ډاکترځلاند

Gul mohammad zarmalwalد نړۍ ټول هېوادونه دملي ارزښتونواوملي واکمنۍ په وجودکې دخپلواکواوسرلوړوهېوادونوپه توګه پېژندل کېږي.چېرته چې ملي ارزښتونه نه پالل کېږي دنوروملتونوسره دجغرافیوي سرحداتواودملي ځانګړنودتوپیر له مخې عمل نشي کولای،هلته ملتونه د نیواک تر اغېز لاندې خپله خپلواکۍ نشي توجیه کولای  او نه خو د ملي هویت په لمن کې د خپل وجود پیاوړتیا لپاره څه ترسره کولای شي، ځکه خو لوی میرویس نیکه د صفویانو د ظلم په خلاف غږ پورته کړ او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره د جمهوریت او ملي واکمنۍ د را منځته کولو بریالۍ هڅه وکړه. په همدې تصور او مزل روان نومیالي افغان او د افغانانو ستر بابا احمد شاه بابا (رح) د لوی افغانستان هغه تصور چې میرویس نیکه یې ارمان کړی و پوره کړ او په سیمه کې د افغان ملت دټولوپرګنوڅخه یوداسې متحد ملت رامنځته کړ، چې د خپل وخت ټول سیمه ییز طاقتونه یې په شمال، لویدیځ ، سویل او ختیځ کې مات کړل او د لوی افغانستان پراخه جغرافیه یې رامنځته کړه.

احمدشاه بابا د خپل وخت تر ټولو زړور، په هېواد مین او ستر سیاستمدار مشر وو، هغه د ملي ارزښتونو په پاللو او د ملتپالنې په اړتیا پوهېده، هر ځل چې له خپلې جغرافيې څخه د لویدیځ اصفهان او یا سویل ختیځ ډهلي پر لوري تلو بېرته خپل هېواد ته راستنېده، ځکه چې هغه نه غوښتل د افغان ملتپالنې دنده د راتلونکي نسلونو لپاره ناشونې کړي، بلکې غوښتل یې چې افغان ملي واکمنۍ د افغانانو تر طبیعي جغرافیې پورې محدوده وساتي. د همدې نظریې او عمل له مخې ویلی شو چې د افغانستان د جوړښت او افغان ملتپالنې بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا دی.

له احمدشاه بابا څخه را پدېخوا د ملت جوړونې په برخه کې د هغه په څېر په حکمت او بصیرت بل هېچا داسې ستر قدم پورته نکړ او له دې کبله موږ ته را پاتې لوی افغانستان د ګاونډیانو د تاړاکونو او نیواک تر اغېز لاندې له شمال، لویدیځ او سویل ختیځ لخوا تر یرغلونو لاندې ونیول شو او له انګریزانو (اوسني پاکستان) سره د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د کوزې پښتونخوا سیمه لانجمنه پاتې شوه. په اوسني پېر کې د احمدشاه بابا د همدې ملتپالنې د نظریې پالونکی د قلم د سنګر ستر غازي او د معاصر افغانستان ستر تاریخ پوه غلام محمد زرملوال همدې اړتیا ته په کتو، د افغان ملتپالنې د روحیې د احیا او بیا ژوندي کېدا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. زرملوال صیب له تورې تېره قلم لاره، ځکه یې د قلم په چلولو سره د افغان ملت د جوړونې او د لوی افغانستان د رامنځته کېدا د خوبونو تعبیر ته لاره هواره کړه.

زرملوال صیب د خپل پیاوړي قلم په زور شاوخوا څلورڅلویښت کتابونه د همدې نظریې له مخې ولیکل چې وکولای شي په افغانانو کې د افغان ملتپالنه را بېداره کړي او د ملت د بقا لپاره یې فکري کرښې ترسیم کړې، چې له مخې یې افغانان خپل دښمنان وپېژني او هم یې ددې دښمن سره د جګړې وسایل په نښه کړل.

زرملوال صیب د خپلو څېړنو او ځیرنو په پایله کې د انګریز دې شوم فکر او دسیسې موندلو ته لاره پیدا کړه چې افغانان باید تر وروستي افغانه ووژل شي، ځکه خو زرملوال صیب تر وروستي افغانه د افغانستان پالنې د روحيې او دندې د پېژندګلو لپاره پېنځه ټوکه کتاب د (افغانستان تر وروستي افغانه) ولیکه، چې نړۍ ته دا وښيي چې که د لوی افغانستان یو افغان هم ژوندی وي، د دوی دا شوم ارمان به پوره نشي او نه خو د ژوند پر ډګر د ملتونو د محوه کولو هغه ایډیال هدف تر لاسه کېدای شي چې انګریزان یې د یوه ملت د محوه کېدو په پایله کې تصور کوي.

زرملوال صیب د احمدشاه بابا د جرګې د جوړېدا او تکرار له مخې غوښتل د افغانستان روانې کشالې او غمیېزې ته د پای ټکی کېږدي. هغه د خپل کتاب (د احمدشاه بابا جرګه) کې داسې لیکلي: د ابدالي بابا يوه خورا نامتو مقوله چې” په نړۍ كې هېڅ سيمه هم د هغې ځمكې ځاى نشي نيولى چې انسان پكې خاپوړې كړې وي” د ده په هكله دا اثباتوي چې لومړى افغان و او بيا وروسته امپراتوري جوړوونكى. …”   په پښتو ژبه يې شعر ليكه او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو كېدو په پېغامونو رنګين وو:

ځان به ويښ كړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني      وايي خپل يو، غليمان دي

د احمدشاه بابا د افغاني ناسیونالیزم د پالنې په اړه زرملوال صیب داسې لیکي: حتى د افغاني ناسيونالزم او افغانانو خورا بېباكه غليم، اولف كيرو (Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالي د افغانانو په زړونو او رګونو كې راپارول.  د “پټهان” په نوم په خپل كتاب كې، كيرو ليكي، چې د نوموړي”… . د كورنۍ نوم لا اوس هم. … د افغانانو د وفادارۍ احساسات راپاروي.  د نوموړي د برياوو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاكستان د هېوادپالو په ذهنونو كې هم احساسات ژوندي ساتلي دي.  احمدشاه د طبیعي نبوغ  څښتن و. … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم او زړه سوی يې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته ترجيح وركوله.”

د زرملوال صیب په اند ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي.  يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا اډانې يې ترې وتروړل شي او هغه وخت یې وجود له خطر سره مخامخ کېږي چې د بقا ایډیالوژي او مفکوره یې له فکري او ذهني بنسټ څخه بې برخې شي.

زرملوال صیب د افغانانو د روانې جګړې ته د سولې د خبرو د ټغر د خورولو لپاره داسې وړاندیز لاره: د افغانانو لپاره به سوله هغه وخت پتمنه او د منلو وړ وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي. له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي. د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوه کړي. “

د زرملوال صیب همدې سپېڅلي او ملي فکر د نن ورځې له ځوانانو څخه پالنه غواړي او د همدې فکر د غزولو او خپلولو د وړتیا لپاره باید زرملوال صیب په قلم لیکل شوي کتابونه په وار وار چاپ شي چې د هر افغان تر کوره ورسېږي او پرې پوه شي چې څنګه کولای شو د لوی افغانستان خوب ته تعبیر پیدا کړو. په همدې هیله!