پکتیکا ادبي بهیر ۱۷مه غونډه وکړه

پکتیکا ادبي بهیر۱۷مه تنقیدي ناسته او مشاعره د حوت په ۱۱مه د اطلاعات او کلتور په عامه کتابتون کې وکړه.غونډه د غلام حسین شاکر لخوا په تلاوت پیل شوه چې د راپور لیکنې چارې یې روزي خان ارغوان او د ستېج چارې یې انعام الله ګوهر او دوست محمد ځونډي په ګډه مخ په وړاندې بیولې.همدا راز عزت الله سرضوال د دې غونډې ریس او ورسره ګل محمد مهد او ساحل شجاع د مشرانو په څوکۍ تشریف لاره.

د تېرې غونډې له ګزارش څخه پس له پرېکړې سره سم د ګل حسن عابد غزل کره کتنې ته وړاندې شو. د بهیر ټولو غړو په غزل اوږد تنقیدي بحث اوکړ چې په ترڅ کې ځینو ملګرو د پښتو په شعر د جنګ اغېزو په اړه هم خبرې وکړې او همدا راز شېر محمد مهد د کره کتنې په اړه د هغه تیاره شوې لیکنه ګډون والو ته ولوستله چې د کره کتنې په اړه په کې د بېلا بېلو پوهانو ګټورې خبرې راخیستل شوې وې.

د غونډې په دریم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په شمول له مختلفو ولسوالیو څځه راغلو شاوخوا ۴۰ شاعرانو خپل شعرونه وویل.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته چې دوه اونۍ پس ده ،د ښاغلي دولت خان ((تروکیوال)) غزل به کره کتنې ته وړاندې کیږي.