ډاکټر لمر

ما هېڅکله هم د دې اټکل نه و کړی، چې زموږ افغانان به د څو لسيزو د سياسي بړبوکۍ قرباني کېږي، په ايديالوژيکي اړودوړو کې به لاهو کېږي او د بهرنيو يرغلګرو د نښې ښکار به وي، چې هېواد به مو په کنډوله اوړي، ځوانان به مو شهيدان کېږي، پېغلې به مو رټل کېږي، هېواد به مو له معيوبينو، معلولينو، کونډو، يتيمانو، روږديانو او ليونيانو ډکېږي! مګر له بده مرغه دغه ټول زموږ په هېواد افغانستان کې پېښ شول او پېښېږي اما د دغو پېښو عاملين، لوبغاړي سرې سترګې ګرځي او يا پرته له محکمې له دې نړۍ وکوټېدل او ژوندي يې ليا مخکې روسيې يا لوېديز ته پردېس شول او يا يې د افغانستان د تباه کولو لپاره په نويو دسيسو لاس پورې کړ، چې بيا د افغان ملت د ځوانانو په وينو د ظلم ژرندې وچلولې.

د افغانستان غميزه د غويي د سرې غميزې له پېښېدو راپيل شوه، چې زما هم له همغه لومړيو ورځو ورسره کرکه پيدا شوه. زه ليا ماشوم وم، مګر نه د فيوډال په معنی پوهېدم، نه هم د زميندار او نه هم د بډای او سرمايه دار په انګازه، خو زما استادانو زه په دغه نومونو يادولم، چې يوې به يې راته ويل: شما (فيودال ها) او بلې به يې راته ويل شما (سرمايه داران)! خو زه ليا په خپلو ماشومو ماغزو نه پوهېدم، چې دوی ولې ما ته دغه خبرې کوي، خو هغه مهال په کابل کې د شهيد سردار محمد داود په موده کې د کانکورځپلو لپاره د انقلاب د ليسې د جوړېدو آوازه هم خپره شوه او زموږ په ښوونځي کې هم دغه ليسې ته پيسې ټولې شوې.

په ټولګي کې زموږ يوې پرچمۍ معلمې ټولو ته وويل، چې هر څوک دې له خپلې وسې سره پوره د دغه لېسې په جوړولو کې مرسته وکړي، چې بله ورځ چا پنځه افغانۍ او چا هم لس افغانۍ راوړې وې. مګر زموږ پرچمۍ استادې په ټولګي کې څو تنه په نښه کړل، چې دوه غبرګولي د يو سناتور زامن ول او دوه نور د ولايت د عامې روغتيا د سرطبيب زامن ول، يو بل بيا د کوم بل زاړه لوړپوړي چارواکي زوی وو، خو ما ته يې هم ګوته لکه کړه او راته يې وويل، چې: شما پسران سرمايه داران و فيودلان هستېد و بايد زيات کمک کنېد! بيا يې ما ته مخ کړ: خودت فیودالک فردا مبلغ يک هزار افغاني اعانه برای کمک به مکتب نو بياري! خو غريبان يې بيا له مرستې معاف کړل، چې زما په ذهن کې يې د سوسياليزم د دوواليزم يعنې د «زه او ته» څپې يې راخپرې کړې!

زه د زرو افغانيو په کچه او اندازه هم نه پوهېدم، خو د فيودالک په معنی هم پوه نه شوم. ماسپښين کور ته راغلم او مور ته مې دغه کيسه وکړه، خو مور مې راته سپارښت وکړ، چې ماښام دې بيا پلار ته ووايه. ماښام وروسته له ډوډۍ خوړلو مې پلار ته دغه خبره ياده کړه. د پلار مزاج مې چندانې ښه نه شو. ما ته يې وويل، چې ستا پنځه خويندې او وروڼه په ښوونځيو کې دي، نو نن ټول همدا يوه خبره راته کوي، چې له پلاني يې دومره پيسې مرسته غوښتې او له بيستانکي يې دومره او ته وايي چې زر (۱۰۰۰) افغانۍ يې درڅخه غوښتې دي، خو زه پخپله هم ولايت اعانه ورکوم.

زويه زر (۱۰۰۰) افغاني بېخي ډېرې پيسې دي، دومره پيسې زه نه شم درکولی، خو سبا بيا ۵۰ افغانۍ ښوونځي ته يوسه، زه ورته په ژړا شوم او ورته مې وويل، چې ما ته يې د سرمايه دار زوی وويل، بيا يې فيوډالک هم راته وويل او ډارېږم، چې له ښوونځي مې و نه باسي. پلار مې دلسا کړم او د ۱۰۰ افغانيو اجازه يې راکړه، چې بله ورځ به يې ښونځي ته وړم. سبا ته يې زموږ د دري ژبې لوست وو، نو په ټولګي کې د پيسو ټولولو لړۍ پيل شوه. ما ورته وويل، چې زه بله ورځ ۱۰۰ (سل افغانۍ) راوړم، مګر معلمې راته وويل، چې خودت بايد يک هزار افغاني بياري، کم خو ندارين، نصف شار از شماست!

زه زړه نا زړه شوم، چې څه وکړم، مګر زه چې سبا درملتون ته ولاړم، نو له سيفه مې د لسګونو د نويو لوټونو يو بنډل راپورته کړ او ښوونځي ته مې يووړل، خو پلار مې له پېښې خبر نه کړ، يعنې د لومړي ځل لپاره مې په شعوري توګه غله وکړه! ما پیسې په ښوونځي کې همغه پرچمۍ معلمې ته ورکړې، خوله يې راته جينګه کړه او سبا ته يې په اخبارونو کې خپاره کړي ول، چې يو شمېر متعلمينو د انقلاب د ليسې سره تر ۱۰۰۰ افغانيو هم مرسته کړې ده! چې د اخبار له دغو کرښو ډېر زورېدلی هم يم!

د انقلاب بړبوکۍ وه. د وژلو آوازې او انګازې خپرې وې. د فرمانانو کيسې اورېدل کېدلې. د خلکو د ځمکو وېشل ول او د فيوډالانو ډبول او په کوڅو کې د مړيو موندل ول او د خلکو ذهني بېرول! ليا  د انقلاب لومړنۍ شپږ مياشتې نه وې تېرې، چې خلقيانو په پرچميانو پسې راواخيستله او زموږ د دري ژبې معلمه چې مستوره نومېده، زموږ سره خدای پماني وکړه او له خپل مېړه او دوو زامنو سره يو ځای چکوسلواکيا ته کډه شوه، چې ببرک کارمل هم د دغې ډلې مل شو او په چکوسلواکيا کې سفير او بيا کارغل شو. دغه معلمه زما له سترګو پوپناه شوه، مګر د انقلاب بړبوکۍ ټوله ټولنه پر سر واخيستله!

زموږ له کورنۍ ډېر مشران د ملا، منصبدار او عالم په نامه ووژل شول، چې د ګڼشمېرو يې تر ننه نه مړي معلوم دي او نه يې قبرونه. زما د پلار ملګري يو په بل پسې يا ورکېدل او يا هم له ښاره کليو او غرونو ته تښتېدل. د ظلم کيسې هلته او دلته خپرې وې. د اسلام ضد کړنې هم خپل اوج ته رسېدلې وې، د چا به لور له کوره وتښوه او د چا به زوی انقلابي شو او کلاشينکوف به يې کور ته راوړ او يو او يا بل به خپل تربور او يا بل خپل د کلاشينکوف د ګوليو نښه کړ او رزق به يې په دې دنيا کې ورته ختم کړ.

د کابل آوازې هم تودې وې.  په کابل کې هم ناآرامي وه، کله به رېشخور راپاڅېدلو، کله به قرغه په غورېدا شوه او کله به بلاحصار غوبل جوړ کړ، مګرپه ارګ کې هم سوله نه وه. پرچمي کارمل او دارو دسته يې بهر ته ولېږل شول، داود تړون يې ووژل شو او نور محمد تره کی يې هم خفک شو، نو دغه کانې روانې وې، چې په افغانستان د ۱۹۷۹ د ديسامبر په ۲۵ د روسانو بربنډ يرغل وشو او پر حفيظ الله امين د پرچميانو څرګند تېری وشو. د پرچميانو سياسي پټې دسيسې هم پيل شوې. اوس نو د سور مخو روسانو خبرې زياتې شوې. زه سهار ښوونځي ته پر بايسکل روان وم، چې د ښار په ځينو سيمو کې مې په روسي عسکرو سترګې ولګېدلې، چې شنې سترګې يې نيولې وې، خو زما بيا له انقلابيونو سره کرکه خپلې انتها ته ورسېدله او زما د سياسي ذهنيت بړبوکۍ هم راوخوټېدله!

د روسانو له راتګ سره يوه لاسپوڅې اداره په افغانستان واکمنه شوه. هر څه بدل شول، خبرې دروغ شوې، چې بيا دوی ورته تبليغات زهراګين ويل، د خلکو سترګو ته د خاورو شنل پيل شول او ټولنه د حزبي، انقلابي، اشرار، مجاهد او اخوان الشياطين وارشو په سره واخيسته. که مخکې يو يو تن وژل کېدلو، خو اوس د سرې لښکرې له راتګ سره په کليو، بانډونو او رغونو کې روسي ټانګونه ګرځېدل او په آسمان کې مو د جېت الوتکې او ميګ هېليکوپتري الوتلې. زموږ ځوانان د مرميو غوښه شول او کلي مو د بمونو نښه شول! خو د حزب تراز نوين مو د ښوونځيو د سبق برخه شوه!

ژوند داسې راغی، چې د خپلوانو او کورنۍ له مخالفت سره بيا هم زه شوروي اتحاد ته ولاړم. پلار مې راته وويل، چې ستا اړيکې له مجاهدينو سره، ستا شهيد شوي همټولګي، خپلوان، ملګري او زموږ د کورنۍ تريتام شوي خپلوان! آیا دغه ټول له هېرې وباسې او د دوښمن ملک ته ځې. ما ورته وويل: پلاره تاسو پوهېږې، چې له اطرافه زه کابل ته ولې راغلم، ځکه زما له لاسه يې تاسو څو ځله خاد ته بوتلی، کور مو څو ځله چاپه او تلاشي شو، زما نه هم تحقيقونه وشول او په ښوونځي کې سايره منيژې په کراره نه پرېښودلم او هره ورځ به يې د اشرار په نامه ادارې ته بوولم او تلاشي کولمه يې، بس دغه مې هلته حال وو! له دې کبله چې نور ژوند راته ترېخېدلو، نو زه کابل ته راغلم او تاسو خو خبر ياست، چې زما د بابا کور، چې زه ورسره دلته اوسېږم تر اوسه څو ځلې چاپه شوی، په نيمه شپه کې کور محاصره کړي او لکه غلو غوندې په دېوالونو راواړي او تلاشي پيل کړي، چې ټول بيا د وېرې شېبې تېروي!

زما ماما يې څو ځله خاد ته بوتلو او څو ورځې موږ نه پوهېدلو چې چېرې دی! نيژدې ول، چې پولتخنيک په وروستي کال پرېږدي او د ديپلوم له دفاع هم تېر شي. زه يې تر اوسه څو ځلې له ماما سره مې يو ځای د تحقيق لپاره خاد ته بوولی يم. د پولتخنيک په انستيتوت کې زما ژوند نه دی ژغورل شوی. د ساختماني پوهنځي د خاديستانو تر څارنې لاندې يم. د پوهنځي له منشي رفيق سميع او يو شمېر نورو لکه رفيق اسد ستېزا، رفيق نور اواستاد شکيلا سره مې څو ځله په سياسي موضوعاتوخوله بدله کړې ده او دلته هم راته وايي، چې: چشمايت چشمای اشرار است!  دغه خلک زما ماما ټول پېژني، چې د اشرار په نامه موږ غوندې خلکو ته دسيسې جوړوی، نو زما سره وېره شته، چې فاکولته به دلته په افغانستان کې پای ته و نه رسوم! ځکه شوروي اتحاد ته زما له تګ سره مخالفت مه کوی! تر دې چې د کمونيستي ايډيالوژي له چوکړه ګانو سره دلته سرګردانه وم، نو ښه به دا وي، چې د کمونيستي يا سوسياليستي نظام په منځ کې وم او هلته به بيا ګورم چې څه وکړم! تر څه وخته به دلته د پيسو او واسطو په زور ژوند کوم!

په دې ډول زه د ۱۹۸۵ ميلادي کال په بهير کې له افغانستانه شوروي اتحاد ته ولاړم. د مسافري ژوند مې په ډېره تنکۍ ځواني کې پيل کړ. په شوروي اتحاد کې هم د افغاني حزبيانو او روسي استادانو راته پام شو، خو بيا هم تر افغانستانه ډېر آرامه شوم. يو شمېر افغاني حزبيانو چې شيطانتونه يې کول، نو هڅه مې کوله، چې ګشتوګذار ورسره و نه کړم او په خپلو درسونو مې ډېر زيار ايستلو، خو بيا هم له ځينو ستونزو سره مخامخ شوم. هغه روسانو چې په افغانستان کې يې عسکري کړې وه، د دې زغم يې نه درلودلو، چې ورته ووايې چې دوی په ناحقه په افغانستان کې په جګړو بوخت ول او يا بوخت دي، نو د انتي سوېتيکوس ټاپه به يې درولګوله.

د دغه څرګندونو په ترڅ کې ليا په لومړيو وروځو کې يو شمېر روسي (له افغانستانه بيرته را ستانه شوي) عسکر زما دوښمنان شول او ما ته به يې باسماچ ويل! خو ما پر ځان ډېر پام کولو، ځکه په ۱۹۸۴ کې ليا يو شمېر افغان محصلين د شوروي ضد په نامه په دسيسو کې وژل شوي ول، مګر په افغانستان کې هم زموږ کورنۍ په کرار نه وه، يو شمېر د مجاهدينو سيمه ييزو قومندانانو زما پلار ته ګيله کړې وه، چې زوی دې ولې شوروي ته تلل دی، خو زما پلار ورته ويلي ول: «حضرت موسی (ع) هم د فرعون په کور کې لوی شو، خو پيغمبر شو»! زه مې د پلار په دغو څرګندونو تل وياړم، چې داسې يو په زړه پوري او فلسفي ځواب يې ورکړی وو!

د ۱۹۸۶ ميلادي کال يو مازديګر مخ پر ليليه روان وم، چې د روسي ژبې استاد (ولنتين ارکادېويچ) مې مخې ته راغی. وروسته له روغبړه يې زېری راباندې وکړ، چې په افغانستان کې ولسمشر بدل شوی دی. زه لومړی په سوچ کې ولاړم، چې څه يې راته وويل او بيا مې وپوښتلو، چې څنګه او څوک نوی ولسمشر دی! استاد مې راته وويل، چې د کارمل پر ځای ډاکټر نجيب الله د مرکزي کومېټې منشي او ولسمشر شوی دی! له يو پلوه مې له خاد سره کرکه په ذهن کې تېره شوه او له بل پلوه مې د پښتو مينې زړه په درزا کړ! خو هغه مهال مې دومره وويل، چې ډاکټر نجيب ځوان دی، احساساتي دی او د خاد مشر وو، چې کېدی شي په ټولنيز ژوند کې ډېر توپير رانه شي!

استاد مې خبرې را پرې کړې او خپلې خبرې يې وغزولې. نه دغه کار د شوروي اتحاد د کمونيستي ګوند سره په تفاهم کې تر سره شوی، نو دلته هم دګلاسنوست او پېرېسترويکې سياست پلی کېږي او هلته په افغانستان کې به هم ډېر مثبت بدلون راشي او د سږ کال تر جون مياشتې به د سرو (روسي) ځواکونو لومړني شپږ باتليونه له افغانستانه راووځي او افغانستان ته به هم سوله راشي! ما د افغانستان د خپلواکي پټ احساس د روسانو د وتلو په اړه په نېغه څرګند نه کړ، خو استاد ته مې وويل، که روسان زموږ له خاورې ووځي، نو د ټولو په ګټه ده!

د ډاکټر نجيب الله د سولې د سياست آوازې هم خپرې شوې. بيانيې يې په اخبارونو کې چاپ شوې، چې بهر تر موږه هم راورسېدلې، مګر زما ذهن تل مشکوک وو، ځکه زما مخې ته د هغو شهېدانو يادون درېدلو، چې په ناحقه يې وينې تويې شوې وې او يا زما هغه خپلوان يا همټولګيان چې په زور عسکري ته بوول شوي ول او بيا په ماينونو کې الوتلي ول، چې چا ژوند، چا پښې او چا لاسونه له لاسه ورکړي ول. يو شمېر نور همځولي مې يا د خاد په زېرخانو کې ورک شوي ول او نور بيا د تل لپاره له افغانستانه نورو ملکونو ته پردېس شوي ول يا له جهاديانو سره په جهاد ورګډ شوي ول او روسي مرميو يې ټټرونه سوروي سوروي کړي ول، چې د افغانستان هر غاټول يې په وينو سور شوی وو، چې د دښتو هر غاټول به مې سترګو ته ودرېدلو او په سوچونو کې به لاهو شوم!

وروسته له دې چې موږ د آماده ګي پوهنځی پای ته ورسولو، نو د پوهنځي د ادارې له غوښتنو سره سم يو شمېر ممتازو محصلينو بايد د فراغت په جشن کې خبرې کړې وی، چې زه يې هم د خبرو لپاره ټاکلی وم. د جشن په ورځ تر ۵۰۰ تنه راغلي ول، زموږ استادان د څوکيو په لومړي کتار کې ناست ول. د جشن د خبرو برخه پيل شوه. هر فارغ محصل د خپل ملک په اړه خبرې کولې، له استادانو يې خوښي کوله او د راتلونکو پوهنتونونو خوبونه يې بيانول. په دغه لړ کې زه هم دريځ ته وروغوښتل شوم، ما هم خپلې خبرې د افغانستان او شوروي اتحاد تاريخي اړيکو ته ځانګړې کړې وې، چې وار مې راورسېدلو، نو په خپلو خبرو مې پيل وکړ.

زما خبرې هم لکه نورو غوندې د لاسونو له پړکا سره بدرقه کېدلې. زه د درېځ شاته درېدلی وم او د اورېدونکو سترګې، خوځېدنې او عکسالعملونه مې څارل. زما د وينا په يوه برخه کې داسې راغلي ول: افغانستان او شوروي اتحاد ډېرې ښې ګاونډيزه اړيکې درلودلې، ليا په ۱۹۱۹ ميلادي کال شوروي اتحاد لومړنی مملکت وو، چې د افغانستان خپلواکي يې په رسميت وپېژندله او افغانستان هم لومړنی بهرنی مملکت وو، چې شوروي اتحاد يې په رسميت وپېژندلو.  شوروي اتحاد په افغانستان کې ډېرې عامالمنفعه پروژې پلې کړې دي، چې د افغانستان په هوساينه، پرمختګ او اقتصاد کې يې غوره اغېز درلود. د دغو نېکو کارونو تر څنګ د افغانستان او شوروي اتحاد په اړيکو کې ترينګړې پېښې هم شته، چې بايد يادې يې کړم.

لاسونه مې په دريځ کېښودل. پښې مې په رېږدېدلو شوې. په مجلس کې کراري شوه او ما وويل: د افغانستان او شوروي اتحاد په تاريخ کې توره پاڼه هله رامنځ ته شوه، چې په ۱۹۷۹ ميلادي کال د شوروي اتحاد کمونيستي ګوند له پرېکړې سره سم د سرې قوا محدود عسکر افغانستان ته واستول شول، نو دغه يوه ډېره لويه تاريخي تېروتنه وه، چې تر ننه زموږ او د شوروي اتحاد خلکو ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي! ستاسو له توجو ډېره مننه! زما مخ سور شو، ځان مې تُود شو او پښې مې بې سېکه شوې. سترګې مې په خلکو وغړولې. ټول چوپ ناست ول، داسې يو سکوت وو، چې تا به ويل ټول کنګل شوي دي. سترګې مې د استادانو د ناستې لومړي کتار ته واړولې. ټول کرار ول او سترګې يې ما ته نيولې وې. زه او زما د تاريخ استاده سترګو په سترګو شولو، دا په شوندو کې موسکۍ شوه، له ځايه راپورته شوه او لاسونه يې وپړکول. د مجلس سکوت مات شو، لاسونه په پړکېدا شول او د خبرو بوږنېدا شوه!

د شوروي اتحاد د ټولنې د تاريخ استاده ما ته راروانه شوه، څنګ ته مې راغله، لاسونه يې زما په اوږو کېښودل او را ته يې وويل: مه وېرېږه، څه چې تا وويل ستا نظر دی، تريخ واقعيت دی او د دا ډول خبرو کول ځانګړی جرئت غواړي! زه پر تا وياړم، زه تل ستا سره يمه او مرسته درسره کومه! زما پښو کې لږ دمه پېدا شوه او د ځان رېږدېدل مې کم شول، خو استادې مې ميکروفون راڅخه واخيست او زما د خبرو يې ستاينه وکړه او ټولو ته يې د فراغت مبارکي وويله! جشن پيل شو. د جشن په ترڅ کې ډېر پردي ځوانان زما څنګ ته راغلل او د زړه خواله يې راسره وکړه، خو يو شمېر روس پلوو بيا خپله کرکه هم رانه پټه نه کړله!

د مرحوم ډاکټر نجيب الله سياسي ژوند او دولتي اداره مې د اخبارونو له لارې څارله. ورته خوشبين وم او د دې امېد مې درلودلو، چې افغانستان کې به بينالافغاني تفاهم رامنځ ته شي او د افغانستان خلک به آرامه شي. د افغانستان د دولت سياست او هلې ځلې به تل د محصلينو په غونډو کې بيانېدلې، چې په ګڼشمېر غونډو کې د محصلينو د ادارې په غوښتنې ما هم دمرحوم ډاکټر نجيب الله خبرې محصلينو ته آورولې. د محصلينو په منځ کې يو ځوان پکتياوال محصل هم وو، چې کله به ما د مرحوم ډاکټر نجيب الله بيانيه ولوستله، نو بيا به دی ما ته راغی او ويل به يې: یره ده ته چې خبرې کوې، زه پکر کوم، چې تلويزيون ته ګورم او ډاکټر صيب راته غږېږي!

د روسانو د لومړنيو ۶ بتاليونونو وتل پيل شول او زما يو ملګري محمد ياسين به تل د روسانو د وتلو د تلويزيوني راپورونو زېری راکولو او راته به يې ويل «اې اخوان الشياطين» بيا که راپور برآمدن روساست!. ياسين د کارمل له ډلې وو. په خټه پنجشېری وو، خو له ډاکټر نجيب سره يې کرکه درلودله. زما سره يې تل د پښتو او فارسي بحث کولو. ده به را ته ويل، چې: نان در فارسي، نان در ازبکي و شما پښتونا بازمېګين «ډوډۍ»، بخې وردار پنډکي ته که حرف های فارسي ماره ګرنګ کرده! مګر ډېر مېړنی ځوان وو او زما د جانانه بنډار ښه ملګری. زه يو کال وروسته له هغه ښاره بل چېرته کډه شوم. د ياسين سر د کارمل مينې داسې چومجن کړی وو، چې وروسته مې بيا واورېدل، چې هغه د پوهنځي له کوم استاد سره په دغه موضوع شخړه کړې وه او استاد يې په څوکۍ پر سر وهلی وو، چې استاد يو روغتون ته او ياسين د تاشکند يو جېل ته استول شوي ول. ياسين هلته څو کاله بندي وو، خو اوس يې له قسمته نه يم خبر، چې ليا هم د خپلې مينې ابتر دی او که نه! خو د روسانو د وتلو زېری يې پر ما ښه لګېدلو!

 د ۱۹۸۹ کال د فبروري ۱۵ نېټه وه، چې ماښام ناوخته له پوهنتونه ليليې ته راستون شوم، ليا مې ډوډۍ نه وه خوړلې او پخلنځي ته روان وم، چې نور نومي محصل، چې احساساتي به شو، نو تل به يې ويل: مه سګ زنجير به ګردن حکمتيار هستم! راباندې غږ وکړ: اې اوغان، اې اشرار… او شاغلی بيا اينجه! ما ورته وخندل او د کوټې په لوري يې ورروان شوم، چې ګورم په تلويزيون له افغانستان د وروستي روسي عسکر د وتلو راپور په خبرونو کې ښيي، نو ما او نور آغا يو او بل ته د افغانستان د خپلواکي مبارکي وويله! ما مې په خپلو سترګو باور نه کولو، چې افغانستان بيا خپله خپلواکي د شهيدانو په وينو وګټله! د يو څو شيبو لپاره چوپ پاتې شوم! زړه مې راغونډ شو، نور نو په ګوګل کې نه ځايدلو، ما وېل چې اوس به نو له خوښي چوي! ستونی مې ډک شو، سترګې مې غير ارادي له اوښکو ډکې شوې او د خپلواکي اوښکه مې پر بڼو په ځنګېدو شوه!

ژوند هم د عجيبه نخرو او پېښو نندارتون دی. وروسته د روسانو له وتلو ټولو تمه درلودله، چې بين الافغاني تفاهم به رامنځ ته شي،  يو سوله ييز دولت به رامنځ ته شي او خلک به په صفا او امنيت کې ژوند پيل کړي، مګر داسې و نه شول. سيمې سره ووېشل شوې، هر چا خپله سيمه کنټرولوله، مجاهدينو هم د بېلتون شورا ګانې جوړې کړې او د افغانستان د وېشلو کيسې پيل شوې. له پېښوره په جلال آباد حمله وشوه، خو پنجابيانو او عاميانو يې بيا لونګونه پرېښودل، له ايرانه په هرات کې غوبل جوړ شو، په باميان کې وحدتيان راوبوږنېدل او په شبرغان کې ازبکان راوکوټېدل، خوپه مرحوم ډاکټر  نجيب بيا خپل خوستي تڼي کودتاه هم پيل کړه، بس ملت وو، چې د مېچن د دوو تېږو تر منځ اوړه کېدلو او د ځوانانو وينې وې، چې په ناحقه بهېدلې!

په ۱۹۹۲ ميلادي کال تاشکند ته تللم. په مسکو کې له يو افغان سره معرفي شوم. په الوتکه کې مې هم څنګ ته ناست وو. له مسکوه تر تاشکنده پرواز ۶ ساعته وو. څنګ ته مې ناست افغان له مسکوه تر تاشکنده د پښتنو سپکې سپورې راته وويلې. له دغه افغانه مې د لومړي ځل لپاره د «شمال عسکر مېزايد و جنوب جنرال ميزايد» وراشه واورېدله، چې تر ننه په افغاني سياسي کړيو کې آورېدل کېږي، مګر مخکې له انقلابه ټول ۸۴ جنرالان ول، خو نن بيا د شمال ټلوالې ۶۶۰۰ بېسواده جنرالان يا پرته له مسلکي زده کړو په ننني لاسپوڅي دولت کې راجستر دي، نو اوس زه هم نه پوهېږم، چې «کجا چی ميزايد!». دغه زما لارمل افغان مخکې پخپله هم منصبدار وو، خو په رتبه يې له کوم چا سره شخړه کړې وه او له منصبداري تېر شوی وو، خو مخه يې آزاد تجارت ته اړولې وو.

په تاشکند کې مې د ټکسي پيسې ورکړې، زه له ټکسي ښکته شوم. افغان سره مې خدای پماني وکړه، خو په غوږ کې مې يې وويل، چې زه هم يو پښتون يم او سپارښت مې ورته وکړ، چې: هڅه وکړه خپل احساسات کنټرول کړه! سترګو په سترګو شولو. ده غوښتل بښنه وغواړي، خو ما ورته وويل، چې د ژوند ښه او بد تېرېږي اما تاسو وايي، چې: زخم شمشير مېره اما زخم زبان ميمانه! نو خوله هم کلا ده او هم بلا! زه ترې روان شوم او دی په ټکسي کې بيرته کېناست، چې څه خيالونه به يې په سرکې تېر شوي وي، نو زه هم نه پوهېږم، خو د کندزي شېرخان، چې بيا فرنود هم پسې شو، يادون يې ډېر کولو، چې ګواکې نيژدې ملګری يې دی!

له تاشکنده زما نيت وو، چې مخ پر افغانستان وخوځېږم. د تاشکند په هوټل کې وم، چې يو افغان ازبک ملګري مې هوټل ته تليفون راوکړ او پته يې رانه واخيستله. نيم ساعت وروسته هوټل ته راورسېدلو، نو راته يې وويل: قيناغه! بورګه ازوميزده اويميز بار، سن نمه اوچون هوتل ګه قالپسن!  کيل بزله منن، بزدې اويميز ګه کېتوز! لالا، دلته زموږ کور دی او ته په هوټل کې اوسې! راځه چې ځو خپل کور ته لاړ شو! بس په وچ زور يې خپل کور ته بوتلم. په کور کې يې ښه د ډوډۍ سرشته نيولې وه. زما په ګومان د ننني اکبر بای کشر ورورهم هملته وو او د يو شمېر نورو نامتو ازبکانو خپلوان او زامن هم هلته ول، خو په افغانستان کې د حيرتان د پېښو اخو ډب روان وو او په هر کور کې يې ذهني اغېز په خبرو کې راڅرګندېدلو.

له ازبکو دوستانو سره مې خبرې کولې، نو ورته مې وويل، چې غواړم د حيرتان له لارې افغانستان ته لاړ شم. ملګرو مې افغانستان ته له تګه منعه کړم. يو يې راته وويل، چې له حيرتانه تر مزار ټوله لاره د هزاره ګانو په لاس کې ده، نو د پښتانه په نامه دې و نه وژني! بل يې ويل، چې هلته يو دوه پاټکه د جنبشيانو هم شته دي او جمعيتان هم ډېر دي، نو تر څو دې چې پېژني، خدای مه کړي، چې د دغه غلو له لاسه مړ نه شې او  يا د بل څوک مړ نه کړي! او که څوک دې وپيژني بيا هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېږي، نو له خپل سفره تېر شه، ځکه افغانستان او بلخصوص په حيرتان کې امنيتي حالات ډېر خراب دي.

موږ ټول په خبرو بوخت وو، چې يو بل ازبک مېلمانه خوله خلاصه کړه: پشتوناره ګېلم شان از صفات شمال جمع شده، حالې اکه دوستم ايناره تا اتک شان مېدوانه! کت يک پتو آمده بودند پس همطور مېرن! په کوټه کې ټولو يو او بل ته وکتل، نو يو بل ازبک دغه خوله خلاصي ازبک ته وويل، چې: داکتر صاحب اوزه بر پشتون! نمه اوچون بو رقم ګپرسن، بو ايخشې ايمس!  (ډاکټر پخپله يو پښتون دی، ولې داسې خبرې کوې، دا ښه کار نه دی)، نو کله چې دا ډول څرګندونې واورې بيا نو بايد سم فکر وکړې، چې آيا ځان له خطر سره مخامخ کړې او که نه! مګر هغه مهال د دغو ځوانانو څرګندونو زما سره هم د بې امنيتي وسوسه زياته کړه.

زه د افغانستان له تګه منصرف شوم او وروسته له څو ورځو بيرته مسکو ته والوتلم. ليا مياشت نه وه تېره، چې په افغانستان کې مجاهدينو واک تر لاسه کړ، ټولو ګومان کولو، چې د افغانستان غمېزې ته د پای ټکی کېښودل شو، مګر داسې نه وه، ځکه وروسته د کمونيستانو د غويي له سرې غمېزې د مجاهدينو د غويي شين غوبل پيل شو. افغاني محصلين که مخکې په خلقي، پرچمي، ستمي او اشرار وېشل شوي ول، نو اوس په تنظيمونو سره ووېشل شول، هر چا د خپل ټبر رنګ په يو او يا بل تنظيم کې لېدلو، چې پايله يې په محصلينو کې تنظيم پرستي او په افغانستان کې قومپرستي شوه، چې پايله يې د افغانستان بربادي، د لکهاو شهېدانو ترڅنګ د افغانستان ملکولطوايفي شوه، د کمونيستي مهاجرينو څپه هم په خوځېدو شوه، خو د محصلينو او بهر مېشتو مهاجرو افغانانو په منځ کې د بېلتون، سياسي سليقې او ژبنيزې ليوالتيا کرښې نورې هم زږې شوې.

په ۱۹۹۶ ميلادي کال د چکوسلواکيا د پراګ په ښار کې وم او له خپلو ملګرو سره مو د «BBC» راډيويې خپرونې ته غوږ نيولی وو، چې ښاغلي احدي د طالبانو د خوځښت پلوي کوله او د طالبانو بری يې په افغانستان کې د قومي ځواکونو انډولتيا يادوله. ليا دوې ورځې نه وې تېرې، چې له همدغه «BBC» مو د طالبانو لخوا د کابل د نيولو خبر واورېدلو، چې د دغه خبر ترڅنګ يې پرته له محکمې د مرحوم ډاکټر نجيب الله د وژلو خبر هم تېر کړ، چې ډېر زړه بوږنونکی خبر، بشري رزالت او ټولنيز بربريت وو.

د طالبانو له برې سره سم بيا بهر ميشتي افغانان په څو برخو ووېشل شول، خو يو شمېر يې د طالبانو پلويان او نور يې د طالبانو ضد دريځ خپل کړ. يو شمېر د مرحوم ډاکټر نجيب وژنه تاريخي بری ګڼلو او د هغه د خاد د رياست موده يې يادوله، خو نورو بيا  د مرحوم نجيب الله وژنه د طالبانو بربريت يادولو، چې دغه لړۍ تر ننه پورې روانه ده. خلک طالبانو ته په تمه  ول، چې ټولنيز عدالت به رامنځ ته کړي او په هېواد کې به امنيت راولي او د جهاديانو ډلې ټپلې به ورکې کړي، مګر نه! دوی هم د نرانو په ږېرو، پټکيو، پکولونو او لوڅو سرونو او د نجونو په چادريو، سپينو او لوڅو لنګيو پسې راواخيستله، د باميان بوتونه يې والوزول او نړيوالو بنسټپالو ته يې ځای ورکړ، چې پايله يې د افغانستان انزوا، تباهي او بربادي شوه، خو طالبان هم آخر د پاکستان او بسټپالو په کونه ورننوتل، چې د فارسي له اصطلاح سره سم: ګشنه در کون تشنه درآمد که نفس هردویش برآمد، چې هم يې ځان غرق کړ او هم دنيا!

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې د طالبانو د عامې روغتيا وزير ښاغلی ملا محمد عباس اخوند يو شمېر اروپايي ملکونو ته سفر درلود، چې يوه شپه زه هم ورسره مخامخ شوم. په خصوصي خبرو کې مو ډېر ورته وويل، چې د افغانستان په مقننوي، قضايي او اجرايوي سيستم کې بدلون راولی. په کوڅو او باڼدو کې د مجرمينو د ځړولو او لاسونو د پرېکولو نه ډډه وکړی، د افغانستان د ښوونې او روزنې او روغتيا لپاره مسلکي خلک په کار وګوماری، د ږېرو او سپينو څپليو ناندره ختمه کړی، خو وزير صيب په خپله ږېره لاس کش کړ او د نورو د ږېرې په اړه يې داسې ځواب راکړ: څوک چې له بهره افغانستان ته راځي، نو ږېره دې پرېږدي، هغه چې کوسه دي، د کوسه توب سند او هغه چې د مخ د پوستکي ناروغي لري د ناروغي سند دې ورسره راوړي، بيا موږ ورته هېڅ هم نه وايو! ما يې خبرو ته غوږ ونيولو، خو ګوته په خوله هک پک ورته پاتې شوم! او له ځانه سره مې ويل، چې موږ يې هلک شاه ژړلو، چې ملک شاه يې په خره سور راوست!

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتامبر د يوولسمې نېټې د پېښې په تړاو د ناټو ځواکونو په مټه د طالبانو واکمني ته د پای ټکی کېښودل شو. بيا د ټولو په زړونو کې د هوسا ژوند، د ټولنيز پرمختګ او د افغانستان د سمې ادارې وږمې راپيدا شوې، خو د قسمت جبر په افغانانو بيا نوې کانې وکړې. افغانستان بمبارد شو، د څو مياشتو په ترڅ کې په لکهاوو انسانان ووژل شول، تر ۶ لکه نور خلک هم پاکستان ته مهاجر شول، چې په نړۍ کې د افغان مهاجرينو شمېره تر ۷ ميليونو واوښتله. تسليم شوي طالبان او د شمال سيمو پښتانه د القاعده، بانډيست، تروريست او طالب جان په نامه له تېغه تېر شول، چې د قلايي جنګي، د مزار د کانټېنرونو او د ليلا د دښتې ډلوژنې د ظلم د انتها بړبوکۍ د بشر په ذهنونو کې تلپاتې کړه.

په افغانستان کې لويدېز وهلې امريکايي لاسپوڅې واکمني رامنځ ته شوه، لوېديزوالو بيا هم له افغان ولس سره جفا وکړه، ځکه د حيرتان نازولي اتلان، د جهاد پلاستيکي پړانګان او د کمونيزم تښتېدلي بګېلان يې واک ته ورسول. په ۱۲ کلونو کې په افغانانو د ظلم مېچن بيا وچلول شوه. نه کور، نه وُر، نه رود او نه هم رغونه پاتې نه شول، ټول له خاورو سره خاورې شول. په کورونو چاپې واچول شوې، خلک له کورونو وايستل شول، په يو او بل نامه ووژل شول، په ودنو بمونه واچول شول، ماشومان مو بيا يتيمان شول، نورې خويندې مو هم کونډې شوې او نورې ميندې مو هم بورې شوې. تر ۲۰ ميليونه خلک مو د لوږې په کرښه ژوند کوي او پخپل افغانستان کې مو خلک ليا سيمه ييز مهاجردي، چې په لکهاو يې په کمپونو کې شپې سبا کوي او د ژمي په سړوښه او د دوبي په تودوښه سوځېږي.

د افغانستان اداره په فساد لړلې ده، له ماموره نيولې تر شاه پورې ټول غله دي. څوک روپۍ، څوک مشدۍ او څوک هم ډالر پټوي، چې له دغو حرفوي غلو د ګومرکونو بيتالمال هم نه دی پاتې شوی، ځکه د شمال ګومروکونو عايدات هم جمعيتانو، جنبشيانو او وحدتيانو په خپلو ډلو وېشلې دي او خپل باندونه يې پرې مضبوت کړي دي. له افغانستان سره د شويو مرستو هم هېڅ عمالمنفعه څرک نه لګېږي، خو د قوماندانانو بنګلې او د رهبرانو شهرکونه هر پلو تر سترګو کېږي. په افغانستان کې شعوري ملي قيام لکه چې په پټه پخېږي او وسله وال مقاومت هم ورځ تر بلې په زور کې دی، هېواد يې په انتهاري جګړو پر سر اخيستی دی، خو ملت ناهيلی دی او د ذهني ښکېلاک په لومه کې نښتی دی، مګر نړيوال او ننني سياسي انډيوالان ليا هم د افغان ولس په هويت او وينو ملنډې وهي.

افغانستان بيا د يو نوي تاريخي پړاو په درشل کې دی. لويديزوال او امريکايان بيا د تښتې په حال کې دي، خو لوستي افغانان ليا هم د خپل هېواد د برخليک په اړه بې تفاوته پاتې دي او يا دا چې د څو لسيزو پېښو ليا هم نه دي راويښ کړي، داسې ښکاري، چې په ټولنيز ژمني خوب ويده دي، یا دا چې د منطق رښکۍ ترې ورکې دي، چې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله به بيا څه کېږي! څوک د غربت په ذهنيت کې لاهو دی او څوک بيا په ډالرو کې لامبو وهي او نور بيا په دوبی کې خرمستي کوي، چې نه يې د دين او نه يې هم د دنيا خيال شته، مګر د افغانستان نوي ټولنيز ناورين ته ډېره کمه موده پاتې ده، خو اوس هم ليا لږ وخت شته، چې د افغانستان ستونزې ته يوه سياسي لاره وموندل شي او افغانستان له راتلونکي ناورينه وژغورل شي.

پايله

درنو هېوادوالو! افغانستان بيا د نويمو کلونو د ټولنيز غوبل په درشل کې دی. د شمال يو شمېر غوبليانو ليا څه موده مخکې په مزارشريف کې غونډه وکړه، چې د سيمې خلکو ته بيا د بېلتون، ځانغوښتنې او قومي بربريت ذهنيت ورکړي. پاکستان هم د ملي اتحاد تر نامه لاندې مشخص نومونه د سولې په خبرو کې يادوي، يعنې پاکستان بيا د افغان ولس ته د تباهي لومه د بګېلو سياستوالو او شمال ټلوالې په مټو اېښې ده، نو اوس په افغانانو پورې اړه لري، چې د دغه ستر ټولنيز مسؤليت او سياسي چلند په اړه يو موټی کېږي او که بيا غواړي، چې په ټولنه کې د نويمو کلونو کانې تر سره شي، نو د افغانستان د شخړې د حل لپاره بايد د افغانستان سياسي چارې ليا اوس وسنجول شي او د مقاومت د ډلو تر څنګ بايد افغاني څانګپوهان، محصلين او روڼاندي په بهر او په افغانستان کې يو سياسي پلاتفورم رامنځ ته کړي، چې خپل انساني، ملي او مسلکي مسؤليت د افغانستان په ژغورنه کې پر ځای کړي.

 په درنښت

http://www.youtube.com/watch?v=GtP4j9TDruc

http://www.youtube.com/watch?v=FuydTXjxxoM

Door Guest