دوه کسه دي، دواړه د طالبانو ترنامه لاندې ډلې لخوا، وژل کېږي،اما یو شهید او بل مړ!

دوه کسه دواړه د طالبانو ترنامه لاندې د وسلوالې ډلې پر وړاندې جنګېږي، اما یو شهید او بل مړ!

دوه هېواده دي، دواړه د ولسواکۍ (جمهوریت) نظام لري، اما یو نظام صحیح او د بل په خلاف جهاد روا دی!

دوه ملایان دی، یو په ټاکنو کې ګډون کفر بولې، او بل ټاکني د جمهوریت او د دخپل سیاست اساسي ټکي!

دوه سیاستوال دی، یو سیاسي واک د رسېدو اصلي لار سیاست ګڼي، او بل جګړه او ورور وژنه!

دوه ژورنالسټان دواړه د بیان ازادۍ پر سر معامله ګناه بولې، اما یو ورته شهید او بل ورته مړ وايي!

دوه د نجونو ښوونځۍ دي، په یوه هېواد کې روا ده، او بل کې د نجونو تګ ناروا او سوځول یې ثواب دي!

دوه هیواده دي، په دواړه د فساد او فحاشي تور لګول کېږي، یو په دعوت او تبلیغ سموي، بل یې په بمونو او ماینونو!

دوه هېواده دي، دواړه له ټولې نړي سره اړیکي ساتي، مرستي ورڅخه اخلي، اما یو ازاد او بل اشغال دی!

دوه هېواده دي، په یوه کې په ښکاره د زنا، شرابو او لپاره اعلانات کېږي،

منډيي لري او حکومت ورنه ټکس هم اخلي، بل دا هیڅ هم نه کوي، یو د مجاهد! ملاتړ او بل د مجاهد! هدف چې باید ووژل شي!

دوه ځوانان دی چې په دواړو هېوادونو کې په سفارتونو او موسساتو کې کار کوي، یو حلاله روزي ګټي او بل یې جاسوس دی

دوه دولتي مامورین چې په دواړو دولتونو کې کار کوي، یو افسر او بل غلام دی!

دوه هېواده دي، په دواړو کې ټولو اسلامي شعایرو او دیني مراسمو ته اجازه ده، اما یو یې دارالحرب دی، بل یې دارالسلام!

دوه مذهبي حزبونه دي، په یوه هېواد کې دهېوادونو ترمنځ کرښه خپل جغرافیايي حق بولې او بل په اسلام کې هیڅ پوله نه مني! یو مي د پولې په منلو وژني او بل مي یې په نه منلو!

دوه اساسي قانونه دي، یو د انګریزانو په مرسته او بل د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شویدي، یو اسلامي او بل یې کفري دی!

اوس یې نو سپینه وه، که ګناه ده نو هرچېرته ګناه ده او که حلال دي نو هرچېرته حلال. یو یې شهید، بل یې هلاک! هلته هرڅه روا او دلته ناروا؟ لعنت په داسې فتوا!

Door Guest