د ملتونواخلاقي معیارونه/ ډاکتر ځلاند

نړۍ که دجغرافیې له مخې په هېوادونووېشل شوي، نودځینو ټاکلوملي اخلاقواوارزښتونوله مخې په ملتونواوملي جوړښتونوهم وېشل شوې ده.  هغه ملتونه چې خپل ملي ارزښتونه پېژني، هغه پالي او ساتنه یې کوي، هغه ملتونه نن د نړۍ د سرلارو ملتونو په توګه پېژندل کېږي، سره له دې چې په خرابه او تنګه جغرافیه کې ژوند کوي لکه د سویتذرلنډ (سویس) هېواد چې افغانستان ته ورته په وچه کې را ګیر هېواد دی، په تاریخې لحاظ هم د افغانستان په شان د خپلو ګاونډیانو سره په جګړه او تاوتریخوالي کې بند پاتې شوی دی. اوس راځم هغه خپلې موضوع ته، خو تر ټولو لومړی دا مهم دی چې په هېوادونو کې دا ملي اخلاق څنګه رامنځته کېږي؟ د ملت جوړونې په پروسه کې تر ټولو مهمه د ملت جوړونې د تیورۍ له مخې د ملتونو رامنځته کېدل دي. ملتونه په تیوریکه توګه په درې ډوله رامنځته کېږي. لومړی: د لوت د تیورۍ له مخې د متوازن او ګډ اقتصادي پرمختګ په پایله کې د ملت جوړېدا ده. دویم: د زیمرمین له نظره د ګډ کلتور، ګډې ژبې، ګډ مذهب  او ګډ نژاد پالنې له مخې او درېیم: د الماني عالم نوفالس له نظره د کلتور او ژبې له لارې چې ملي ارزښتونو پرې وساتل شي.

په درې واړو لارو کې ملتونه د ملت جوړونې له درې پړاوونو څخه تیرېږي. لومړنۍ مرحله: د ملت د وګړو ترمنځ نژدیوالی او د همغږۍ رامنځته کېدا ده (Integration). دویمه مرحله:  کله چې یو قوم، ټولنه یا وګړي په ملت کې د نژدیوالي له مرحلې تیر شي، باید په ټولنه کې جذب شي(د ژوند اسانتیاوې ـ کار، روزګار، ښوونه روزنه، روغتیا او داسې نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي ـ Assimilation). له دې مرحلې وروسته باید هغه ټولنه یا وګړي د ملت یوه عادي او لکه د نورو  ټولنو په شان ازرښتناکه برخه وګڼل شي، چې د Naturalization مرحله ورته ویل کېږي.

د نوي عصر تیوریستان په دې باور دي چې دا مرحلې د اقتصادې ودې او اصلاحاتو په پایله کې تر لاسه کېدای شي، چې باید ټولنې د حکومتونو لخوا مدرنې (عصرې کړای شي)، مدنیت عام کړای شي، اقتصادي وده له ښارونو څخه د کلیو او بانډو لوریو ته وغځول شي چې د خلکو تر منځ ګډې اقتصادي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزې اړیکي رامنځته شي. اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې آیا افغان دولت په تېرو یوولسو کلونو کې ورته کومې تګلارې ته پام کړی؟!

یوه روڼتیا: ډېری ملګري وایي، افغانان وار دمخه یو ملت دی، تاریخي پس منظر ورته دلیل ګرځوي، زه دا منم چې په تاریخي لحاظ افغانانو تل د یو ملت په توګه د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې په ګډه مقابله کړې، مګر دا باید ومنو چې د تېرو څه د پاسه درېیو لسېزو جګړو، ناخوالو، غربت، ناروغیو او نا انډوله او غیر متوازنه اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ودې مونږ دېته اړ کړي یو چې د ملت جوړونې د عصري لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې خپل ملي هویت له سره ټینګ کړو او د ملتوالۍ ځانګړنې او اخلاق چې په یویشتمې پېړۍ کې ټاکل شوي هغه خپل کړو.

که د نننۍ نړۍ له غوښتنو سره سم ځانونه د ملي هویت او اخلاقو په ګاڼه سنیګار نه کړو، نشو کولای د را پېښو ستونزو او شخړو څخه د خلاصون لاره پیدا کړو. د بېلګې په توګه، د اداري فساد، اخلاقي فساد، ترهګرۍ، نا امنۍ، اقتصادي رکود، ټولنیزو ناخوالو او دارنګه له غربت او بېکارۍ سره جګړه یواځې د حکومتونو دنده نه ده، بلکې د پورته ټولو غوښتنو پوره کول او له حکومت سره په اړونده برخه کې همکاري د یویشتمې پیړۍ د ملتونو دنده ده. ملتونه دي چې د حکومت لاس له فساد څخه را لنډوي، ملتونه دي چې حکومتونه اړ کوي تر څو ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ریفارمونه (اصلاحات) رامنځته کړي. که موږ په ریښتیا هم یو ملت یو، نو بیا ولې خپله دنده نه ترسره کوو، ولې د فساد پر وړاندې له معقولو لارو جګړه نه کو، ولې د حکومت د هرې ناکردې او بدې کړنې پر وړاندې غلي پاتې کیږو؟ حال دا چې د حکومت ټاکنه، د مقننې او قضایه څانګو جوړونه د ولسواکۍ د ځانګړنو له مخې خپل حق هم ګڼو.

نن تاریخ موږ ننګوي، هغه ملتونه چې د ملت اخلاقي معیارونه یې پوره کړي له ډېرو سترو جګړو، ناخوالو، قحطیو، وچکالیو او یرغلونو بریالي وتلي دي. نننۍ اروپا چې د ټولې نړۍ اقتصادي، کلتوري، علمي او سیاسي توازون پخپل واک کې ساتي د لومړنۍ او دویمې نړیوالې جګړې او بیا د شمال ختیځې اروپا هېوادونه د پخواني شوروي له تاړاکونو او نیواک څخه نن په بریالۍ توګه وتلي او ډېرهوسا، بسیا او سوکاله ژوند تېروي. زموږ غوندې تاریخي ملتونه یې د بسپنو په منت او احسان ژوند تېروي، د هغوی د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو اغېز اوس زموږ تر کورونو، جوماتونو او کروندو را رسېږي.

ولې موږ دا کار نشو کولای؟ همدې پوښتنې ته ځواب یواځې په همدې کې پروت دی چې موږ باید په عملي توګه د ملت جوړونې د پورته ذکر شویو مرحلو او تیوريو په خپلولو سره د ملت جوړونې اوسنۍ کاواکه اډانه غښتلې کړو او د خپل دولت او ملت جوړونې په برخه کې خپل ملي مسولیت ادا کړو. ملي حکومتونه د ملي واکمنۍ پر بنسټ رامنځته کېږي او ملي واکمنۍ د خپل هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ارزښتونو او ګټو څخه دفاع او ملاتړ ته ویل کېږي.