بسم الله الرحمن الرحیم

الحاج استاد بیانزی

درنو ورونو او خویندو ، تاسو ته خو پته ده چه اوسنی استعمار لکه د پخوا په شان زاړه پلانونه او زاړه وسایل نه لری ، د نظامی اړخ سره فکری جنګ هم پرمخه بیایی ، دوی تل په نظامی جنګونو کی (سره ددی چه وسه یی له هر چا څوواری زیاته وی) ماتی خوری . ځکه جنګ وسله نه ، وسله چلونکی کوی . وسله چلونکی د نظامی تجربو په څنګ کی اوچت مورال ته اړه لری ، مورال د مقدس هدف سره رامنڅته کیږی مقدس هدف له حق او مشروعیت څخه د فاع کولو ته وایی .

دا چه د حریصو استثمارګرو او استعمارګرو جنګ تل باطل او ناروا جنګونه وی ،( د خپلو شخصی ناروا ګټو او استثمار د پاره غریبان په غریبانو وژنی) نو هغه چه له ځانه سره یی کوم جنګیالی عسکر راوستی وی هغوی اجیران وی د معاش د پاره جنګیږی ، معاش د ځان او د کورنی د ژوندی ساتلو د پاره باید خرڅ کړی نه دا چه ځانونه د معاش د پاره ووژنی( د مرګ څخه ځان ژغورلو ته د مورال ماتوالی وایی) . له بلی خوا د دوی عسکر هم د تاریخ ویونکی او یا اوریدونکی وی هغوی د استثمارګرو او ظالمانو قیصی له کتابونو ، له مشرانو ، له رسنیو یی اوریدلی وی او په ځانګړی ډول هغه چه په دوی او یا د دوی په مشرانو تیری شوی دی ، نو چه کله په دی مظلومو ټولنو کی د هغوی ظلمونه او جنایات مشاهده کړی ، زړه یی نه غواړی چه جنګ وکړی مګر داچه ( د امر نه منل په استعماری عسکری کی مرګ دی) نو جبرا دوی نور غریبان وژنی تر څو خپله کورنی د لوږی تندی ، او بی کوره کیدلو وژغوری نو د ظالمانو په قومانده مظلومان وژنی ( چه دی کارته نامقدس جنګ وایی ) او د (نه مقدس کیدلو جنګ عقیده) مورال ماتوی .

برخلاف هغوی چه د خپلو حقه حقوقو د دفاع د پاره سنګر کی ناست وی د خپلو مظلومو خلکو د وژنو ، عزت او ناموس د فاع کوی هغوی چه د خپلی خپلواکی او خاوری د ازادید و او د خپل دین او د الله ج د رضا دپاره سرونه قربانوی هغوی مقدس هدف لری (مقدس هدف لرل د مورال اوچتوالی دی) ، هغوی د هدف لاسته راوړلو د پاره ځان اومال وسیله ګڼی نو هغه څوک چه ژوند د هدف د پاره قربانی کوی مورال پورته بیایی نو د ظالمانو مورال را ښکته کیږی. او بیا د مسلمانانو سره جنګیدل خو لکه د غره سره جنګیدل دی مونږ روسان ولیدل چه مات شول او مونږ اوس امریکایان او د نړی تول زوراور کفری طاقتونه د ټولو عصری او قوی تکنالوژی سره ګورو چه په یوولس کلونو کی نه یواڅی داچه خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیدل بلکه دماتوپه درشل کی دی .

نو اوسنی دجالی استعمار سره ددی چه هر ډول وسلی او وسیلی لری ، ډیړ منظم پلانونه او پرسونل لری زمکه ، هوا او اوبه یی په واک کی دی خو ددی سره سره د خپلو ماتو پیش بینی د کمزوری مورال له امله کوی نوخکه یی له اوله یی د فکری جنګ تابیه کړی ده ، زمونږ خلک بیا د فکری جنګ په مقابل کی چه هغه کی له ډالرو کار اخستل کیږی ماتی خوری.

استعمارددی فکری جنګ د پاره :

په لمړی درجه د بهمن صاحب په شان په د کوم ایزم سره تړاو لری ( بهمن صاحب می ځکه په دی درجه کی یاد کړو چه اسلام ته یی د اسلامیزم نوم اخستی دی او دا خبره له ایزمیانو غیره بل څوک نه کوی ).

په دوهمه درجه هغه خلک د فکری جنګ د پاره استعمالیږی چه یواځی په مادیاتو تکیه او باور لری ، نه په ا یزمونو ، نه په سیاست او نه په دینونو غقیده لری صرف د خپل مال ا و متاع د زیاتولو( روا که ناروا ) په لټه کی وی .

دریمه ډله بیا هغه تش په نامه اسلامی علما او تش په نامه مجاهدین دی چه علم او جهاد یی د مادیاتو د لاسته راوړلو ، شهرت ، مقامونو ته د رسیدو د پاره کوو ، له دین څخه یی د خپلو ګټو د پاره کار اخست ، او لا وروسته یی د مادیاتو په مقابل کی پښی وښویدلی استعمار په ډالرو ژوندی واخستل .

تاسی د پورتنی دری واړو ګروپونو بی ضمیره او بی وجدانه لوړپوړی د افغاستان په اوسنی غلام ، فاسد او بی کفایته اداره کی ګوری چه څوک څوک دی .

دغه ډری ګروپونه استعمار له اوله په نښه کړی وو، کار پری شوی وو چه دوی به د استعمار د نظامی اړخ سره موازی د استعمار په ګټه فکری جنګ هم مخی ته بیایی ، د فکری جنګ بودیجه څو واری له نظامی جنګ زیاته ده دی ګروپونو ته په میلونونه ډالر ورکول کیږی او څینی بیا وایی چه دوی ته امضا شوی چیکونه ورکړی کیږی .

اول استعماردوی له اخلاقو لری باسی هر ډول عیاشی او فحاشی کول د دوی لمړی ازمیښتی دوره ده .

دوم: دوی ته لوی مادی پروژی په واک کی ورکوی، دا ستعمار پلټنی ورپسی وی ، پروژه بی کیفیته او نیمګړی پاتی شی د پروژی ډیره برخه د دوی په شخصی جیبوکی ننوځی ،استعمار تری پوښتنه وکړی چه نوری ډالری څه شوی . دوی ناجوابه او بی ضمیره پاتی شی استعمار ورته وایی پروا مه کوی دوسیه به مو زه حفظ کړم زما پالیسی تعقیبوی پروا مه کوی خو یاد ساتی که کله مو خلافورزی وکړه دا دوسیه به درپسی راکاږم نو له هغی وروسته یی په هماغه دوسیه یرغمل ځان سره وساتی او بیا د باور وړ شی .

دریم : له دی وروسته بیا استعمار د دوی سره په ګډه د فکری جنګ د پاره هر اړخیزه هلی څلی پیل کړی چه یوه نمونه یی (چه د همدی فکری جنګ شبکی له خوا ) په مجاهد ورور ، طارق بزګر صاحب باندی ( د افراطی اسلامیزم او پشتونیزم تورلګیدلی دی ) چه ټول افغاانان یی په کړو او پوهه باندی ایمان او باور لری او د دعوت ویاړلی پاڼه چه د استعمار په مقابل کی یی سنګر نیولی دی دده په هلو څلو او ابتکار جوړه شوی او چلیږی چه استعماری مهری او جاسوسان مظلومو هیوادوالو او نړیوالو ته په ګوتو کوی .

دا خو یو کوچنی مثال وو ، د فکری جنګ سنګرونه ډیر نرم او ګرم دی تاسی د سیاف صاحب فتوو ته خیال وکړی ، تاسی د څو سوو تلویزونونو ، بی شمیره رادیو ګانو ، فیس بوک او بی شمیره رسنیو ، اخبارونو ، په مساجدو او څینو ګڼو ګوڼو کی تش په نامه علماوو او تش په نامه روشنفکرانو له خوا د اصیلو خلکو په ضد ناروا تبلیغات او زهریات و شمیری حیران به پاتی شی چه فکری جنګ څومره به سرعت روان دی ،حتی په نظامی عملیاتو ، حکومتی مقرریو ، بانکونو ، ټولو وزارتونو او پروژو کی (هغه څه چه وای هغه نه کوی او هغه څه چه کوی هغه نه وایی ) ، تردی چه په نړی کی اولین هیواد دی چه فساد کی به د نوبل جایزه ورکړی شی .

بهمن ورور چه د پشتو ، او فارسی او یا د متضادو او مخالفو ګوندونو خبری کوی او یا څینی بی معنی تصویرونه ښیی مثلا د عالیه راوی تصویر یی نصب کړی دی ( څه مطلب ) او لاندی یی لیکلی دی( چه مشرب او نور) دهغی له خولی څه خبری یی رانقلی کړی دی ما دری څلی ولوستی د هغی په خبرو کی هیڅ کومه د تعصب خبره نه وه نو بیا د هغی د خبرو د رانقلولو هدف څه وو ( یواڅی داچه د پشتون نوم یی یاد کړی دی ) ، که چا د پشتون نوم واخست په دوی خولی راشی زړه یی دادی چه بشتانه هم پشتنو لکه د دوی په شان کنځل ولیکو او یا ووایو چه پشتانه یهودان دی ، پشتانه جاهل او ناپوهه دی او …. نو بیا به دوی خوشاله وی . زه نه پوهیږم پشتنو څه لویه ګنا ه کړی ده او یا بی غیرته خلک دی ، پشتنو خو تل دا وطن د پردو له منګلو ژغورلی دی هماغه پردی( روسان ) چه د بهمن صاحب او دده د ملګرو په واسطه راوستل شوی وو لکه پرون چه روسانو سره امیر صاحب د دوستی معاهدی کړی وی او نن د امریکایانو سره عبدلله ، قانونی ، دوستم ،کرزی او خلیلی د وروری معاهدی کړی او دا ملک یی پری خرڅ کړی دی( او اوس زمونږ د غوښو او هدوکو د خرڅ وار دی) دوی ته ویل شوی دی (که پشتون قوم او نور غیرتی قومونه شتون لری نو ستاسی معاشونه او مقامونه په خطر کی دی او مونږ هم په اسانی خپلو اهدافوته رسیدی نه شو) . نو دا ډول افواهات خپرول خو دوی ته اسانه خبره ده په همدی زهر شیندلو په لکونو ډالری اخلی هغوی تری ماهانه راپور غواړی دوی باید داسی اوږدی او بی مفهومه لیکنی ولری چه له یوه خوا باداران خوشاله وساتی او له بلی خوا که وکولی شی قومی تعصباتو ته لمن ووهی او د روسانو له وتلو وروسته داخلی ورور وژنی بیا پیل شی .

مونږ باید ددی ډول خلکو افعال او کردار له څارنی لاندی ونیسو دوی هغه کتلستان دی چه تعامل سریع کوی مګر خپله نه مصرفیږی او نه له منڅه څی . خو الحمدلله د افغانستان مظلوم اولس ۳۵ کلونو پرله پسی جنګونو ویښ کړی دی اوس خپل دوستان او دشمنان پیژنی زه باور لرم اوس په ناروا تبلیغاتو نه تیروڅی اوس د افغانانو ترمنخ د قومونو مسله حل ده افغانانو ته د افغانیت ، اسلامیت او انسانیت ګډ مخرج ارزښت لری په نورو کوچنیو مخرجونو ځان نه ویشی مونږ په زرونو کلونو ګډ تاریخ لرو . تیره ورڅ د انګریزانو او چنګیزیانو په مقابل کی هم سنګره ، پرون د روسانو په مقابل کی او نن د امریکایانو او ټولی استعماری نړی په مقابل کی خوله په خوله او اوږه په اوږه جنګیږو ، فکری جنګ به یی هم لکه د نظامی جنګ به شان د ماتی سره مخ شی خو دا زمونږ د ځان پوهونی پوری اړه لری چه مونږ د بهمن صاحب په شان حرڅ شوو سره خپل ذهینیتونه ملوث نه کړو بلکه لکه د طارق بزګر په شان بوهانو ته چه مونږ ته د ملی او اسلامی یووالی درس راکوی غوږ ونیسو په درناوی

Door Guest