چې سهار شې خوشالي نجونی هلکان وي

کتابونه تخرګه کښې ښه خندان وي

بی له ډاره ښوونځي ته ډله ډله

څوک په منډه،څوک له پلارسره روان وي

هرهلک پیغله دی لاړشی پوهنتون ته

هر طبیب وانجنیر ،قاضی،پوهاند وي

چی سهار شی زمونږ پولیس په یونو فورم

د عامه نظم ساتل په ده ډیر ګران وي

داردو هریو سرباز مو ساتندوي شي

د وطن په نوم وي پوه ،دی په ایمان وي

هر بزګر مو په خپل کښت باندی بسیا شي

دی خاوند دخپل نغری مال یی دځان وي

دخشخاشو بوټي ورک کړو له هیواده

مځکې وکرو غنم شولی خروار وي

هر وګړی شې مجبور چی وطن ساتم

غم ،ښادۍ ته به چمتو بیا هر افغان وي

مسکو ۱۰-۱-۲۰۱۳

Door Guest