۱۴ـ۱۲ـ۲۰۱۲

بســــــــــــــــــــــــــــمل

رښتیاهم زمانه اخېره ده حیاورکه شوه دیوشمېرکشرانوڅه چې آن دځینومشرانوپه سترګوکې نم نه دی پاته البته دهغو جعلي او تش په نامه مشرانوکوم چې دپردیو په زورپه ولسون تپل شوي دي .

څلورپنځه ورځې مخکې دکرزي له خولې هغه خبرې راووتې چې بایدلاله پخوایې کړې وای خبرې یې تر یو بریده  په ځای وې خوداشین څراغ چاورکړ؟

کله چې ښاغلی حامدکرزی هغه دوخـت په سوړوکې پټ اوډارن قسیم فهیم په وړاندې دیوې وړې خبرې جرئت نه لري د کبرجنې امریکااوټلوالې په وړاندې خویې اصلأبایدشورونه خوري نودادکومې پیالې بنګ یې ووهل چې داسې مېړنی شو؟

حامدکرزي یوولس کاله پوره دپښتنولاس اوپښې وتړلې جلادانوته یې پخپل لاس چړې تېرې اوبې وسه پښتانه  یې ولایت  په ولایت پرې حلال اودخاوروکښیان کړل منظورمې بموورۍ دي نوآیا دپښتنوقاتل یې نه شوبللی؟

ددرې نیمولسیزوپه لړکې پښــتانه په مختلفوپلواونومونوووژل شول دنویمې لسیزې خپل منځي جګړوکابل په کنډواله بدل اوپښتانه پکې سخت زیانمن شول.

له دې خوهیڅوک ســـترګې نه شي پټولی چې دشمال جنایتکارې ټلوالې په تېره بیادنظارمکارې سادستي شورا پښتنو ته نه پوره کېدونکي زیانونه ورسول خودومره پښــتانه چې دکرزي  په دوره مانا دده له لاسه ووژل شول نه دوستم وژلي نه مسعوداونه محقق خوبیاهم همدادپښتون قام لوی اونه بخښوونکی قاتل راولاړیږي اودپښتون دقبرلپاسه اوښکې تویوي چې ستاپه ضدنړیواله توطیه آن لا له  پخــواروانه وه اوروانه ده خودومره خپل ګرېوان  ته سر نه ټیټوي چې ددې تباهي اوناورین وسیله څوک وګرځېدل.

آیاښاغلیه کرزیه ته دانه منې چې ستا له لاسه تاریخي اونامي افغانستان اشغال،  تباه اوبرباد شو؟

آیاستا دادیوولسوکلونوغولونې دپردیودګټولپاره نه وې  اونه دي؟

آیاتا پخپله په دایوولسوکلونوکې غله او جنایتکارن دمجاهدینوپه نوم سمبال نه کړل؟

دشهرکونوپه پلمه، دمخدره توکواواداري فسادله کبله دنړۍ په کچه هېواددفسادلمړي مقام ته  تاونه رساوه؟

ستا له لاسه ګڼ شمېرافغانان په تېره بیاپښتانه دهېواد په دننه پخپل پلرني ټاټوبې کې بې کوره نه ګرځي؟

که دولایتونوله لیدلوپاک رب محروم کړی یې دا نږدې چهارراهي قمبر ته ورشه چې هلته زموږ مظلوم هلمندوال دچا له لاسه سره اوړي او ساړه ژمي په عذاب کې تېروي؟

پښتانه ستا له لاسه په غم ککړ اوونه  رټل شول؟

په درۍ ګونو اداروکې تا دپښتنو پرحق سترګې پټې نه کړې؟

تا یوڅوپلن څټي اوغلام مزاجه پښتانه  دپښتنودغولونې لپاره په یوڅوغولوونکو مقامونو تطمع نه کړل؟

تابسم الله محمدي دکورنیوچارومهم وزارت ته چې دزړه حیثیت لري دپښتنودځپلولپاره رانه ووست؟

 آیاداځل ددفاع وزارت پښتانه په همدې بسم الله محمدي نه ځپې؟

دزرګونوپښتنوعالمانو، استادانو، ډاکترانو، قومي اومخورومشرانواصلی قاتلین تا ته نه دي مالوم؟

ته دپښتنو دښوونیز او روزنیز بهیر په مخ کې خنډ نه شوې؟

له تحصلي بورسونوڅخه دپښتنوله محرومولو ته خبر نه یې؟

کوم یوپښتون چې په کړاواوربړتحصلي بورس ترلاسه کړی اوبیادکم ذاتولخوالکه په  هندکې چې دسیسې ورته جوړې شوې ته خبر نه یې؟

دپښتنودناموس،سراومال قاتلانولکه بداخلاق جنرال پترویس او نوروته  تاپه ټټر مډالونه ورونه ټومبل؟

دپښـتنوله دوودریوسو څخه  زیات  تنکي ماشومان لا اوس هم دامریکایانوپه زندانونوکې دماشومتوب نازنین عمرپه اوښکوډکوسترګوتېروي آیاداستا له لاسه نه دي؟

تاوېل ترهګرله پولې اخوادي بایدوځپل شي نوآیادامریکايي بې پیلوټوالوتکولپاره دبمبوریواوپښـــتون وژنې زمینه تابرابره نه کړه؟

آیادپاکستان لخوادمبهمو راکټونوپه دسیسه کې ته شریک نه یې؟

آیاد راروان کب میاشتې په غونډه کې تاله پنجابیانوسره دیوې تورې توطې پلان  په ګـډه نه  دی جوړکړی ترڅود ډېورنډ ناولې کرښه دیوڅوخېټورواوشیطان  صفته ملایانولکه قیام الدین کشاف او یوڅولوېدلوجرګـــه والوله لار ې په رسمیت وپېژنې؟

آیاته په مجموع کې دافغانانو(پښــتنو)خوپه ځانګړي ډول  دلرې پښتونخواپه سرنوشت لوبې  نه کوې چې اوس لا داهم وایې دادسیسه داخواپښتنولپاره هم روانه ده؟

داخبرې خولا لس یوولس کاله مخکې موږ لیکوالوتا ته کولې له  رادیوګانو رانیولې تر نورو چاپي او برېښـنايي رسنیو پورې  موتاته  د رسولوهڅه کړې خوتابه یاځان تېراوه اویابه دې  خپل بې سواده اوډارن بوټ  پاکان زموږ دتوهینولولپاره په  شـــاوټپول هغوبه په مستعارونومونوموږ توهینولوزموږپه  خلاف به یې ناوړه تبصرې کولې اوکوي یې داهغه بوټ پاکان دي چې ته یې په ایرانيوکڅوړوډکوې خودوی تادنابودي کندې ته ورغورځوي .

 همدغوبې ضمېرو به موږ په دې تور متعصب اوکرکجن بلولو چې دحق اواز مو اوچت کړی دی یعنی دپښتنو په حال مو نړیوال خبرول  خو موږ یې متعصب بللــو اوس چې ته دپښــــتنو په حال اوښکې تویوې نو بیا خوهغه بوټ پاکان بایدتاته هم متعصب اوکرکجن ووايي  خونه  فکر کوم داستادډرامو وروستۍ پردې دي نورنوستاد تیاتر دلیدلوحوصله څوک نه لري  اوس هر افغان پوهیږي چې په تادځانګړواهدافولپاره پانګونه شوې  ته نه افغان یې اونه  دپښــتنومدافع ته دپښتنولوی دوښمن اودسولې په مخ کې لوی خنډیې که داسې نه وي اوزه اشتباه کوم نو اول داچې تا ولې دامریکايي ظالمانه بموریو چې آن یورانیم لرونکي توکي یې هم پکې وکارول مخه ونه نیوه؟

دوهم داچې تاولې دسولې تش په نامه شورامشري ته دسولې لوی دوښمن برهان الدین  رباني  رامخ ته کړ؟

دهغه له نابودي وروسته دې د هغه کرکجن اوبې سواده زوی په دې مقام سپورکړ چې نه دسولې او نه  دورورولي په  تعریف  پوهیږي که پوهېدی نو دښوونې او روزنې د پوهنتون  محصلینو ته به یې داسې نه وېل چې درباني په نوم لوحه دښوونې اوروزنې له پوهنتون څخه نه شي راکښته کېدی اوس نوپخپله قضاوت وکړه چې داته دسولې په مخ کې لوی خنډ نه یې نوڅوک دي؟

 داهرڅه به اخواپرېږدواوس نوکه نر او واقعأ افغان یې او په  رښــتیا دې په افغانستان اوپښتنو زړه خوږیږي نود پښتنوددوښمنانوپه ضدیورښتینی جهادپیل کړه راولاړ شه اوپه یوه برابره موقع یوبې پرې هېوادته ځان ورسوه استعفأوکړه او ټولې نړۍ ته دافغانستان اوپښتنوددوښمنانوڅېرې بربنډې کړه.

 څوکاله پخواچې چین ته په  رسمي سفر تلې په یوه لیکنه کې مې درته لیکلي و، چې هلته سیاسي پناه واخله څو درښتیا باچا شې په هغه لیکنه کې مې له ډېره درده څو تندې خبرې هم درته لیکلې وې او بیا ستابوټ پاکانوډول ډول ناوړه اوسپکې تبصرې  پرې وکړې  په هرصورت اوس  هم ښـه موقع وه چې په ترکیه کې دې دچین سفارت ته ځان رسولای وای او دتل لپاره  له داسرو شرمشانو ژغورل شوی وای.

زماپه وړاندیز سر سم خلاص اوله موقع څخه ګټه پورته کړه که نه نوته هر ه خبره دپردیودپلان له مخې کوې  ته په رښتیا لکه داځیني خلګ چې وايي رښتینی حامدکرزی نه بلکه دهغه کاپي یې یاخویې ماغــزه داسې درمینځلي چې نه ښی لاس پېژنې نه چپ آن دځانمرګي واسکټ ته به دې هم کله نا کله شوق کیږي.

ستا له لاسه مې دزړه سر لراوبرپوخ په انګارشو××× هېواد ستا له لاسه چور شو پښتون ستا له لاسه خوار شو

یادونــــــــــــــــــــــــــــه:

دبرېښناپاڼوله درنو چلوونکوڅخه هیله کوم، چې زمالیکنه تبصروته کښې نه ږدي که کوم څوک زما دلیکنې خلاف نظر لري مهرباني دې وکړي د یوې ځانګړې لیکنې په ترځ کې دې خپل نظروړاندې کړي.

دحامدکرزي  دتیاتر وروستۍ پرده په لاندې ډول ده:

”پښتانه د نړيوالې توطيې ښکار دي”

حامدکرزی: پښتانه د افراطیت په لاس او د افراطیت پرخلاف د جګړې په نوم، د تروریزم په لاس او د تروریزم پرخلاف د جګړې په نوم د یوې لویې نړیوالې توطیې قرباني دي حامدکرزي، پرون په یوه خبري ناسته کې وویل نه یوازې دا چې افغانستان، بلکې په پاکستان کې هم پښتانه د افراطیت په لاس او د افراطیت پرخلاف د جګړې  په نوم، د تروریزم په لاس او د تروریزم پرخلاف د جګړې په نوم د یوې لویې نړیوالې توطیې قرباني دي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا له ولسمشرباراک اوباما سره د یوې مناظرې په لړکې وکړې، نوموړي د میټ رامني د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان او له ډیورند ها خوا د پښتنو د ژورو دیني او مذهبي احساساتو څخه کار اخیستل د انګلیسانو د امپراتورۍ له مهال څخه پیل شوي دي، چې هغه مهال د اسیا په کچه افغانستان خپلواک او فعال و، انګلیسانو هڅه کوله چې له هرې ممکنه لارې افغانستان کمزوری کړي

حامد کرزي د هغه مهال د انګلیسانو د امپراطورۍ د اوج او ړنګیدو په اړه خبرې وکړې او د هند له ازادۍ او د پاکستان له جوړیدو وروسته یې د پاکستان پر میراث خبرې وکړې چې د انګلستان تګلاره ورته پاتې او په سیمه کې یې د هغې پلې کولو ته دوام ورکړی او د روسان د یرغل پر مهال چې پاکستان ته په دې اړه ښه چانس په لاس ورغلی و هغه مهال په امریکا کې هم د شوروي پرخلاف د شنه کمربند په نوم یوه طرحه جوړه شوه، په دغه طرحه کې د خلکو له دیندارۍ او اسلام دوستۍ څخه کار اخیستل او د کمونیزم پرخلاف د اسلام ضدیت و.

هغه وخت امریکا او لویدیځ د پاکستان له لارې او د پاکستان په همکارۍ په افغانستان او او منځنۍ آسیا کې د افراطیت د هڅولو لپاره د شنه کمربند په پلی کولو لاس پورې کړ. کله چې روسیې ماته خوړه له شنه کمربند څخه د افغانستان د ورانې لپاره کار واخیستل شو.

د افغانستان پرخلاف د طالبانو تحریک هم د همدغو د لویدیځ او پاکستاني عناصرو لخوا جوړ او د یوې مهمې وسیلې په توګه یې وکارېده.

کرزي د یادې مناظرې پر مهال وویل: ښاغلی میت رامني پوهیږي چې پښتانه نه یوازې د هغه افراطیت قرباني کیږي چې دوی د خپلو موخو لپاره رامنځته کړي و، بلکې په هغه جګړه کې هم وژل کیږي چې ظاهرا” د افراطیت په نوم ترسره کيږي.  حقیقت دا دی چې افغانان او له ډیورند ها خوا پښتانه له دواړو خواوو څخه د تروریزم او افراطیت قرباني دي: )) دلته مهمه دا ده هغه کسان چې د طالب په نوم او د اسلام له نوم څخه په استفادې سره د اسلام، د افغانستان د خلکو او په پاکستان کې د پښتنو پرخلاف کارکوي، په دې خبر دي چې هغوی استعمالیږي.((

کرزي وویل: طالبانو او د هغوی مشرانو ته زماپیغام دا دی چې د پښتنو پرخلاف کار مه کوی، د دغه قوم ښوونځي مه ورانوی، ښوونکي او دیني عالمان یې مه وژنی او په دې پوه شی هغوی چې کوم کار کوي ضرر یې اسلام ، د سیمې خلکو او په ځانګړي ډول افغانانو او له ډیورند هاخوا پښتنو ته رسېږي.

Door Guest