بسم الله الرحمن الرحیم

 ( د ذکریا پوپل د لیکنی متعلق)

( الحاج استاد بیانزی )

د پوپل ورور پوښتنه (افغانان ولی بی اتفاقه او د حل لیار یی څه ده ؟)

ډیره اهمه او د ټولو افغانانو پوښتنه ده . پوپل صاحب له تولو افغانانو

غوښتنه کړی وه چه په دی هکله خپله رایه او نظر ورکړی چه ددی ورانی ماشوړی

سر پیدا شی .

زما په خیال زمونږ په ګران هیواد کی لکه د نفاق په شان نوری ناروغی هم

شتون لری ، خو دا ټولی کله یو یو او کله څو ګډ عوامل لری ، د مثال په

ډول زمونږ په ټولنه کی نفاق څرنګه ، څه وخت؟ او د چا له خوا رامنځته

شوی؟ ، څرنګه دوام لری؟ څرنګه به یی درملنه وشی؟ او له درملنی وروسته

څرنګه به یی د بیا نفاق اچونی څخه ژغورنه وشی؟ ، دا هغه اساسی پوشتنی دی

چه هر یوه ته یی ځواب ویل ډیرو لیکلنو او پلانونو ته اړه لری او په

ځانګړی ډول په عملی چاپیریال کی یو ملی ،اسلامی ، مخلص اوخپلواک حکومت

باید شتون ولری .

د نفاق له منخه وړل او هغه هم زمونږ په ګران وطن کی (چه څو لسیزی دی

ناروغی شتون درلود ) اسانه خبره نه بریښی لکه د سرطان ناروغی چه په اوله

کی یی درملنه ونه شی، لوړی کچی ته ورسیږی او هغه ناروغ زوړ او کم قوته هم

وی نو بیا ورته لا علاجه ویل کیږی ځکه د بدن ټولو مهمو برخو ته رسیدلی

او ډیر غړی یا سیستمونه یی کمزوری یا غیر فعاله کړی وی.

ددی ناروغی یو عامل هم دننه په هیواد ، سیمه او نړی کی استثمار ګر

قوتونه دی ، هغوی نه یواځی دا ډول ناروغی رامنځته کړی بلکه ددی

ناروغیو د ستاتنی د پاره هم بی شمیره پیسی ، وسیلی او وسلی کاروی . او

مونږ ناروغان بیا بی سلاح او هیڅ نه لرو ، له تولو لمړی مونږ یوی حکومتی

سالمی او خپلواکی اداری ته اړه لرو چه د ملی او اسلامی یووالی د پاره

پیاوړی او هر اړخیز پلانونه په کار واچوی ، هغه اداره بیا پوه ، متقی ،

مبتکر او پرمخ تللو استعدادونو او نیکو شخصیتونو ته چه په دی هکله مسلکی

تجربه ولری ، اړه لری . همدارنګه د ۳۵ کلونو وران کور چه ټولنیز جوړښت

یی دړی وړی شوی وی له دی دوه یا دری ځلی نور وخت ته اړه ده .

د یوی ودانی جوړولو د پاره د مناسب ځای له غوره کولو وروسته ، بودیجی او

د کور جوړونی مسلکی ( ارکیټکچر ) پلان ته ضرورت دی د پلان د عملی کولو د

پاره فنی اومخلص ټیم ته اړه ده او هغه پروژه باید د حکومتی اداری د پرله

پسی تعقیب او پلټنو د تحقیقاتی هیت د نظارت لاندی تر سره شی د پروژی

دبشپړتیا اخر کی د هغه ودانی خاوند ته د حکومتی اداری له خوا د ټولو

کارونو د شه والی لیکلی اسناد ورکړی شی ، ددی سره سره ددی ودانی په

جوړولو کی بیمه هم باید شتون ولری . نو د نفاق د منځه وړل له دی هم

پیچلی او کوټلی پروژه ده ، هر څوک به هر څه ولیکی او ډیر شیان به حقیقت

ته نزدی هم وی مګر په عملی بڼه کی به د ماتی سره مخ کیږی څکه چه هم

لاندی ورته شرایط اماده نه دی او هم له پاسه درباندی ګذارونه کیږی، د ملی

یووالی د راوستلو د پاره لیکل اسان خو عملی کار پری ډیری ستونزی لری .

مونږ له ټولو لمړی یو نسبی خپلواک ، مخلص ملی او اسلامی حکومت لرلو ته

اړه لرو ، په یوه کورنی کی د هغه کورنی د اولادونو ترمنځ له مور او پلار

غیره د هغو تر منځ یووالی راوستل له امکاناتو لری ښکاری نو په دومره لوی

کور کی د غلام او فاسد حکومت څخه ( نه حکومت ) ډیر شرف لری خلک کولی شی

چه په جرګو ډیر مشکلات نسبی حل کړی . یعنی زمونږ اولنی مرحله د پوره

خپلواکی لرل دی ، بیا سالمه ملی او اسلامی اداره ، او بیا سالم نظام چه

هغه اسلام دی .

شک نه شته ، ډیر خلک به ولیکی ، چه بی اتفاقی د جهالت او بی علمی څخه را

منځته کیږی خو زه بیا دا وایم چه جهالت او بی علمی ولی شتون ولری؟ بیا هم

دهماغه سالمی او ځپلواکی اداری نه شتون دی . ځینی بیا وایی چه غریبی ددی

ټولو خبرو مور ده ، دوی هم سمه وایی ، خو زما پوشتنه هماغه ده چه مونږ

ولی غریب یو؟ ، له بی نظمی خو بی نظمی ولی ده ؟ نړیوال او سیمیز ملکونه

زمونږ په چارو کی لاس وهنه کوی ، دا له ټولو مهم او لوی عامل دی خو د هغه

ملکونو په داخلی چارو کی ولی لاس وهنه نه کیږی؟ ، زمونږ په ملک کی لاس

وهنه ځکه اسانه ده چه مونږ نه خپلواکی لرو او نه خپل ملی حکومت او نه خپل

اسلامی نظام لرو .

دا چه د ونی پاڼه د کوم دلیل له مخی ناتوانه وی ، هر څه یی خوځوی او

غورزوی یی ، وایی یو سړی پیر بابا زیارت ته ددی د پاره تللو چه د بچو د

پیدا کیدو سوال وکړی ، په لیار کی یی کوم ملګری ورسره مخ شو پوښتنه یی

تری وکړه پیربابا ته د څه دپاره ځی ؟، هغه سړی ورته وویل د بچو سوال کوم

نو ملکری یی تری پوشتنه وکړه چه ښځه لری که ڼه ؟ نو هغه سړی ورته وویل

چه ښځه می درلودی نو د خپلی ښخی می بچی ولی نه غوښتل چه پیربابا ته تللم

، اصلا هلته د ښځی لاسته راوړلو سوال ته ځم نو بیا به بچی په خپله راوړم

. یعنی مونږ له ټول اول خپلواکی او بیا نسبی سالمی اداری ته اړه لرو نو

بیا اتفاق او نوری ټولی اړتیاوی او نیمګړتیاوی په خپله سمیږی .

نو درنو ورونو مونږ د ملی او اسلامی یووالی مخکی ، خپلواکی ، اسلامی

نطام او یوه سالمه او له فساده ه ژغورل شوی اداره چه دکوم ملک ، قوم

او کوم استعماری ایزم پوری تړلی نه وی اړه لرو ، بیا د هغه اداری په

واسطه د ملی او اسلامی یووالی او ورورولی د پاره هر اړځیز او دوام داره

پلانونونو جوړول او د هغو پرله پسی عملی کول دی .

خو ددی د پاره چه ستاسی غوښتنی ته می مثبت ځواب ویلی وی ، زه به لږ څه د

اسلام له مخی درته ولیکم او هغه داچه :

د ټولو فسادونو او وینو تویولو منشا او منبع حرص دی ، حرص دی چه کینی ،

جنګ وجدال را منځته کوی ، حرص دی چه استثمار او استعمار یی رامنځته کړی

دی ، مونږ جنګ نه غواړو جنګ په مونږ تحمیل شوی ، مونږ نفاق نه دی کړی

نفاق په مونږ تپل شویډی . ددی د پاره دیره سرمایه ګذاری شوی او کیږی چه

مونږ باید وویشل شو ، مونږ باید یوله بله کرکه وکړو ، ولی نور قومونه

ددی مشکل سره مخ نه دی؟ دا ځکه چه هغوی خپله خپلواکی او خپل نسبی ملی

حکومتونه لری ، نور ولی خپلواک او خپل ملی حکومتونه لری؟ ، هماغه د چرګی

او هکی قیصه تری جوړیږی چه کوم یو مخکی پیدا ده ، دی پوښتنی ته چه مونږ

ولی خپلواک نه یو او ولی لاس پوڅی او فاسد حکومتونه لرو ، څه زمونږ ګڼاه

ده چه مونږ له یوی خوا یتیمان ، ناداره ، ناپوهه ، او ویده قوم یو ، او

څه ګناه د نړی حریصو استثمارګرو او استعمارګرو استثماری پالیسی دی ، هغوی

له خپل ټول توان ، وسلو ، پیسو ، وسیلو او دسیسو څخه زمونږ په ګران هیواد

کی کار اخلی ، زمونږ په ویښو خلکو د دهشت ګر او تروریست نوم ږدی او زمونږ

ویده او نابوهه ، بیضمیره او بی وجدانه خلک یی له ځانه سره ملګری کړی او

یا یی په کوم ایزم کی ننویستی دی . د نړی ټوله میدیا ډ دوی په خدمت کی ده

چه د میدیا په واسطه تور ته سپین او سپین ته تور وایی .

نړیوال استعمار او حریص استثمار ګر د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره یی

د دیموکراسی دین راویستلی دی ، د نړی ټول ایزمونه د همد ی چتری لاندی کله

قدرت افرادو او کله ټولنی ته ورکوی یعنی د زمانی د شرایطو له مخی کله له

کمونیزم او کله له کاپیټالیزم څخه ګټه بورته کوی خو د کار نتیجه یی (چه

د مظلوم بشریت استثمار دی ) یو شی دی په کمونیزم او کاپیتالیزم دواړو کی

د نړی یوه برخه ظالمان او حریص سرمایداران د نړی په نهه نوی نادارو او

مظلومو خلکو حکومت او استثماری سلطه لری. دواړه استثماری سیستمونه د هر

ملک د ویشلو د پاره له نشنلیزم ( څخه چه د قومی تعصباتو او د هر ډول نفاق

او ټولنیز جوړښت د ویجاړولو سبب کیږی) کار اخلی او بیا ورباندی حکومت کوی

.

پورتنی ټوله لیکنه چه ( مونږ ولی بی اتفاقه یو او څه کولی شو ؟) به زه

په همدی پروګراف کی رالنډه کړم ،( دا ځکه چه مونږ له اسلامه لیری شوی

یاستو )، زمونږ ځینی ورونه لفظی مسلمانان خوځینی بیا ایزمیان شوی دی د

خلکو د تیروتنی د پاره وایی مونږ مسلمانان یو ، او ځینی چه ځانته مکتبی

مسلمانان هم وایی د نفس په مقابل جهاد کی یی ماته وخوړه ،مثالونه یی

پروفیسر سیاف ربانی ، مجددی او نور دی . دوی ددی پرځای چه د اسلام تابع

شی ، اسلام یی د ځان تابع کړو یعنی غلط تفسیر او تاویلات کوی، په دی ډول

خلک تیر باسی . اسلام مونږ ته د حرص نه د ژغورنی یواځنی لیار دا غوره

کړی ده چه مونږ مالکیت او شریعت د الله ح حق وګڼو ، یعنی د ا هرڅه د ځان

په شمول د الله ج مالکیت دی او خلیفه انسان به پکی د الله ج دا حکامو

لاندی مدیریت سرته رسوی ، نو چه مالکیت اوشریعت د انسان سره نه وی حرص ته

به څه اړه وی حرص له منځه ځی ،چه د حرص په لمنځه تللو به ټولی نارواوی ،

فسادونه او وینی توویول به له منځه ځی څکه خو د نړی حریصو سرمایدارانو

او شیطانی سیاست مدارانو د اسلامی نظام سره دشمنی ده او د اسلام په

مقابل کی یی د دیموکراسی شیطانی نظام رامنځته کړی او غواړی چه د سکولریزم

په نوم اسلام له سیاسته جلا کړی او ځانته د مظلوم بشریت د استثمارولو

زمینه برابره کړی نو دغه حرص دی چه هر دول فسادونه چه ‎ او ناروا وینو

تویولو سبب کیږی د حرص د لری کولو د پاره اسلامی نظام ته اړه ده ، خو له

بده مرغه نړیوال استعمار په ښکاره دومره دشمنی له اسلام سره نه ښیوی لکه

څومره چه د دوی شیطانی ایزمونه د اسلام سره دشمنی لری. په درناوی

Door Guest