۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۳

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه

ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه

نن ده ورځ د میینانومرغد دې ښه وي

ترپالنګ دررسېدلی وای جانانه

سورګلاب مې نن دسترګو په ستیج ناڅي

ستا په زلفومې ټمبلی وای جانانه

یوساغر دې له میګونو وای راکړای

په مزه مزه مې څښلای وای جانانه

دکلوکلو ارمان مې زړه کې اوسي

ته راغلی دی وتلی وای جانانه

اوږدې زلفې دې خورې وای زما په مټو

زنخدان مې دې زبېښلی وای جانانه

ما دمینې خطبه وېلای په محراب کې

ته مې څنګ کې درېدلی وای جانانه

بسمل تاله ربه غواړي ارمانجن دی

دغه سوال یې خدای منلی وای جانانه

Door Guest