راشه درته وایم د زړګي کیسې

تاته مې ساتلي دي تودې،تودې

تا چې په ګدر کښې ډکاوه منګی

سترکي مې کږې شولې په تا پسې

راشه درته وایم دزړګي کیسې

زه وم نابلده په دې لاره کښې

ته شولی پیدا د زړه هنداره کښې

ستا د صورت و ړانګو رڼایې راکړه

داسې خوند یې را کړ د پسرلي و ږمې

راشه د رته وایم د زړګي کیسې

زړه مې چې خبرې کړي ښې سپیني دي

زمادمینی خوالي ته رښتیني دي

واوره چې معصوم زړګی مې څه وایې

خلاص یې کړه په مینه خپلی شني سترکي

راشه درته وایم د زړګي کیسې

تورې دواړه سترګي په رنجوشولی

دواړه نرۍ شونډي تکی سری شولی

بیا سرحد ملنګ غوندی کچکول لری

وایې د وره خوله کښې ترانې خوږې

راشه درته وایم دزړګی کیسې

مسکو ۱۹ – ۱ – ۲۰۱۳

Door Guest