matalona1

متلونه زموږ د ولسونو  ارزښتناک،ویاړلې ادبي او فرهنګي میراث:

*********************************************

متلونه او نقلونه د پښتو ژبې په شفاهي اولسي ادب یا فولکلور کې یوه غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندوروجملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږو

الفاظو او حکمتونو کې د پښتني او انساني ژوند مختلفو اړخونو ته په ډیر عالي او جامعی ډول د عوامو خلکو په ژبه یومطلب او موضوع په ډیر بلاغت اوفصاحت تشریح او توضیح  شوی دی ، تر څو اوریدونکي اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي.

متلونه  دهرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده . متلونه د اولسي ادب په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ دی ، چې په اولسي خبرواترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې پیغام لري، او ستونزمنواو کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي،

چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ وي او څوک د شک او تردید په ګمان ورته و نه

ګوري .همدا وجه ده چې متلونه د اولسي  او ټولنیزو د تجربو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي چې شمیر یې خورا زیات دي.

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتولیکوال ، وتلې شاعر او

پیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت دی، د پښتو متلونو په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي:

(متلونه د اولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي  چې د یوه نسل نه بل نسل ته، دیوه اولس نه بل اولس ته ور باندې افکار ، کلتوراو دودونه د هماغه اولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي.)

په رښتیا سره متلونه زموږ د ټولنې او اولسونو هغه ارزښتناکې با مفهومه ساده ویناوې

دي چې دلنډیو په شان د مضمون ، شکل او موضوع له پلوه ډیر غني او ځانګړې پیغام ، مقصد او مطلب لري او د خلکو په منځ کې په خپل وخت او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ په پاڼو کې تر ننه پورې رسیدلې دي، تاریخ او ویونکي  یې معلوم نه دي .په متلونو کې د یو قوم او ولس فرهنګ او کلتور، دودونه، علم او پوهه، تجربه او د لوړوفکري اړتیاوو اندازه معلومیږي، همدا وجه ده چې متلونه هغه په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې اولسونو له ډیرو اوږدو تجربو وروسته تر لاسه کړې دي.

ارواښاد دوست شینواری چې یو نامتواو پیاوړی لیکوال دی د پښتو متل د مفهوم او شکل په برخه کې  داسی وایي :

(دمتل بلاغت او فصاحت پدې کې دی چې د فورم له مخې ساده او عام فهمه او د افادې له پلوه په هدف رسا او سم لګیږي.)

دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو:

(که غر جګ دی په سر یې لاره ده)

دا متل خلکو ته لار ښوونه کوي چې ای انسانه د کبر او بی ځایه غرور او ځان غوښتنې نه ځان وژغوره. دانسان لپاره تواضع، فروتني، زغم اوبرده باري لوی صفت دی.زما په آندهر څوک په دی خبرو باندې قناعت کوي اوخپلونیمګړتیاووته پاملرنه کوي.

د متلونو ویونکي په ټولنه کې داجتماعي او انساني عملي ژوند اوتفکرهر اړخیز تصویرونه دخپلې پوهې او حکمت په وسیله په لنډو ګټورو او خوندوروجملو او الفاظو کې د خپلو تیروتجربو اوازمیښتونودلاسته راوړنوپه نتیجه کې زموږ او نورو خلکو مخکې ایښې دي.

ما یو شمیر متلونه د انځوریز په شکل ترتیب کړې دي ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را اړوم.

په درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

matalona2

matalona3

matalona4

matalona5

matalona6

matalon7

matalona8

matalona9

matalona10

matalona11

matalona12

matalona13

matalona14

matalona15

Door Guest