امریکایی مېرمنې د فیس بوک له لارې خپله اصلي مور وموندله
نورالحق آرین

Noorulhaq Aryan

فیس بوک یوه ټولنیزه شبکه ده چې شعار یې د نړۍ ګوټ ګوټ کې د خلکو ترمېنځ اړیکې ټینګول دي او د فیس بوک په مرسته

د امریکا په یوتا ایالت کې جینیساسیمونس خپله اصلي مور وروسته ترهغې وموندله کله یې چې خپل پوره مالومات ، لکه دموراو پلار له لوري پرې اېښودل شوی نوم ، د زوکړې ځای، نېټه او نورولیکل او په خپله پاڼه یې خپاره کړل او له ملګرو یې غوښتنه وکړه ترڅو یې ډېر نه ډېر خپور کړي .

ددرېو ورځو ترتېرېدا وروسته یې پیغام تراویا زرو ډېرو کسانو خپور کړی وو ، چې په پایله کې یې خپله اصلي مور وموندله ، مور یې د پیغام په لیدلو پام شو چې دا خو یې لورده نو زر یې ور سره اړیکه ونیوه ، سیمونس وايي چې پلارپسې یې لټون روان دی او هیله ښيي چې ډېر زربه یې بیامومي .

نوموړې د کې اس ال امریکايي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې زه ډېره نېکمرغه یم ځکه ما مې خپله مور وموندله ، خلک کلونه کلرنه زیار وباسي ولې بیا هم نه بریالي کېږي .

هغې مرکه کې دا هم ویلي کله مې چې مور پیغام راولېږه نو زړه ته مې نه لوېده چې دا به مې مور وي ځکه چې ما د تېرو څو کلونو نه هڅه کوله چې خپله مور ومومم ولې بریالۍ شوې نه وم ، بیا مې چې مور زما د وړکتوب تصویر راولېږه نو ایله مې باور وشو چې د خپلې مور په موندلو بریالۍ شوې یم ، او هیله مې ده چې خپل اصلي پلار هم زر نه زر ومومم .

آغلې زیاتوي چې ډېره به پرې سخته وه کله به چې د مور نړیواله ورځ وه او دې به ډالۍ مورته نشوای لېږلای ځکه چې د مور په اړه یې هېڅ مالومات راسره نه وو ، او چې نورې جینکۍ به مې د خپلومیندو سرځای ولیدې نو هم به راته ګرانه تمامېده ځکه چې ماسره به مې خوا کې مور نه وه نه به مې هم مور چاته ویلی شو .

امریکا او نورو اروپايي هېوادونو کې د خپل اصلي مور او پلار نه پېژندل ترټولو ستره ستونزه ده ځکه ده چې د طلاق ورکول هلته یوه ډېره عامه چاره ده و څېړنو پر بنسټ په امریکا کې ۴۰ نه تر ۵۰ ٪ ودونه په طلاقولو پای مومي په داسې حال کې چې انګلستان کې دا شمېره تر ۶۰ ٪ هم اوړي ، تر طلاق وروسته ډېری اولادونه میندو سره پاتې کېږي کله یې هم چې د روزنې چارې نشي ترسره کولای بیا یې خیریه ټولنو ته سپاري چې د وخت په تېرېدا یې اړیکې سره پرېکېږي او په آسانه سره نشي موندلای .

یاده دې وي چې دا لومړی ځل ندی چې د فیس بوک په مټ دکورنۍ غړي سره مومي په دوه زره لسم کال کې هم یوې امریکايۍ مور خپلو ماشومانو سره تر پنځلسو کلونو وروسته یو ځای شوې وه .