غزل
Zaland Nikyar
تا ته ګورمه جانانه عبادت کړم
مخ قبلې ته یمه ګرانه عبادت کړم

په سجده کې شمه ستړی سررا جګ کړم
څه بې خونده بې ایمانه عبادت کړم

شیخه نوی فتواغواړم،نه پوهیږم
چې نشه شمه اسانه عبادت کړم

لږ مې ونغاړه ساړه دي پخپل ځان کې
درنه لویږمه ګریوانه عبادت کړم

څه به کم شي که یوه شیبه نور کینې
لږ ځلانده یم ستومانه عبادت کړم