بســــــــــــــــــــــمل

دازادي راډیوسره مرکه

په دري ژبه کې یو متل دی وايي، غم نه داری بزبخر.

وزې له هغوشیطانواوناراموڅارویوڅخه دي چې نه یې خپل څښتن ورڅخه ارام لري اونه یې دڅښتن ګاونډیان .

دوزوڅښتن لامخ اخوانه وي اړولی چې وزې  یې دسترګوپه رپ کې  دمیوه لرونکوونوپوستکي یادپالېزو وېرې دانګې وانګې اوخپل څښتن په غم واړوي ځکه پورتنی متل په ځای دی چې غم نه داری بزبخر.

دافغانانوپه تېره بیادپښـتنوځانګړتیاوې دادي چې ښه مېلمه پال اوعزتمن خلګ دي خومېلـمه بایدخپل ځان او حدپېژندلی وي.

مېلمانه کلونه کلونه په چانه اړوي حتاکه دچاسکني ترورزي یادمامازامن  هم بې له کومې ستونځې له دوو دریو اونیو څخه زیات پاته شي اول خوپخپله بدښکاري دوهم دکـورغړي ورسره سرګردان وي دریم داچې کلیـوال ټول پسې ګوري اوډول ډول پوښتنې ورته پیداکیږي.

زموږ ښاغلی حامدکرزی دداسې نابللومېلمنوترمخ په پراشوت کې راکوزکړشوچې نه خو افغـانان وو، نه یې دا رنګونه افغانانوته ورته وو، نه دافغانانوپه فرهنګ خبروو اونه یې په کیسه کې شول هغه اخلاق، کورنۍ تربیه اونورڅه خویې لا اخواپرېږدئ.

دغوراغلونابللواویرغلګروامریکايي پوځیانودیوې لسیزې په تېرېدوسره زموږ دولس له وژلواوکړولوڅخه ور اخواخپله پوځي اوکورنۍ روزنه په ډېرکیبر سره داټولې نړۍ ته وښوده.

زموږد دودنوپه تېره بیاداسلامي مقدساتوسپکاوی،څوڅوځلې دقران عظیم الشان سوځونه،په طالب مړوبولې کول،دپنجوايي ولسـوالۍ په زنګاوات (زنګي آباد)کلي کې د۱۷تنوبې ګناهوافغانانودټولوژنې اوسوځونې نه هېرېدونکی جنایت له هغودردوونکوبېلګوڅخه دی چې په افغان تاریخ کې به تل په زخمي تورو لیکلی پاته وي.

دهمدغوامریکایي پوځیانوله لاسه په افغان ولس یوه داسې ناوړه اداره وتپل شوه چې په نړۍ کې یې د بدنامي لمړی مقام ترلاسه اودیموکراسي یې په شرمو وشرموله .

همدغوپوځیانوپه ګران افغانسـتان کې یوه داسې ککړه دیموکراسي  پلې کړه چې هم زموږ دودونوته پکې زیان واووښت اوهم زموږعقایدوته دبېلګې په ډول:

دتېرې روژې مبارکې په اووه ویشتمه دوزیرمحمداکبرخان په جومات کې دقران پاک ختم روان وخو ترڅنګ یې دافغانستان داسلامي ؟؟جمهوریت داطلاعاتواوکولتور وزیر مخدوم رهین دسلماجانې کنسرت ته ځان ړپاوه.

نورې بېلګې یې هم شـته خوپه لیکلـویې ستاسوارزښـتناک وخت نه نیسم یوازې دومره لیکم چې دسپینې ماڼۍ واکمنانودسپتمبردیوولسمې په پلمه زموږدهېواداوسیمې داشغال په مو خه دلس ګونوزروپوځیانوپه مخ کې دوهم ببرک کارمل(حامدکرزی)په لاندې ډول په افغان ولس نازل کړ:

له هرڅه لمړی یې دلنډمهاله دورې اواساسي قانون دجوړېدوپه پلمه دتاریخي افغاني لویو جرګو اهمیت ډېرکم کړبیایې دیوې پردۍ اوبلمنګې دیموکراسي پلي کولولپاره دټاکنوپه پلمه دولس ذهنیت داخوا اخوا واړاو.

د دوودورو ولسي جرګواوولسمشریزو ټاکنوله جعلکاریواورسوایيوڅخه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولای .

 موږ ته داهم روښانه ده چې ټاکنې ولې ، دڅـه اوچالپاره هغه هم بیاپه داسې ډول ترسره شوې چې په لوی لاس د ځینولپاره پاڼې ونه رسېدې په چاټاکنیزې حوزې کمې یابندې کړل شوې خو، ځینوته هم حوزې زیاتې شوې هم یې وخت زیات ورکړاوهم یې اضافه پاڼې پسې ورولېږلې خوپه پښتون مېشتو سیمو کې په مصنوعي ډول امنیتي خنډونه جوړکړل شول ځکه خوموږدټاکنوتحریم ته خلګ رابلل موږ دا وېره لرله چې دټاکنو انجام به افغان ولس ته ناورینونه راوړي لکه چې دا دي رایې وړل.

داټولې ګلکارۍ دهمدغوراغللونابللوپه لاس وشوې ترڅودیوې مزدورې مقننه،اجرایه اوقضأیه قوې په مرسته دراتلونکې لپاره ددوی په ګټه تړونونه ومني خونن دښاغلي اوباما اداره وايي چې کېدای شي وروسته له ۲۰۱۴زکال څخه یوسرتېری هم په افغانستان کې پرې نه ږدو واوا ګوډ بای ګوډبای!!

درنو خویندو اووروڼو!

افغانستان زموږدټولو وروڼوقومونوګډ کوردی ددې کورنجات اوجوړول زموږ ټولوګډ مسـؤلیت دی داکورپه لاسپوڅونه جوړیږي نه بچ کیږي ځکه خوله اخلاقي اوحقوقي اړخه  دحامدکرزي اداره دکوم تړون صلاحیت له داسې کوم چاسره نه لري چې دهغوترمطلق اثر لاندې وي .

دکابل اداره پردیو راوستې دپردیوپه خدمت کې ده اودپردیوله خواتمویلیږي نوپه کوم زور به پردیو ته شرطونه وړاندي کړي؟

دحامدکرزي داټوله اداره چې راواخلئ دامریکا یوه چپړاسي ته کوم شرط نه شي ایښـودلای  څه مانا خولادسپینې ماڼۍ واکمنانوته.

لنډه یې داچې سپینه ماڼۍ نازونه اوچنه بازي کوي ترڅوله یوې خوادنړیوالـوذهنونه مغشوش کړي له بلې خواکرزي ته پلمه په لاس ور اودخپلې خوښې تړونونه پرې ومني البته دابه دقشتی نرم اوزرګري جګړې وروستی پړاووي منظورداچې امریکابه هیڅکله هم دومره په ساده ګي زموږ سیـمه پرې نه ږدي دهمدې ستراتیژیک موقعیت نیولولپاره یې لسګونه کلونه چلونه جوړول چې بلاخره یې دنیویارک دبرجونوله تیاتري نړولو وروسته دسیمې اشغال ته لار هواره کړه.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19347

دافغان ولس دخلاصون اویوسرلوړی لوی افغانستان په هیله

Door Guest