بسم الله الرحمن الرحیم

(الحاج استاد بیانزی )

مونږ د بهمن صاحب د پوهونی د پاره  مخکی هم  ( چه د بزګر سیب په هکله یی څه لیکلی وو) یوه کوچنی لیکنه د, افغانی پاڼو  ته( چه بزګر سیب باندی د بهمن سیب د ناروا تورونو  د  تپلوپه هکله  یوه  تسلی او قناعت شی) ، ولیږله   نشر او ټولو مجاهدو او اصیلو افغانانو استقبال کړه .  خو دا لیکنه په دی خاطر نه وه  چه  بزګر سیب ، پښتون او زما څه د خپلولی اړیکی ورسره وی اویانه وی  صرف  د بزګر صاحب له معصومیت او حقایقو مو دفاع  کړی وه  او دا مو په کی ویلی وو چه که د بزګر صاحب خدمتونه او زحمتونه نه شولمانځلی  لږ تر لږه بی ځایه ، بی مورده او  بی معنی تورونه ورپوری نه کړو .

بهمن سیب ، سره ددی چه تاسی   پشتانه ددی ملک حقدار هم نه ګڼی  خو  مونږ بیا  ستاسی د چهان بینی خلاف  د افغانستان ټولو اوسیدونکو ته  ورونه وایو .  په درنه سترګه ورته ګورو .  بهمن سیب که ستاسی او یا د نورو په شخصیت څوک هم داسی ناروا تورونه ولګوی مونږ  تاسی سره ژمنه کوو چه  له تاسی به  هم دغسی دفاع کوو.

شاید مونږ ځینی خبری داسی هم لیکلی وی چه ستاسی به خوښی نه وی بخښنه غواړم  خو زمونږ خوله تل رشتیا وایی   ، رشتیا ویل ترخه وی خوشفا لری .

مونږ د غچ اخستلو په فکر کی نه وو ، ستا خبری مو هیری کړی ، ( مونږ ویل کله کله کشران ګستاخی کوی ) خیر دی خو یوه ورځ  چه می خپل ایمیل ګتلو ، بزګر سیب ستاسی  لیکنه چه په ۱۲ پاڼو کی لیکل شوی وه ،ایمیل کړی ما ویل چه زمونږ لیکنه به ستاسی د پوهونی سبب شوی وی او تاسی به اوس د بزګرسیب څخه د  بخښنی غوشتنه کړی وی  او لا به ستاسی په لیکنی کی لا نوری داسی  ګټوری خبری وی  او مونږ به تری  د ملی یووالی ، هوساینی او سولی د پاره ګټه پورته کړو . خو له بده مرغه کله می چه ولوسته   ستاسی اسلامی او افغانی شخصیت یی د پوښتنی لاندی راووست ،(  په ځانګړی ډول  کله چه تاسی وسه کړی وه چه د ببرک لاس پوڅی او یا د روسانو پړه په امین لعین ورواچوی)  او  یا لا  داچه د جهاد او مجاهدینو د غندنی  د پاره مو د عتیق الله  د کومی لیکنی یو پروګراف  رانقل کړی وو (  راجع به شاد روان ببرک کارمل بزرک ……… ، جهاد سبب سرافګنده ګی و از هم فروپاشی افغانستان ګردید …… فهرمانی ها دلیر مردان این سرزمین در برابر ارتش شوروی سابق ،  ….. این نغاره یی جهاد در حقیقت یک توطیه ایی پلان شده از سوی دو ابر قدرت امریکا وشوروی  به خاطر انحراف اذهان مسلمانان از قضیه اصلی فلسطین  و قدس براه افتید  ……جنګجویان عرب به عوض اینکه په فلسطین می رفتند جهاد افغانستان را ترجیح دادند …..) ، بهمن صاحب ، ستاسی له دی پرګرافونو څخه هدف دا وو چه تاسی د ګران هیواد  جهاد ،جهاد نه ګاڼه  او یامو په جهاد باور نه درلود ، که دا ما لیکلی او  که دا زما لیکنه وی نو تابه ضرور زه  یو پرچمی شمیرلی وی .

زما ګرانه دخپلی لیکنی په  اوله کی مو ببرک ( شادروان ببرک کارمل بزرک ) معرفی کړی چه په روسی ټینکونو سپور روسانو سره( په داسی حال کی چه له ماسکو او دوشنبی څخه یی د روسانو په مټو د خپل بریالیتوب شعار ورکول) د شاه شجاع او کرزی په شان زمونږ ګران هیواد ته راوستل شو  خو تاسی ددی په خاطر چه هغه فارسی ژبی ، پرچمی او تاجک وو ، د کارمل بزرګ لقب ورکوی او د خپلی لیکنی په دریمه پاڼه کی لیګی ( … ان کس که روس را به افغانستان اورد ، نام ، نامی اش حفیظ الله امین بود و برادرش عبدالله امین در بندر شیرخان در قندوز به استقبال قوای روس شتافته بود ولی شما برف بام خودرا بالای بام دیګران می اندازید ؟ ) ستاسی له دی لیکنی داسی بریښی چه روسان امین راوستل  خومونږ یی په ببرک وراړوو  په همدی ډول  د دریمی پاڼی  په ورپسی پاڼه کی لیکی ( مسعود باروسها معاهده دوستی و برادری امضا نکرد  بلکه او که از دو طرف یعنی هم از جانب افراد ګلبدین  و هم از جانب روسها زیر فشار قرار داشت  خواست ملت و مردمش را از هلاکت حتمی نجات دهند ) ، ښاغلی زیاتوی چه   (  عمل مسعود قهرمان را در قاموس اصطلاحات وواژه های سیاسی و نظامی، معاهده های دوستی نه می ګویند  بلکه تاکتیک جنګی می نامند ).   نو بهمن صاحب نوم دی له جسمه ډیر لوی او یا دی مغز د جسم سره متناسبا کوچنی دی  ، مونږ سره ستا قومی غصه ا، کینه او کرکه ده خیر دی دشمنانو ته خلک حلوا نه ویشی خو زما زړه ستاپه خپلو ملګرو سوزی ،  ستاسی له لاسه خو مسعود او ملګری یی  رسوا او تباه تباه شول  ، له الله ج شکر وباسم چه زه دی په ملګرو کی نه ووم او نه یم  که نه زمونږ به هم دغه حال وو ، ستا له دوستی ،  ستا دشمنی ډیره بهتره ده .

مونږ  ستا  له دی پورتنی عباراتو  څخه دی  نتیجی ته ورسیدو چه تاسی یو متعصب پرچمی ،تاجک او متعصب فارسی زبان فاشیست اویا نشنلست ځان شمیری او مونږ ناحقه د پشتو فاشستان ګڼی .  مونږ د ببرک خرمل او د امین لعین ، ترکی اونچیب ګاو تر منځ هیڅ فرق نه کوو  دوی ټول ددی ملت دشمنان ، ملحدین  او د روسانو ملګری  وو  زمونږ دوه میلونه بی ګناه او بی دفاع خلک یی شهیدان او زمونږ ۶ میلونه خلک یی بی کوره او بی اوره ګړل  ، زمونږ ګران وطن یی په کنډواله  او خرابه بدل کړو ،  د روسانو له ماتی وروسته  روسانو زمونږ ګران هیواد په شمال او جنوب وویشو  او زمونږ مظلوم اولس یی  د یوی بلی لسیزی د پاره بیا خونړی وروروژنی سره مخ کړو تر دی چه همدی کمونستانو زمونږ د ګران  وطن په حریم باندی   د  امریکایانو  او ناتو لښکری هم  راوستلی هماغه کمونستانو ،شمالی ټلوالی ، سکولریستانو ، تش په نامه اسلامی  ګوندونو او ځینو نورو غلو او قاچاقبرو  ته یی  زمونږ د ملک سیاسی قدرت په لاس کی ورکړو او بیلونران یی کړل  ، مونږ ته دا مهمه نه ده  چه څوک پښتون او څوک هزاره ، تاجګ او څوک ازبک او ترکمن دی . ټول جنګ سالاران  ، وطن پلورنکی او معامله ګر  د افغانانو  دشمنان او ملی خاینین دی . د روسانو  او کمونستی وخت کی  ، که مونږ د ټولو قومونو ملی خاینین او ملحدین ( ترکی ، ببرک ، امین او نچیب ) او نوره ټول ګوندی ډله یی ددی خلکو او د الله ج دشمنان ګڼل   اوس هم  د ټولو قومونو ملی خاینیین او ملحدین (  خلیلی ، کرزی ، فهیم ، دوستم  ) او نوره ټوله ګوندی ډله ټپله یی  ددی ملک د خلکو او د الله ج دشمنان ګڼو ، خو برخلاف تاسی بیا د هغه وخت ببرک او ددی وخت مچرمین او ملی خاینین چه له روسانو او امریکایانو سره یی معامله وکړه  د وطن او ناموس په خرڅولو یی روبل او ډالری واخستی ملی خاینان نه شمیری بلکه  تاسی یی جنګی تاکتیک ګڼي ، تاسی خپلو لیکنو ته مراجعه وکړی په ښکاره مو د محترم امیر صاحب معاهدی د روسانو سره  او د جلال اباد په جنګ کی مو د امریکایانو سره معاهدی او  ډالری اخستل  په خپله تایید کړی دی  ( څوک چه یو ځل د خپلی خاوری په خرڅولو کی  له پردو سره معاهدی وکړی او له پردو  رشوت واخلی  نو بیا د پردو سره د  معاهدو او رشوت اخستلو دروازی پرانستل شی  او دا خو لا ستا اعترافات دی ستاسی معلومات دومره زیات هم نه ښکاری  هغه چه ملی خاینینو له پردو سره د دروازو شاته څومره معاهدی کړی دی  دهغو شمیرل ګران کاردی او مهمه نه ده چه کوم قوم او کوم شخص کړی دی خاین خاین دی په هر قوم کی چه وی  .  نو محترم لوستونکو ته به قضاوت پریږدو چه څوک  فاشیستان  ، متعاصب  او ملی خاینین دی  ؟

بهمن صاحب ، دا معلوماتونه می ستاسی له لیکنو درته لیکلی دی (  که خپل معلوماتونه هم  ولیکم کتاب تری جوړیږی) بیا هم مننه کوم  تاسی د خپلی لیکنی په څلورمه پانه اخرنی پروګراف کی لیکلی دی ( که مسعود باروسها معاهده صلح دایمی امضا نکرده ) دا ددی معنی ده چه لنډ مهاله معاهدی یی ورسره امضا کړی وی ؟  همدارنګه د پنځمی پاڼی د اول پروګراف په اخره کی په ډیره ویاړنه لیکی چه ( اما حوادث پس از سپټمبر و حمله امریکا ووضعیت فعلی از مسولیت های مسعود نیست ؟ ) یعنی د روسانو په لنډ مهاله معاهدو برسیره د امریکایانو د اشغال  په فاجعه کی هم د مسعود بزرګ لاس وو ، چه دده بیچاره دمنځه وړلو سبب هم شو . دا زه نه وایم چه مسعود د امریکایانو په راتګ کی لاس درلود بلکه تاسی یی دمسعود شاهکاری او ابتکار او ویاړنه ګڼی  نور قضاوت به  لوستونکی او د ملت اصیلو سیاست پوهانو ته پریږدو . امریکا در امور مجاهدین را که چقدر بالای مسعود فشار

اورد ند که با امر و قومانده وی و جنرالهایی پاکستانی در جنګ جلال اباد مسعود شریک شوند وراه سالنګ را سر نجیب ببندد . ولی مسعود هم  پولهای امریکا را ګرفت  و هم از عملی ساختن پلان شان خودداری کرد ) نو اوس به ددی پروګراف قضاوت لوستونکوو ته پریږدو ( چه امیر صاحب مسعود د امریکایانو سره معامله کوی  ډالری اخلی خو بهمن صاحب فرمایی چه  بیا د امریکایانو سره  له همکاری سرغړونه هم کوی) خو پشتو کی یو متل دی وایی له کم عقل دوست   نه هوشیار دشمن ډیر شه دی ، بهمن صاحب تاسی خو له امیر صاحب څخه بڼکی  ویستلی د هغه پټ رازونه دی ټول په ډاګه کړل   که هغه ژوندی وی خو یوه ورځ یی هم ژوندی نه پریښودی .    د بهمن صاحب له دی خبرو خو  زما څیړنه  داده  چه د امیر صاحب مسعود د هغه ډالرو اخستل د راتلونکو ټولو معاهدو او ډالرو اخستلو د پاره دروازه پرانستله  تر دی چه د امیر صاحب د مرګ د پاره هم ډالری واخستلی شوی ، او دامیر صاحب د اصلی قاتلانو د نه معلومولو او یا جزا نه ورکولو د پاره حتی د امیر صاحب ورونو ته ( چه د امیر صاحب له  غچ اخستلو تیر شی ) هم د ډالرو او مقامونو لړی  پیل شوه ؟.او  د اشغلګرو د  یړغل او د امیر صاحب دملګرو د بیلونر کیدو  زمینی رامنځته شوی. بهمن صاحب  ستاسی له دی معلوماتونو دیره مننه کوم ،

په هر صورت ، اوس به ستاسی د اسلامی روزنی او انسانی کرامتونو کچی ته راشو او ستاسی د ضمبر او وجدان اندازه ګیری به وکړو او ستاسی خپلی  لیکنی چه په خپلو مبارکو ګوتو مو لیکلی دی(ستاسی د شه شخصیت  د اثبات د پاره) د لوستونکو مخی ته وړاندی کړو چه تاسی سره د افغانیت ، اسلام ، او انسانی کرامت څومره قدر دی او څومره مو د قلم عفت ساتلی دی څو مثالونه به یی دلته  د لوستونکو د قضاوت د پاره  یاد اوری کړم :

الف – د اسلام ،جهاد او مجاهدینو په هکله توهین ، بی باوری او سپکاوی ( دبهمن صاحب له لیکنو):

اول  –  نغاره جهاد در حقیقت یک توطیه پلان شده از سوی امریکا وروس به خاطر انحراف اذهان مسلمانان از قضیه فلسطین و قدس براه افتید  .

دوم –  جهاد افغانستان سبب سر افګندګی و ازهم فروپاشی جامعه افغانستان ګردید .

دریم   –  راجع به  شاد روان ببرک کارمل بزرګ  که توسط عتیق الله دوست هم نظر و هم سنګر بهمن صاحب تحریر شده  څلورم  –  کاملا  یک موضوع جنګ میهنی و ازادی خواهانه داخلی میان افغانستان و شوروی سابق بود  و انرا یک جهاد بین المللی میان کفر و اسلام  به خاطر تامین اهداف خاص خود شان هدایت و رهبری می کرد .

پنځم  ـ  فتوی این جهاد را مفتی های دانشګاه الازهر در مصر صادر نمودند .

شپږم  –  حامی دیګر مجاهدین یکی از جنرال های بی رحم وقسی القلب پاکستانی بنام ضیاالحق که دست اش در قتل فلسطینی ها در اردن سرخ بود .

اووم  ـ  سوال ایکه در اذهان پیدا می شود این مفتی ها چرا جنګ عرب و اسراییل را جهاد اعلان نه می کردند .

یادونه :  بهمن صاحب وایی چه د امیر صاحب مسعود کوم ځوی ورته وویل چه (  پدرم در دوران جهاد به پاکستان نرفته اند ) ولی زه سوګند یادوم چه زمونږ سره یی د جهاد په  دوران د پیشاور سکندرپوری د جمیعت حویلی کی په یوه کوته کی ډیر وخت تیر کړی ، مونږ ته به یی مازدیګر کی د هماغه حویلی په سر باندی چه خالی ځای یی درلود د کراتی درس او ټریننګ راکوو  . او بیا سوګند یادوم چه ماته یی د چین د کمونستی انقلاب د ( ماهو تسنګ )  د لیکنو دری کوچنی کتابونه چه په انګلیسی لیکل شوی وو راکړل چه په پښتو او فارسی یی  ترجمه کړم ویل یی  چه مونږ یی حوزو ته لیږو تر څو  چریکی عملیاتو کی له هغو استفاده وکړو او بیا مونږهماغسی وکړل .  خو رشتیا څو میاشتی وروسته له هغه کتابونو سره  پنچشیر ته ولاړ  او بیا به پاکستان ته کم راتللو .

ب –  د پشتنو په هکله د بهمن صاحب توهین :

ا  ـ   خان عبدلغفارخان هوشدار داده که این جنګ ، جنګ دیګران ( روس و امریکا ) است ولی دران پشتون هر دو طرف خودرا تباه می کنند یعنی  بهمن صاحب باور لری چه د پشتنو مشر د خپل قوم په اراده او جهاد باور نه درلود او یا غفارخان په جهاد عقیده نه لرله ویل یی چه دا جهاد نه بلکه د روس او امریکا تر منځ  د خپلو ګټو جګړه ده .

0    ـ  حاکمان پشتون افغانستان را ګاهی به روسیه تزاری و بعدا شوروی  و بعدا روسیه ، وګاهی با استعمار فارس ، انګلیس و امریکا وطن فروشی می کنند ولی غیر پشتون ها که بیچاره بوده سلاح برداشته واز عزت و افتخارات این کشور و مردم دفاع کرده است . د همدی خاطره نن د لویدیز او امریکا د یرغل په مقابل کی جنګیږی؟

1    ۳  ـ  ولی زمانیکه قدرت مطرح شده قدرت را غصب نموده اند وبرای حاشیه راندن غیر پشتون کمر بسته اند و این کار برای  ۲۶۰ سال دوام دارد. له هغه مخکی خو دوی افغانستان کی نه اوسیدل

ج –   زما ( په شمول ) د نورو پشتنو مشرانو توهین :

اول –  دوست ګرامی و عزیزالقدر بنام الحاج ؟؟؟؟ استاد ؟؟؟؟ بیانزی  …..  د بهمن د جملی اول او اخره برخه څومره دعزت او توهین څخه ډکه ده چه  اوله کی دوست ګرامی او عزیز القدر  ، خو به اخره کی د الحاح او استاد کلمه کی شک ګڼی ، بیانزی مخکی له دی چه  کعبی شریفی او یا پوهنتون ته تللو او له اول نمره ګی وروسته کابل پوهنتنون کی استاد کیدو ، اول باید بهمن صاحب ته تللی وو چه دده د حج په پروسه او د پوهنتون په استادی کی  یی تصدیق او امضا کړی وی .

دوهم  –  بهمن صاحب په پاسنی سوالیو هم زړه نه دی سوړ شوی  بل ځای کی لیکی ( که بیانزی به جای یک پاسخ مستدل و منطقی حرف های نوشته که نه تنها لقب استادی و حاجی بودن شان حتی داشتن کوچکترین ذره ای از باوربه وجدان جمعی ، انسانیت و نوع پروری نه نوشته اند ) او دا خبره یی صرف ددی خاطره لیکلی ده (چه ما عالیه اکبر راوی  پروګراف کی چه صرف د پشتنو یادونه یی کړی ده ) ولی بیانزی نه ده ټکولی  چه که عالیه اکبر راوی  د پشتنو صفت هم نه وی کړی څوک چه د پشتنو صفت وکړی د بهمن صاحب په نزد هغه فاشست دی ( او د بیانزی جزایی  بی وجدانی ، له انسانیت نه وتلی او نه  بشرپروری  ټاکلی ده) . خو  بیانزی د خپل غچ اخستلو د پاره  د بهمن صاحب د پاره هیڅ جزا نه ده ټاکلی ، صرف دده استعداد ، وجدان ،صلح رحمی ،عزت پالنه او  انسانیت می دده په خپلو لیکنو کی درنو لوستنونکو ته په مخکی ایښی دی چه لوستونکی پری  قضاوت وکړی چه څوک بی وجدانه ، بی انسانیته ، بی رحم او فاشستان دی .

دریم  ـ بهمن صاحب ، زمونږ د یوی بلی لیکنی په هکله( چه زمونږ د سولی د پروسی د پاره چه کوم ورونه ګران هیواد ته تللی وو او بیا مو  دهغه کړنو او ځیړنو یو خلص راپور د هیوادوالو د پاره تهیه کړی ، نشر او خپور کړی وو ) لیکلی دی چه زه څرنګه د سولی د پاره  موزون شخص یم چه زه  پشتون یم او یا د پشتنو له حقوقو دفاع کوم( اوهغه دفاع هم د خارجی یرغلګرو په مقابل کی )

څلورم  ـ  بهمن صاحب د خپلی اوږدی لیکنی په دریمه پاڼه کی لیکی ( می خواهید دیګران را با این دروغ شاخدار ګمراه سازید و تاریخ را قصدا و عمدا برای اینده جعل نمایید ) . که دده ټول پروګراف لیکم چه دا خبره یی د ببرک په هکله لیکلی ده دیر څای او وخت نیسی ،  دا به دی خاطر وه چه مامخکی لیکنه کی د ببرک کارمل په هکله لیکلی وو چه ببرک هم لکه د شاه شحاع او کرزی په شان د روسانو په ټانکونو سور افغانستان ته راغی  نو بهمن صاحب ددی خاطره چه لکه د ببرک  سره هم نظره او هم سنګره دی قهر ورغلی چه روسان خو امین لعین راوستل( چه ځان پری مړ کړی؟ )  تاسی په ببرک ولی تهمت تړی  ببرک خو یو انقلابی رهبر وو.

پنڅم   ـ  بهمن صاحب دا خبره چه بیانزی ولی لیکلی دی چه امیر صاحب مسعود د روسانو سره معاهدی کړی دی لیکی ( مسعود با روسها مهاهده نکرده  ، بلکه اوکه از دوطرف یعنی هم از جانب افراد ګلبدین  و هم از جانب روسها  زیر فشار قرار داشت خواست ملت و مردم اش از هلاکت حتمی نجات دهند )  نو ددی په خاطر چه خپل خلک یی له هلاکته ژغورلی دی دا معاهده نه ده؟ .  او دی معاهدی ته جنګی تاکتیک نوم ورکوی  چه  ځانونه مو وساتل روسانو ته مو د پشتنو د وژنی د پاره  جنوب ته لیار خوشی کړه او هم مو د روسانو څخه دیری روپی خپلی کړی .

شبږم ــ بهمن صاحب نام خدا په ریاضی کی څومره مخکی دی وایی چه ( پنجاه فیصد جهاد تنها توسط دره دشمن شکن پنجشیر صورت ګرفته  و باقی پنجاه فیصد توسط تمام اقوام افغانستان صورت ګرفته اند )  دا به هم د لوستونکو قضاوت ته پریږدو .

اووم ـــ  بهمن صاحب د جهاد ، مجاهد او شهادت د پاره خپل بل کوم تعریف لری هغه د ایدیالوژیو اوجهان بینیو(  عقیدوی ) برخه نه ګڼی داسی معلومیږی جه کمونستان هم د جهاد مجاهد او شهادت کلمی لری لکه ځینی وایی شهید ډاکتر نجیب ، شهید امین ، شهید ببرک او شهید ترکی او داسی نور .  نو کمونیزم خو بیا له اسلام سره ډیر ورته والی او نزدی والی لری .

اتم ـــ  بهمن صاحب بل څای کی لیکی ( که به خاطر مستند سازی بهتر با شما دونقل قولی از هم قماشان خود تان را بیا ورم  . چه یو هم قماش هم سرور احمدزی دی جه د خطاب سره یی مرکه کړی ده  او د پنجشیر صفت یی کړی دی او بل هم حکمت یار چه هغه هم د پنجشیر د مجاهدینو صفت کړی دی خو ویلی یی دی چه پنجشیر کی وروسته څینی شعلیان او ستمیان پیدا شول د روس او امریکا سره  یی معاملی وکړی  او احمدزی هم ورته خبری کړی دی  . نو دوی دواړه بد خلک دی  خو خپله بهمن صاحب چه د امیر صاحب مسعود په معامله ګری اعتراف او اقرار کړی دی بهمن صاحب شه سړی دی اوهغه نور زما هم قماشان دی ؟

نهم ـــ  بهمن صاحب په( کمونست بودن) نه خفه کیږی مګر په (کمونست ګفتن) ډیر خفه کیږی  او داچه کمونستی له ستایل لویدلی ده ټول کمونستان همدا خاصیبت لری د کمونستی په  عقیده دی د کمونستی کړنی لری خو که څوک ورته کمونست ووایی لکه کنځل چه ورته وکړی څکه دوی ته په ټولنه کی د خپلو کړو ځخه چه د قدرت په دوره کیی کوم وحشت ترسره کړیدی اوس هم ډاریږی .

لسم ـــ بهمن صاخب یو بل ځای کی وایی (اما حوادث پس از سپټمبر و حمله امریکا و وضیعت فعلی از مسولیت های مسود بزرګ نیست ؟ ) دا جمله یی زما د دی خبری مقابل کی لیکلی چه  ما د امریکا دراتګ ویاړنه کرزی ، فهیم ، عبدلله ، خلیلی او نورو ته ورکړی ده  نو بهمن صاحب وایی چه دغه شاهکاری هم امیر صاخب کړی ده چه د جلال اباد په جنګ کی یی هم له امریکایانو ډیری روپی واخستی  نو له هماغه وخت د امریکایانو سره یی اړیکی درلودلی ، لیکی ( که اګر در این مورد با جناب بیانزی صاحب بحث نمایم با وجود ایکه بیانزی صاحب عبدلله ، فهیم و خلیلی  وغیره را قلمداد کرده اند ولی حقیقت این است که این هم از جمله افتخارات امیر صاحب است ) .

یوولسم  ـــ  محترم لوستونکی او هیوادوال دی قضاوت وکړی چه پهمن صاحب په خپلو لیکنوکی څومره موادب او په انسانی کرامت باور او عقیده لری او څومره باعفته او با وجدانه شخصیت دی لیکی چه ( حالا نیز کسانیکه این ادم ګونه ها را مقاومت ملی می شمارند خواهان اشتی و اشتراک در قدرت سیاسی با ایشان اند )  دا ځکه چه بهمن صاحب د مقاومت ملی ټول خلک پشتانه ګڼی او پشتانه دده او دده د ملګرو په نظر ادم نماهان دی .

دولسم  ـــ  زه ددی جملی په معنی هم سم پوه نه شوم  خو دی لیکی ( وبه روی پست ترین انسانهای روی زمین به خاطر پشتون بودن شان سرخی و سفیده می مالند  وبرایی پاک نمودن و غسل تعمید انها از جرایم انسانی که مرتکب شده اند شب وروز خون جګر می خواند ) په هر صورت پشتنو ته توهین او کنځلو په شان ښکاری .

  دیارلسم ــ  د بهمن صاحب د پښتنو سره دا ټول کدورتونه او حساسیت د لوی افغانستان او یا پشتونستان په جوړیدو سره رامڼځته شوی دی . دی بیچاره له موجوده پښتنو څخه لا کرکه لری که بیا نور هم زیات شی خو له بهمن صاحب په څرمن وباسی  ؟

څلورلسم ـــ  هر څوک چه د پشتنو صفت وکړی ( بی له دی چه د نوروقومونو په هکله یی کوم بد څه لیکلی او یا ویلی وی ) د بهمن صاحب د ګرمی درجه پورته ځی او سخته تبه یی نیسی  که هغه غیر افغان او غیر مسلم هم وی د مثال په توګه یو امریکایی چه بروس ریچردسن نومیږی د افغانستان په حالاتو کی با خبره شخص دی  هغه یواځنی امریکایی دی چه د امیر صاحب د روسانو او امریکایانو سره د معاهدو رازونه یی افشا کړل نو هغه هم د بهمن صاحب بدی راځی او کرکه تری لری . نو بهمن او د بهمن ملګری هغه بیچاره هم د پشتنو په ډله کی شمیری .

پنځلسم ـــ بهمن سیب ، د هاشمیان او بروس ریچاردسن  د هم جنسی اړیکو د اثبات د پاره د هاشمیان د ورور قیصه یادوی ، زه به یی په پشتو ولیکم ، دی وایی چه د هاشمیان له ورور څخه چه دکتر حیدر مسعود یادیږی له شوروی اتحاد څخه یی دکتورا اخستی ده د هاشمیان سره د وروری د خرابوالی په هکله چا وپوشتل چه اړیکی مو څرنګه دی بهمن صاحب وایی چه دکتر حیدر څواب ورکړو چه زه د هاشمیان سره ایدیالوژیکی او یا اقتصادی ستونزه نه لرم زما اړیکی زما د ورور سره په دی خراب دی چه هغه د بروس سره هم جنس بازی لری . نو ممکنه نه ده چه زما اړیکی ورسره سمی شی .

شپاړسم ــ د همدی پاسنی پروګراف په اخر کی بهمن صاحب فرمایی ( که پشتون ها برای بقایی استعمار چه تهدیدی را متوجه ساخته اند ؟ چرا استعمار از پشتونها بترسند ؟ ) یعنی د امریکا سره خو شمالی ټلواله  او یا نور قومونه جنګ کی دی  . پشتنو ته خو امریکا سیاسی قدرت ورکړی دی؟  او نور قومونه د پشتنو د ظلم لاندی دی . بهمن صاحب سمه وایی .؟

اوولسم ــ  بهمن صاحب که د پشتنو هر څوک صفت وکړی نو وایی حتی بروس ریچردسن  فاشیست او پشتونست دی خو بیا وایی چه بهمن یواځی د ځان مسولیت لری او که زما نور ملګری په کابل پریس او یا نورو دهغو د کنترول لاندی رسنیو او پاڼو کی څوک پشتانه ټکوی او بدی ردی ورپسی لیکیبهمن صاحب  یی مسولیت په غاړه نه اخلی .  خو د پشتنو صفت چه هر چا وکړو نو بیانزی او بزګر هم دهغو پوره  مسولیت په غاړه لری او دهغو د خاطره بیانزی او بزګر هم فاشیست او اسلامست دی او د هغو جزا دوی ته هم باید ورکړی شی .

اتلسم ـــ تاسی د بهمن ددی توهین اندازه ولګوی چه دی لیکی ( من خودم  به این باور هستم که هر که بخواهد زیر نامهای جعلی لوی افغانستان و یا لوی پشتونستان ، لرو بر اوغانستان یعنی کوچه ګر  و کوز پشتون و بر پشتون حق مرا بګیرند با وی مبارزه می کنم ) دی حتی پشتنو ته کنځل کوی خو فاشست او متعصب نه دی ؟ پشتنو ۲۶۰ کلونه په دوی حکومت کوو آو له ۲۶۰ کلونه مخکی ځکه نه یادوی چه هغه وخت کی دوی په تاجکستان کی وو او بیا د تزاریانو له لاسه یی افغانستان ته هچرت وکړو او پشتنو ورسره لکه د انصارو په شان  معامله وکړه دا دپشتنو ګناه او خیانت دی  باید ددی ستر جنایت په مقابل کی ټول پشتانه اعدام شی  که دا کار یی نه وی کړی نو نن به په خبل کور کی نه بی واکه کیدل .  او د بهمن صاحب په شان خلکو کنځل او بد ردی به یی نه اوریدی او نه به وژل کیدل ، او نه به بی کوره او بی اوره کیدل .

نورلسم ـــ بهمن صاحب لیکی ( اما از انجاییکه بیانزی صاحب …. اجازه دهید که من … دو نقل قول یک پشتون یعنی صالح محمد زیری ویک ایرانی مسعود رجوی ، رهبر کمونست مجاهدین خلق ایران  که هر دو ان حاجی و مجاهد نیستند و هم نظر بهمن صاحب هستند که عمر شان در مبارزه با ارزو رسیدن به جامعه ایدیال سوسیالستی  ،   تحقق عدالت ،  و مساوات  میان افراد جامعه و حاکمیت زحمت کشان و بینوایان تیر شده  و سالها رنج و عذاب و زندان و شکنجه های رژیم سلطنتی را به جان خریده  ولی حالا به هر دلیلی کمونست و کافرش  می خوانند عبارتی را نقل می کنم که معلوم شود که بیانزی با رجوی و زیری چه تفاوتی در دیدګاه خود دارد ؟ همدارنګه بهمن نور هم زیاتوی چه ( زیری در کتاب خاطرات نیم قرن در باره طاهر بدخشی ستمی مشهور نوشته می کند …..) لوستونکی دده له لیکنو او عباراتو پوره آټکل کولی شی چه بهمن صاحب څه دیدګاه او جهان بینی لری؟ .

شلم  ـــ د بهمن صاحب دریز په همدی تیر پروګراف کی په ډاګه کیږی چه بهمن صاحب له رجوی ، ببرک او زیری سره چپی یاکمونستی مفکوره او د طاهر بدخشی سره د ستمی یا فاشیزم مفکوره او تګ لیاره لری . اصلا بهمن صاحب زمونږ سره دومره په دشمنی کی نه دی خو زمونږ سره ددی مناقشی په وسیله ځپلو ملګرو ته ځان ورپیژنی  او کریدت اخلی چه زه څومره فعال ، مبتکر او سیاست پوه سړی یم چه سپین ته تور او تورته سپین وایم .

یوویشتم ــ بهمن صاحب کله صوفی شی او په خپل پشتون دشمن (بیانزی ) یی هم زړه وسوځی او توصیه ورته کوی چه زه ډاریږم چه په بیانزی باندی لکه د اسراییلو عذاب نازل شی څکه بهمن صاحب خو په دی هم باور لری چه ټول پشتانه د اسراییلو له جنسه دی  نو کیدی شی چه د اسراییلو به شان د پرله پسی غذابونو مستحق نه شی  بیا هم له بهمن صاحب نه مننه کوم چه په دشمنی کی هم راسره مینه لری او بد یی پرمونږ نه پیرزو کیږی  او بیا بهمن صاحب سره ددی چه پرچمی او ستمی دی خو بیا هم د قران ایتونو ژباړنه لیکی او مونږ ته یی توصیه کوی خو له بده مرغه ځان تری هیر دی .

دوویشتم ــــ بهمن صاحب اخره کی ددی د پاره چه د هوشیار دشمن سره بند پاتی شوی دی بیا پیرزو پری کوی او لیکی ( من از شخصیت علمی ؟؟؟؟؟ روحانی ؟؟؟؟ ، جهادی ؟؟؟؟ و مبارز ملی ؟؟؟؟ جناب استاد الحاج استاد بیانزی می پرسم …. ) دا ځل بهمن صاحب زما هغه نومونه چه د لیکنی په سر کی  یی ورسره حساسیت درلود چه هغه الحاج او استاد کلمی وی او هغو ته یی د سوالیی علامی لیکلی یعنی په رسمیت یی نه پیژندلی خو له نیکه مرغه د لیکنی په اخر کی یی په رسمیت پیژندلی دی یعنی زه اوس د بهمن صاخب په نزد هم حاجی او هم استاد ومنل شوم  خو له بده مرغه دلته  زما په علمی شخصیت ، روجانیت ، جهاد او ملی مبارزه باندی شک وزیږیده  او د پوشتنی لاندی شوم خو د لیکنی په سر کی می بیا دا مشکل نه درلود  نو ماته اوس دا پوشتنه پیدا شوه چه دا بی ثباتی په ما کی پیدا شوه او که په بهمن صاحب کی ؟  جه اوله کی په کوم کارونو کی شه ووم په اخره کی خراب او په کومو کارونو کی چه اول خراب ووم اخره کی ښه شوم ؟  د حیرانتیا وړ ډه .  او که ددی اړه ده چه بهمن صاحب کوم روانی ناروغی لری  او باید مونږ یی روانی ډاکتر او یا روغتون ته بوڅو  .

قضاوت به لوستونکو ته پریږدو  ،الله ج دی وکړی چه مونږ داسی څه نه وی لیکلی چه بهمن صاحب او یا د بهمن صاحب د ملکرو د پریشانی سبب شوی وی  که څه هم ما  په خپله له ځانه څه نه دی لیکلی یواځی د بهمن صاحب لیکنی می ورته لکه د هنداری په شان ورمخی ته کړی دی چه دی پکی وګوری چه خلکو ته څه نه لیکی او څومره شه علمی شخصیت ، روحانیت ، مجاهد اوملی مبارز دی ؟ او څومره د ژبی او قلم عفت ساتی؟ او څومره د خپلو خلکو او خاوری سره مینه او علاقه لری؟ .  هو زما زړه وو چه خبل نظر هم ولیکم خو دا  لیکنه د لوستونکو د پاره دیره شوه بله لیکنه کی به د خبلو خلکو او خاوری ته د خدمت کولو د پاره خپل وړاندیزونه ولیکم که بهمن صاحب او دده نور ملګری یی ولولی کیدی شی چه د خپلو وړاندیزونو او خط مشی پرڅای زمونږ تګ لیاره خوشه کړی . خوزه به لږ شانته خپله تګ لیاره اوس هم په ډاکه کړم :

مونږ وایو چه مونږ ته د ټولو قومونو خاینان او خبیثان ، خاینان او خبیثان دی مهمه نه ده چه هغه پشتانه دی او که نور قومونه او مونږ ته د ټولو قومونو شه او مخلص خلک مخلص او شه خلک دی او مونږ یی خبل ورونه او دی خاوره کی مساوی حقدار ګڼو  او به درنه سترګه ورته ګورو ، ددی وطن مجاهدین استقبالوو او ددی وطن معامله ګر غندو او دشمنی ورسره اعلانوو  مونږ په افغانستان کی د اسلامی نظام د قایمویدو  به هیله یو او هڅی لرو ، مونږ د ټولی نړی د مظلوم بشریت د حقوقو اعاده کول غواړو ، مونږ په توله نړی کی سوله او هوساینه غواړو مونږ د ټولی نړی څخه د استثمار او غلامی د ورکولو په نیت کی یو  مونږ د نړی ټولو  صالح انسانانو ته په درنه سترګه ګورو ،  هو مونږ بنیادی اسلام عواړو مګر نه افراطی او نه مونږچاته  په زور د اسلام دین بلنه ورکوو  ، مونږ په ډیرو مواردو کی د اکثریت او اقلیت خبره نه کوو دا څکه چه اسلام په تقوی او اهلینت باور لری  مونږ د چارو په ویش او مخ بیولو کی یواځی د اهلیت او تقوی خیال ساتو  که څه هم هغه له یوه قومه وی او هغه قوم چه هر یو وی . مونږ د ګاونډیانو او دنړی  د تولو مسلم او غیر مسلم اولسونو سره د شو اړیکو ساتلو په هیله یو انسانان د ژوند په کارونو کی یو بل ته اړه لری مونږ باید یو له بله علم او عمل زده کړو  او داسی نور او نور  په درناوی

Door Guest