مخامخ شوم. په دغه پوهنتون کې زما يو شمېر دوستان د خاد تر څارنې لاندې ول، نور يې ونيول شول، زما ماما انجينير سيد محمد اعظم د خاد لخوا څو ځله ونيول شو او بيا تر فراغته تر تعقيب لاندې وو. زه ليا د پوهنتون په لومړي کال کې په سبقونو بوخت وم او څو ځلې د خاد لخوا ونيول شوم، يو ځل په پولتخنيک انستيتوت کې له خپلو ملګرو سره، بل ځل په تخنيک ثانوي کې تحقيق ته وغوښتل شوم او بيا بل ځل زموږ کور د امنيتي او خاد د حوزې لخوا تلاشي شو او زما ماما او زه يې ونيولو، چې وروسته له تحقيقه څو ورځې وروسته په واسطو خلاص شو. دا ډول کيسې او پېښې ډېرې دي، خو د دغه ليکنه موخه بل څه ده، ځکه له نورو معلوماتو ډډه کوم.

سر بېره پر دغه ټولو ستونزو ما او ما غوندې په سلهاوو نورو له خپلو زده کړو سره مينه درلودله او د خپلو استادانو درنښت مو کولو. کله چې د پوليتخنيک انستيتوت ته ولاړم، نو د کيميا مضمون لکچر مو پوهاند حکيمي صيب راکولو، چې د ماسپښين سيمينار مو هم ښاغلي پوهاند حکيمي صيب پر مخ بېولو. د ښاغلي حکيمي صيب يوه خبره به مې هېڅکله له هېره ونوځي، هغوی ويل: تاسو د لوړو زده کړو په يوه موسسه کې ياست، د دغه موسسې چاپېريال هم پر تاسو اغېز کوي، اوس تاسو د خپلو کورنيو په منځ کې نه ياست، بلکې د بېلابېلو کورنيو لوڼې او زامن ستاسو سره يو ځای سبق وايي، د يو له بله ادب، معاشرت او انسانيت زده کوی، ځکه نو يو بل ته درنښت او احترام وکړی!

زموږ په استادانو کې ډېر پاکيزه، په هېواد مين او له شرافته ډک خلک ول، چې زه هېڅکله هم د مرحوم استاد پوهاند محيبي صيب له پوهې، انسانيت او هېوادپالنې څخه نه شم تېرېدلی، ځکه هغوی نه د کمونيستانو، نه د مجاهدينو او نه هم د طالبانو په موده کې هېواد پرېنښود، برعکس تر خپلې مړينې، چې عمر يې د ۸۶ کلونو وو، بيا يې هم په پولتخنيک کې ليا څو کاله مخکې هم درس ورکولو. ما خپل دغه مېړنی استاد په يو واده کې وليدلو، ما غوښتل لاس يې مچې کړم، خو دوی له خپل عظمت سره، زما سره سم خپل سر ښکته کړ او ما ته يې وويل: هيله کوم، ډاکټر صيب! ما يې دواړه لاسونه په لاس کې ونيول او خپل احترام مې ورته وړاندې کړ!

مرحوم استاد پوهاند محيبي صيب هغه شخصيت دی، چې د هر هېوادپال په ذهن کې به تلپاتی وي، خو ځينو بيا له هېواده د انقلاب په سر کې د خپلې هوساينې په موخه پښې له هېواده سپکې کړې او هېواد يې د سرنوشت له خوالو او ناخوالو سره د پوهنيز غربت په لومه کې پرېښود او نن دغه تښتېدلي پوهاندان هغه په افغانستان مينو استادانو ته د ناپوه، نالايق او يا هم کمونېست خطاب کوي او بچه ګګ ورته ليکي، نو د فارسي له اصطلاح سره سم دا هغه خلک دي، چې «آب را نا ديده موزه را کشېدند»، ځکه د خپلې هوساينې لپاره يې هم هېواد پرېښود او هم ټولنيز مسؤليت؛ ای در ترا ميګويم ديوار تو بشنو!. ځکه د افغانستان کمونيستان، اسلاميستان او ننني تيکنوکراتان ټول ستاسو جنابانو روزل شوي وفادار شاګردان دي، ځکه هم تاسو او هم دوی په يو او بل تور لګوی، مګر د ټولنې د سمې ادارې نه د نوښت او نه هم د جوړښت وسه لری!

په پوليتخنيک پوهنتون کې په سلهاو استادان ول، چې زه نه شم کولی د ټولو نومونه وليکم، مګر يو شمېر يې واقعآ هغه خلک دي، چې بايد د افغانستان تاريخ پرې ووياړي. د کابل په پوليتخنيک کې اوسمهال هم داسې استادان شته، چې عمر يې ۹۰ کلونو ته نيژدې شوی دی، مګر بيا هم خپله مقدسه دنده پر مخ بيايي، نه ګيله کوي او نه هم شکايت. پروسږ کال کابل کې د استاد پوهاند امير ګل ميرزاد پوښتنې ته ورغلم. عمر يې لږ تر لږه ۸۸ کلونه دی، په يوه سترګه بشپړ ړوند دی او د بلې سترګې ديد يې هم ډېر کم دی، خو بيا هم پوهاند صيب د کابل پوليتخنيک ته ځي او شاګردانو ته درس ورکوي او استادانو ته مشورې.

هغه ماښام د پوهاند امير ګل ميرزاد نږور ما ته د چاي پياله کېښودله او ما له استاد سره د زړه خواله کوله، خو استاد د محصلينو د امتحان پاڼې کتلې، د ميز د سر څراغ يې لګولی وو او زره بين کې يې پاڼې په کمبينه سترګې کتلې او ما ته يې وويل: ډاکټره دغه يوه سترګه مې بېخي نه ويني او بلکل لنډه ده، مګر دغه بله مې کمبينه ده مګر ګوزاره کوي! دا و چې د کابل برېښنا هم ورکه شوه، کوټه تپه تياره شوه او استاد کړس وهل په خندا شو، یره په تياره کې بيا څه شی نه وينم! کوټه تپه تياره وه، زما زړه راټول شو، ستونی مې ډک شو او له سترګو مې اوښکه پر باڼو په رغړېدو او ځنګېدو شوه! د څو شېبو لپاره مې په خولې کې خبره نه جوړېدله، چې پوهاند صيب راباندې غږ کړ، ډاکټر څه شوې! ما استاد ته ورو ووېل همدلته يم پوهاند صيب! لیا لکه د کابل برېښنا غوندې نه يم تښتېدلی!

د پوهاند صيب مېرمني اليکين راوړ او پر مېز يې کېښود! پوهاند صيب غاړه تازه کړه. ډاکټره ولا دو رڼا ته خو نه کېږي، چې پاڼې وګورم، هره کرښه ډېره خيره راته ښکاري! زه چوپ ناست وم او د پوهاند صيب حوصلې ته ايريان وم! چې بيا يې راباندې غږ کړ: او ډاکټره په تا څه شوي دي، ولې چوپ يې، يو څه خو ووايه! ما استاد ته وويل، چې اوس خو زهير شوي ياست، کېدی شی، چې په پوهنتون کې کار پرېږدی او آرام وکړی! نه ډاکټره، څوک نشته، محصلين ما ته ضرورت لري او د پولتخنيک د مجلې مسؤليت هم زما دی، خو يو دوه کاله به نور هم کار وکړم، دولت هم تل راته مکتوبونه لېږي، چې کار مه پرېږده، ځکه د استادانو اړتيا ډېره ده!

په پولتخنيک کې د زده کړو تر څنګ لکه ډېرو نورو ځوانانو غوندې ما هم د افغانستان په اړه خپل دريځ او سياسي ليد لور درلودلو، چې کله به په يوه او کله به په بله بلا له نورو سره يو ځای وواښتلو. له استادانو سره به مو ضد هم کولو او ژبه به مو هم ورسره کوله، چې زياتره د سياسي فشارونو له اغېز سره ملې پېښې وې. هغه استادان چې کمونيستي اړخ به يې پياوړی وو، نو موږ به هڅه کوله چې درسونو ته يې ورنشو او يا يې درس بايکاټ کړو او يا يې له بل استاد سره ونيسو، چې په دې برخه کې د پولتخنيک د رياضي ديپارتمنت د يو استاد لنډ يادون به وکړم، چې زما او هغه استاد تر منځ هم يوه پېښه د سؤ تفاهم پر بنسټ رامنځ ته شوې وه.

زموږ دغه استاد ميرزا نومېدلو، چې د رياضي درس يې موږ ته راکولو، نو ځینو به ويلې، چې حزبی دی او ځينو به ويلې چې غير حزبي دی، په هر ډول چې وو زما او د دغه استاد شخړه د رياضي په يو سوال رامنځ ته شوه. استاد ميرزا په توره تخته يوه لویه کسرالکسر معادله وليکله او بيا يې زه وپوښتم چې حل يې کړم، نو زه د تختې لوري ته رهي شوم، چې تباشير واخلم او د رياضي معادله حل کړم، نو استاد راباندې پټکه وکړه، چې پر ځای دې ودرېږه او شفاعي يې ووايه، چې دغه معادله په څه ډول حل کېږي!

استاد ته مې د معادلې ځواب پيل کړ: لومړی د قوسونو د منځ تقسيم، ضرب او بيا منفي او جمعه پروسه تر سره کړی او د صورت او مخرج برخه لومړی بايد حل شي او بيا دغو نورو برخو ته ځو! کله چې استاد زما خبرې واورېدلې، نو بيا يې راته وويل، چې: از کجا شروع کنم! زما ژبه پښتو ده، ګومان مې وکړ، چې ما به کوم څه غلط ويلي وي، نو خپلې خبرې مې بيا تکرار کړې، خو استاد بيا خپله خبره تکرار کړله: از کجا، از کدام قوس، پاين و يا از بالا! دغه خبره پر ما ښه ونه لګېدله او استاد ته مې وويل: از هر جای کې دلتان است از همانجا شروع کنېد! من برايتان تشريح کردم که کدام قوس، چه و چطور!

وروسته له دغو خبرو استاد ميرزا ما ته په قهر شو او زه يې له صنفه وايستلم. د کمونيستانو په موده کې له استاد سره ګستاخي ډېرې خطرناکې پايلې درلودلې، چې حتی له پوهنتونه د اخراجېدو، بندي کېدو او عسکري ته د سوقېدو پايله يې هم درلودله! زه د ټولګي د ور پلو ته رهي شوم، خو دغه ورځ د ماسپښين لخوا موږ بيا دوه ساعته د رياضي سيميناري درس هم درلود، نو په زړه کې مې تېر شول، چې راځه دغه پوښتنه خو وکړه، چې د ماسپښين درس ته راشم او که نه!

نو د صنف له دروازې نه د وتلو په ترڅ کې مې استاد ميرزا ته مخ واړولو او ورته مې وويل: استاد ما امروز چاشت هم سيمينار رياضي داريم! من به درس بيايم و يا نه؟ دا پوښتنه نه وه سم د اور لمبه وه! برو ګم شو، ديګر به درسهای رياضي هېچ وقت نيا! تمام سيمستر رويته نبينم! زه له صنفه ووتلم او د پوهنتون په انګړ کې کېناستم او له ځانه سره مې سوچونه وهل، چې دا څه وشول! خو دغه پېښه زما په ذهن کې پاتې شوه، مګر د رياضي له درسونو محروم شوم!

په پوليتخنيک کې ما د رياضي آزموينه څو ځلې تېره کړه، چې هر ځل استاد ميرزا ۲۰ شل پاينټه راکول او ويل به يې راته: برو رياضي صحيح ياد بګير و تيوري را خوب بخوان! دغه خبرې هر ځله استاد ميرزا ما ته کولې، خو په وروستي ځل يې چې شل پاينټه راکړل، نو زه هم په قهر کې ډوب شوم او ورته مې وويل: استاد محترم اين بار پنجم امتحان است و هر بار شما برايم ۲۰ پاينټ مېدهېد! پس خوبست همه پاينټ ها را جمع کنېد که ۱۰۰ پاينټ مېشود، مګر من صرف ۵۰ پاينټ کاميابي کار دارم! خو استاد ميرزا د صنف دروازې ته اشاره وکړه او زه هم له صنفه ووتلم!

ما نور ټول امتحانونه تېر کړي ول، خو دغه بدمرغې رياضي پاتې وه. بله ورځ د ټنبلانو لپاره د رياضي يوه ځانګړې آزموينه داير شوې وه، چې استاد کريم يې د آزموينې استاد وو. په دغه ورځ زه هم زړه نا زړه د آزموېنې ټولګي ته ورننوتم! خو استاد کريم بد بد راته وکتل او راباندې غږ يې وکړ: ايجه بيا! زه يې مخې ته کېناستم، نو استاد کريم راته وويل: بر چې آمدي! ما ورغبرګه کړه، چې رياضي د امتحان لپاره راغلی يم، بيا يې يو وار ځير ځير راته وکتل او را ته يې وويل: در رياضي چې ياد داري؟

ما ورته وويل: اعداد ۱، ۲، ۳، ۴ را مېفامم، اعداد جفتو تاقه مېفامم، اعداد کسري او اعشاري را هم ميفهم! در ضمن د بخش نسبت و تناسب هم تجربه کافي دارم، معادلات کسرالکسر او معادلات خطي را هم مېفهمم و همينطور فورمول ديلتا ابن عبدالله را هم ميفهم! کمو بېش از لېمت، مشتق و انتيګرال هم خبر دارم و در بخش مثلثات هم تا به لوګاريتم حل مشکل کرده ميتوانم، نو ځينې شيان به مې په پاڼه وليکل او حل به مې کړل او يا به استاد کريم راته وليکل ما به يې حل ورته وليکلو. د خبرو په ترڅ کې استاد کريم راته کرجن شو: چرا بجای کسې دېګرې آمدي! بتې کارت ته بتې! زه خو په ځان ډاډه وم، خپل د پوليتخنيک کارت مې ورکړ!

د استاد بله پوښتنه دا وه، چې ولې تر اوسه د رياضي په امتحان کې نه يم کامياب شوی! زه په سوچ کې ولاړم! استاد بيا پوښتنه راڅخه وکړه، چې چا ته دې امتحان ورکړی! ما ورته وويل چې استاد ميرزا زما د رياضي استاد دی! استاد کريم وويل: منتظر شوېد حالا استاد ميرزا ميآيد! ما په زړه کې ويل، چې اوس به څه کوې! دا و چې استاد ميرزا د آزموينې صنف ته راننوت! پر ما يې سترګې ولګېدلې او استاد کريم ورته وويل: من به اين شاګرد شما ۸۵ (هشتادوپنج) پاينټ مېدهم، رياضي را خوب ياد ګرفته! استاد ميرزا زموږ مېز ته رانيژدې شو او ويې ويل: نه بابا، هېچ چېزې نميفامه! د دواړ استادانو تر منځ خبرې پيل شوې، استاد کريم زما په ننګه ودرېدلو! خو استاد ميرزا ما ته د مثلثات يو سوال په پاڼه وليکلو او ويې ويل: اګر اين سواله حل کرد باز برايش نمره بتې، هشتادو پنج پاينټ زياد است از هفتاد زيات نتېش! هغه سوال ډېر آسانه وو، چې د استاد ميرزا راته شا شوه، ما يې ژر حل په پاڼه وليکلو او استاد کريم هم ماته نومره د قناعت په کتابچه کې وليکله.

پروسږ کال وروسته له دوو لسيزو د کابل ښار په يوه خصوصي زده کړيزه موسسه کې چې زما د دوستانو ده او د رياضي څانګه يې هم درلودله ما خپل د رياضي استاد ميزرا هلته وليدلو. په ډېر احترام مې ورسره روغبړ وکړ، خو ځان مې ورونه پېژانده! دغه ورځ تېره شوه، بله ورځ مې بيا په خيرخانه کې د سړک پر سر وليدلو او بيا ورغلم او غوړې ستړې مشې مې ورسره وکړې! استاد ميرزا پر ځای نه کړم، مګر زما له ملګرو يې پوښتلي ول، چې د دغه سړي څېره راته آشنا ده، مګر نه يې پېژنم! ما په پوليتخنيک کې درس ورکړی مګر تاسو دی ډاکټر بولی! نو له کوم ځايه ما پېژني! په دغه معما زما ملګري هم نه پوهېږي، چې زه ولې له پوليتخنيکه لومړی د زراعت اکاډمي ته او له هغه ځايه بيا د طب پوهنتون ته لاړم! که ژوند وو، نو انشالله سږ کال به له استاد ميرزا سره بيا وګورم.

په زړه پورې ده، چې د کابل لومړنۍ د لوړو زده کړو موسسه په ۱۹۳۱ کال د شهيد محمد نادرخان په موده کې جوړه شوې ده. له هغه مهاله تر ننه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د لوړو زده کړو بېلابېلې موسسې جوړې شوې دي، چې شمېر يې لسهاو څه چې سلهاو ته رسېدلی دی، هر کال نن سبا له ۸۰۰۰۰ تر ۹۰۰۰۰ محصلين په لوړو زده کړو بوختېږي او ټول ۲۰۰۰۰۰ (دوه لکه) شاګردان هر کال د کانکور په آزموينه کې ګډون کوي او تر ۵۰۰۰۰ (پنځوس زره) ډېر محصلين په خصوصي يا شخصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي. عجيبه ده، چې د دغه مودې په ترڅ کې او د دومره محصلينو په منځ کې به څومره پټې او بربنډې پېښې د محصلينو په ذهنونو کې څپې وهي.

نن سبا د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړې نورې موسسې فعالې دي. د کابل په ښار کې ۱۲ پوهنتونونه او ۱۷ نورې د لوړو زده کړې موسسې فعالې دي، چې د کابل پوهنتون د ۱۶ پوهنځيو په درلودلو سره د ګڼشمېر ديپارتمنتونو تر څنګ يو شمېر انستيتوتونه هم لري، چې محصلين پکې روزل کېږي. د کابل پولتخنيک انستيتوت هم يو ځانګړی تخنيکي پوهنتون دی، چې د ۳ پوهنځيو په اډانه کې ۱۶ ديپارتمنتونه لري. د دغو پوهنتونو تر څنګ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون هم د افشارو په سيمه کې موجود دی، چې د ۶ پوهنځيو په آډانه کې ۲۱ ديپارتمنتونه لري.

–          د ټولنيزو پوهو (علوم اجتماعي) په پوهنځي کې د اسلامي زده کړو، تاريخ، جغرافيې او سوسيالوژي ديپارتمنتونه.

–          د ژبې او ادبيات پوهنخي کې د دري، پښتو، عربي، روسي او انګرېزي ديپارتمنتونه

–          د طبيعي علومو (ساينس) پوهنځي کې د کيميا، بيولوژي، رياضي او کمپيوتر ساينس ديپارتمنتونه

–          د تربيت بدني پوهنځی

–          د هنر های زيبا پوهنځی

–          د ځانګړو زده کړو پوهنځی

د کابل تر څنګ په ګڼشمېر ولايتونو کې هم پوهنتونونه جوړ شوي دي، چې د هرات، کندهار، خوست، هلمند، ننګرهار، کنړ، غزني، پروان او ګڼشمېر نورو ولايتونو پوهنتونونه د يادولو وړ دي. نن سبا په خوست کې ۳ پوهنتونونه، په ننګرهار کې د څلورو پوهنتونونو تر څنګ يو شمېر نورې د لوړو زده کړې موسسې هم فعالې دي. له نيکه مرغه د افغانستان د ګڼشمېر پوهنتونونو اسناد په نړيواله کچه منل کېږي او ډېر افغانان نن سبا د افغاني پوهنتونونو د اسنادونو پر بنسټ وروسته له آزموينې په اروپايي ملکونو کې خپل مسلکي کارونه کوي، چې زياتره يې د روغتيايي برخې چارواکي دي.

په افغانستان کې د نظامي او پوليسي زده کړو مسلکي مؤسسې هم شته دي، چې وروسته له حربي ښوونځي يو شمېر افغانان حربي پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره شاملېږي او همدا ډول  په افغانستان کې د نظامي زده کړو اکاډمي هم فعاله ده او د پوليسو په اکاډمي کې هم يو شمېر افغان ځوانان خپلې لوړې مسلکي زده کړې پر مخ بيايي او همدا ډول افغان افسران او ملکي محصلين په ګڼشمېر بهرنيو هېوادنو کې هم د لوړو زده کړو لپاره استول کېږي، چې د افغانستان د پوهې ډيوه يې بله ساتلې ده او خپله پوهه د هېواد د خدمت لپاره کاروي، نه  لکه يو شمېر ليکوال او زاړه پوهاند، چې نه د افغانستان شول او نه هم د نورو ملکونو او لکه زړه غوا کونجاړه په خوب ويني، خو شخوند په وښو وهي!

له بده مرغه بايد ياده شي، چې د افغانستان د پوهنيزو موسسو، انستيتوتونو او پوهنتونونو نه هم د افغانستان په سياسي سيالي کې ناوړه ګټه پورته کېږي، چې ځینې سياسي کړۍ د افغانستان تحصيلي مؤسسې هم د خپلو سياسي موخو لپاره کاروي، چې په کابل کې د ښوونې روزنې د پوهنتون د نوم بدلون هم په نننيو محصلينو کې د شخړو زمينه برابره کړه، خو د راتلونکي نسل لپاره يې د ټولنيزو ناخوالو ننګونه پرېښودله، مګر د ځينو لپاره يې د ذهني شخوند سياسي طوفاله هم جوړه کړه.

پايله

د افغانستان ټولو متدينو، په هېواد او افغان ولس مينو استادانو ته بايد هر اړخيزه درنښت وشي او په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وشي. د افغانستان سياسي کړۍ بايد هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټبرونو، ځوانانو او مذهبي ډلو تر منځ د زغم او پوهاوي زمينه برابره کړي. د افغانستان د هوسا ژوند لپاره د سمې ادارې پلاتفورمونه رامنځ ته کړي، چې وروسته د امريکايي ځواکونو له وتلو سره د راتلونکو انتخاباتو په ترڅ کې يوه داسې ملي اداره رامنځ ته کړي، چې د افغانانو تر منځ د بيلتون د کرښو او تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدلو مخنيوی وکړي. د افغانستان د سمې ادارې تضمين يو صادق کاري ټيم، چې بنسټ يې څانګپوهنه وي، دی. د ښوونې او روزنې استادان او د لوړو زده کړو کارپوهان د افغانستان د نسلونو په روزنه او يووالي کې د ټولنيزې پوهې شمزۍ ګڼل کېږي، ځکه له ټولو استادانو هيله کېږي، چې د سالم نسل په روزنه کې خپله پوهه او صداقت ونه سپموي!

د يو پر مخ تللي او په پوهې سمبال افغانستان په تمه

ډاکټر لمر

Door Guest