د فرانسې په شانټيلي (Chantilly) ښار کې دافغانستان په اړه په ۲۰ – ۲۱ / ۱۲ / ۲۰۱۲م نېټه جوړشوي څېړنیزکنفرانس کې دافغانستان د اسلامي امارت دسیاسي دفترداعضاووهر یو: مولوي شهاب الدین دلاوراو دکتورمحمد نعیم د وړاندې کړل شوي دریځ متن:

بسم الله الرحمن الرحیم – الحمد لله رب العالمين, والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين على آله و أصحابه أجمعين.له هر څه دمخه د ستراتیژیکو څېړنو له مرکز، او د نوموړي مرکز له مشر کامیل ګرانډ څخه مننه کوو چې دافغان ولس د آرامۍ او هوسایۍ په اړه د بشري خواخوږۍ احساس کوي او په دې اړه یې عملي ګام پورته کړی،

په ځانګړي ډول دا چې اسلامي امارت ته یې دخپل نظر د څرګندولو فرصت مساعد کړی، همدا شان له ټولو هغو جهتونو څخه هم مننه کوو چې په دې اړه یې هڅې کړې دي.

د افغانستان په آینده حکومت کي د سیاسي قدرت توازن

د افغانستان اسلامي امارت په راتلونکي اسلامي حکومت کې د قدرت د توازن یا په حکومت کې د افغاني ټولو اړخونو د اشتراک په اړه په لاندې مواصفاتو د اساسي قانون تدوین ضروري ګني:

۱- لومړی د اساسي قانون تدوین:

په اوسنۍ نړۍ کښې هره واکمني او حکومتي نظام د خپلو کورنیو او بهرنیو چارو د تنظیم او سمون لپاره یو بشپړ او څرګند قانون ته ضرورت لري، ترڅو د ولس لپاره د مترقي او سوکاله ژوند لاره هواره شي، د قانون په چوکاټ کې هر کس خپله دنده په سمه توګه وپیژني، اساسي قانون د هر هیواد لپاره مبرم ضرورت دی، ځکه چي له هغه پرته د ولس او هیواد د پرمختګ چارې له ګڼو ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ کیږي، د اساسي قانون له لارې به د افغانستان د هر وګړي شخصي، مدني او سیاسیي حقوق تنظیم شي، اساسي قانون به وروڼو قومونو ته له تعصب او تبعیض پرته عادلانه حقوق ورکړي، د حکومت او ولس په مینځ کي به د اړیکو څرنګوالی روښانه کړي، د حکومتي درې ګونو قواوو پر توازن به رڼا واچوي، دحکومت ډول، تشکیلات او واک به مشخص کړي، په مجموع کي به د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په اړه د افغان ولس او نړیوالو تایید تر لاسه کړي.

له همدې وجهې اسلامي امارت د خپل ګران هېواد او غیور ولس د پرمختګ، هوسا ژوند او د چارو د بهبود لپاره یو داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، دهېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هېوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي، او هیڅ داسې ماده یا بند به ځای پکښې ونلري چې داسلامي اصولو، ملي ګټو او افغاني عنعناتو پر ضد وي ، د اساسي قانون له برکته به په راتلونکي حکومت کې دسیاسي قدرت د توازن او په حکومت کي د ټولو افغاني اړخونو د اشتراک لپاره زمینه برابره شي.

موږ په زغرده وایو چې د اساسي قانون مسوده به د حریت په ازاده فضا کي د افغاني پوهانو لخوا لیکل کیږي بیا به ولس ته د تایید لپاره وړاندې کیږي، د افغانستان موجوده اساسي قانون ځکه د اعتبار وړ ندی چې د اشغالګرو د (بي ۵۲) ډوله جنګي الوتکو تر سیوري لاندي جوړ شوی.

۲- د ۲۰۱۴ انتخابات

زموږ په اند د ۲۰۱۴ز کال انتخابات د افغانستان د کشالې د حل لپاره ګټوره پروسه نه ده ځکه چې د دغو انتخاباتو پلان د اشغال په جریان کي شوی دی او د یرغل په دوام کې به پلي کیږي، نو نتیجه به یې هم د پخوانيو انتخاباتو نه بهتره نوي، ټولو ولیده چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹کلونو انتخاباتو د افغان ولس کړاوونه کم نه بلکې زیات یې کړل، په نامه د ولسي جرګي انتخابات هم دوه ځله وشول خو د دې پر ځای چې د ملت ستونزي هواري شي حالات نور هم خراب شول، دا ځکه چې انتخاباتي قوانین، ادارې او چارواکي یې ټول د پردیو د خواهشاتو او غوښتنو په مدار کښې چورړېدل، د افغان ولس غوښتونو او ضرورتونو ته هیڅ پام و نه شو، نوموړو ټاکنو نه یوازي دا چې دافغانستان مسئله حل نکړه بلکې د ګوډاګۍ ادارې لویدیځ ملاتړي یې هم له زیاتي شرمنده ګۍ سره مخ کړل، بې حده درغلۍ وشوې، د رایو صندوقونه لا درکه شول، د سوګند مراسم د ځنډ او خنډ ښکار شول، د ولسي جرګي افتتاحي غونډه څو میاشتي وځنډیده.

۳- اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د ځمکې پر سر یو مسلم حقیقت دی، په ګران هیواد کې بر حال نظام دی، ټول حکومتي تشکیلات لري، او په ګڼو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، دهېواد په زیاتو برخو کې ولس د امارت محکمو ته مراجعه کوي، سیاسي فعالیت یې دسیاسي دفتر په بڼه کې ټولې نړۍ ته څرګند دی چې زمونږ موجودیت یې دلته یوه لویه بېلګه ده، او تعلیمي چارې هم دهېواد په ګڼو سېمو کې دامارت په مرسته مخ پر وړاندې روان دی، د امریکا په لمسون تر (۴۰) زیاتو ملکونو زموږ خاوره اشغال کړې ده، تر یوولسو کلونو زیاته موده کیږي چې اسلامي امارت داشغال په وړاندې خپل سپیڅلی جهادي مقاومت کوي، د ګران هېواد دازادۍ او د دین او ناموس د دفاع په لار کښې يې خورا د پام وړ قربانۍ ورکړې دي او لا ور کوي یې، اسلامي امارت له اشغال مخکې د هېواد تر ۹۵ ٪ په زیاته خاوره کي امنیت ټینک کړی و، وسله یې را ټوله کړه، مخدره موادو ته یې د پای ټکی کېښود، د ګران هېواد حدود یې ساتلي و، د ولس لپاره یې د امنیت په چاپیریال کي د تعلیم، کار او آزاد بازار زمینه برابره کړې وه، بلکې موږ په ډاډه زړه ویلای شو چي اسلامي امارت دخپل تېر اقتدار په وخت کې داسې کارونه وکړل چې لویدیځه نړۍ له خپل ټول اقتصادي او پوځي توان سره سره د هغو د کولو توان نلري.

د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله تعالی په پیغامونو کي بار بار تاکید شویدی چې موږ د قدرت دانحصار په فکر کښې نه یو، موږ په ګران هیواد کي افغان شموله حکومت غواړو، نوموړي له خپلو سیاسي مخالفینو څخه بیا بیا د اشغال په له منځه وړولو کښې د مرستې غوښتنه کړې ده، دا چې هغه خپلو سیاسي مخالفینو ته په درنه سترګه ګوري، د افهام او تفهیم پر اصل ټینګار کوي او د وطن او ناموس د دفاع په لار کې له هغوی څخه مرسته غواړي دا د نوموړي د ښه نیت او سیاسي بصیرت څرګندونه کوي.

۴- د افغانستان استقلال:

الله تبارک وتعالی انسان حر پیدا کړی دی، استقلال یې د فطرت برخه ده،هیڅ انساني ټولنه نشي کولی چې له استقلال څخه پرته په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او علمي برخو کې د خپل ولس په ګټه وده وکړي، او یا پخپلو شتو منابعو، استعدادونو او حتی د خپل کار پر ثمراتو اختیار ولری، له استقلال سره مینه په طبیعی توګه د افغانانو په وینه او خټه کی شامله ده، تاریخ راښیي چې افغانانو په میړانه او شوق سره د استقلال لپاره خپل سرونه او ارزښتاناکې شتمنۍ قربان کړې دي، په تیرو لسیزو کې چی د یرغل په وړاندی کومی معرکې شوې دي ، هغه ټولې د استقلال پخاطر شوې دي، ددې هدف د ترلاسه کولو په لاره کې نه دبل چا مالي، نه نظامي او نه سیاسی طاقت ویرولي، او نه خپلې تش لاسۍ، بیکسۍ او سختو شرایطو له دې لارې راګرځولي دي.

که مونږ غواړو چی د هیواد د طبیعی ودی او وقار لپاره یو ځل بیا لاره پرانیزو، نو لازمي ده چې د افغانستان استقلال اعاده شي، اشغال ته د پای ټکی کښیښودل شي، تر څو افغانان وکولی شې چی د ژوند په ټولو برخو کی د خپل ولس په ګټه ځواکمنې او ولس پلوې پرېکړې وکړي.

دا هم حقیقت دی چې هر هیواد او ټولنه د استقلال له حصول نه وروسته، د استقلال، داخلي امنیت او سرحداتو ساتنې ته اړتیا لري، اودغه اړتیا ولس، دین او هیواد ته وفاداره اردو او پولیس پوره کولی شی، نو لازمي ده چی تر ټولو د مخه زمونږ پولیس او اردو په ملی روحیه او ددیني اصولو په رڼا کی وروزل شي، له لساني، نژادي او سمتي تعصب څخه پاکه وي، موخه یې یوازی د استقلال ساتل او ولس ته خدمت کول وي، که داسی نه وي نو بیا دغه شان اردو، ملي او اسلامي اهداف نشي ساتلی او نه ملی اردو ورته ویلی شو، د ملي ګټو په ځای به د ولس، دین او هیواد ضد اهدافو لپاره استعمالیږي، له همدې امله څومره چې د افغانستان د اردو شتون ضروري دی هغومره د هغې اصلاح او سالمی روزنی ته اړتیا ده.

افغانستان له اقتصادي پلوه یو وروسته پاته هیواد دی، په اوږده موده کې د لوړې معاش خورې اردو د ساتلو او پاللو توان نلري، هغه هم چی مصارف یې زمونږ له داخلي عوائدو څخه څو برابره زیات وي، ځکه پدې صورت کې به حکومت مجبوریږي چی د پور ورکوونکو هیوادونو مشروطو او په ځینو حالاتو کې غیر معقولو غوښتنو ته غاړه کښیږدي، ټول ولس به د سود تر بار لاندی راشي او په پای کې به هیواد له اقتصادي ناورین سره مخ شي، له همدې امله ښه به دا وي چې ټول افغانان د هیواد د ساتنې وجیبه ادا کړي.

پدی کی هم شک نشته چی په ننۍ نړۍ کې له قوي دفاعي نظام څخه پرته یو هیواد د امنیت او سولی احسا س نشی کولی. تل به د نورو تر خطر لاندی شپی او ورځی تیروی؛ ځکه خو له خپلواکی نه وروسته افغانستان باید د ځمکني ځواک ترڅنګ، قوي هوایي ځواک هم ولري، څو هیواد او هیواد وال مو ډاډمن وي.

بیا هم باید ووایو چی د هیواد خپلواکي اساسي شرط دی ځکه د اشغال په صورت کې به بیا دغه ټول قوت د خپل ولس په خلاف او د پردیو د اهدافو لپاره استعمالیږي، په تیرو لسیزو کی مونږ ولیدل چی په سیاسي بنیادونو جوړه شوې اردو تل د خارجي یرغل په ځای د ولس په مقابل کې استعمال شوې او دریدلې ده، او د ګڼو غمیزو سبب ګرځیدلې ده.

د یوه هیواد د دائمي سولې لپاره د قوي اردو ترڅنګ له نورو هیوادونو سره په تیره بیا له ګاونډیانو سره ښې اړیکی درلودل اړین دي، پدې کې شک نشته چې د یوه هیواد ستونزې په ګاونډي هیواد اثر کوي، همدا راز پرمختګ او سوکالي یی هم یو پر بل اغیزه لري، افغانستان هم له دې څخه مستثنی نه دی، خو له ټولو نه مخکې لکه څنګه چی هر هیواد ته د هغه ملي ګټې او د ولس غوښتنې مهمې دي، دغه شان مونږ ته هم ملي ګټې او د خپل ولس غوښتنې لومړیتوب لري، باید د همدې ملي ګټو او د ولس د غوښتنو په رڼا کې افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز احترام په چوکاټ کی ښې اړیکي ولري، په ټولو برخو کې لکه په اقتصادي، علمي، کلتوري، اجتماعي او نورو برخو کې د اسلامي اصولو او ملي ګټو په پام کی نیولو سره همکاری ورسره وکړی.

۵- په افغانستان کې دایمې سوله څه رنګه راتلای شي:

داسلامي امارت پیل د ولس د آرامۍ لپاره شوی:

سوله او آرامي د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره یوه طبیعي غوښتنه ده، په ځانګړي ډول انسان سولې او ارامۍ ته زیاته اړتيا لري، نن ورځ انسان پرمختګ کړی دوژلو او ړنګولو لپاره له سپکو وسلو نيولې تر کیمیاوي او ذروي وسلو پورې یې په اختيار کې دي؛ ځکه خو تر بل هر وخت اوس سولې او آرامۍ ته زیاته اړتیا لري، او باید دسولې لپاره کار وکړي.

اسلامي امارت دسولې او آرامۍ لپاره چې دټولو هدف دی بې دریغه قربانۍ ور کړې دي، بلکې په اصل کې داسلامي امارت را پورته کېدل دسولې او امنیت لپاره وو، ټولې نړۍ ته معلومه ده چې دامارت له را ټوکېدو نه مخکې افغان مظلوم ولس له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، ګډوډي او بې امنیتي تر ټولو لوړ پړاو ته رسېدلې وه، نه د ولس سر خوندي و، نه يې مال، هېواد عملا د تجزیې په مورګو ولاړ و، ځکه خو داسلامي امارت مشرانو د الله جل جلاله په نصرت او دولس په مرسته عملا دغه ناخوالو ته دګڼو قربانیو په نتیجه کې په داسې توګه دپای ټکی کېښود، چې چا یې تصور هم نشو کولای، او هغه د نا امنۍ او ګډوډۍ فضا یې په امنیت او آرامۍ بدله کړه.

دسپتمبر دپیښی ترنامه لاندې له افغان ولس څخه دسولې تروړل:

اسلامي امارت د هېواد په ۹۵٪ خاوره کې سوله تامین کړې وه، او دا دهغه مسولیت د درک ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت د نړۍ، سیمې، او خصوصا خپل ولس او هېواد په اړه درلود او لري یې، مګر متاسفانه چې یرغلګرو افغان ولس له دغه لوی نعمت څخه محروم کړ، دا دي په دغه یوولسو کلونو جنګ اوجګړه کې یې افغان ولس ته بې امنیتي را وستله، بې عدالتي او فساد یې رایج کړل، دمرګونو او وژنو بازار یې ګرم کړ، دوينو ډنډونه یې جوړ کړل، په افغان ولس یې زندانونه ډک کړل، په کليو او کورونو کې يې د ماشومانو، ښځو، سپين ږیرو او ځوانانو وژل او ځورول پیل کړل، په ځانګړي ډول د ښځو ژوند چې تر ټولو حقوقو یې لوړ او مهم حق دی له ګواښونو سره مخ کړ، دافغانستان او ګاونډیانو تر منځ یې ددښمني تخمونه وکرل.

په عام ډول ددغه ناروا او سوله وژونکي یرغل ځینې پایلې په لاندې ډول یادولی شو:

۱ – دافغانستان اشغالول او دسولې فضا ګډوډول.

۲ – پر افغان ولس یوه فاسده او په مخدره توکیو کې ښکېله اداره ورتپل.

۳ – متحد افغان ولس او ګران هېواد د ګڼو سمتي، لساني، قومي، سیاسي او مذهبي تعصبونو پر اساس یو ځل بیا ټوټه ټوټه کېدو ته برابرول.

۴ – مخدره موادو ته رشد ورکول، او دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت دغې ستونزې ته دپای ټکی ایښی و.

۵ – ګڼ بشري حقوق تر پښو لاندې کول، چې تر ټولو مهم یې دښځو د ژوند او برخلیک خبره ده، د موثقو څېړنو له مخې هر کال په زرهاوو ښځې په مختلفو ډولونو د زور زیاتي قرباني کېږي، حتی په سلهاوو یې خپل ژوند له لاسه ور کوي.

یرغلګر او ملګري یې دسولې په اړه واضحه تګلاره نه لري:

بهرنیان او دکابل اداره سولې ته لیوالتیا نه لري، او نه دسولې اصولو او اهدافو ته ژمن دي؛ که یرغلګرو په رښتیا په سوله باور لرلی، نو په لومړي سر کې به یې د امارت معقول وړاندیز ته غوږ نیولی وای، له زور نه مخکې به یې سوله آزمایلې وای، که یې نتیجه نه وای ور کړې نو جنګ خو بیا وروستنی اختیار و، مګر دوی لومړی جنګي تګلاره غوره کړه.

اوس هم، دوی وايي یو څه، او کوي بل څه، له یوې خوا وايي چې باید سوله وشي، له بل پلوه نوي کسان په تور لیست کې شاملوي، له یوې خوا نارې وهي چې مونږ له افغانستان څخه وزو، له بلې خوا دستراتيژیکو تړونونو په پلمه دخپل اشغال د غځولو نامرادې هڅې کوي، دا په داسې حال کې چې دوی تر بل هر چا ښه پوهېږي چې دکابل اداره په هېڅ ډول د افغان ولس استازیتوب نشي کولی، مګر بیا هم دافغان ولس دبرخلیک په سر سودا ور سره کوي.

دکابل اداره یوه بې صلاحیته او بې واکه اداره ده؛ ځکه افغانان په خپله خاوره کې ددوی په وړاندې او ددوی په وسیله دیرغلګرو له خوا زندانونو ته اچول کېږي! ددوی په شتون کې او ددوی په مرسته د یرغلګرو له خوا دټولو قوانینو او عرفونو پر خلاف دشپې له خوا دافغان ولس پر کورونو په خورا بې باکۍ سره چاپې وهل کېږي، ماشومان، بوډاګان بلکې زنانه چې په خواږه خوب ویدې وي په ډېره بې رحمۍ او وحشت سره وژل کېږي، مګر دوی یې په وړاندې هېڅ نشي کولی!

کابل اداره هم د ځینو اقداماتو له مخې سولې ته ژمنه نه ښکاري، ځکه خو دسولې لپاره کومه واضحه تګلاره نه لري، له یوې خوا وايي مونږ سوله غواړو، له بلې خوا بیا هره ورځ په لسهاوو مجاهدین یا په شهادت رسوي، یا یې زندانونو ته اچوي او یا یې له کور او کلي نه هجرت کولو ته مجبوري، له یوې خوا دسولې چیغې وهي له بلې خوا اسیر مجاهدین دټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف په خورا بې انصافۍ اوظلم سره اعداموي!

کله وايي مونږ له اسلامي امارت سره خبرې کوو، کله بیا وايي چې مونږ له پاکستان سره سوله کوو! دغه رنګه یو مبهم برخورد په هېڅ ډول دسولې په لاره کې ګټور نشي تمامېدای.

په حقیقت کې دوی له مجاهدینو نه دسولې تر نامه لاندې تسلیمي غواړي، وسله کېږدئ، داشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی اساسي قانون ومنئ، او راشئ زمونږ حکم ته غاړه کېږدئ، مونږ به څه نه درته وایو! آیا دا سوله ده؟ دوی په دې نه پوهېږي چې افغان مجاهد ولس دغه یوولس کاله دومره بې دریغه قربانۍ یرغلګرو ته د تسلیمدو لپاره ور کړې؟ ددې لپاره چې څوک یې دسر تضمین وکړي؟ له دې نه معلومېږي چې دريښتینې سولې په اړه اخلاص او واضحه تګلاره نشته.

د سولی په وړاندی مغرضانه تبلیغات:

دسولې دتخریب له عواملو نه یو هم هغه هڅې دي چې د زهرجنو تبلیغاتو په مټ په هېواد کې د واقعیتونو د بل ډول ښودلو لپاره کېږي، په روان جهاد پسې ډول ډول تبلیغات کېږي، کله یی په ګاونډیانو پسی تړي، کله یې د علم او پرمختګ ضد بولي او کله د ولسي وګړو د وژنی الزام پرې لګوي. خو د اثبات لپاره کوټلي اسناد نلري . یوازې مخکیني په سلګونو ځلې تکرار شوي ، تورونه تکراروي. دغه ناروا تبلیغات، په افغانستان کې، جګړه نوره هم اوږدوي او دسولې امکان له مینځه وړي.

ټول پوهیږی چی د افغانستان د اسلامی امارت غړو نه دا چی د خپل مستقل اسلامی او ملی موقف له امله د هیواد دننه په بندیخانو کی شکنجی لیدلې دي او شهیدان شوی ، بلکی له هیواد څخه بهر یی د نورو هیوادونو په بندیخانوکی هم دغه شان قربانی ورکړې دي، نو آیا د دغه شان ارادې او موقف خاوندان د بل چا غلامان کیدای شي ؟

داسلامی امارت مشر عالیقدر محتر م امیرالمؤمنین حفظه الله د اختر په پیغامونو کې د ښوونځیو د نه نړولو، د ملکي خلکو د سر د ساتنې او دګڼې ګوڼې په ځایونو کې د چاودنو د نه کولو په اړوند، د اسلامی امارت ټولو مجاهدینو ته جدي او واضح هدایات ورکړي چې په مطبوعاتو کې هم خپاره شوي دي، او مجاهدین یې عملا پلي کوي، لکن موږ وینو چی ځینی استخباراتی کړۍ ځینو ناوړه پیښو ته لاس اچوي، پلونه الوزوي ، د ښوونځیو په شاګردانو تیزاب پاشی او د سرک تر غاړې په ملکي موټرونو چاودنې کوي، د کابل ادارې هیڅکله د اسلامي امارت د امیر هدایات او موقف په نظر کې نه دي نیولي بلکې په پټو سترګو یې دغه پیښې د خپلو زهرجنو تبلیغاتو لپاره د خامو موادو په توګه استعمال کړې او استعمالوي یې، همدا راز هغه نتایج هم نه اعلانوي چې د تحقیقاتو په پای کې ثابته شي چې دغه کار د اسلامي امارت د مجاهدینو نه و بلکی داستخباراتي کړیو و او دی، دوی یا خو د حقایقو ویلو جرئت په ځان کې نه ویني او یا خپله ګټه د حقایقو په پټولو کې ویني.

دا ځکه چې دوی فکر کوي چې په دې ډول به اسلامي امارت له ولس او نړۍ څخه منزوي وساتي او د کابل د ادارې د اقتدار ورځې به نورې هم اوږدې شي، د داسې یو غیر معقول کار په اوږدو کې او د زهرجنو تبلیغاتو په څپو کې حقیقت او سوله دواړه قرباني دي. که دا کار همداسې دوام پیدا کوي، زیان به یی سولې، هیواد او ولس ته رسیږي.

د کابل اداره او انډیوالان یی باید پوه شي چې هغو تاکتیکونو او حربو چی په تیرو لسو کالونو کې ولس ته آرامي رانوستله بلکی ولس یی د اور په لمبو کی وسوزاو ، حق یی پایمال کړ ، د اشغال له دوام سره یی مرسته وکړه هغه اوس هم سوله نشي راوستلی.

واقعی سوله څنګه راتلی شي؟

په اصل کې دافغانستان مسئله دوه بعدونه لري چې یو یې خارجي او بل یي داخلي بعد دي ، خارجي بعد یې تر خارجیانو پورې اړه لري، او داخلي بعد یې تر افغانانو پورې اړه لري، چې څنګه ددوی ترمینځ اتفاق راتلای شي ترڅو د ولس د غوښتنو مطابق، یو داسي خپلواک اسلامي نظام رامینځ ته شي چې هغه د انصاف، ثبات، پرمختګ، اقتصادي سوکالۍ او ښیرازۍ ضامن وي، د یتیمانو اوښکې پاکې کړي او د ولس په زخمونو مرهم کښیږدي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې په هیواد کې د ټولو هڅو ترشا داسلامي نظام اود واقعي سولې دټینګښت لپاره مبارزه کوي هغې ته دبشري ژوند د یوه مهم ضرورت په سترګه ګوري او په دې هکله لاندی څو ټکي ضروري بولي:

۱ – د واقعی سولی لپاره باید دولس ارادې ته غاړه کېښودل شي، په لومړي قدم کې باید اشغال پای ته ورسول شي، کوم چې دټول ولس غوښتنه ده، ځکه چی همدا د ټولو غمیزو مور ده، یرغلګر او انډیوالان یی باید ومني چی د نړۍ هیڅ قوت ولسي قوت له مینځه نشي وړی، او نه ستونزه د بې مسولیته او غیر قانوني تړونونو په لاسلیکولو هوارېږي.

۲ – اسلام زمونږ د ولس دین دی او د هیواد داقتصادي ترقۍ، اجتماعي عدالت او ملي یووالي ضامن دی، په هېواد کې پرته له خپلواک اسلامي نظام نه بل نظام ستونزې نشي هوارولی، ځکه چې افغان مسلمان ولس پرته له خپلواک اسلامي نظام نه بل نظام نه مني، او دغه دیرش کاله قربانۍ يې هم د همدې هدف لپاره ور کړې دي، او لا یې ورکوي.

۳ – د سولی لپاره صداقت او روغ نیت ته اړتیا ده، باید د شخصي ګټو پر ځای عام مصلحتونه او ملي ګټې مقدمی وګڼل شي، په حقیقت کې ددغو صفاتو په شتون کې سوله راځی، نه د خدعې او حربې له لارې. مونږ وینو کله چی اسلامی امارت د سولی لپاره قدم اخلي، د کابل ادارې له خوا تاکتیکي برخورد کیږي او داسې اقدامات کوي چې هم د سولې پروسه ناکامه کړي او هم ددوی په ګمان د سولې پر ضد و نه ګڼل شي، لکه په قطر کې د اسلامي امارت له خوا د دسولې د خبرو لپاره ددفتر د پرانستل کیدو په وخت کې چې د کابل ادارې دامریکې په لمسون او ملاتړ خپل سفیر له دوحې څخه دسولې د تخریب په موخه را وغوښت.

۴- د اسلامي امارت مشر عالیقدر امیرلمومنین حفظه الله د تیر اختر په پیغام کی واضح ویلي چې د سیاسي هلو ځلو لپاره د سیاسي دفتر په بڼه کې یوازی یو چینل لرو او هغه مو ټولو ته اعلان کړی دی. خو بیا هم د کابل اداره دسولې تر نامه لاندې د سولې د سبوتاژ لپاره له داسې اشخاصو سره تماسونه نیسي چې اسلامې امارت هغه د سولې لپاره نه دي ټاکلي او بیا په ناروا توګه په اسلامي امارت د سولې د ناکامولو تور لګوي، سوله د شطرنح لوبه نه ده چې هر لوری به بل لوري ته په کمین کې ناست وي، بلکې سوله یو مشترک مسئولیت دی، او حقدار ته د حق د رسیدو لاره ده، سولې ته باید په همدې سترګه وکتل شي او ددې لپاره زمینه سازي وشي.

۵ – اسلامي امارت د ټولو هغو مدني ټولنو هر کلی کوي چې دافغان ولس خدمت ته یې ملاوې تړلې دي او د اسلامي اصولو په رڼا کې افغانیت او انساني کرامت ته ژمنې وي.

۶ – د ښځو د حقوقو او رول په اړه د اسلامي امارت تګلاره واضحه ده، د ژوند په ټولو برخو کې دښځو ټولو هغو حقوقو ته ځان ژمن بولي کوم چې د اسلام مبارک دین ور کړي دي، ښځه په اسلام کې د خاوند د اختیار حق لري، دملکیت حق لري، دمیراث حق لري، د علم او کار حق لري، اسلامي امارت به دښځو دغه حقوق په داسي ډول خوندي کړي چي نه دهغوی روا حقوق ترپښو لاندې شي اونه یې هم د زده کړې او کار تر نا مه لاندې انساني کرامت او اسلامي ارزښت له ګواښ سره مخ شي .

۷ – دسولې او روغې جوړې د اصولو له مخې دسولې په پروسه کې باید داسې عناصر وکارول شي چې هغوئ دسولي په تقدس باور ولري په هیواد کې دمخلصو مصلحینو په نوم شهرت ولري ، دسولې تأمین ته دافغانانو دیوه اساسي ضرورت په سترګه وګوري نه دبهرنیانو له لوري دیوه فرمایشي دستور په حیث.

۸ – د سولې لپاره باید عملا د جنګ پر ځای خبرو ته ترجیح ور کړل شي، همدا اوس دکابل اداره او بهرني دوستان یې په دې اند دي چې باید پر مجاهدینو فشار راوړل شي تر څو ددوی له خوښې سره سمه سوله وکړي، او دا یقینا چې د سولې په وړاندې خنډونه زیاتوي.

۹ – ترڅو چي مجاهدین په زندانونو کې وي او هلته په شکنجو او زجر کې شپې او ورځي تيروي، تر هغو پورې واقعي سوله ممکنه نه ښکاري.

۱۰ – اسلامي امارت له نړۍ او سیمې سره د دوه اړخیزه مرستو او متقابل احترام له مخې تعامل غواړي، نه یې مخکې چا ته ضرر رسولی، نه یې اوس رسوي او نه په راتلونکې کې، او نه چا ته اجازه ور کوي چې د افغانانانو خاوره د چا پر ضد استعمال کړي.

په پای کې له نړیوالو نه د سولې د راتلو په اړه یو څو غوښتنې:

۱ – ټول منصف نړیوال، که هېوادونه دي، که ولسونه، که ټولنې او که سازمانونه، په ځانګړي ډول د علماوو نړیواله ټولنه، اسلامي کنفرانس، اسلامي حکومتونه او ولسونه باید له افغان مظلوم ولس سره د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کې هر اړخيزې مرستې وکړي، تر څو دغه لوی خنډ له مخې لیرې او بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي.

په ځانګړي ډول مونږ دملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو نه غواړو چې دافغان مظلوم ولس تر څنګ په داسې توګه ودرېږي لکه د فلسطیني مظلوم ولس تر څنګ چې ودرېدل، لکه څه رنګه چې یې هلته د چا د زور او فشار پروا و نه لرله همداسې دافغان مظلوم ولس په وړاندې هم یو منصف او پر حقایقو ولاړ دريځ خپل کړي، تر څو په دې توګه له یوې خوا دمظلومانو مرسته وشي او له بلې خوا ظالمان هم پوه شي چې نور دوی ته دظلم او زور فرصت نه ور کول کېږي، او په دې توګه د مظلومانو له ځورولو نه لاس په سر شي.

۲ – امریکه او ور سره ملګري يې کوم چې په یوه او بل نامه ور سره راغلي باید د افغان ولس او دخپلو ولسونو ارادو ته غاړه کېږدي، خپل پوځونه وباسي، او نور د مظلومو افغانانو له وژلو او ځورولو نه لاس په سر شي، ددې پر ځای داسې مرستې ور سره و کړي چې دولسونو تر منځ د سولې او آرامۍ فضا را منځ ته کړي.

په دې اړه دفرانسې حکومت اقدام دستایلو وړ دی، ټول باید د فرانسوي چارواکو په څېر د خپل ولس غوښتنې او ګټې په پام کې ونیسي، لکه څه رنګه چې د خپل ولس لپاره مرګ ژوبله، ګډوډي، بې عدالتي، فساد او درغلي نه خوښوي د نورو ولسونو لپاره يې هم خوښ نه کړي.

۳ – په ځانګړي ډول له ټولو هغو ولسونو نه غوښتنه کوو چې حکومتونو یې ددوی د ارادې او غوښتنو پر خلاف د افغان مظلوم ولس دوژلو لپاره ددوی زامن افغانستان ته را لېږلي دي، چې دفرانسوي ولس په څېر پر خپلو حکومتونو فشار راوړي تر څو زمونږ له هېواد نه خپل پوځونه وباسي.

۴ – باید اسلامي امارت ته دبیان آزادي ور کړل شي، نړیوالو ته دخپل غږ په رسولو کې مرسته ور سره وشي، تر څو نړۍ او نړیوالو ته خپل دريځ او خپلې غوښتنې په خپله ژبه او مخامخ ورسوي، او له بین المللي ټولنې نه غوښتنه کوو چې داسلامي امارت دټولو غړیو لپاره سهولتونه برابر کړي، او د شته خنډونو په له منځه وړلو کې هڅې وکړي.

مونږ دجاپان له حکومت او د دوشیشا پوهنتون له مسولینو نه مننه کوو چې اسلامي امارت ته یې فرصت مساعد کړ تر څو خپل نظر او دريځ مخامخ نړیوالو ته ورسوي، او دا دي اوس دلته د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز له مسولینو او ټولو مربوطه جهتونو څخه مننه کوو چې په دې اړه یې له اسلامي امارت سره مرسته کړې، نور هېوادونه هم باید دحقیقت په درک کولو سره دېته ورته ګټور ګامونه پورته کړي.

۵ – له نړیوالو رسنیو نه موهیله دا ده چې د افغان ولس غږ په سمه او واقعي توګه تر نړیوالو پورې ورسوي، ځمکني حقایق په سمه توګه خلکو ته په ډاګه کړي، ځکه دا ددوی یو انساني مسولیت او د ژورنالیستۍ د اصولو غوښتنه ده.

ومن الله توفي

Door Guest