مسلمانه پښتنه ملاله يوسفزۍ نړۍ ته دسولې پيغام

زرلشت حفيظ بشريارکاناډا

Mala

کله نه چې دجنګ اوجهالت اوازونه دنړۍ دځينو هيوادونودخلکونه هوساژونددوحشت په لورې سوق کړ نودنړۍ هرګوټ کې ځينې بشرپاله مفکورې ديوسالم عقل په چوکاټ کې دانسانيت دراويښولواو دوحشتونوپرضددعتراض اوازنه پورته کړ په دغه چوکاټ کې داسې خلک تل دسياست دپاره نه بلکه دانسايت اودبشر ښيګڼۍ لپاره ديوې سالمې ټولنۍ اودهيوادونو ترمينځ دسولې اونيکمرغۍ په هيله دژوندون دښکلا اودنړۍ دانسانانو ترمينځ داتحاد او يوالي دپاره دژوند دفلسفی په لټه کې شول ان تر دی چې تر اوسه پوري سره له دی چې دجنګ داور لمنه دنړۍ ډيروهيوادونو ته غزيدلې مګر بيا هم دجنګ په سرو لمبو کې هم ځينې بشرپاله خلک دسولې اوازونه پورته کړي چې دهغه جمله خلکونه يوه هم ماشومه پښتنه ملاله يوسفزۍ ده ملاله يوسفزۍ لا زخمي شوې نه وه چې ماددغې پښتنې دخولې نه دانسانيت لپاره اودښځودپرمختک اوداسلام په رڼاکې دعلم زده کړه په نارينه او ښځه فرض دی پيغامونه اوريدلې و دهغې جرات،پوهه،فکري استعداد په کم عمر کې ښه وده کړيوه اودانسانيت اوعلم طرفدارن دهغې دفکري استعداد په روزنه کې فعاله ونډه واخيست چې د هغې اواز يې دنړيوال غوږوته ورسول دغه تنکې مسلمانه پيغله هغه وخت دتعليم او دانسانيت ددښمنانو توجه يې ځان ته جلبه کړه کوم چې دانجنو دزده کړې لپاره يې دهم غږۍ اواز پورته کړه اودخپل دژونداو فعاليتونو اهداف يې دخلکو غوږونوته ورساوه په داسی وخت کې چې هلته ددوي داوسيدوپه ماحول کې دجنګ داورلمبۍ اوجګړۍ اواوزنه دډيرو انسانانو ژوند يي دتحديدسره مخ کړی و په داسی حال کې چې نارينه جرعت نه شوکولې او دسيمې ښځې اونارينه ټول چوپتيا غوره کړي و مګر دا لکه دافغانستان دميوند ملالۍ په شان دعلم اوسولې دپاره خپل اواز پورته کړ دملالې يوسفزۍ دغه اواز دوخت په جګړه مارويوغټ ګذاروهغوي په دی پوهيده چې دا ماشومه په دغه عمرکې دومره زړه وره ده که دا خپل دعمر پوخوالي ته ورسيږي نودوي ته به جدي ګواښ شي دا دځمکۍ نامنلي خدايان هغه وخت دملالۍ يوسفزۍ دساه داخيستو فيصله وکړ کوم چې هغه ايراده دبنده سره نه بلکۍ دخدای سره و هغه خدای چې دنړۍ دټولو انسانانو دمرګ او ژوند اختيار دهغې سره دی دوحشت پلويان دعلم او انسانيت دښمنان دتومانچی ميله يې دملالۍ يوسفزۍ سرته ونيو او پرې ډزې وکړی خو هغوي په دی نه پوهيدل چې دملالۍ ژونداومرګ خدای (ج) سره ده هغه خدای چې په هرڅه اګاه دی او تل درښتينو پلوي کوي ملاله يوسفزۍ يې وويشتله که څه هم دهغې دژوند طمه ډيره کمه وه خو دپرمختللي نړۍ کامياب انسانان دالله په مرسته دملالۍ يوسفزۍ ښه تداوي وکړاوهغې ته يې دوباره ژوند ورکړ کله چې ملاله دښه تداوي په موخه لندن ته يوړل شوه يوځل بيا دوحشت پلويانو دعتراض اوازونه پورته کړ مګر دا انصاف دچاسره نه و چې دهغونه دا پوښتنه وکړي چې ملالۍ يوسفزۍ يوه پښتنه مسلمانه پيغله وه دهغې ګناه څه وه چې په مرګ وګواښل شوه ايا خدای(ج) دعلم زده کړه په ښځو اونارينه و باندی فرض کړی نه دی اياسوله دايمان سلامتي او د بشردژوند دانتظام لپاره هغه سوغات نه دی چې د الله له لوري انسانانوته باربار دانتفاق اوارامي لپاره غوره ګڼل شوی دی ؟
ګرانو لوستونکو:- زه دنړۍ دهغو انسانانو له جملې نه يمه چې که هر څومره درد راته ورسيږي ژاړمه نه خو کله چې تنکۍ پيغله ملاله يوسفزۍ مې دلندن روغتون نه درخصت تيدو حالت کې وليد دهغې تنکۍ عمر او کمزورې وجود ته مې دافسوس سره اوښکې توې کړلې چې زما داوښکې دهرې څاڅکې سره ډير ناويلي رازونه نغښتي دي که څه هم ملاله يوسفزۍ د ماشومتوب نه خپل ارمان لاره کې دمرګ ګواښ سره مخه شوه خودهغې دانجنونولپاره د تعليم اودسولې اوازيوه ژوره پيغام وه بشري نړۍ ته ملاله يوسفزۍ خپل ارمان کې بريالې شوه دنړۍ په تاريخ کې يوه ځانګړۍ مقام لري هغه خپل ارمان يي دنړيوال غوږوته ورساوه اوهغه اوس دنړۍ په تل پاتي تاريخ کې به دانسانيت ديوې ښه مثالې په توګه تل ياديږي دهغې دښه صحت اولا برياليتوبونوپه هيله ٠
زرلشت حفيظ بشريارکاناډا
2013/02/12