ژوند پاڼه (( زما د ښوونځي مصارف به څنګه شي؟؟؟ )) / لیکنه: ادم خان سیرت
adam khan serat
په ژوند کې مې هیڅکله دافکر نه وو کړې چې زما په نشتوالی او یاهم په تګ به داسې څوک وي چې خفه ، خواشینی او یاهم له سترګو اوښکې وڅڅوي.
رحیم الله جانه به تاسو پیژنۍ چې نیږدې پنځه میاشتې وړاندې ما دده دبې وزلۍ او غربت په اړه یوه حقیقي کیسه ستاسو ترمخ ایښې وه چې درحیم الله جان ګروندګر پلار شهید یاسین دبهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړې وو او ترشاه یې د رحیم الله مور او رحیم الله دخپلو خویندو سره یوځای بې سرپرسته پریښې وو،رحیم الله زما تر دفتر لاره پیداکړه او دخپلې وسې سره سم مو ورته مرستې راټولې او په درد مو ورته تروسې دملحم پټۍ کیښودې.
دهغې وروسته رحیم الله به وخت ناوخت او همدارنګه دپلار دشهادت کتابجې جوړولو پرمهال چې دولتي مامورینو به ورته خنډونه راولاړول،زما تر دفتره به یې ځان رسولو چې ګواګی ورسره مرسته وکړم، هغه به د ولایت په دروازه کې ساتوونکو ته ویل چې هغه مې ملګری دی او ماته چای او بوره اخلي پدې بهانه به یې دعسکرو څخه ځان تیرولو، په دفتر کې به یې راسره په ورین تندي روغبړ کولو او ناستو کسانو به فکر کولو چې دومره کوچنی ماشوم شاید د دفتر دخدماتي کارکوونکی وي، ځکه دپرینټر نه ورقې اخلي او میلمنو ته چای اچوي، وخت ناوخت به رحیم الله جان له ځان سره دنرخ نه ماته یوه نیمه مڼه او سنځلې راوړې ، ما لا ملګرو ته دولایت څخه دتګ پریکړه نه وو ښکاره کړې چې رحیم الله جان مې دفتر ته راغلو تصادف وو پدې ورځ دسیمه ایزې هندارې ګڼه هم له چاپه وتلې وو او په هغې ګڼه کې درحیم الله جان په نامه زما لیکنه د نازولي انځور سره چاپ شوې وو، په هندره کې مې ورته خپل انځور وښود خدای شته معصومه مسکاء یې په شونډو خوره شوه ، رحیم الله داڅوک دی؟ دا دا زه یم همغه عکس دی چې تا راته اخیستې وو ، پوهیږی پدې کې څه لیکل شوي هو شاید همغه ستا لیکلې خبرې وي ، هو همغه ستا د دردونو ډګه او په حقیقت ولاړه لیکنه ده!
سیمه ایزه هنداره مې رحیم الله ته ورکړه او هغه هم لکه دسپارې په څير په تخرګ کې کلکه ونیوله او له ځان سره یې یوړه.
بس هغه دچا خبره زما رزق هم په ولایت کې مخ په ختمیدو شو بس داستعفاء پریکړه مې دځینو ملګرو سره شریکه کړه او هم مې دولایت څخه دمخه ښې په اړه دملګرو سره سلاء مشوره وکړه، ځینو ملګرو ویل چې چوپه خوله لاړ شه او داسې ډير ملګري او خواخوږي دې شته چې ستا په یو ناڅاپي تګ به خواشیني شي، چې دهغوۍ لپاره به ستوغه تمامه شي
زه هم درخصت په بهانه تر ننګرهار ورسیدم او د همغه ځایه مې خپل استعفاء دنیټ له لارې ترمقاماتو او ملګرو ورسوله!
ډيري خواخوږو ملګرو او دوستانو راسره په نیټ او تلیفون خپله د زړه خواله کړې وو چې ترې منندوی یم.
خو هغه مهال چې له ننګرهار بیرته کابل ته راغلم نو زما ورور سلیم خان صالح راته رحیم الله کیسه وکړه چې هغه ورکوټی ملګری دي د ولایت په دروازه کې دعسکرو سره لاس او ګریوان وو هغه هڅه کوله چې ولایت ته ننوځي خو ساتونکو ورته ویل چې سیرت ندې راغلې کله چې یې زه ولیدم نو زما خواته زړه نا زړه را روان شو چې دغه عسکر مې نه پریږدي اوزه سیرت ملګري ته مې ورځم چې پوښتنه یې وکړم او دلارې کرایه راکړي.
ورور مې وایي چې زه هم خدای شته لږ ټکنی شوم ماورته ویل عسکر ریښتیا وایي هغه ندی راغلی او بیایې مې ورسره داخبره غبرګه کړه چې سیرت نور ولایت پریښود او بیا هیڅکله نه راځي.
رحیم الله چې دنه راتګ خبره یې زما ترخولې واوریده رنګ یې والوت دوه رڼې اوښکې یې په مخ لاندې وبهیدې په ژړه غوني غږ یې وویل چې زما د ښوونځي مصارف به څنګه شي؟؟؟ هغه له ماسره ژمنه کړې وو چې دښوونځي خرچه او قلم او کتابچه به راته اخلي هغه ددې سربېره ماسره نورې مرستې هم کولې ، هغه ته زما ورکوټې خویندې او مور جانه مې په هر لمانځه کې د دعاء لاسونه پورته کوي، نه هغه داسې نشي کولی هغه زما ملګری دي هغه ما یوازې نه پریږدي. هله ژر شه هغه ته مې بوځه!
بس داخو دقسمت خبره ده کله چیرته او کله چیرته خو دلته کرکو او نفرتونو ځای نیولې کوم ځای کې چې دمینې او الفت افساني خپل ځای نشي خپلولی دلته تورتمونه دي هغه د رڼا ګانو ښار ته لاړو هغه ستا په څير ډیر داسې محتاج او بې وزلي کسان په تش میدان پریښودل چې دهغه لاس نیوي ته یې اړتیا درلوده.
بس همغه شفیق مرید ډيره ښه سندره ویلې ده او خپلې ټولې خبرې پکې رانغاړم:
زه خو ښه یم داکوی شم لږ دې پټه یادوی شـــــــــــــــــم
دلته ښې ډيرې تیارې دي، یوڅو اوښکې تویوی شم
ته مې نشې یادولې، نوم مې نشې اخیستــــــــــــــــلی
هلته ښار درڼاګانو، اوښکې نه شې تویولــــــــــــــی
دواړه سوي زړونه کرځو جدایي ده جدايــــــــــــي ده
زندګي مې بې له تانه لکه کتاب کــــــې توري نه وي