شعر
………………………………………………….
سوځم له فکرونو ، له ذهنونو نه یې سوځم
سوځم د څهرو تر شا مخونو نه یې سوځم

دا په سپین لباس له تورو زړونو نه یې سوځم
هو ، مطلب پرستو ضمیرونو نه یې سوځم

ژوند د شطرنج لوبه ده ، چالونو نه یې سوځم
ژوند یو سمندر دی، ګردابونو نه یې سوځم

غواړمه چې ښکل یې کړم خو نشمه کولی
سترګې دې جلادې، له تیغونو نه یې سوځم

دا چې مې دښمن رانه ژوندی خوشحاله ګرځي
بس خو د مورکۍ له فریادونو نه یې سوځم

بس کړه زرمتیه! نور یې نشمه زغملی
ستا د شعر له سوزه، له آهونو نه یې سوځم

جاوید زرمتی