د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ یو اکاډمیک بنسټ
یادونه: ددغي لنډي مالوماتي لیکني څخه مي موخه د هیواد د ډيپلوماسۍ، ډيپلوماټیک بنسټ او سرچینو سره د لوستونکو اشنایي ده.

Haroon Hakimi

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ په ۱۳۳۴ لمریز کال چي د ۱۹۵۵ زېږدیز (میلادي) سره سمون لري د بهرنیو چارو د وخت د وزیر ارواښاد محمد نعیم په لارښوونه او ډاکټر عبدالحکیم طبیبي په مدیریت «د ډیپلوماټیکو خدمتونو موسسه» تر نامه لاندي جوړ سو.
په ۱۳۵۴ لمریز (۱۹۷۵ زېږدیز) کال د نوي اساسنامې له چمتو کېدو وروسته د انسټیټوټ نوم د «ډیپلوماسۍ موسسې» ته واړول سو. خو دغه نوم هم ډېر وخت دوام و نه کړ او په ۱۳۶۸ لمریز کال د نوي کړنلاري د جوړیدو وروسته په اوسني نوم، یاني د «ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ» ونومول سو.
د انسټیټیوټ د جوړېدو په پېل کې د څانګو له مدیرانو پرته د بهرنیو چارو وزارت نور ټول کارکوونکي مکلف ول چي د ډیپلوماسۍ لنډ مهاله کورس ولولي. تر اوسه د یاد کورس څخه په نونسو (نولسو ) پړاوونو کي ګډون کوونکي ( ډیپلوماټان )فارغ سوي دي.
د وزارت کارکوونکي د دغه کورس له بریالۍ پای ته رسوني وروسته د مسلکي کارکوونکو په توګه پېژندل کیږي. د کورس د دوام موده له اړتیا سره سم له شپږوڅخه تر اتلسو میاشتو پوري غځیږي.
انسټیټیوټ د بهرنیو چارو وزارت د فعالیتونو په چوکاټ کي او له خپلي چلندلاري یا اصولنامې سره سم لاندي موخي ترسره کوي:
• د سیاسي ډیپلوماسۍ په برخه کي د وزارت د کارکوونکو، په تېره ځوانو ډيپلوماټانو د علمي او مسلکي وړتیا لوړول (په ځانګړې توګه د کورسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو د لاري)؛
• د بهرنیو ژبو د زده کړي د کورسونو جوړول؛
• د وزارت کارکوونکو ته د لوړو زدکړو په کورنیو او بهرنیو موسسو کي د زدکړي د کچي د لوړولو په موخه د زمینې برابرول؛
• د پرمختللي ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستني سره د څېړني او زدکړي د ظرفیت او وړتیا لوړول؛
• له کورنیو او بهرنیو ورته موسسو سره د اړیکو ټینګول او پراخول؛
• د وزارت د کتابتون د لا بډایه کولو له پاره چي د انسټیټیوټ په اډانه کې فعالیت کوي د نوو کتابونو ترلاسه کول او د مرسته کوونکو موندل؛
• د بېلابېلو علمي، سیاسي او فرهنګي غونډو، کورسونو، سیمینارونو او نندارتونونو جوړول.
پر کتابتون سربېره، د ډيپلوماسۍ انسټیټوټ د انګلیسي ژبي د زدکړي درې کورسونه هم جوړ کړي چي په بېلابېلو کچو پکښي تدریس کیږي. پر انګلیسي ژبي سربېره انسټیټوټ د ډيپلوماټانو د مالوماتو د پراختیا په موخه د لومړي ځل له پاره د یو شمېر نورو بهرنیو ژبو کورسونه هم جوړ کړي دي، لکه د عربي ژبي د تدریس کورس، د فرانسوي ژبې د تدریس دوه کورسونه، د الماني ژبي د تدریس کورس او د تورکي ژبي کورس.
د ډيپلوماسۍ انسټیټوټ د خپل یو بل نوښت په ترڅ کې په کابل کي د بهرنیو سفارتونو د ډیپلوماټانو له پاره د پښتو او دري ژبو کورسونه هم جوړ کړي چې په اونې کي درې ورځې د ماښام له ۵ څخه تر ۶ بجو او ۳۰ دقیقو پورې دوام مومي. دغه کورسونه چي د ۱۳۹۱ کال د وري ـ حمل په میاشت کي پېل سوي، د وزارت په تاریخ کي بې ساري بلل کیږي.
د سیاسي ډیپلوماسۍ دوه سمستریز (الف) کورس چې د ۱۳۹۱ کال د وري پر ۲ پیل سوی، په هغه کي ګډون کوونکي د انګلیسي ژبي تر ازموېني وروسته منل سوي او ټول درسونه په انګلیسي ژبه ورکول کیږي.
د سیاسي ډیپلوماسۍ دوه سمستریز (ب) کورس چې د ۱۳۹۱ کال د وري په میاشت کي پېل سوی، ګډون کوونکي یې د وزارت د بشري سرچینو (منابع) د ریاست له خوا ورپېژندل سوي چې په پښتو او دري ژبو په کي تدریس ترسره کیږي. د یادو یو شمېر کورسونو د منځپانګو د لا ښه وضاحت لپاره یې مهالوېش او نور جزیات درته ږدو:
الف
ډیپلوماټیک مهارتونه

الف: د ډیپلوماټیکو مهارتونو د کورس مضمونونه:
۱ ـ ډیپلوماټیک مهارتونه
. د وینا فن
ـ د لیکني مهارت
ـ د څېړني ډولونه
ـ ډیپلوماټیک لیکونه

۲ ـ قونسلي چاري
ـ د قونسلۍ عملي چاري
ـ قونسلي قانون
ـ د قونسلي چارو ستونزي او مدیریت

۳ ـ اړیکي او مدیریت
ـ اړیکي او رپوټ ورکونه
ـ د اړیکو ښه مدیریت
ـ رسنۍ او له هغو سره د اړیکو څرنګوالی
۴ ـ ډیپلوماسي
ـ ډیپلوماسي
ـ په افغانستان کي د ډیپلوماسۍ تاریخ
ـ دوه اړخیزه او څواړخیزه ډیپلوماسي
ـ د ډیپلوماسۍ او سیاست ترمنځ تړاو

۵ ـ ډیپلوماتیک تشریفات
ـ د ډیپلوماټیکو تشریفاتو مهم ټکي
ـ له کوربه هیوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکوتنظیول
ـ ډیپلوماټیک رپوټ ورکول

۶ ـ نړیوالي خبري اتري
ـ د خبرو اترو اغېزمني بڼي
ـ د ډيپلوماټیکو خبرو اترو ډولونه
ـ نړیوالې مباحثې، لیدني کتني، غونډي
ـ د خبرو اترو له لاري د موخو ترلاسه کول

۷ ـ ډیپلوماټیک فعالیتونه
ـ د سفارتونو جوړښت او کارتوګه
ـ د سفارت د کارکوونکو مسوولیتونه
ـ ډيپلوماتیک خونديتوب او امتیازونه
ـ د ډیپلومات، قونسلي کارکوونکي او ځانګړي
استازي ترمنځ توپیر

۸ ـ فرهنګي او ډیپلوماټیکي اړیکي
ـ د فرهنګي جشنونو جوړول
ـ د علمي او فرهنګي شخصیتونو لمانځل
ـ د نندارتونونو او فرهنګي غونډو جوړول

ب: افغانستان پېژندنه

کورنی سیاست:
۱ ـ سیاسي نظام او اساسي قانون
ـ د افغانستان د سیاسي نظامونو ارزونه
ـ په افغانستان کي د مخالفو ګوندونو (اپوزیسیون)
رول
ـ د هیواد اساسي قانون
۲ ـ د افغانستان اقتصادي نظام
ـ د افغانستان اقتصادي سیاست
ـ ټرانزیټ، سوداګري او اقتصادي سرچینې
(کانونه او طبیعي زېرمي)
ـ د افغانستان د اقتصادي ودي لرلید

۳ ـ د سولي په اړه څېړني: امنیت او شخړي

ـ د سولي او ثبات په سنبالښت کي د امنیت رول
ـ ترهګري، اداري فساد او نشه یي توکي
په هیواد کي د کړکېچ د لاملونو په توګه
ـ په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ لاملونه
ـ په افغانستان کي د بهرنیو پوځونو رول
ـ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له پاره
د بهرنیو هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو رول
۴ ـ د افغانستان ستراتیژیک موقعیت

ـ په سیمه کي د افغانستان هویت
ـ د سیمي هیوادونه او سته ننګوني
ـ افغانستان د سیمي د سره نښلوني مرکز
۵ ـ د افغانستان بهرنی سیاست
ـ د بهرني سیاست دوکترین
ـ د افغانستان د سیاسي اړیکو د پراختیا په وړاندي
ستونزي او ننګوني
۶ ـ سیمه ییزه او نړیواله همکاري
ـ افغانستان او سیمه ییز سازمانونه (لکه سارک،
ایکو، کریک، شانګهای…)
ـ د نړیوالي سوداګرۍ او نړیوال ټرانزیټ
سازمانونه او په هیواد کې نړیواله پانګونه
ـ د افغانستان په وده کي د مرسته کوونکو هیوادونو
رول

۷ ـ په نړیوالو سازمانونو کي د افغانستان ځای

ـ په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دریځ
ـ له مهمو نړیوالو تړونونو سره د افغانستان
یوځای کېدنه
ـ نړیوال سیاسي او پوځي سازمانونه

د ډیپلوماسۍ کورس پر څه ناڅه ۱۵ موضوعګانو راڅرخي. هغه استادان چي پورتني مضمونونه تدریسوي، لومړی باید خپل لوست توکي یا درسي مواد د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ ته وړاندي کړي. یوازي د انسټیټیوټ له هوکړي وروسته کولای سي چي اړونده مضمون یا مضمونونه تدریس کړي. د کورس هر درسي ساعت ۹۰ دقیقې دوام لري.
د ازمویني ډول:
د هر مضمون د لوست د پای ته رسېدو وروسته لیکنۍ یا تحریري ازموینه اخیستل کیږي چېي ۵۰ نومرې لري. سربېره پر دې د کورس هر ګډونوال به د لارښود استاد تر مشرۍ لاندي یوه څېړنه ترسره کوي او پریزینټیشن به هم وړاندي کوي چي دا دواړه بیا ۴۰ نومرې لري. په کورس کي فعال ګډون او سوبتیا یا حاضري هم ارزښت لري چي د هغې له امله هر برخه وال ته ۱۰ نومرې ورکول کیږي. په ټوله کي د بریالیتوب نومرې ۶۰ او تر ټولو لوړه نومره ۱۰۰ ګڼل کیږي.
همدارنګه د وزارت د ځانګړو ادارو له پاره د ټاکلو مهارتونو د لوړولو کورسونه هم له اړتیا سره سم جوړیږي.
بورسونه:
د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ هرکال د لاندنیو هیوادونو څخه د ډیپلوماسۍ په برخه کي لنډ مهاله بورسونه ترلاسه کوي:
– المان
– هالنډ
– ایټالیا
– استرالیا
– مصر
– متحده عربي امارات
– سعودي عربستان
– هندوستان
– پاکستان
– اندونیزیا
– مالیزیا
– ایران
– بلغاریا
– ایستونیا
د يادو هیوادونو په لړ کي یو شمېر هیوادونه، لکه هندوستان، سویلي کوریا، جاپان، نیپال، بنګله دېش، سریلانکا، پولینډ، روسیې، مالیزیا او کویت کله ناکله د لیسانس او ماسټرۍ بورسونه هم د بهرنیو چارو او لوړو زدکړو وزارتونو ته ورکوي.
سیمینارونه، کورسونه او ورکشاپونه:
له اړتیا سره سم د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ وخت ناوخت د ملي او نړیوال سیاسي حالت او په سیمه او نړۍ کي د اقتصادي پرمختیاوو په باب د یو لړ کنفرانسونو، سیمینارونو او اکاډمیکو غونډو کوربه وي او په هغو کي د مالوماتو د ورکولو له پاره یو شمېر کورني او بهرني کارپوهان رابولي، لکه:
ـ د هیواد د رسمي ادارو چارواکي، سفیران، شارژدافیران او جنرال قونسلان؛
ـ افغان استادان، کارپوهان، سیاستوال او شنونکي؛
ـ په کابل کي د سیاسي او قونسلي استازولیو او نړیوالو سازمانونو مسوولان؛
ـ د بهرنیو هیوادونو استادان، سیاسي کارپوهان، ډیپلوماټان او د نړیوالو اړیکو او اقتصادي چارو شنونکي.
خپرونې:
انسټیټیوټ د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کي ځانګړی ځای لري چي د وزارت کارکوونکو او مینه والو ته د ځینو مهمو او اړینو موضوعګانو او د انسټیټیوټ د فعایتونو په باب نوي او مهم مالومات ور کوي.
انسټیټیوټ تر اوسه لاندیني کتابونه چاپ او خپاره کړي دي:
۱ـ «بابرنامه»، د افغانستان، پاکستان او هندوستان د درې اړخیزه غونډي په تړاو.
۲ـ د افغانستان د موډرني ډيپلوماسۍ د بنسټ ایښودونکو ـ د افغانستان د بهرنیو چارو د لومړني وزیر محمود طرزي او محمدولي خان دروازي په مناسبت د «محمود طرزي» په نامه د کنفرانس د مقالو ټولګه.
۳ـ د مولانا جلال الدین بلخي په نامه کتاب.
۴ـ د افغانستان او پاکستان د اړیکو په باب د نجیب الله تورویانا رساله.
۵ـ د «افغانستان په نولسمه پېړۍ کي» او «افغانستان په شلمه پېړۍ کي» تر سرلیک لاندې تاریخي کتابونه.
۶ـ د «تاجیکستان» تر سرلیک لاندې سیاسي ـ مالوماتي کتاب.
د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ دغه راز په پام کې لري چي په راتلونکي کي بهرنیانو ته د افغانانو او افغانانو ته د بهرنیانو د ورپېژندلو په باب د ځینو کتابونو د چاپ او خپرولو لړۍ ته دوام ورکړي.
کتابتون:
د بهرنیو چارو وزارت کتابتون شاوخوا ۵۰ کاله مخکي د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ په اډانه کي جوړ سوی دی. دغه کتابتون اوس د نړۍ د څو مهمو بهرنیو ژبو په ګډون په پښتو او دري ژبه نږدې ۱۲۰۰۰ کتابونه لري. کتابونه د سیمي او نړۍ د هیوادونو د تاریخ، سیاست، جغرافیې او اقتصاد په باب د مهمو مالوماتو درلودونکي دي.
د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ له بهرنیو هیوادونو څخه د بورسونو د ترلاسه کولو د مدیریت، هغو ته د افغان ډیپلوماټانو د ورپېژندلو او ازموینو د اخیستلو چاري هم پر مخ بیايي. لنډه دا چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انسټیټوټ د افغان ډیپلوماټانو د سیاسي او ډیپلوماټیکي پوهي د لوړولو، ګټورو سیاسي موادو او اثارو د چمتو کولو او خپرولو او عملي پروګرامونو په جوړولو سره د هیواد یوه معتبره سیاسي او ډیپلوماټیکه اکاډیمیکه اداره ده، چي کارونه یې په ښه او اغېزمنه توګه روان دي.
اخځونه:
د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه/ د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ
د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ چارواکي
د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ یادښتونه

هارون حکیمي ، چاندیګر- هندوستان