بســــــــــــــــــــــمل

دلته یي په غږکې واوری

که دنړۍ په جغرافعوي موقعیتونوکې دمېشتووګړویاپه بل عبارت  دبشري تاریخ یوڅوپاڼې راواړوو پکې  وبه لولوچې دهرجغرافعوي موقعیت مخورو، زورورو اوحاکموکسانودخپل تسـلط، هویت، حاکمیت اوارزښـتونو دساتنې لپاره پخپل وس څه کړي دي په دې ماناچې لمړی یې دهغه وخت له شرایطوسره سـم جوړښــتونه یاادارې تشکیل کړې دي مالي اوپوځي اړخونه یې ورغښتلي کړي دي له دې سره جوخت یې خپلې پولې یادکوردېوالونه  مضبوط کړي په همدې سلسـله ورووروهېوادونه ،حکومتونه،دولتونه اوډول ډول نظامونه رامنځ  ته شوي دي.

دلته زه له دې تېرېږم چې ځینویې بیاله خپلوپولووراخواپه نوروتېري وکړل هېوادونه یې لاندې اومستعمرې یې دخپل ځان پړسولولپاره رامنځ  ته کړې چې په دې ډول  دلویوناورینونوسبب هم وګرځېدل.

نن زه په هغه اداره لیکنه کوم  چې نه دولس له منځه  راپورته شوې نه  دولس دهوساینې اوسرلـوړي کوم خیـال ور سره موجود دی  زه هغه اتل ولس دریادوم چې هر وخت یې خپل ملک دښکرورواو کبرجنوهدیره ګرزولی دی .

دا ډول ادارې چې معمولأ تپل شوې اودپردیوپه خدمت کې دي موخه یې دمبهمولوبوپه وسیله دبحـران  اوږدول وي لکه څنګه چې کبان بې اوبو ژوند نه شي کولای همداسې داډول ادارې بې جګړو او بې بحرانه نه پایږي.

داډول ادارې ظاهرأځانونه مستقیل اوخپلواک بولي خوپه حقیقت کې دنوروترکنترول لاندې  اودوېرې په فضـــأ کې ژوندکوي آن چې له خپل سیوري هم وېره لري.

دغه ادارې دحاکمیت اوواکمني دعوې په داسې حال کې کوي چې نه دخپل ملک په ځمکه اونه په فضأواک لري هغه پولې اودکوردېوالونه خویې هسې هم نړېدلي وي لکه دکابل بې واکه اوبې ځواکه اداره چې اصلأ صلاحیت اوامکات ورسره نشته مثلأ.

دکابل اداره چې له ګڼ شمېرجنګي مجرمینواودګڼ شمېربهرنیوهېوادونوله جاسوسانوڅخه جوړه ده زموږدملي حاکمیت ، ولس او هېواد دهر ډول پرمختګ اوسرلوړي پرخلاف دپردیو داوږدې ستراتیژۍ دپلي کولولپاره په

افغان ولس تپل شوې ده.

ددې ادارې معاشات اونور هر اړخیزاکمالات  دپردیولخوا صورت نیسي مانایوه اجیره اومزدوره اداره ده.

دپورتنۍ جملې دتحلیل اوپوره سپړلو په نتېجه کې دکابل ادارې صلاحیتونه په صفرکې ضربیږي نوکله چې یو څوک مزدوراوبې صلاحیته وي هغه به دکوم ځواک له مخې خپل باداریاکوم بل چاته شرطونه وړاندي کړي؟

له دې کبله له بهرنیوهېوادونوسره دکابل ادارې تړونونه له حقوقي اواخلاقي اړخه کاملأبې بنیاده دي.

له بلې خواکه په افغانستان کې دیرغلګرویولس کلن ناورین  اوپه مقابل کې یې دوسلوالوخوځښتونومقابلې او دکابل ادارې هراړخیزوبدنامیوته پام وکړوداسې ښکاري چې لوبه اوږد اوبڼه بدلېدونکې ده.

مابسمل ته دخندااوپوښــتنې وړځکه ده ،کله چې په قطرکې دیونوي زیري خبر ورکول کیږي له واره بیا دطالبانو دمړوسپکاوی په بولوکوي ترڅوخلګ تحریک اویوه نوي بحران ته کش کړل شي.

وروسته له یوڅه وخته دپاریس کنفرانس په تیاترکې یوه بله لوبه په  داسې حال کې ترسره کیږي چې په عین حــال کې دترکمنستان دغونډې خبر ورکول کیږي خوورسره سم ارګ مېشتي نازولي له واره جوتې جوتې لغــــتې وهي چې موږ له هېوادڅخه بهر یوه غونډه هم نه منوهرڅه باید زموږ تر مشري لاندې تر سره شي.

ددوی دمشري او غلامي په اړوندما دډسمبر په شلمه په بي بي سي رادیو کې خپل نظرپه لاندې ډول وېلی دی:

دکابل حکومت په دایوولسوکلونوکې خپله پوره بې کفایتي اوبې لاري وښوده .

هغه حکومتونه چې دپردیوپه زورپه ولسونوتپل شوي وي هغه نه دسولې وس لري نه دجکړوپه دې خاطر د کابل له  څپڅپانده حکومت څخه دا توقوع  لویه اشتباه ګڼم .

یوازینۍ لار یې داده چې دملګروملتونوسازمان په صادقانه ډول  یونړیوال کنفرانس دایر او یوه  لنډ مهاله اداره جوړه کړي ترڅو دسولې زمینه برابره او په سوله کې ټول ټاکنې وشي.

Door Guest