بسم الله الرحمن الرحیم

د کابل لاسپوڅی اداری ننګینی

ځانګړتیا او لاسته راوړنی

( الحاج استاد بیانزی )

پرون می د طالب جان ورور لیکنه چه د اوسنی فاسدی او لاسپوڅی اداری

پارلمان د دننه خپل منځی بی سواده او خرڅ شوو تش په نامه وکیلانو تر منځ

جګړه را منځته شوی او وینو تویولو ته یی خبره رسیدلی ، ولوستله ، اول

می د دی احمقانو په دی عمل ډیر وخندل( چه په رشتینی ورته ملالی جویا د

طویلی نوم ورکړی دی) او بیا می ډیر وژړل چه مونږ څومره لوی ګناهکار یو

چه زمونږ برخه لیک یی ددی بی سوادو او خرڅ شوو په لاس کی ورکړی دی. که

سړی سپی هم شی دا یوه بدمرغی او دا چه هغه سپی ته د سپی توپ غپا چل هم

نه ورځی نو دایی بیا له ټولو لویه بدمرغی او شرمیدلی بی ننګی ده تصمیم

می ونیوه چه خپله ژړا له نورو هیوادوالو سره شریکه کړو، د طالب جان په

لیکنه می تبصره لیکل پیل کړل ،مګر دا چه تبصره اوږده شوه د تبصری

پرڅای می زمونږ د ګران هیواد د اوسنی فاسدی او لاسپوڅی اداری ځانګړتیاوی

، لاسته راوړنی او ویاړنی عنوان تر عنوان لاندی لیکینه تر سره کړه چه

په لاندی ډول ده :

اول ــــ به نوره نړی کی د حکومت لوړپوړی او ماندینی یی که خارجی

تبعه و لری د هغو لوړو مقامونو وړتیا له لاسه ورکوی خو زمونږ ریس جمهور

وزیران ، جنرالان ، ریسان او نور لوړ پولی یو هم افغانی تبعه نه لری .

دوم ـــــ نوره نړی کی لوړ پوړی لږ ترلږه باید د اړوندی اداری مسلکی

بی ایس ولری خو زمونږ ریس جمهور او نوره کابینه یی بیا ټول \پی اچ ډی

لری خو له بده مرغه قیمت یی سل کالداری او پاکستان کی جوړی شوی دی

.

دریم ـــــ زمونږ هر یو لوړ پوړی د ږیړی او پکول سره ، په مرمی ضد

ګاړو کی د وسله وال باډی ګارد له لرلو پیژندل کیږی کوم کارت ته اړه

نه لری . .

څلورم ـــــ هر یو لوړپوړی په مرمی ضد ګاړو کی او وروسته سیټ کی

سفرکوی ، د عبدلحکیم مجاهد څخه می پوشتنه وکړه (کوم چه د سولی د عالی

شوری معاون دی ) د مرمی ضدګاړی خو ستاسی د سکیوریتی له خاطره خو دا

وروسته سیټ کی ولی کینی ویل یی دا کار مونږ له ډیری تواضع څخه کوو . .

پڼځم ــــ په دی حکومت کی د یووالی اثار له بل هر وخت څخه زیات بریښی ،

دی حکومت کی کمونستان ، نشنلستان ، شمالی ټلواله ، اخوانیان ، تکنو

کراتان ، سکلولریستان ، جولاګان او ډمان ټول ګډون لری . نو زه نه

؛پوهیږم چه دا خلک ولی له ملی یووالی سر ټکوی ؟.

شپږم ــــ په دی اوسنی حکومت یا اداره کی قانونی کارونه غیر قانونی او

غیر قانونی کارونه قانونیت لری . او دا کار د ریس جمهور له دفتره نیولی

تر ا خره همدغه عدالت او مصونیت دی. .

اووم ــــ نوری نړی کی دهغه ملک حکومت بارنی میلمنو ته د ننوتلو

اجازه او ویزه ورکوی ځو زمونږ په ګران ملک کی بارنی زمونږ حکومت او

خلکو ته د راننوتلو اجازه او ویزه ورکوی. .

اتم ـــــ د نړی په ډیرو ملکونو کی سفیر په بل ملک کی د اړونده ملک قاصد

او یا استازی وی خو زمونږ په ګران هیواد د ۴۸ یرغلګرو هیوادونو سفیران

هر یو زمونږ ریس جمهور دی .او زمونږ ریس د هغو د هرسفیر غلام او

لاسپوڅی دی . .

نهم ــــــ هر ملک کی اردو ، پولیس او ملی امنیت د خبل ملت د اتباعو

امنیت او هوساینی د پاره موظف او سرښندنه کوی ، او هم د خپلی خاوری ،

خلکو ، خبلواکی او ناموس دفاع کوی خو زمونږ ملک کی بیا دا کار برعکس دی

خپل اولس د نورو د ګټو د خوندی کولو د پاره وژنی ، افغانی ناموس د

نورو په پښو کی غورزوی ، د خاوری ، خپلواکی او دین د شمنانو ساتنه او

پوره څارنه کوی .خو دا خبره ده چه معاشونه هم دشمنان ورکوی .

لسم ــــ نورو هیوادونو کی تعامل دادی چه د بارنو ملکونو چاسوسان باید

ونیول شی او جزا ورکړی شی خو زمونږ ګران هیواد کی بارنی چاسوسان زمونږ

فعال او مجاهدین خلک په نښه کوی او د نورود جاسوسی په تور یی جیلونو

ته ننباسی او شکنچی ورکوی.

یوولسم ــــ ټولو ملکونو کی دولتی او یا عامه شتمنی شتون لری ، خو زمونږ

د ملک عامه شتمنی د لوړپوړو شتمنی ده ، ویشل شوی او خرڅه شوی ده . او

دازمونږ د لوړپوړو لوی امتیاز او ځانګړتیا ده .

دولسم ــــــ مسلمان افغانانو په تاریخ کی ، په خپل ناموس خپلواکی او

مقدساتو تر پل هر څه په خپلو سرونو قربانی ورکړی ده او د نورو

خپلواکی ، ناموس او مقدساتو ته هم په ډیره درنه سترګه ګوری خو اوسنی

اداری د افغانانو خپلواکی ، ناموس او مقدساات د لویدیز وحشیانو ته

لیلام کړی دی .

دیارلسم ــــــ اردو ، پولیس او استخبارات باید له نورو ډیر خوندی او

محرمیت ولری مګر زمونږ اردو ، پولیس او استخبارات چه د پردو له خوا

چوړ شوی نو څه محرمیت به ولری حتی ددی پرځای چه د خبل ملک او خلکو د

دفاع او هوساینی د پاره واکارول شی د پردو ګټی خوندی کوی ، خپل خلک

وژنی ، د پردو په غیږو کی زمونږ افغانی خویندی بی عزته او بی ناموسه

کوی ،زمونږ مجاهد ورونه د زندانو تورو تیارو کی د هر ډلو غیر انسانی

ربړونو او شکنجو لاندی ساتی او یا وژنی ..

څلورلسم ــــــ زمونږ د هیواد وچه ، لمده او هوا د پردوو په واک کی

ده ( زمونږ حریم د بردو حریم دی)د هر ملک حریم د هغه ملک ناموس بلل

کیږی هر هیواد د خپل حریم لکه د خپل ناموس ساتنه کوی خو له بده

مرغه زمونږ سمه او غر ټول د پردو د الوتکو ، ټانکونو ، نظامی ، ملکی

او لوژیستیکی وسایلو اشغال کړی دی . زمونږ هر څوک چه وژنی ، هر ځای کی

یی وژنی او په هر دلیل یی وژنی دا د دوی واک او پریکړه ده . .

پنځلسم ــــ نورو ملکونو کی د سپورتونو او تمریناتو مسابقی وی لکه

قوتبال ، ولیبال ، باسکټال ، هاکی او نورو او نورو لوبو کی لمری ، دوهم

او دریم مقام ګټی ، خو زمونږ هیواد بیا د نشه توکو په تولید ، توزیع او

قاچاق کی له ټولی نړی مخکی او لمړی درچه لری ، او ددی په شان نوری

ډیری ویاړنی او لاسته راوړنی هم لرو زمونږ ګران هیواد تیر کال د نړی

د ټولو فسادونو په مسابقه کی لمړی د رجه تر لاسه کړه . دا د نوبل له

چایزی هم اوچته ویاړنه و ه چه په ډیر کم وخت کی یی د لویدیز پرمختللو

هیوادونو په مرسته او لارښودنه دا لویه ویاړنه خپله کړه . .

ښپاړسم ــــــ استعماری هیوادونو خو د ساینس او تکنالوجی ( لکه د

اتومی بمونو جوړولو ویسټ او نور …) د پرمخ تګ له امله د هوا ، اوبو

او وچی له الودګی او ملوثتیا څخه سر ټکوو . خو له کومه وخته چه د نړی

۴۸ پرمختللو وحشی هیوادونو زمونږ ګران هیواد اشغال کړو ، نو ټولو

اتوم چوړونکو هیوادونو د امناسب وخت وګاڼه چه د خبل( اتومی ویست )

څخه هم په بمونو کی کار واخلی او زمونږ په مظلوم اولس یی استعمال کړی

او زمونږ خاوره او خلک ورته ددی ډول جنایاتو د پاره ډیر مناسب ځای

او لابراتوار شو، کوم چه نه یی وینه قیمت لری نه یی مړی او نه یی

ژوندی کوم انسانی کرامت لری . .

اوولسم ـــــ د تعلیم او زده کړی په هکله چه څومره شووڼخی چوړاو کتابونه

چاپ شول تر شاګردانو زیات وو . خو له بده مرغه د استادانو روزنه یی له

یاده وتلی وه او لا به یی معاش نه شو ورکولی رسیدلی او پوه خلک دوی

ته سردردی هم جوړوی . خو ددی مشکل د حل د پاره زمونږ لاسپوځی اداری

داسی اسانه لیار راوویستله چه شونځیو ته د شاګردانو تګ راتګ ته پکی

اړه نه وه او هغه داچه د څه لږ رشوت په مقابل کی ورته شهادت نامی

کورته راولیږی د ا لکه د فاروق وردګ صاحب ابتکار وو.خو شه ابتکار وو

. .

اتلسم ـــــ اوازه وه چه کابل کی اکثره خلک مصروف دی ، زه له

بلواکی اداری مشکور شوم چه البته خلکو ته یی کار پیدا کړی دی خو د

هغه مصروفیت وجه د کابل د ملوثتیا او ناولتیا وه چه ډول ډول ناروغی

یی رامنځته کړی وی د دی ملوثتیا زیاته برخه که هماغه د یورانیم ،

پاسپورس او نورو زهری بمونو ، ګازونو او باروتو کاریدل او خپریدل وو

خو له بلی خوا په منظمه توګه په شار کی کانالیزیشن ، بدرفتونه او داسی

نور ضروری صحی سیستم نه شتون او له شاری خدماتو ټول خلک بی برخی

وو چه دی کار د ناروغیو کجه ډیره پورته کړی وه ، نو له دی امله په

شار کی داګتران ، دواسازان او دواخانی دیری مصروفه وی ، او د

نازوغانو بازار شه ګرم وو بانکونو ته دومره روپی نه راتلی لکه څومره چه

داکترانو او دوا سازانو ته راتلی کار کم خو خلک مصروف معلومیدل . د

عامه خلکو مصارف د هغو له عایداتو څو واری زیات وو . .

نورلسم ـــ دا جه دننه په حکومت کی څه تیریږی او په څه مصروف دی دوی خو

معصوم دی ، یواخنی شه مصروفیت یی رشوت اخستل او فریب کاری او یا د

امریکایانو صفتونه او د طالبانو غیبتونه وو او خبلو کی وایی چه نر

سړی هغه دی چه لاس ښکته کړی .

شلم ـــــ حکومتی چارواکی ، هر یو په خارجی ملکونو کی څوک یو او څوک دوه

او یا زیات مړونه لری او د حکومتی چارواکو سرمایه او قوت د مړونو

په شمیر پوری تړلی وی .

خوږو ورونو زمونږ د ګران هیواد د حیرانونکی لاسپوځی او فاسدی اداری

ویاړنی او لاسته راوړنی خو نوری هم ډیری دی خو دا څو یی ما د نمونی په

ډول هیوادوالو ته ډالی کړی نور به بل وخت ولیکو به درناو

Door Guest