بسم الله الرحمن الرحیم

الحاج استاد بیانزی

اسدالله خالد ( د هیواد د دننه امنیت په خاطر) د اوسنی لاس پوڅو او د دجالی استعمارچیانو د ژغورلو دپاره ډیره منلی او مهمه مهره وه په انګریزی کی دی مهری ته واچ ډاګ وایی.دا چه واچ ډاګ د څان امنیت نه شی ساتلی نو د نورو لاڅپوڅو او د نړیوال وحشیانو به څه امنیت وساتی؟

طبیعی خبره ده چه حکومت په سرونو نه بلکه په زړونو کیږی د خلکو مشران اود خلکو خدمتګاران له خلکو او د خلکو په منڅ کی شپی کوی ، د خلکو په واسطه یی ساتنه کیږی، خلک ځانونه له خپلو مشرانو قربانوی . په داسی ټولنه کی د ملی اردو ، ملی پولیسو او ملی امنیت اړه نه شته او که وی یواڅی د بهرنی دشمنانو په مقابل کی تری کار اخستل کیږی خو زمونږ ګران هیواد چه د دین او خاوری دشمنانو اشغال کړی او د خپلی خوښی فاسده او بی کفایته اداره یی پری حاکمه کړی ده د کوراصلی خلک او دکور دشمنان سره تعویض شوی د کور خلک بهر او دشمنان یی د کور خاوندان دی .

اشغلګری قواوی او د هغو لاس پوڅی فاسده او بی کفایته اداره د کور د اصلی خاوندانو به مقابل کی( چه اسلامی او ملی مقاومت دی) له هر دول وسایلو د امکان تر سرحده کار اخلی چه له منڅه یی ویسی ، تر څو د کور خاوندان خپل کور خپل نه کړی ، ملی اردو ، ملی او محلی پولیس ( اربکان ) او ملی امنیت ددی پرڅای چه د بارنی دشمنانو آو لا د حکومت د فریب کاریو ، فساد او جنایت کاریو مخه یی نیولی د ځپلوشو او مخلصو خلکو د منڅه وړلو د پاره استعمالیږی

د ملی امنیت قوه چه تر ټوله مهمه او اغیزمنده قوه ده ، د دوی ټول عملیات سری او مخغی وی یا په بل عبارت له ریسه نیولی تر پیاده پوری ټول جاسوسان دی ، دی ډول تشکیلاتو پخوا هم شتون درلود خو هغه وخت کی به دوی په حکومت کی دننه د فریب کاریو ، رشوتونو او نورو ناروا کارونو د مخ نیوی د پاره کار کوو چه ټولنه کی د هر دول جنایتونو او فریبونو مخه ونیول شی اواصلاحات راشی خو اوسنی استعمار ددی ښکلی نوم ( ملی امنیت ) څخه ناوړه ګته پورته کوی . برخلاف اوس ملی امنیت د حکومت د لوړپوړو رشوت خورو فاسده او بی کفایته مافیه وو ، ظالمانو ، لاسپوڅو او د اشغلګرو د ناروا ګټو د حمایت او ساتنی د پاره د ملک مخلص او پوهه مشرانو اوسیاست مدارانو د منڅه وړلو او محوه کولو د پاره کار کوی . کوم ملک کی چه ملی امنیت ( جاسوسه شبکه ) قوی وی هغه ملک کی د اشغالګرو شپی ورڅی زیاتی وی .یا په بل عبارت د ملی او بین المللی مافیه بل نوم ملی امنیت او یا حکومتی تروریزم دی

زمونږ ګران هیواد کی اشغلګرو ددی مهمی دندی د پاره اسدلله خالد (چه په منافقت او بی رحمی کی یی پوره تجربه او شهرت درلود) مقرری پرڅای ټاکنه وه او ددی په شتون کی اشغلګرو او فاسدی اداری څانونه په امن کی ګڼل چه اسدلله خالد به د دوی مخالفین یو دبل پسی یا په تروریستی بمونو ، د اشغلګرو په بی رحمانه بمباریو او لا د تورو زندانونو د پورو دروازو شاته په هره غیر انسانی شکنجو او اعدامولو له منڅه وړی ( لکه څو ورڅی مخکی چه مو واوریدل څو بی ګناه خلک اعدام شول) دا د اسدلله خالد د مقرری له اولینو ابتکارونو ځخه وو . په دی واسطه به هم اشغلګر نورو ناروا موخو ته ورسیږی او هم به لاس پوڅی په خپلو مقامونو او بی شمیره ډالرود تل د پاره پاتی وی . خو د هغو د ناروا هیلو مقابل کی الله ج فرمایی چه هغه د دوی د پلانونو شه پوهیږی او دیر شه پلان چوړونکی دی . اسدالله خالد خپل نزدی ملګری د طالبانو به ضد کویټی ته لیږی ، خو په هم هغه ملګری الله ج رحم کوی د شیطان له ملګرتیا څخه بیزاری اعلانوی او الله ج ته پناه وړی ، د خپلو تیرو ګناهونو جبران کوی او د خپلو خلکو او د خپلی خاوری او دین سره نه یواځی دا چه خیانت نه کوی بلکه د خبل ټوبک شپیلی خپلو اصلی دشمنانو پسی راګرڅوی او په ګوته کوی یی، ددی پرڅای چه دده قومانده او ورسپارل شوی دنده مخی ته بیوڅی خپل خوږ ژوند د خالد دمنځه وړلو د پاره( چه د اشغلګرو په خدمت کی خپل خلک وژنی )، په کار اچوی ،د شهادت لوړ مقام ته رسیږی او اخره خاتمه یی الله ج سموی نو که دا معجزه نه وی نو څه ده ؟ چه له ښکاره جهنمه ښکاره جنت ته را ګرڅی .

داچه په دی وخت به د اسدالله خالد د وژنی وخت نه وو ټاکل شوی، لا به یی په ټپی کیدو نور زجر ورکوی او بیا به مړ کیږی . او یا به یی په روغیدو د عذاب پیټی ورزیاتوی او لا به د بلی فدایی حملی ښکار کیږی او لا به یی الله ج څانته راوبولی اخره خاتمه به یی ورسمه کړی او د اشغلګرو او یا د لاس پوڅی حکومت نور لوړ پوړی به جهنم ته پری بیایی نو څکه لا دده د ژوند څو ورڅی به پاتی وی . خو که دی فکر کوی چه له دی وروسته به تر پخوا لا زیات احتیاط کوی ځان به خپله تیرباسی د الله ج له عذابه څوک ځان نه شی بچولی مهال خبره ده ، د الله ج سره جنګ او یا د هغه تیرویستل ممکنه خبره نه ده .

دا چه مونږ د ځینو نورو په لیکنو کی ولیدل چه خالد باندی حملی( د تولی مزدوری اداری د لوړپولو خوب او خندا ورکه کړی ده ) اسدالله خالد په لمنځه تللو او یا غیرفعال کیدو نه یواڅی لاس پوڅی بلکه خارجی غله هم بی هیلی شول ا و د خپلو ناروا ګتو د لاسته راوړلو خوبونه چه به یی لیدل د همیشه د پاره له یاده وویستل چه په خالد حمله ممکنه شوه ( چه د امنیت ریس وو ) نو په دی نورو ټولو غلو د حملو کول خو ډیره اسانه دی ( کانکریتی دیوال هم وچاوده) . له مقامونو، معاشونو او ناروا سرمایو د لرلو ځخه بی هیلی شول ، اوس ددی په غم کی دی چه کوم ملک د خپلی پناه د پاره غوره کړی او یا ددی ملک له اصلی وارثینو څخه (چه ملی او اسلامی مقاومت دی ) بخشنه وغواړی ولی اخرنی ابشن یی شکنجی ، مرګ او زندانونه دی ځینو رسنیو دا هم لیکلی دی چه (په خالد باندی څپیړه په ټول هیواد باندی څپیړه ده ) د دغو رسنو د زړه مطلب به څه وو؟ نه بوهیږم خو ددی مطلب د افاده کوولو د پاره به زه تاسو ته یوه کوچنی قیصه وکړم او هغه داچه : يوه ښکاری کومه هوسی ژوندی نیولی وه ، هوسی ښکاری ته وویل که زه دی مړه کړم قیامت چوړیږی ، شکاری هوسی ایله کړه ځو قیامت جوړ نه شو نو شکاری ور ږغ کړو چه قیامت خو جوړ نه شو ماته دی دروغ وویل او په دروغو دی ځان رانه خلاص کړو ، هوسی ورته وویل چه ته ډیر احمق یی نو که زه دی وژلی وی په ما خو قیمت جوړیدو که په نورو قیامت وو او که نه وو ، ماته ځان مهم وو نو دوی هم وایی که( دوی وو) افغانستان دی او (که دوی نه وو) نو ګورستان دی ..

بیا هم زما وړاندیز اسدلله خالد او د هغه په شان نورو بی ضمیرو ته دادی چه په خالد باندی حمله د ځان د پاره د عبرت لوی درس او نښه وګڼی او دا کار چه نن په خالد وشو په تا سی هم کیږی هغه تر تاسی قوی وو تر دی چه تاسی یی ساتلی نو له یوی خوا ستاسی واچ ډاګ لری شو او بیا هغه تر تاسی ډیر قوی وو . د الله ج په روی ددی مظلوم ولس له اوښکو او وینو خو وشرمیږی ( دا غنچه دی بس دی نور مه شکوه ګل ) د خپلو خلکو له جنګه او ظلمه لاس واخلی د خپلو خلکو سره جنګ د الله ج سره جنګ دی او د خالق سره جنګ کول د کم عقلانو کار دی ، الله ج په قران کی فرمایی ، چه که تاسی زما سره او یا زما د لیاری د پلویانو سره جنګ کوی د پخوانو قومونو قیصی واوری چه څه پری وشو او څه شول ، تول عمر انسانی قدرت په خبل ځای نه پاتی کیږی نزول کوی او لکه د روسانو په شان به امریکا هم ماتیږی (ځانونه د کمزوری او مات شوی د شمن په پناه کی مه ساتی الله ح ته پناه یوسی) دا به ستاسی د دواړو چهانونو د شرمندګی او پرله پسی عذابونو وسیله شی ، څومره به شه وی چه ځانونه لکه د احمدشاه بابا ، میرویس نیکه ، وزیر اکبرخان او داسی نورو په شان چوړ کړی د خپل ناموس، خاوری ، دین ، خلکو او خپلواکی ځخه دفاع وکړی ملی او اسلامی ویاړنی بیا خپلی کړی ، له ځانه احمدشاه با با ، میرویس نیکه او وزیراکبرخان جوړ کړی نه دا چه له څانه شاه شچاع ، ببرک او کرزی جوړوی . دننه چه غلام وی ، قره قلی ، افغانی چپن او پګړی له سړی نه بادار نه شی جوړولی.

اوس هم وخت لری ژوندی یاست ، په اخلاص توبه وباسی د خالق او مخلوق سره د اخلاص او سپیڅلتیا ژمنه وکړی خپلو خلکو او الله ج ته راوګرڅی په خپأو خلکو ورحمیږی خپلی هلی څلی داسی جوړی کړی چه د شیطانی دیموکراسی نظام پرڅای د اسلامی نظام د قایمیدو د پاره هلی څلی وکړی د یموکراسی د اسلامی نظام سره بلکل په تضاد او مخالف قطب کی قرار لری د الله ج نه په غیر د بل طاغوت بندګی او ویره مه کوی د هرڅه کونکی دادی که د خالد په شان پیاوړی او غښتلی سړی په خپل ملګری له پښو غورزولی شی نو هر کار کولی شی که په موسی ع باندی ( چه د فرعون په کور کی لوی شوی او زوی یی ورته ویلی وو ) فرعون د نیل په رود او یا احمر بحیره کی غرقولی شی نو د روسانو او امریکانو به شان وحشیان اوظالمان هم تباه کولی شی په درناوی

Door Guest