( الحاج استاذ بیانزی )

بسم الله الرحمن الرحیم

دا زما د سوریی او امریکا د اوسنی دوه مخی رژیمونو په هکله دریمه لیکنه

ده ، چه دوه ځلی می د نن ټکی اسیا د ډیرو معتبرو راپورونو له مخی ( سی

ای ای لیک ) او دا دریمه لیکنه می د څپاند صاحب د لیکنی له مخی

ولیکله چه د کومی نړیوالی خلاصی ټولنی د راپور له مخی یی لیکلنه کړی

وه .

څپاند صاحب د نړیوالی خلاصی ټولنی په حواله لیکی چه د اسلامی نړی سره د

امریکا په جنګ کی د سی ای ای سره ۵۴ ملکونو مستقیمی مرستی کړی دی ، چه په

دغه تور لست کی ایران او سوریه هم شتون لری ( سره ددی چه بوش دا دوه

ملکونه په شیطانی خط کی نغښتلی وو ) . وایی چه د ایران حکومت ۱۳ مجاهد

بندیان سی ای ای ته په لاس ورکړل او د سوریی حکومت هم سی ای ای سره په

ګډو هلو ځلو کی شریک وو .

مونږ به هم د څپاند صاحب په لیکنه درنو مسلمانو افغانانو ورونو سره

خپلی ارزونی په لاندی

ډول شریکی کړو:

یو وخت می د خاتمی په هکله چه د ایران د پخوانی ریس جمهور وو ولوستل

خاتمی صاحب له بوش څخه ګیله مند او په افغانستان باندی د امریکا د یرغل

په هکله د امریکا سره د ایران د مرستو یادونه کړی وه چه که د امریکا سره

د ایران مرستی نه وی امریکا په افغانستان کی بریالیتوب خو پریږده

افغانستان ته ننوتلی هم نه شوه خو سره ددی امریکا زمونږ د مرستو او

ښیګڼو په خلاف زمونږ د اتومی انرجی د منځه وړلوپه هڅوکی دی.

دا څومره د شرم او عار خبره ده ، چه زمونږ مسلمان ګاونډی هیواد زمونږ د

مظلوم اولس په خلاف زمونږ د وژنی د پاره زمونږ د دشمنانو سره په یوه

محاذ کی ولاړ دی او ددی سره سره د ښه ګاونډی توب او یا د اسلامی ورورولی

هیله هم لری . که دا دوه مخی نه وی نو دوه مخی به نوره څه وی ؟ او

بیا د امریکا دوه مخی ته ګوره ، چه له یوی خوا ایران او سوریه په عین

حال کی چه شیطانی خط کی یی شمیرل ، ورسره پټٍي استخباراتی اړیکی لری او

د صبا دشمن څخه د نن دوست په صفت کاراخلی .

پخوا به د یو عادی دوه مخی انسان کړه وړه او پټه ستراتیژی چا په اسانه

نه شوه برسیره کولی ، خو نن ورځ نړیواله دوه مخی له هماغه اولی ورځی

بربنډه شوی ده . دا چه ایران په ښکاره دا شعار چه ( نه شرق غواړو او

نه غرب ) خو هم د شرق او هم د غرب لاسپوڅی او تش په نامه د اسلامی

انقلاب چیغی وهی او کله هم د حماس یا د فلسطین د مسملمانانو د حقه

حقوقو د دفاع د پاره منافقانه لاپی کوی ، او د سوریی کمونستی حکومت چه

امریکا ته به یی د( مرده باد امپریالیزم ) چیغی وهلی ، له امپریالیزم

څخه د اسلامی انقلاب په مقا بل کی د ځان د ژغورنی د پاره پنځه میلونه

ډالرو ته لاسونه اوږدوی .

کله چه افغان مجاهد ولس د نړی مظلوم بشریت ته له کمونیزم څخه نجات

ورکوی ، کمونستی رژیم په روسیه او نړی کی ړنګیږی ، د سوریی کمونستی

حکومت چه کمونستی مور یی( روسیه ) مړه شوه نو میری مور ( امریکا ) ته

یی پناه یووړه ، امریکا چه په دی وخت کی دنړی یواځنی ابرقدرت وو ،غوښتل

یی چه خپل یو قطبه قدرت د نړیوال حکومت د تاسیسولو د سیوری لاندی وساتی

. نو سی ای ای د خپلو هر اړخیزو پلانونو په لړ کی دی دواړو ملکونو سره

هم ژمنه وکړه چه زه به تاسی دواړه د خپل تور لست څخه ( لکه قذافی چه مو

حذف کړو ) په پټه حذف کړم .

که څه هم د ټولی نړی د مسلمانانو سیاسی قدرت زمونږ په واک کی دی خو

سره ددی په لیار کی فعال مسمانان ( دهشت ګر ) اوس هم لوی خنډ دی په

ځانګړی ډول هغه چه د قران او سنتو سره له ځانه زیاته مینه لری د اوچت

ایمان په لرلو ډیره زیاته توانمندی لری هغه هر یو لکه د غره په شان قوت

لری . زمونږ استخبارات او زمونږ څمڅی چه ستاسی په هیوادونو کی مونږ ته

راپورونه راکوی چه ډیر ژر به د استعمار لاسپوڅی حکومتونه یو د بل پسی ړنګ

،اسلامی حکومتونه به رامڼخته او سیاسی قدرت به تر لاسه کړی، زمونږ د

نړیوال حکومت د جوړولو پرځای به د مسلمانانو نړیوال حکومت رامنځته شی او

زمونږ د استثمار کارخانی به په ټپه ودریږی .

لویدیز د ا یران اوسنی مذهبی اداره خپل دشمنان نه بلکه خپل پټ ملګری او

اتومی بمونه یی خپل بمونه ګڼی مونږ ورسره هسی مصنوعی دشمنی کوو تر څو د

شیعه قلابی انقلابی حکومت ریشی نوری هم په خپل اولس کی محکمی شی د

امریکا ضد شعار ددی کار د پاره ډیره ګټه لری. د بوش هدف له شیطانی خط څخه

دا وو( چه له سره به نوی شیطانی خط جوړوو) چه د افغانستان ، پاکستان

، عراق ، لبنان اردن ، سوریه او حتی د مصر سیاسی قدرت هم د شیعه وو لاس

کی وی یعنی د بوش هدف( د نوی شیطانی خط ایجادول وو نه ورانول) . تر څو

دا ( دجالی خط) وکولی شی چه د منځنی ختیز، ترکیی ، مرکزی او جنوبی اسیا

، د شمالی او مرکزی افریقا اود نړی نور نزدی او لری اسلامی هیوادونه د

خپل تسلط لاندی راولی او یا په خپلمنځی جګړو کی بوخت او کمزوری شی او په

دی ډول به زمونږ د نړیوال حکومت پروسه په بریالیتوب سرته ورسیږی کومه چه

د خدای دعوی ده.

نو ددی کار د پاره د سوریی حکومت چه پرون د روسانو لاسپوڅی او فاسد حکومت

وو خپلول په کار وو ، له بل پلوه د سوریی ملحدی او فاسدی اداری هم د

اسلامی انقلاب د اتلانو د مقاومت توانمندی په ځان کی نه لیدله دواړو یو

بل ته اړه درلوده نو د دوی دا ژمنه ډیره په اسانه سره وشوه .

بشار الاسد ته وویل شو ، تاسو غم مه کوی مونږ به د اسلامی انقلاب په

مقابل کی ستاسی د فاسدی شیعوی ، کمونستی او سکولریستی رژیم ساتنه کوو نو

د اوس د پاره پنځه بیلونه ډالری واخلی نظامی مرستی به هم درسره کوو

،ستاسی د مرستو حساب ز مونږ سره بیرته شو خوپه ښکاره به مونږ د سوریی

د مجاهدینو سره ولاړ یو (په دی هکله مونږ په تیرو لیکنو کی مفصل لیکلی

دی) چه د دوی ژمنی یو بل ته څه ګټی لری ؟

مګر دا چه الله ج خبیر او خیر الماکرین ذات دی او ددی مقدس دین ساتنه یی

تضمین کړی ده ، یو د بل پسی د دوی پټ رازونه را ښکاره او راښکاره کیږی

، ټولی اسلامی نړی مجاهدینو ته الله ج د کفارو دا ډول پټ رازونه برملا

کړل ،که نه ، دامریکا( دی دوه مخی) په واسطه استعمار کولی شول چه د

سوریی مجاهدین د افغانستان د مجاهدینو دبرخه لیک سره مخ کړی ددی پلان په

واسطه امریکا کولی شول چه د بشار الاسد رژیم له ړنګولو وژغوری . او د

اسلامی حکومت پرڅای سکولریستی حکومت په زور رامنځته کړی . ، بوش په خپله

شیطان وو بوش چه کوم شیطانی خط یادوو هغه به ایجاد شی او ددی خط په

ایجادولو به د ا سلامی نظام مخه په نړی کی ونیسی .

د مسلمانانو د معلومات د زیاتولو د پاره می پورتنی ارزونی ولیکلی ، چه

رازونه افشا کیږی زمونږ ارزونی به زیاتییږی الله ج دی مونږ ټولو ته توفیق

راکړی لکه د نورو محاذونو په شان په سیاسی محاذونو کی هم لمړی مقام وګټو.

په درناوی

Door Guest