بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال: الحاج استاد بیانزی

مونږ د افغان سولی جرګی له خوا دوه کسان د سولی د پروسی د اړوندو چارو د سرته رسولو د پاره ( د ۲۰۱۲ میلادی کال د جولای د میاشتی په شپږویشتمی نیټه ) د ګران هیواد پایتخت کابل ته سفر وکړو ، ترڅو د ټولو خواو سره خوله په خوله خبری وکړو خپلی نظریی او وړاندیزونه له هغو سره ګډ کړو، د سولی او ملی ورورولی د پښو درولو د پاره زمینه سازی او فارمول سازی وکړو .

د سهار شپږ بجی زمونږ د سپارلی الوتکه د کابل په بین المللی ډګر کی کیناسته او له نیکه مرغه ښکلی د رحمت باران وریدلو ، دا ښکلی نری باران مو د خپل سفر لمړی نیکمرغی وګڼله. باران سره ښکلی نیمه سړه هوا ملګری وه داسی نه معلومیده چه د کابل هوا دی کثافات او الودګی ولری ، خدای شته مونږ د ډیری خوشالی احساس وکړو .

له ټولو ډیره نازولی او جالبه خبره دا وه چه ګران هیواد ته د ۳۵ کلونو مسافری وروسته راستانه شوی وو هره خواته مو په ډیره حیرانتیا سره کتل هر څه راته باغونه او ګلونه ګلونه ښکاریدل او په رشتیا مونږ د پاره هر څه نوی وو دا څکه چه پخوانی ډیری ودانی ورانی شوی وی ، زړی شوی او بدلی شوی وی او ورسره نوی ودانی نوی لیاری او نوی سړکونه جوړ شوی وو مونږ ویل که مونږ کوم نابلده ځای ته راغلی یو په لمړی سرکی مو ځانونه لکه پردی ګڼل . یو ورور د کابل هوایی ډګر څخه شار ته یووړو ، ستړی او خوبولی وو د یو ورور په کور کی مو لږ څه استراحت وکړو د چای چښلو وروسته د ښار خواته ووتو روپی مو سره بدلی،او د هغه څای موباییل تلیفونونه مو سره رانیول او ورڅ مو د ښار په یوه او بل اړخ په لیدو او نندارو تیره کړه .

بله ورڅ چه باران دریدلی او لمریزه ورځ وه د خپلی سولی د پروسی په هکله مو خپل ورڅنی پلانونه ترتیب او د هغه پلان د عملی کولو په فکر کی شو . زمونږ د پلانونو زیاته برخه د کابل هغه ورونو رابرابروله چه مونږ سره د سولی پروسه کی له پخوا نه ملګری وو ، دوی مخکی له مخکی( د هغه خواوو سره چه مونږ باید ورسره ووینو) زمونږ د لیدنو او کتنود پاره وختونه ټاکلی وو . ددی پلانونو په لړ کی د هیواد څینو ولایتنو او ولسوالیو ته مو هم سفرونه درلودل . له نیکه مرغه له تولو کتنو ، لیدنو او سفرونو مو ډیر ی موثری لاسته راوړنی ولرلی کوم چه ډیرو خلکو او ګروپونو تر اوسه( دا ډول موثره او پیاوړی لاسته راوړنی) لاس ته نه وی راوړی ، داڅکه چه زمونږ میشتو د شوری ورونه هلته ډیر فعال او د خلکو باور یی تر لاسه کړی وو ، او د سولی دا کاریی له اولیتونو څخه وو . په دی هکله مونږ د ټول سفر د کړنو او لاسته راوړنو مفصل راپور د افغان سولی جرګی ته ورکړی دی خو لنډیز به یی ټولو هیوادوالو ته هم وړاندی کړو او هغه دا چه :

د اهل تشیع ورونو، د شمالی ټلوالی د بیلابیلو ګروپونو، د بیلابیلو حزب اسلامی ګروپونو ، د امارت اسلامی د دننی او بارنی مجاهدینو ، د حکومتی چاروواکو ، مدنی ټولنو ، د حکومتی سولی عالی شوری د ډیرو مهمو غړو ، د مشرانو او کشرانو جرګو او د ولایتی شوری ګانو سره مو وار په وار لیدنی کتنی وشوی . هغوی د افغان د سولی د جرګی د سولی د پروسی او په دی هکله زمونږ د اوږدو سفرونو یادونه او لمانڅنه وکړه، دعا ګانی یی کولی چه زمونږ په سفر کی دی الله ج هغه برکت واچوی چه دی مظلوم او په وینو کی ډوب ، دردیدلی او غمیدلی اولس ته (چه پوره ۳۵ کلونه یی په جنګ کی تیر شول ) نور د سولی او هوساینی پسرلی راولی . د هغوی هریو ګروپ په بیلو جملو او کلماتو کی د ټولو ګډ هدف او ګډ مشکل ته ګوته و نیوله ، د خبرو کوچ یی دا وو :

دافغانانو څخه ډیری سهوی شوی دی د هغو سهو له امله مو د جنت په شان شکلی وطنه مو جهنم جوړ کړو ، د خپلو ناپوهیو او یا د نورو په لمسون مو یو بل ووژل ، د کار نتیجه دا چه مونږ تولو وبایلله او زمونږ دشمنانو وګټله ( اولا ګټی یی ). د سیمی ګاونډی ملکونو او د نړی استعماری قوتونو زمونږ په ملک کی د هرهر ګروپ سره په اړیکو کی وو ، دا اړیکی به د څینو سره کمی خو د څینو سره بیا زیاتی وی ، دا اوس هم چه نه جوړیږو علت یی دادی چه بارنی دشمنان په مونږ کی لاسوهنه لری . څوک هم خپله خطا او ګناه نه منی هر ګروپ په نورو پړه اچوی( چه تاسی ملامت یاست) . دوی وویل نور بس دی له ۳۵ کلونو جنګ به مو پوره زده کړه کړی وی (چه زمونږ اصلی دشمن او دوست څوک دی ؟) راڅی چه هر څوک د نورو پرڅای ځان ملامت کړو له خپلو مرورو ورونو بخشنه وغواړو ، یو بل غیږ کی ونیسو او یو څل بیا نړیوالو ته وښیوو ( که مونږ په جنګ پوهیږو مونږ په سوله هم پوهیږو) . هر ګروپ د تکبیر چیعی وهلی او ویلی چه دا قربانی به زما له ګروپه پیل کړو .

د اسلامی امارت د ورونو سره ( چه تر ټولو ډیر مهم ځکه دی چه سنګر کی پراته دی ) مو د لیدونو وخت کی دا پوښتنی یادی کړی چه : مخالف ګروپونو سره دا ویره ده( چه تاسی به اسلامی امارت بیا جوړوی او په ټاکنو به عقیده نه لری) ددی معنی به دا وی چه تاسی به نوروته په سیاسی قدرت کی برخه نه ورکوی ، هغوی وویل : زمونږ سایت ته مراجعه وکړی زمونږ مشر په تیر لوی اختر اعلامیه کی علنی اعلان کړی دی( چه مونږ د قدرت انحصار نه کوو ). د باندنی دشمنانو تر شتون پوری مونږ هماغه د پخوانی اسلامی امارت تشکلیلات او تعیینات ساتو ، (کله چه مو یرغلګر له خپلی خاوری وویستل) نو بیا مونږ د اسلامی امارت پرڅای ( چه اوس ورته پوره شرایط برابر نه دی ) یو متناسب ملی اسلامی حکومت را منڅته کول غواړو چه د ملت ټولی خواوی پکی متناسبه برخه ولری نو په دی ډول به د ورور وژنی مخه ونیول شی ، ( اسلامی امارت به د وروستی نسلونو په وسیله رامنڅته شی) هغه وخت به خلک د قوم ،ژبی ، سمت ، ګوند او داسی نورو پرڅای تقوی ، لیاقت ، ابتکار پوهه او اخلاص معیار ونیسی د ملک چاری به مستحقو او متقی خلکو ته وسپارل شی لکه چه قران فرمایی تاسی( امانت اهل کسانو ته وسپاری ) . اوس چه مونږ کی خارجی لاسونه دی مونږ دوست او دشمن سره خطا کړی دی د اسلامی حکمت له مخی ددی اړه ده چه په هر فارمول وی سوله جوړه او دشمنی اخر ته ورسیږی ، ملی او ا سلامی یووالی قایم شی .

له بده مرغه د دین او خاوری دشمنان په کمین کی ناست دی مونږ دی متناسب حکومت جوړونی ته هم نه پریږدی ، مونږ ولیدل د روسانو له وتلو وروسته یی مونږ د پشتو او فارسی په نوم وجنګولو( چه هغه د قومی او ګوندی تعصباتو اور لا اوس هم بلیږی) نو امریکایان هم( د خپلی ماتی د شرمندګی د پټولو د پاره) د روسانو له هماغه قومی تعصباتو له پروژی څحه کار اخلی ، ددی د پاره پلانونه په لاس کی دی ، ددی د پاره ډالر او وسلی ویشل کیږی ، په رسنیو ، تلویزنونو ، اخبارونو ، کتابونو ، تعلیمی ادارو او د حکومتی چوکیو په ویش یی د ا رقابتونه او دشمنیګانی یی رامنڅته کړی دی ، (هر قوم او هر ګوند د بل سره غوښه او چوړکی دی ) ، الله ج قران عظیم شان کی فرمایی چه تاسی د کفارو مقابل کی سخت زړی او خپلو منځو کی رحم ولری خو مونږ ددی ایت شریف سرچپه لګیا یو د کفارو په دستور خپل ورونه وزنو او د کفارو سره مینه لرو.

نو ګرانو هیوادوالو دا جه ما څه لیکلی( زما د خپلو اوریدلو او زما د خپلو سترګو لیدلی حال دی) تاسی وګوری ټول مخالف اړخونه له جنګه څومره ستړی شوی ، سوله غواړی ، پرون یو د بل وینو تویول یی د څان د پاره حلال ګڼل الحمدلله اوس داسی قربانیو ته تیار دی ؟ هره ډله وایی (چه ټوله ملامتیا زمونږ ده) ، نو که دا پیرزونی صادقانه او مخلصانه وی نو مونږ به ولی سولی ته نه هیله مند کیږو ( صرف چاته اړه وه چه دوی سره مخامخ کینوی) ، تولو مونږ سره ژمنه وکړه چه مونږ به تاسی ته خپل نماینده ګان د ملی جرګی د جوړولو د پاره درکړو چه تاسی سره د سولی په پروسه کی زمونږ په نمایندګی مرسته وکړی د غه ملی متناسبه جرګه به د تول ملت د ټولو اړخونو نمایندګی کوی.

نو مونږ هلته د انسجام کمیته په نظر کی ونیوله ( که د افغان سوله جرګه یی تایید او قبوله کړی) دغه کمیته به د ملی جرګی د تاسیسولو د پاره د ټولو اړخونو څخه نمایندګان را خپل کړی کوم چه مونږ سره یی مخکی له مخکی مفاهمی او ژمنی کړی دی او د انسجام کمیته به ددغه لویی ملی او اسلامی جرګی مهمه او فعاله برخه وی . دوی به ددی جرګی بنسټ کیښودونکی او تصمیم نیونکی وی .

ددی کارونو په لړکی مو د امریکا سفارت او د ملګروو ملتونو د څانکی سره هم لیدل کتل وکړل هغوی هم ځمونږ د سولی هلی څلی وستایلی او د خپلو ممکنه مرستو ژمنه یی وکړه د امریکا سفارت مونږ ته وویل( چه له حکومتی چارواکو سره هم اړیکی ونیسو) . نو مونږ له څینو وزیرانو ، معینانو ، ریسانو ، وکیلانو آو د سولی د عالی شوری د غړو سره تماسونه ونیول د هغو سره مو د سولی په هکله د افغان سولی جرګی وړاندیزونه شریک کړل . له بده مرغه حکومتی چارواکی (د سولی د عالی شوری په ګډون) داسی نه معلومیدل چه سولی سره دی دلچسپی او مینه ولری ، داسی استدلال یی کوو چه اوسنی حالت د بدلیدو نه دی او همدا حالت د افغانستان د خلکو په ګتّه او څوک یی نه شی بدلولی او خارجیانو هم دلته ډیری سرمایی په کار اچولی او وینی یی توی کړی دی( دوی نه وڅی) تاسی ډاډه اوسی. ډیری خبری دوی کولی زمونږ د خبرو اوریدو حوصله یی نه درلوده دوی پوهیدل چه هر ډول( حتی مثبت بدلون) هم د دوی په ګته نه دی ، نو زمونږ خبری ورباندی ښی نه لګیدی . دا د دوی مشکل وو زمونږ هدف صرف دوی ته اورول وو چه د سولی د راتګ د پاره (په خوښه یا په زور) امادګی ولری ، دا تاریخی جبر دی څوک یی مخه نه شی نیولی . په درناوی

Door Guest