دې ته وايي سياست

عبدالله ابک

پښتانه عجيب خلک دي، ته به وايې دوی خدای ج يوازې او يوازې د جګړې، تربګنۍ او وروروژنې لپاره پيدا کړې دي. چې کېني نو دويمه خبره يې د نيکونو پر تاريخ او واکمنۍ لاپې شاپې دي خو هيڅکله يې نه ريښتونې واکمني کړې او نه کامياب سياست.

خبره به له اوسه پيل کړم

امريکا غواړي چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، خپل پوځيان په څو محدودو هډو کې راغونډ کړي او په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

د دې لپاره يې له پاکستان سره د افغانستان پر سر معامله وکړه چې دلته به د پاکستان نفوذ وي، په کابينه او حکومت کې به د دوی ډېر پلويان وي. کله چې د شمال ټلوالې لنډه غران پوه شول نو دا فرصت يې هم له لاسه ورنه کړو، بلکې جنرال دوستم او محقق په قزاقستان کې له پاکستاني استخباراتو سره ليده کاته وکړه او د بلخ امپراتور عطامحمد نور (معلم عطا) په دوبۍ کې له پاکستاني چارواکو سره خپله زړه يارانه تازه کړه.

شمال ټلواله په سياست کې دومره مخکې ده چې په دې لس کلونو کې يې له ايران سره په مينه، دوستۍ او ژبپالنه کې له افراطه هم خبره اړولې وه خو اوس پوره يوسل او اتيا درجې واوښتل او د ټلوالې سياستپوه هلک امرالله صالح تر ټولو لومړۍ چغه وکړه چې ايران په افغانستان کې د شيعه ګانو له لارې لاسوهنه کوي!

نو په راتلونکي حکومت کې که د پاکستان نفوذ وي له هغې به هم شمالي ټلواله ګټه پورته کړي،  ځکه چې د پښتون يې له سياست مياست سره څه؟

پښتون خو مور جګړې ته راوړی دی!

 دا کومه نوې خبره نه ده چې پښتون په سياست نه پوهېږي، بلکې له پخوا راروانه ده.

که همدا درې لسيزو ته راشو نو د روسانو او کمونستاتو پر وړاندې تر هرچا ډېره قرباني پښتنو ورکړه. ځکه چې جهاد د پښتونخوا له سيمو کېدو او پښتونخوا ته څېرمه ټول پښتانه مېشت دي. له پښتونخوا ترشمال ولايتونو پورې هغه وخت پنځلس شپاړس ورځې مزل ؤ نو له همدې کبله دهېواد په شمال ولايتونو کې د جهاد غږ ټيټ ؤ خو کله چې د ګټې وخت راغی نو پاچاهي د رباني شوه او جهاد د دوی وياړ شو!

جګړه ګلبدين وکړه، خو ګټه رباني او صلاح الدين!

په همدې ترتيب طالبان په ناڅاپي توګه رامنځته شول، پښتنو دې ته هم ونه کتل چې ملاعمر خو څه پيغمبر نه دی چې ناڅاپي پرې وحې راغله، بلکې نه يې د ده علم ته وکتل، نه يې کومې سياسي سابقې ته وکتل او نه يې هم د ده راتلونکي پلان ته بلکې د زاڼو غوندې يې ورپسې قطار قطار لښکرې جوړې کړې او د جګړې لومړۍ کرښې يې مخکې بوتلې. چې دا ټولې هلې ځلې په اصل کې د امريکا د راتګ لپاره وې. د طالبانو په اړه دا خبره سمه ده چې د انګليس په فکر، د امريکا په پيسو او د پاکستان په مټ جوړ او راميدان ته شول.

خو کله چې بيا د سياست او حکومت ځای راغی نو پښتون لالا بيا ياغي شو،

ځکه چې دی خو مور د جګړې لپاره راوړی دی،

نو په بن کې هم اکثره د ټلوالې استازي وو چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ورسره معامله وشوه،  د طالبانو ټغر ټول شو او له ميدانه تښتيدلې ټلواله بيا حاکمه شوه. نو ځکه خو وايم چې دې ته وايي سياست!

اوس تاسو قضاوت وکړئ چې ايا پښتون مور جګړې ته راوړی او کنه؟