د ېوې پښتنې د ريښتيني کیسې په تاثر !!!
فضل الربي رستم
پښتنه یم له خپل ژونده نارضا یم
پښتنه یم زړه مې تور له دې مالته
پيدایښت مې راته خپله ګناه ښکاري
زړه مې ټوک ټوک دی له خپل خواره قسمته

زما سترګې د رڼا پسې ړندې وې
د تیارو په تور کوهي کې شومه لویه
زما عمر څه د څوارلس خزانونو
چې د ګډ ژوند په نامه باندې شوم پویه

زه ایله ومه د څوارلس خزانونو
او سړی مې له څلوېښتو څخه تیر و
چې دستمال مې د هغه په نامه لاړه
ما ته ژوند یاد نه و، ما نه هر څه هېر و

زه قسم کوم چې ما مې په نکاح کې
هیڅ کوم رنګه رضایت نه دی منلی
د ملا دې غبرګې سترګې په کفن شي
ده اسلام په یو حالت نه دی منلی

—-
اوس د ورونو کور مې بیرته را ته شرم
کیناستل مې د وجدان ملامتي ده
اوس مجبوره یم چې مرګ ته غاړه کیږدم
او دا مرګ مې د دودونو ناکامي ده

17-05-2012
رستم